• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستان نه ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره نوې لارښوونې خپرې کړې

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۰۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستان نه بېرته افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو لپاره ځینې لارښوونې خپرې کړې، چې یاد کډوال د یادو لارښوونو په عملي کولو سره کولای شي له قانوني او مالي مرستو برخمن شي.

په دغو لارښوونو کې ویل شوي، چې د کډوالۍ کارت لرونکي افغان کډوال (POR) چې غواړي په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شي، باید د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ داوطلبانه مرکزونو ته خپل د کډوالۍ کارټونه وسپاري او په خپله خوښه د ستنېدو پروسه بشپړه کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په نویو لارښوونو کې ویل شوي، چې په خپله خوښه د ستنېدو دغه فورمه هغه مهم سند دی چې له مخې‌یې ستنېدونکي افغانان کولی شي د یو این ایچ سي ار د نغدي مرستو له مرکزونو مرسته تر لاسه کړي.

د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي، چې یاد مرکزونه د خیبر پښتونخوا په نوښار او د بلوچستان د کوټې په بیلیلي کې دي او افغانستان ته له ستنېدو وړاندې باید په یادو مرکزونو کې نوبت واخیستل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي، هغه کډوال چې په یادو مرکزونو کې یې نوم لیکنه کړې وي او د بېرته ستنېدو ( VRF) سند ولري د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لسمې نیټې څخه هر کس ته یوځل ۹۹۰۰ افغانی نغدې پیسې د بیړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره ورکول کیږي او ۱۴۰۰ افغانۍ هم د ټرانسپورټ لپاره ورکول کیږي.

د دغه سازمان په لارښوونو کې ویل شوي، چې دغه مرسته د افغانستان د نغدي مرستو مرکزونو (ECS) کې ورکول کېږي او یاد مرکزونه په ننګرهار، کندهار، کابل او هرات کې دي.

یاد سازمان ویلي، چې د هغو غیرثبت شویو کورنیو غړو ته هم چې د بېرته ستنېدو سند VRF سره ستنېږي، د ترانسپورت لپاره همدومره مرسته ورکول کېږي.

برسېره پر دې، بېرته ستنېدونکي سند لرونکي ( VRF) کسان به د روغتیايي خدماتو، واکسین، لنډمهاله استوګنځي، فردي مشورو، د ماینونو د خطر پوهاوي، د ماشومانو لپاره د خوندي ځایونو او نورو مرستو له خدماتو ګټه واخلي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي، چې دغه مرستې بېرته ستنیدونکو افغان کډوالو ته د یادي ادارې او شریکانو له لوري په بادغیس، بغلان، بلخ، بامیان، دایکندي، فراه، هلمند، هرات، جوزجان، کابل، کندهار، کونړ، کندوز، لغمان، لوګر، ننګرهار، پکتیا، خوست، نیمروز او سمنګان کې ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، هغو افغانانو ته چې د PoR کارت لري خو نه شي کولای وي آر سي ته ورشي یو این ایچ سي آر د نغدي مرستو مرکزونو کې د مستقیمې مرستې زمینه ورته برابره کړې ده او د کارتونو له تایید او د ستنېدني حالت ارزولو وروسته به مرسته ورکول کېږي، خو دغه ارزونه به د تورخم او سپین بولدک په سرحدي مرکزونو کې ترسره کېږي او ثبت به په کابل، جلال‌اباد یا کندهار کې وشي.

دغې ادارې په خپلو نویو لارښوونو کې ویلي، چې که یو څوک پي او ار کارت لري او افغانستان ته راغلی وي، خو کورنۍ ‌یې لا هم په پاکستان کې پاتې وي هغوی ته مشوره ورکول کېږي چې د خپلې کورنۍ پاتې غړي تشویق کړي، څو د وي آر سي له لارې وي ار ایف تر لاسه کړي او افغانستان ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ وايي، د هغو کسانو ملاتړ ته هم دوام ورکوي چې د پناه غوښتنې سندونه لري او یا یې له پي او ار لرونکو سره غیرثبت شوي غړي دي او یا هم له پاکستان نه شړل شوي یا ستنېدونکي دي.

یادې ادارې دا هم ویلي، چې دغه ډول کډوالو ته به =صفري نقطو ته په تلو راتلو کې د خوړو، ترانسپورت او نورې بشري مرستې برابرېږي، څو هغوی د مرستې مرکزونو ته انتقال شي او له هغه وروسته به د سندونو تایید، د ساتنې ارزونه او بایومتریک ثبت ترسره کېږي.

د منل شویو اسنادو په ډله کې د PoR کارت د پناه غوښتنې سند او د راستنېدو تصدیق شوی سند ( DoRR)او د یو ایچ سي ار د سپارښتنې فورمونه شامل دي.

په یادو کسانو کې هم هرې کورنۍ ته یو ځل ۹۹۰۰افغانۍ مرسته ورکول کېږي او هر کس ته د ترانسپورت لپاره ۱۴سوه افغانۍ ورکول کېږي.

دغه مرسته به د حساب‌پې په نوم کارت کې ورکول کېږي، چې د بلاک‌چېن له لارې چارج شوی وي او د ATM کارت پکې کار کوي. په دغو لارښوونو کې ویل شوي، چې دا کارت به وروسته د نورو مرستو لپاره هم فعال پاتې شي.

یو این ایچ سي ار وايي، په خپله خوښه بېرته ستنېدونکو مرکز کارټ لرونکو لپاره د مرستو شرایط نه دي بدل شوي او هغوی کولی شي له پاکستان نه ورکړل شوې په خپله خوښه بېرته ستنېدنې فورمې سره د نغدي مرستې مرکز ته مراجعه وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پر ګوخې دښتې له شخړې وروسته؛ طالبان د خوست په صحراباغ دښته کې خپلو جنګیالیو ته نومرې وېشي

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۱۱ GMT+۱

د خوست ولایت د تڼیو د ګوخې پر دښته له طالبانو سره د سیمه ییزې داخیو قبیلې له شخړې وروسته، طالبان اوس په پام کې لري چې خپلو جنګیالیو ته د خوست ښار په شمال ختیز صحراباغ کې ځمکې ووېشي.

په خوست کې محلي سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو سیمه ییزې ادارې اوس د ځمکو د وېش دغه پروژه د خوست ښار شمال ختیز صحرا باغ ته تغییر کړې، چې پخوا پکې د امریکا لویې اډې سلیرنو موقعیت درلود.

سرچینه وايي، « د سلیرنو اډې په شمال کې پرته ځمکه اوس طالب جنګیالیو ته د مهاجرینو د نومرو په نوم توزیع کیږي».

خو پر دې ځمکه هم له وړاندې د متون قوم او حکومت تر منځ دعوې او لانجې روانې وې.

سرچینه وايي، چې د خوست د ښارجوړونې ریاست مامورانو ددې دښتې د سکیچ چارې پیل کړې دي.

نږدې میاشت وړاندې د خوست ښارجوړونې ریاست د تڼيو د د داخیو قبیلې اړوند د ګوخې صحرا هغو طالب جنګیالیو ته د نومرو د توزیع په موخه سکیج کوله چې په تېرو شلو کلونو کې په قبایلي سیمو او پاکستان کې اوسېدل، خو د داخیو قبیلې له غبرګون وروسته، چې کامرې او نور اړوند وسایل یې ور مات کړل، یاد ریاست خپل پلان تغییر کړی دی.

د طالبانو د پلان له مخې، هغه طالب جنګیالی چې واده یې کړی وي، د یوې کورنۍ په توګه شمېرل کېږي او پنځه بسوې ځمکه ورکول کېږي.

د دغو جنګیالیو هویت د شمالي وزیرستان په میرانشاه او ټل ولسوالیو کې د طالبانو د مهاجرینو چارو پخواني مسوولین تثبیتوي.

سربېره پر دې، هغه افغان کډوال چې د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال د جګړې یا نورو دلایلو له امله کډوال شوي، خو د طالبانو په لیکو کې ثبت شوي، هم د ځمکې او نومرې مستحق بلل شوي دي.

په ننګرهار، لغمان او کونړ کې طالبانو د اسلامي ثقافت او شرعیاتو پوهنځي ۶ استادان منفک کړل

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي مکتوب پر بنسټ، طالبانو د ننګرهار سید جمال الدین افغاني او د لغمان تحصیلي بنسټونو د اسلامي او شرعیاتو پوهنځي اړوند څانګو ۶ تنه علمي کادرونه له کادري بستونو منفک کړي دي. په مکتوب کې لیکل شوي چې یاد استادان له ارزونې وروسته منفک شوي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۴ کال د وري ۱۶ مه د ننګرهار پوهنتون ریاست ته یو مکتوب لېږلی دی.

په مکتوب کې لیکل شوي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مقام د رهبرۍ له خوا ټاکل شوې کمېټې د ننګرهار سید جمال الدین افغاني او د لغمان تحصیلي بنسټونو د اسلامي ثقافت او شرعیاتو پوهنځي اړوند څانګو یو شمېر علمي کادرونه ارزولي دي.

طالبانو په مکتوب کې لیکلي چې د ارزونې په پایله کې یې ۶ تنه علمي کادرونه له کادري بستونو منفک کړي دي.

دا ارزونه د طالبانو د عبدالله بن مسعود جامعې له خوا شوې ده او هغوی د لوړو زده کړو وزارت نه غوښتي چې یاد استادان منفک کړي، او وزارت هم د طالبانو د لوړو زده کړو مقام په منظورۍ دا غوښتنه منلې او پلي کړې ده.

په دغو استادانو کې یو د ننګرهار پوهنتون، څلور د لغمان پوهنتون او یو تن د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون دي.

طالبانو په ګڼ شمېر ولایتونو کې د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادان منفک کړي دی.

طالبانو تېرکال د لیندۍ په میاشت کې د سلفیانو په نامه له کونړ او کابل پولي تخنیک پوهنتونونو ۱۶ استادان منفک کړي وو.

له دې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د وزارت د رهبرۍ په کچه تصمیم نیول شوی چې له پوهنتونونو وهابي استادان منفک او پر ځای یې نوي د طالبي فکر استادان وګوماري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواد څخه سلګونه استادان وتلي، چې دې مسالې د هېواد تحصیلي او روزنیز بهیر ډېر اغېزمن کړی دی.

جرمنی له پاکستان نه د چارشنبې په ورځ ۱۶۲ نور افغانان انتقالوي

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۱

د راتلونکې چارشنبې په ورځ تمه ده چې یوه بله الوتکه له اسلام‌اباده ۱۶۲ افغانان د جرمني لایپزیګ هوایي ډګر ته ولېږدوي. ویل شوي چې په دغو کسانو کې به د جرمني پنځه سیمه‌ییز کارکوونکي او ۱۹ د هغوی د کورنۍ غړي شامل وي.

د جرمني د منلو پروګرامونو له لارې دغه افغانان داسې مهال جرمني ته لیږدول کیږي، چې ددغه هېواد سیاسي ګوندونه او واک ترلاسه کوونکې مسیحي اتحادیه ددغو پروګرامونو له اوږدولو سره موافق نه دي.

د جرمني د مسیحي سوسیال اتحاد یا سي ایس یو سرمنشي مارتین هوبر ددغو الوتنو په غبرګون کې د یکشنبې په ورځ بیلد ام زونتاګ ته وویل، « دا چې د بهرنیو چارو وزیره میرمن بیربوک تر وروستۍ شېبې خپله ایډیالوژي بې‌پروا تعقیبوي، دا یو ناخوښه کار دی».

په تور او سره ایتلافي تړون کې، اتحاد او ایس پي ډي موافقه کړې چې د افغان کډوالو د منلو پروګرامونه به پای ته ورسوي او نور به دوام نه ورکوي.

له سوسیال ډیموکراټانو سره د ایتلافي تړون تر لاسلیک وروسته د اتحاد پارلماني مدیر تورستن فری اعلان وکړ چې ډېر ژر به افغانستان او سوریې ته د اخراج ځانګړې الوتنې پیل شي.

فری د جمعې په ورځ تاګس شپیګل ته وویل: « د ایتلافي تړون له مخې موږ کولای شو د مهاجرت سیاست کې بدلون راولو».

ده زیاته کړه چې دا [د شړلو] الوتنې به ژر تنظیم شي. فری وویل، « موږ به د دوبي له رارسېدو وړاندې پام وړ شمېر خلک بېرته واستوو».

د سي ډي یو سیاستوال همداراز پر هغو درېیمو هېوادونو د بندیزونو ګواښ وکړ چې له جرمني نه شړل کېدونکي خپل وګړي نه مني. نوموړي وویل، « که دا هېوادونه خپل اتباع و نه مني، نو موږ به خپلې پرمختیایي مرستې پرې کمې کړو او یا به هیڅ ویزې ورنه کړو».

د اېس پي ډي مشر لارس کلینګبایل هم افغانستان او سوریې ته د اخراج پلانونه تایید کړل.

ده بیلد ورځپاڼې ته وویل چې د ایس پي ډي تر مشرۍ لاندې پخواني حکومت کې هم یوه الوتنه افغانستان ته شوې وه. نوموړی زیاته کړه، « او نورې هم کېږي، دا موافقه شوې ده».

هغه د سوریې په اړه وویل: « موږ به هم د مناسب وخت په راتلو سره سوریې ته اخراج پیل کړو»، خو ټینګار یې وکړ چې د سوریې وضعیت باید تر څارنې لاندې وي.

کلینګبایل همداراز تمه څرګنده کړه چې د نوي حکومت پر مهال به د پولو کنټرول زیات شي او له امله به ډېر خلک بېرته واړول شي.

هغه زیاته کړه، « موږ موافقه کړې چې د پولو کنټرول به ډېر شي، نو له همدې امله به رد شوي کسان هم زیات شي».

کلینګبایل چې د تور-سور ایتلاف مرستیال صدراعظم ګڼل کېږي، زیاته کړه: « خو فریدرېښ مېرڅ او زه موافق یو چې دا کار باید له اروپایي شریکانو سره په همغږۍ وشي».

د ځان ثبتونې لپاره؛ جنوبي وزیرستان کې افغان کډوالو ته پنځه ورځنی مهلت ورکړل شوی

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د جنوبي وزیرستان ولسوالۍ امنیه قوماندان ویلي چې د افغان کډوالو او غیر بومي اوسېدونکو د ثبت بهیر باید په راتلونکو پنځو ورځو کې بشپړ شي.

اصف بهادر د شنبې په ورځ ډان ورځپاڼې ته وویل چې دا اقدام یوازې د افغان کډوالو د پېژندنې لپاره نه، بلکې په سیمه کې د امن او نظم د خوندي ساتلو لپاره هم ډېر مهم دی.

نوموړي زیاته کړې، « غیر بومي اوسېدونکو او افغان کډوالو ته پنځه ورځې ورکړل شوی چې ځانونه ثبت کړي. دوی ته ویل شوي چې په دې موده کې اړوند پولیسو ته ورشي او ټول اړین اسناد وسپاري».

امنیه قوماندان خبرداری ورکړی چې که څوک د دې پنځه ورځني مهلت په پای کې هم ځان ثبت نه کړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

هغه زیاته کړې، « غیر راجستر شوي افغانان به ونیول شي او پر ضد به یې مناسب قانوني ګامونه پورته شي».

نوموړي ټینګار کړی، چې دا اقدام به نه یوازې د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي، بلکې د سیمه‌ییزو خلکو لپاره به هم امنیت زیات کړي.

په روزګان کې یو ځوان ځان وژنه کړې ده

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱
•
سلیمان خپلواک

په روزګان کې سیمه‌ییز طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولايت په خاص روزګان ولسوالۍ کې يو ۲۲کلن ځوان د کورنیو ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال روزګاني ځایي خبریالانو ته منلې، چې تېره شپه د خاص روزګان ولسوالۍ اړوند «نکریزو» سیمه کې یاده پېښه شوې ده.

بلال روزګاني خبریالانو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، وژل شوی ځوان د کورنیو ستونزو او اندېښنو له امله ځان په ډزو وژلی دی، چې د سختو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

نوموړي په دغه پیغام کې د دغه ځوان د نوم، کورنیو ستونزو او نه هم د پېښې د څېړنو په اړه څه ویلي دي.

بل خوا د روزکګن ولایت د مرکزي روغتون یو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته منلې، چې یاد روغتون ته تېره شپه ناوخته د طالبانو له‌خوا د یوه ۲۲ ځوان جسد ور وړل شوی دی.

د دغه ډاکټر په وینا، نوموړی په سر لګېدلی و او په لاره کې یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې وه؛ خو هغه د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه وایي.

په افغانستان کې دا لومړۍ پېښه نه ده؛ بلکې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼې دې ته ورته پېښې شوې، چې لاملونه یې اقتصادي ستونزې، کورني جنجالونه او یا هم د خپلې خوښې نکاح سره د کورنیو اختلافونه بلل شوي دي.