سعودي عربستان یو افغان وګړی اعدام کړ

عربي رسنۍ «نیو عرب» راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ مکه کې یو افغان وګړی اعدام کړی. خبر زیاتوي؛ دغه کس بادشاه قول سلیماني نومېږي، چې د هیرویینو په قاچاق تورن شوی و.

عربي رسنۍ «نیو عرب» راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ مکه کې یو افغان وګړی اعدام کړی. خبر زیاتوي؛ دغه کس بادشاه قول سلیماني نومېږي، چې د هیرویینو په قاچاق تورن شوی و.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، سلیماني سعودي عربستان ته د قاچاق لپاره د هیرویین کڅوړې د بدن دننه تېرې کړې وې او هڅه یې دا وه، چې د بدن له لارې دغه کڅوړې قاچاق کړي.راپور کاږي، چې تر څېړنو وروسته نوموړی په رسمي ډول د سترې محکمې لهخوا په اعدام محکوم شوی او وروسته د اعدام د ترسراوي لپاره شاهي حکم هم صادر شو.د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې د نوموړي اعدام د نشهیي توکو په وړاندې د دغه هېواد سخت دریځ په ډاګه کوي او «د نشهیي توکو له بلا څخه د خپلو خلکو د خوندیتوب» پر ژمنې ټینګار کوي.دغه وزارت زیاته کړې، چې حکومت به د نشهیي توکو قاچاق وړونکو او وېشونکو په وړاندې سختې سزاګانې وضع کړي.دغه وزارت خبرداری ورکړی، هرڅوک چې دغه جرم ترسره کړي؛ نو له قانوني سزا سره به مخ شي.د اعدامونو په برخه کې سعودي عربستان تل د نړۍوالو تر نیوکو لاندې دی.تر دې وړاندې هم د بشري حقونو ډلو ریاض تورن کړی، چې د مخالفینو د ځپلو او د لاریونونو د مخنیوي لپاره د مرګ له سزا کار اخلي.


د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري وایي، چې دغه ډله د افغانستان پر ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لري او د هېواد یوه ډبره هم د بل چا لاس کې نهده. نوموړي دا څرګندونې د کابل د کوهدامن سیمې اړوند قومي مشرانو سره په یوې لیدنه کې کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون راپور ورکړی، چې په دې لیدنه کې دغو قومي مشرانو په ټينګار سره ویلي، چې دوی به هېچا ته اجازه ور نه کړي څو د افغانستان امنیت اخلال کړي.
ملا نورالله نوري ویلي: «د افغانستان د خاورې یوه ډبره هم د بل چا په لاس کې نه ده، طالبان پر ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لري.»
په راپور کې د کوهدامن د قومي مشرانو له قوله ویل شوي، چې تېر ۲۰ کاله د خلکو هېڅ هم خوندي نه وو او د حکومت واګې د بل په لاس کې وې.
په راپور کې بیا هېڅ کوم هېواد ته اشاره نه ده شوې.
یاد طالب چارواکی په داسې حال کې د افغانستان د بشپړ حاکمیت خبرې کوي، چې څه موده مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و، چې اوس پر افغانستان یوازې یوه ډله واکمنه ده.
سېدعباس عراقچي ویلي و، له طالبانو مخکې «د افغانستان بېلابېلې سیمې د مختلفو ډلو په واک کې وې، خو اوس دغه هېواد د طالبانو په واک کې دی او امنیت هم ټینګ دی.»
یاده دې وي، چې له دې مخکې هم طالب چارواکو ویلي و چې افغانستان یو خپلواک او ازاد ملي حاکمیت لري او د هېچا تر اغېز لاندې نهدی.
دوی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د مولوي عبدالکبیر او یعقوب مجاهد په ګډون یو شمېر طالب چارواکو په وار-وار ویلي، چې د دې ډلې حکومت داسې امکانات نه لري، څو د افغانستان پر هوایي حریم د بېپیلوټه الوتکو د ګرځېدو مخه ونیسي.
اخوا، د پاکستان په ګډون بیا د سیمې یو شمېر هېوادونه پر طالبانو تور لګوي چې دغې ډلې په خپله خاوره کې بهرنیو ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکړي دي.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي، د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول به په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته کړي. دغې کمېټې زیاته کړې، د سرې میاشتې نړۍوالې ټولنې سره په شریکه غواړي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړي، څو د ۵۰ زره افغان کډوالو اوږد مهاله اړتیاوي پوره کړي.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی، چې اووه نیم لکه سویسي فرانک یې ځانګړي کړي، څو افغاني سرې میاشتې ته یې ورکړي.
د اعلامیې له مخې، دغه پیسې به بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د بېړنۍ روغتیایي خدمتونو، خوړو او د اوبو برخو کې ولګول شي.
په دغه اعلامیه کې راغلي: «افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو بشري اړتیاوې لوړې دي. ډېرو په پاکستان کې خپل ژوند او شخصي مالونه پرېښي دي. ماشومان چې ډېری یې له مخکې له خوارځواکۍ سره مخ دي ځانګړي پاملرنې ته اړتیا لري. ډېری کورنۍ د سفر په جریان کې جلا شوي او د کورنیو اړیکو د بیا رغولو لپاره مرستې ته اړتیا لري. اوږد مهاله مرستې ته به هم اړتیا وي ترڅو خلکو سره مرسته وکړي، چې په افغانستان کې خپل ژوند بیا پیل کړي.»
طالبانو هم په دې برخه کې د بېړني اقدام پر اړتیا ټینګار کړی.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست شېخ شهاب الدین دلاور ویلي: " راستنیدونکي خلک د ډېرو ننګونو سره مخ دي، چې دوی نه شي کولی یوازې تګ و راتګ وکړي. ښځې او ماشومان د راستنېدونکو د پام وړ برخه استازیتوب کوي او د دوی خوندیتوب او هوساینې ته تضمین ورکول باید زموږ لومړیتوب وي. د یوه سیمه ییز سازمان په توګه چې په ټول هېواد کې شتون لري، زموږ موخه د خلکو سره د خپل ژوند د بیا رغونې لپاره سمدستي مرستې او اوږدمهاله مرستې چمتو کول دي."
په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې (IFRC) د نړۍوال فډراسیون د موقت پلاوي مشر احمد سلیمان د افغان کډوالو په اړه د بحران د احتمالي کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
نوموړي ویلي " دا متحرک وضعیت به په مېلیونونو خلکو اغېزه وکړي. سمدستي اړتیاو ته رسېدنه - لکه خواړه، روغتیا پاملرنې، او سرپناه - زموږ لومړیتوب دی، IFRC او ملي ټولنې د ARCS سره یوځای کار کوي ترڅو د دې ننګونو سره مبارزه وکړي او د اړتیا وړ خلکو سره مناسب ملاتړ چمتو کړي."
د سره صلیب نړۍوالې کمیټې همداراز ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې شرایط د خوارځواکۍ د لوړې کچې او د اقتصاد د کړکېچن کېدو په ترڅ کې د ډېرو خلکو د دوامداره راستنېدو لپاره مناسب نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې هم زرګونه کسان د بېلابېلو ستونزو له امله بې ځایه شوي دي.
د راپورونو له مخې، شته بشردوستانه مرستې د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه دي او یوازې د ډېرو خلکو بېرته راستنېدو سره به ډېر فشار رامنځته شي.
د سره صلیب نړۍوالې کميټې په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې افغانستان ته د راستنېدونکو خلکو د مخ په زیاتېدونکي بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي ملاتړ چمتو کړي.

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وایي، چې لوېدیځ هېوادونه او ملګري ملتونه طالبانو ته مالي سرچینې برابروي. د نوموړي په وینا، د طالبانو په وړاندې بیا د سیمې د یو شمېر هېوادونو دریځ بدل شوي او د ځینو نورو هېوادونو د بدلون په حال کې دی.
محمد محقق په دغه غونډه کې د طالبان مخالفو جبهو خوځښتونو ته په اشارې ویلي: «موږ بېرته افغانستان راګرځېدونکي یو او دا بېرته راستنېدل به ځورونکی، قوي او پیاوړي وي.»
نوموړي د لومړي ځل لپاره ادعا وکړه، چې له طالبانو سره په جګړه بوخت دی، خو تر اوسه یې د فعالیت راپور نه دی خپور شوی.
محقق له طالبانو سره د سیمې د ځینو هېوادونو او امریکا په اړیکو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل: «د سیمې هېوادونه طالبانو ته له وېرې امنیت ورکوي او لوېدیځ هېوادونه او ملګري ملتونه دغې ډلې ته مالي سرچینې برابروي.»
محقق په خپلو خبرو کې دغه راز زیاته کړه، چې د طالبانو په وړاندې د سیمې د ځینو هېوادونو په دریځ کې بدلون د طالبانو د سقوط لامل کېدای شي.
هغه د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو تاوتریخوالو ته اشاره وکړه، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) اورپکو ته د پناه ورکولو له امله رامنځته شوي.
پاکستان ادعا کوي، چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان غړو ته په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي او له دغه هېواده په پاکستان کې برېدونه پلان کوي.
طالبان بیا دغه تورونه ردوي او وایي، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکاروي.

په داسې حال کې چې د طالبانو عدلیې وزارت په کندوز کې د اسلامي حزب د دفترونو بندېدو او د املاکو د مصادرې حکم ورکړی، خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ دغه ګوند په یوه بیان کې دا موضوع رد کړې ده. خو د حکمتیار زوی حبیبالرحمان حکمتیار د اسلامي حزب د دفترونو د تړلو موضوع تایید کړې.
د نوموړي ګوند اړوند شهادت ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۵مه) لیکلي، د محکمې له حکم پرته هېڅوک حق نهلري، چې د چا کور او شخصي وسایل مصادره کړي او د طالبانو رژیم ته په اشارې یې ټينګار کړی، چې د یو شخص کور یا دفتر ته ننوتل او د هغه مالکیت ضبطول یوازې د قانوني حکم او د څښتن د رضایت په صورت کې ممکن دی.
د طالبانو د عدلیې وزارت په مکتوب کې امر شوی، چې د اسلامي حزب تر نامه لاندې هر دفتر چې فعالیت لري، هغه باید مهر و لاک شي او د دفتر ټول تجهیزات یې د عدلیې ریاست ته وسپارل شي، خو د اسلامي حزب په بیان کې ادعا شوې چې دوی په کندوز ولایت کې هېڅ دفتر نهلري.
په بیان کې دا هم راغلي، چې د دې ګوند کوم غړی هم نه دی نیول شوی.
د طالبانو عدلیې وزارت د حزب اسلامي د دفترونو د ضبطولو حکم صادر کړی
شهادت ورځپاڼې دا بیان تر هغه وروسته خپور کړی، چې له دې مخکې د ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمان حکمتیار هم د خپلې اېکسپاڼې له لارې پر طالبانو تور پورې کړ، چې د پخوانیو کمونیستي رژیمونو سیاستونه تکراروي.
حبیبالرحمان د طالبانو د عدلیې وزارت له خپاره شوي مکتوب سره لیکلي، طالبان د خپلې نسکورېدا لارې پهخپله برابروي او وضعیت به داسې حد ته ورسېږي، چې همغه ځانمرګي بریدونه به پر دوی کېږي.
نوموړي زیاته کړې: «دا خلک همغه کار کوي چې کمونستانو کاوه، د خلق ډیموکراتیک ګوند چې پر ډېموکراسۍ یې هېڅ باور نه درلود، ویل چې یا له موږ سره یا زموږ دوښمن. ننني طالب مشران هم دا وایي چې حکومت یوازې د طالب حق دی».
د یادونې ده، چې د طالبانو او اسلامي حزب ترمنځ ناندرۍ ډېرې شوي چې په پایله کې یې د دغه ګوند دفتر، ټلوېزیون، پوهنتون او روغتون وتړل شول او حکمتیار اړ شو، څو د لنډ وخت لپاره په وزیر اکبرخان کې د سراجالدین حقاني یوه مېلمستون ته کډه ولېږدوي.

ایران هغو افغانانو ته د اېستلو ګواښ کړی، چې د جمهوریت له سقوط وروسته دې هېواد ته کډوال شوي دي. ایراني چارواکو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې تر پنځلسو ورځو دا هېواد پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.
په دغه هېواد کې افغان کډوال وایي، که ایران دغه پرېکړه عملي کړي نو ډېر خلک به له ګواښ سره مخ شي.
د ایران د سرشمېرنې ادارې د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۵مه) یو شمېر افغان کډوالو ته فورمې سپارلي، چې ډکې یې کړي او وروسته له ۱۵ ورځو د جبري بېرته ستنولو کمپونو ته دې لاړ شي ترڅو افغانستان ته ستانه کړل شي.
په ایران کې مېشت یوه افغان خبریال له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «نن چې زموږ یو شمېر همکاران د سرشمېرنې فورمې نوي کولو ته تللي وو، یادې ادارې د سرشمېرنې د فورمونو او کاري کارتونو له سپارلو وروسته له ایرانه د وتلو فورمې ورکړي. په دې فورمه کې راغلي، چې له ۱۵ ورځو وروسته باید د کډوالۍ کمپونو ته تسلیم شي او له ایرانه ووځي.»
دغه خبریال د نوم د نه اخیستو په شرط وویل، چې که ایران دغه پرېکړه عملي کړي د ډېرو هغو افغانانو ژوند به له ګواښ سره مخ شي، چې د طالبانو له حکومته تښتېدلي او په ایران کې مېشت شوي دي.
د دغه فورمې یوه کاپي چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړې، پکې افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو په اړه مالومات ورکړل شوي.
افغانستان ته د راستنېدو لپاره په دغه ۱۵ ورځیني لیک کې راغلي: «که دوی زده کونکي ولري، لیک د درېیو میاشتو لپاره اعتبار لري. د وتلو لپاره دوی باید کمپ ته ولاړ شي او خپل ځان معرفي کړي. که دوی د کار سپین کارټ ولري، نو باید په افغانستان کې د ایران سفارت او قونسلګرۍ نه د پېژندنې لیک په نوم یو لیک ترلاسه کړي، چې دوی ته اجازه ورکوي د کار لپاره بېرته ایران ته راستانه شي. البته یوازې د ۱۸ او ۶۰ کلونو ترمنځ نارینه کولی شي بېرته راشي.»

د خبریالانو د خوندیتوب سازمان په نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې په ایران کې د افغان کډوالو وضعت ته پاملرنه وکړي او د یو بل ناورین مخه ونیسي.
دغه سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي: «وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی. که د مهاجرینو وضعیت او د کډوالو د اجباري بېرته ستنولو خبرونه له ایران څخه خپاره نه شي، دا د رسنیو سانسور دی. که داسې نه وي، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت په پاکستان کې د کډوالو په پرتله خراب دی. خو تر اوسه هېڅ یوې ادارې یا ارګان د دغو ځورېدلو خلکو حالت ته پام نه دی کړی. مونږ هیله لرو چې د خبریالانو د خوندیتوب اداره به په دې برخه کې رهبري وکړي او د کډوالو په ځانګړې توګه په ایران کې د کډوالو غږ پورته کړي.»
ایران په داسې حال کې افغان کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ټاکلی چې تر دې وړاندې پاکستان هم د کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی دی.
که څه هم په پاکستان کې هغه افغانان چې په ویزو ژوند کوي، په جبري توګه نه اېستل کېږي خو حالات پرې سخت شوي دي.
دغه هېواد د شپږ میاشتنیو ویزو د تمدید موده یوې میاشتې ته راوستې او په خپل وخت هم نه تمدیدېږي، خو په ایران کې مېشت افغانان چې قانوني اوسېږي ورته امر شوی، چې له ۱۵ نه تر درېیو میاشتو دې دغه هېواد پرېږدي.