ژوند او روغتیا؛ په ورځني ورزش کې هغه وخت چې خوب خرابوي

ورزش د روغتیا لپاره ډېر ګټور بلل کېږي، خو په اسټرالیا کې یوه طبي څېړنه ښیي چې د ورځې یو وخت داسې هم شته چې په دغه وخت کې د بدني یا فزیکي فعالیتونه کول، کولی شي د شپې خوب خراب کړي.

ورزش د روغتیا لپاره ډېر ګټور بلل کېږي، خو په اسټرالیا کې یوه طبي څېړنه ښیي چې د ورځې یو وخت داسې هم شته چې په دغه وخت کې د بدني یا فزیکي فعالیتونه کول، کولی شي د شپې خوب خراب کړي.
د موناش پوهنتون څېړنه ښيي، چې د خوب له وخت نه لږ وړاندې ورزش کول کولی شي د خوب کیفیت او موده ګډوډه کړي.
څومره چې د خوب څخه مخکې سخت ورزش ترسره شي، هغومره د خوب خرابیدو ګواښ زیاتوي.
په دې څېړنه کې ۱۴،۶۸۹کسانو ګډون کړی وو، چې د هغوی ورځیني عادتونه د یو کال لپاره وڅېړل شول.
دوی ته څو-سنسوره بیومتریک وسایل ورکړل شول څو د ورزش، خوب او د زړه د فعالیتونو معلومات راټول کړي.
په څېړنه کې د ماښام له خوا ورزش، د بدن فعالیتونه، د خوب کیفیت او د شپې د زړه فعالیتونو ترمنځ اړیکه تحلیل شوه.
پایلو وښوده، چې له خوب څلور ساعته وړاندې ورزش، د خوب کیفیت خرابوي او موده یې لنډوي.
همدارنګه، د استراحت پر مهال د زړه درزا هم لوړېږي.
څېړنه وايي، چې د جنسیت، عمر، موسم، فزیکي حالت او د تېرو شپو د خوب له درک سره، معلومه شوې چې شدید ورزشونه د خوب کولو توان لا کموي، د خوب وخت لا راټیټوي او کیفیت یې نور هم خرابوي.
همدا راز، دغه ډول ورزشونه د تنفس کچه، د زړه درزا، ذهني چټکتیا او د بدن تودوخه زیاتوي.
څېړونکو ویلي، چې د شپې سخت ورزش کول بدن ډېر فعالوي او همدا علت دی چې مشوره ورکول کېږي، څو د خوب نه لږ وړاندې ورزش و نه شي.
هغوی زیاتوي: «زموږ څېړنه دا ثابتوي چې که غواړئ ښه خوب ولرئ، نو باید تر خوب لږ تر لږه څلور ساعته مخکې ورزش پای ته ورسوئ.»
د څېړونکو په وینا، که مو ورزش همدغه څلور ساعتونو ته نږدې وي، نو غوره ده چې یوازې قدم وهل یا سپکې منډې ووهئ، څو خوب مو لږ تر لږه اغېزمن نه شي.


د بالیووډ نوموتي اداکار سلمان خان د مرګ یو بل ګواښ هم ترلاسه کړی. خو پولیس وايي، تورن کس غوښتل له دې لارې په انسټاګرام کې خپل څاروونکي زیات کړي. سلمان خان تر دې وړاندې د هوسیو د ښکار له امله هم په مرګ ګواښل شوی و.
د هندي رسنۍ ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، پولیسو د دوشنبې په ورځ د میانک پانډیا په نوم یو کس په دې تور نیولی دی.
د پوښتنو ګروېږنو پرمهال دغه کس په خپل ګواښ اعتراف وکړ او دا یې هم ومنله، چې هغه دا کار په خواله رسنیو کې د خپلو څاروونکو د زیاتولو لپاره کړی دی.
۲۵ کلن میانک پانډیا وایي: «ما غوښتل، چې پر انسټاګرام پاڼې مې څاروونکي زیات شي او له همدې امله مې پلان لاره، چې د لارنس بشنوی ډلې لهخوا د مرګ ګواښونه تقلید کړم.»
خو له بل پلوه د پي ټي ای خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي، پولیسو میانک پانډیا چې د ګجرات د ودودرا اوسېدونکی دی؛ د هغه د رواني روغتیا له امله خوشې کړی دی.
سلمان خان ته تر دې وړاندې هم د بشنوی ډلې لهخوا ګواښونه شوي وو او تېر کال په بانډرا کې د هغه په کور ډزې هم شوې وې.
نوموړی له تېرو څو کلونو راهیسې د تورو هوسیو د ښکار په تور د مرګ له ګواښ سره مخ دی.
د بشنویانو ټولنې لهخوا هوسۍ له مذهبي اړخه سپېڅلې ګڼل کېږي.
په ۲۰۲۴ کال کې د ترلاسه شوي ګواښ له مخې، سلمان خان څخه غوښتل شوي و چې معبد «د هندوانو عبادت ځای» ته لاړ شي او له خلکو د هوسیو د ښکار له امله بښنه وغواړي او یا هم ۵۰ مېلیونه روپۍ تاوان ورکړي.
د تېرې اکټوبر میاشتې په ۳۰مه نېټه هم سلمان خان ته د یو کس لهخوا ګواښ وشو او په بدل کې یې ترې د ۲۰ مېلیونه هندي کلدارو غوښتنه کړې وه.
له دغو ګواښونو وروسته سلمان خان د وسلو لېږدولو او ساتلو جواز هم ترلاسه کړ.
د راپورونو له مخې، له وروستي ګواښ راهیسې د سلمان خان امنیتي تدابیر لا سخت شوي دي.
په دې وروستیو کې سلمان خان په ممبيي کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل:« زه به یوازې تر هغه وخته ژوندی پاتې شم، چې خدای غوښتي وي.»

که تاسو د خیانت قرباني شوي یاست، نو بې له شکه چې د سختو احساساتي کړاوونو سره به مخ یاست. حتما به مو دا پوښتنې ذهن ته راځي، چې ما څه تېروتنه کړې؟ ماسره یې ولې خیانت وکړ؟ زما مینه کې څه کمی و؟ یا هم په ما کې څه کمی و؟ دا دردونکې پوښتنې پای نه لري، خو رښتیا هم، خلک ولې خیانت کوي؟
څېړنې ښيي. چې تر ۴۰ سلنه زیات واده شوي کسان د خیانت له امله اغېزمنېږي.
یوه څېړنه چې ۴۹۵ کسانو پکې برخه اخیستې وه، ښیي چې دغه اته لاملونه د غوسې، په ځان د کمزوري باور، د مینې د کمښت، د بېوفایۍ، د بدلون غوښتنه، د بېپروايۍ، جنسي خواهشاتو او فرصت د دې لامل کېږي، چې خلک په اړیکو کې خیانت وکړي.
فردي ستونزې: ځیني خلک د خپلو شخصي ستونزو له امله خیانت ته مخه کوي لکه:
د اړیکې دننه ستونزې: ځیني وخت په اړیکو کې داخلي مسایل هم د خیانت لامل کېږي لکه:
اصلي لاملونه
ناخوښي یا نارضایتي: له جنسي یا عاطفي اړخه نه پوره کېدل.
بې ارزښته احساس: کله چې یو لوری فکر کوي د ژوند د ملګري له خوا ورته پاملرنه نه کېږي.
بیوفایي: کله چې یو لوری ژمن نه وي.
بدني تصویر یا عمر: د ځوانۍ، جذابیت یا "لا هم قدرت لرم" فکر.
بدله اخیستل: د خیانت په بدل کې خیانت یا له درد څخه د خلاصون هڅه.
انټرنټ او ټولنیزې رسنۍ: د اسانه اړیکو رامنځته کول.
فرصت: د مسافرۍ یا جلاوالي پر مهال موقع برابرېدل.
که له خیانته اغېزمن شوي یاست
یوازې تاسو مسؤل نه یې چې ستا ملګري یا ملکرې خیانت کړی.
دا د هغه یا هغې انتخاب و او ته باید د خپل ارزښت احساس وساتې.
زموږ ټولنه کې ډېر خلک له خیانته وروسته ځان ملامتوي، خو داسې باید ونه شي.
که چیرې خیانت درسره شوی داسې حال کې مشوره اخیستل تاسو سره ډېره مرسته کولی شي چې تاسو خپل عادي حالت ته راوګرځوي.
ایا اړیکه تر خیانت وروسته ژغورل کېدای شي؟
هو، څېرنې ښیي چې ځینې اړیکې د خیانت وروسته لا پیاوړې شي.
که دواړه لوري ریښتینی عزم، زغم او درک ولري.
که څه هم دا پروسه اسانه هم نه ده، خو بخښنه، صبر او رښتینی بدلون ضرور دي.
که څه هم خیانت یو دردناک حقیقت دی، خو له دې تجربې زده کړه او که شونې وي، نو دواړه لوري باید د ځان او یو بل لپاره د ودې هڅه وکړي، که نه نو له عزت او درناوي سره یو بل ته مخه ښه کول پکار دي، درناک به وي خو د دواړو په ګټه به وي.

که څه هم تراوسه هېڅ ساینسي شواهد نه شته چې دا ثابته کړي کوم عمر د واده کولو او یا د مور او پلار کېدو لپاره مناسب دی، خو پیو څېړنیز مرکز د خپلې تازه سروې پایلې خپرې کړي، چې ډېری کسان په دې باور دي، چې د واده لپاره له ۲۶ کلنۍ تر ۲۷ کلنۍ پورې مناسب عمر دی.
په متحده ایالاتو کې یاد مرکز په خپله سروې کې معلومه کړې، چې د امریکایی وګړو په اند کوم عمر د واده کولو او مور او پلار کېدو لپاره غوره دي.
په سروې کې ۵۰ سلنه خلکو ویلي، دوی په دې باور دي چې د واده او اولاد لرلو لپاره هېڅ عمر غوره نه ګڼل کېږي.
مګر ډېری خلکو په دغه سروې کې بیا ویلي، چې د واده کولو او یا د مور او پلار کېدو لپاره ۲۶ کلني یا ۲۷ کلني مناسب عمرونه دي.
دغه سروې له هغو درې زره او شپږ سوه کسانو سره شوې، چې عمرونه زیات بلل شوي دي.
د سروې له مخې، خلک فکر کوي چې د واده کولو لپاره تر ټولو ښه عمر په اوسط ډول ۲۶ کاله دی.
په سروې کې د ۲۳ سلنه خلکو په وینا، خلک باید د ۲۵ او ۲۹ کلونو ترمنځ واده وکړي، په داسې حال کې چې په هرو لسو کې یو په دې باور دی چې له ۲۰ تر ۲۴یا ۳۰ تر ۳۴ کلونو د واده لپاره تر ټولو ښه عمرونه دي.
خو د ۵۰ سلنه خلکو په وینا، هېڅ عمر د واده لپاره د مثال په توګه نه ګڼل کېږي.
سروې وموندله، چې په اوسط ډول ۲۷ کاله د مور او پلار کېدو لپاره غوره عمر ګڼل کېږي.
اخوا، د ۴۰ سلنه خلکو په باور بیا هېڅ عمر د اولاد لرلو لپاره غوره نه ګڼل کېږي.
له دې وروسته ۲۸ سلنه خلکو له ۲۵ تر ۲۹ کلنۍ تر ټولو ښه عمر ګڼلی، په داسې حال کې چې ډېر کم کسان تر ۲۰ کلنۍ یا ۳۵ کلنۍ یا تر دې ډېر عمرونه غوره بولي.
تر دې مخکې د پیو څېړنیز مرکز له خوا د یوې بلې سروې پایلې هم په تېرو څو ورځو کې خپرې شوې وې، چې په کې له ۱۸ هېوادونو څه باندې ۲۳ زره کسانو ګډون کړی و.
په دغو هېوادونو کې ارجنټاین، بنګله دېش، ګانا، اندونیزیا، مکسیکو، پیرو او ترکیه شامل دي.
سروې موندلې، چې په دې هېوادونو کې خلک په دې باور دي چې د واده کولو او د لومړي ماشوم زېږون ترټولو غوره عمر په اوسط ډول ۲۶ کاله دی.

په شلمه پېړۍ کې ژوند داسې نه و لکه نن. خلک به له خپلو ملګرو او خپلوانو سره مخامخ کېناستل، خبرې یې کولې او د سترګو په ژبې سره به یې احساس شریکاوه.
مګر نن ورځ، ټولنیزې رسنۍ زموږ د ژوند یوه بنسټیزه برخه ګرځېدلې ده، د اړیکو، معلوماتو، سوداګرۍ، زدهکړو او ان تفریح لهپاره له همدې مجازي لارو کار اخلو. خو دا مجازي اسانتیاوې تل له پټو منفي اغېزو خالي نه دي.
رواني روغتیا زموږ د انسانۍ بقا لپاره تر ټولو مهم اساس دی. ټولنیزې رسنۍ، سره له دې چې اسانتیاوې رامنځته کوي، پر رواني وضعیت هم مستقیم تاثیر لري. نو دا مهمه ده چې د سکرین تر شا حقیقت درک کړو او پوه شو چې دا وسایل څنګه زموږ افکار، احساسات، عادتونه او حتی شخصیت بدلوي.
کله چې سکرین زموږ اراده تر خپل واک لاندې نیسي
دا له موږ ټولو سره پېښیږي چې وایو: «یوازې پنځه دقیقې فېسبوک چک کوم.» مګر کله چې له سکرین څخه سر راپورته کوو، ګورو چې یو ساعت تېر شوی وي. له دې وروسته، نه یوازې دا چې د پښېمانۍ احساس لرو، بلکې خفګان، فکري ګډوډي او داخلي فشار هم رامنځته شوی وي.
د ټولنیزو رسنیو ډیزاین داسې جوړ شوی چې زموږ د مغزو د انعام سیستم (reward system) سره لوبې وکړي. هر لایک، کمنټ او فالو زموږ مغز ته یو کوچنی د خوښۍ پیغام ورکوي او موږ بیا-بیا همغې تجربې ته تږي کوي. همدا علت دی چې ډېر خلک له دې وسایلو پرته نشي اوسېدای او دا د اعتیاد بڼه غوره کوي.
د ځان پرتلهکول او رواني فشار
کله چې موږ د انسټاګرام یا ټیکټاک په کتلو بوخت یوو، د نورو ښکلی ژوند، سفرونه، لباسونه، بدنونه، خوشاله شېبې وینو او په ناخبرۍ سره خپل ژوند ورسره پرتله کوو.
خو دا باید هېر نه کړو، چې ټولنیزې رسنۍ یوازې د ژوند “ځانګړې او ښې شیبې” ښيي، نه د ژوند ټول حقیقت. ډېری وخت دا ښکلاوې تنظیم شوې، فلټر شوې او ایډیټ شوې وي. خو زموږ مغز دا ټول د واقعیت په سترګه ویني او دا پخپله د ځانکمارزۍ، خپګان او بېباورۍ لامل کېږي.
یو شمېر څېړنو ښودلې چې د ټولنیزو رسنیو ډېره استفاده، په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ، له ژور خپګان، اضطراب او کمترۍ سره تړاو لري.
ټولنیزې رسنۍ او خوب
د سکرین شنه رڼا د خوب هورمون (Melatonin) تولید ټکنی کوي. له همدې امله، هغه کسان چې د خوب نه وړاندې سکرین کاروي، لږ خوب کوي یا له بېخوبۍ سره مخ وي. دا حالت د رواني ستړیا، غوسې، تمرکز کمښت او فکري ګډوډۍ لامل ګرځي.
سربېره پر دې، کله چې یو شخص د کار پر وخت څو- څو واره د ټولنیزو رسنیو پیغامونه، نوټیفیکېشنونه یا ویډیوګانې ګوري، نو د تمرکز توان یې کمېږي. د مغز توجه د دوامداره تمرکز پر ځای د ټوټو-ټوټو معلوماتو پر لور ځي، چې دا د تولید د کمښت لامل کېږي.
له سکرین سره هوښیاره اړیکه جوړول
موږ باید په دې پوه شو چې ټولنیزې رسنۍ ولې کاروو:
ایا موږ یوازي یوو؟
ایا ستاینې ته اړتیا لرو؟
ایا له واقعیت څخه تښتو؟
که یوازې وخت ضایع کوو؟
کله چې د دې پوښتنو ځواب ذهن کې واضح شي، کولای شو له ځان سره داسې بدیلونه ومومو چې زموږ عاطفي اړتیاوې پوره کړي، خو له تاوان پرته لکه: د عکسونو مینهوال کولای شي خپل انځورونه چاپ کړي او البوم ترې جوړ کړي، هغوی چې د سکون په لټه کې دي کولای شي طبیعت ته ووځي، د اړیکو لټوونکي کولای شي له نږدې دوستانو سره د چای یا قدم وهلو وخت وټاکي او د تخلیقي فکر لرونکي کولای شي لیکل، رسامي یا موسیقي پیل کړي.
ځان باید خپله وژغورو
ډېری کسان د ټولنیزو رسنیو له ډېرې کارونې څخه ناخوښ دي، خو نه پوهېږي له کوم ځایه یې کنټرول پیل کړي. بدلون د فشار، شرم یا ځانملامتۍ له لارې نه، بلکې له پوهاوۍ، مهربانۍ او ژورې هوښیارۍ سره پېلېږي.
ځینې ساده ګامونه:
هره ورځ لږ تر لږه یو ساعت خپل ځان له موبایل، کمپیوټر، ټابلیټ او نورو ټولنیزو رسنیو لرې وساتئ.
ټول غیر ضروري نوټیفیکېشنې بندې کړئ.
د خوب څخه یو ساعت مخکې د ټلیفون یا کمپیوټر سکرین مه ګورئ.
د پردې هاخوا وګورئ
ټولنیزې رسنۍ زموږ د ژوند برخه ده، خو باید زموږ د احساساتو، افکارو او تخیلاتو واکمن نه شي. موږ د انتخاب ځواک لرو.
راځئ چې له ټولنیزو رسنیو څخه ډېره محدوده او ښه استفاده وکړو، مجازي نړۍ په تعادل کې وساتو او له ریښتوني ژوند، طبیعت، خلکو او له خپل ځان سره ژوره اړیکه وپالو.
چېرته چې ریښتینې خوښي، سکون او ارزښت پروت وي، هغه نه د "لایکونو" په شمېر کې دی، نه د "فالوور" په ډېروالي کې، بلکې د ریښتینو اړیکو په ژورتیا، معنا لرونکو شېبو او خپلواکه فکرونو په ازاده نړۍ کې موندل کېږي.

د ټېکنالوژۍ پرمختګ زموږ د ژوند ځيني برخې اغېزمنې کړي، له اړیکو تر زده کړو، تفریحي فعالیتونو او ان خوب پورې. که څه هم سمارټ مبایلونو زموږ لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي، خو د دې وسایلو بې درکه کارونه زموږ د ذهني، فزیکي او رواني روغتیا لپاره یوه پټه، خو جدي ستونزه ګرځېدلې ده.
د خوب نشتوالی؛ یوه نړۍواله اندېښنه
خوب د انسان لپاره د تر ټولو مهمو فزیکي اړتیاو څخه ګڼل کېږي.
دا نه یوازې د بدن د راحتۍ سبب کېږي، بلکې ذهن ته فرصت ورکوي چې د ورځې د فشارونو او ستړیاو نه ځان خلاص کړي؛ خو څېړنې ښيي چې زیاتره خلک د ټېکنالوژۍ، په ځانګړې توګه د سمارټ مبایلونو له امله، پر وخت او کافي خوب نه کوي.
د ناروې څېړنه؛ د خطر زنګ
د ناروې د عامې روغتیا انسټیټوټ په یوې نوې څېړنه کې دا موندلې، چې د سمارټ فون د کارونې له امله د بېخوبۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي.
په څېړنه کې د ۱۸ نه تر ۲۸ کلونو پورې عمر لرونکي له ۴۵ زرو زیات کسان شامل وو، چې د هغوی د سکرین فعالیتونه او د خوب کیفیت څېړل شوی دی.
د څېړنې پایلې ښيي، کله چې یو تن د خوب وړاندې هر ساعت ځیرک موبایل کاروي؛ نو د بېخوبۍ خطر یې ۵۹ سلنه ډېرېږي او د خوب اوسط وخت یې شاوخوا ۲۴ دقیقې راکمېږي.
که څه هم تر دې وړاندې ډېرې څېړنې یوازې د ټولنیزو رسنیو کارونه د خوب د خرابوالي اصلي لامل بللی و؛ خو د ناروې دغه څېړنه ښيي چې د سکرین هر ډول کارونې لکه د فلمونو یا ټلویزیون کتل، ویډیويي لوبې، پوډکاسټونه یا حتا د سکرین پر مخ مطالعه د خوب پر کیفیت بد اغېز کوي.
د خوب د کمښت پایلې؛ له خپګانه تر فلج پورې
د خوب نشتوالی یوازې د ستړیا سبب نه کېږي؛ بلکې ګڼې نورې روغتیايي ستونزې هم رامنځته کوي.
څېړونکي وايي، د خوب کمښت د لوړ فشار، شکر، چاغښت، ژور خپګان، د زړه حملې او فلج خطر زیاتوي.
په اوږدمهاله ډول دا یو داسې وضعیت رامنځته کوي، چې انسان ته د نورو ناروغیو لپاره زمینه برابروي.
حل لار څه ده؟
ځیرکو موبایلونو زموږ ژوند ته اسانتیاوې راوړي، خو که د ځانګړي نظم پرته وکارول شي؛ نو نه یوازې ذهن او بدن ته تاوان رسوي، بلکې زموږ ټول ژوند له بحرانه سره مخ کولی شي.
د خوب مخکې له ټېکنالوژۍ ځان جلا کول، یوازې یو عادت نه، بلکې یوه اړتیا ده.
زموږ ذهن او بدن دواړه د ارام لپاره اړتیا لري، راځئ چې دا اړتیا تعریف او ومنو.