د ایران د اورګاډو وزارت: افغانستان ته هره میاشت د ایران له لارې درې اورګاډي ځي
د ایران د سړک او ښار جوړونې وزارت مرستیال جبار ذاکري ویلي چې هره میاشت شاوخوا ۱۰ زره ټنه مال، چې د درې اورګاډو له بار سره برابر دی، له ترکیې څخه د ایران له لارې افغانستان ته انتقالېږي.
نوموړي د اروپا ـ ترکیې ـ ایران ـ افغانستان د اورګاډي ترانزیټ په اړه ددغه هېواد ایلنا اژانس ته وویل چې ختیځ ـ لویدیځ دهلیز ډېر مهم دی او دا همغه پروژه ده چې ددوی مشرتابه هم ورته اشاره کړې ده.
هغه زیاته کړه: «له سرخس نه تر چشم ثریا پورې اورګاډي کرښه باید پوره شي او دا مهال تر خاوران پورې کرښه جوړه شوې، خو له خاوران نه تر تبریز فعلي تمځای او له مرند نه تر چشم ثریا لا پاتې ده. د چشم ثریا د اورګاډي کرښه به موږ د ترکیې له لارې له اروپايي ستندرد پټلۍ سره وصل کړي».
ذاکري وویل چې له ترکیې سره پرېکړه شوې چې دواړه هېوادونه دا موضوع جدي وڅېړي.
له دې وړاندې د افغانستان د رېل پټلۍ پراختیا کنسرسیوم مسوول مصطفی رضایي ویلي و، چې تېر کال له خواف ـ هرات رېل لارې افغانستان ته ۶۰ زره ټنه صادراتي او ترانزیتي توکي انتقال شوي.
رضایي وویل چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې له ایران څخه د شمتیغ سرحدي او رېلي بندر له لارې، چې د خراسان رضوي ولایت په خواف ولسوالۍ پورې اړه لري، ۶۰ زره ټنه صادراتي او ترانزیتي توکي افغانستان ته انتقال شوي دي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله له نظامي ارګانونو د شل سلنې تشکیل د تنقیص د حکم د تطبیق په طرح کې لیکلي، چې په دې تنقیص کې دې د اجیرانو او ساتونکو بستونو ته لومړیتوب ورکړل شي.
مولوي هبت الله د بودجې کسر له امله د امنیتي ادارو ۲۰ سلنه کارکوونکي فعال احتیاط ته سوق کړي دي.
د ملا هبت الله له خوا ترتیب شوې د تنقیص طرحې په سریرزه کې لیکل شوي چې له زیاتو بحثونو وروسته یو لړ مهمو مصلحتونو ته په کتو ددې ډلې مشر ملا هبت الله د نظامي ارګانونو له سقف څخه د ۲۰ سلنه تشکیل د تنقیص حکم ورکړ.
د نابشپړ تشکیل په برخه کې درېیمه درجه کې هغه کسان ښودل شوي چې په غیر مسلکي بستونو کې مقرر دي.
په څلورمه درجه کې بیا د هغو ساحو د جزوتامونو بستونه شامل دي چې هلته امنیتي ستونزې نشته.
په طرح کې په پنځمه برخه کې بیا مشاورین، مرستیالان او کارپوهان ښودل شوي دي.
په دې طرح کې لیکل شوي چې د اکمال شوي تشکیل په برخه کې «بعدالفتح، همکاران، د شهیدانو وراثین، له یوې کورنۍ څخه زیات وروڼه، زیات عمر لرونکي، معذوران، ډېر بې سودان او غیر حاضران شامل دي».
په دې طرح کې د ورته وظیفوي استقاماتو لرونکو تشکیلاتو د ادغام او ترې د اضافي تشکیل د تنقیص لارښوونه شوې ده.
په حمایوي برخه کې ویل شوي، چې د مدیریتونو معاونیتونه باید تنقیص او د امرینونو څخه یو امر د معاونیت دنده هم پرمخ بوځي.
په طرح کې راغلي، چې کله پورتني موارد هم مطلوپ نتقیص پوره نه کړي نو بیا دې د هغو ساحو تشکیلاتو څخه چی امنیت هلته ښه دی او ډېر ضرورت نشته، «معینه فیصدي تشکیل هم کم شي».
په طرح کې همدراز ویل شوي چې له دې تشکیل څخه څوک تنقصیږي او کورونو ته رخصتیږي ، که «مجاهد وي، که همکار وي یا د شهید له ورثه وو څخه وي یا بعدالفتح وي، دوی ټولو ته باید له بدیل امتیاز څخه ۵ زره افغانۍ په کور ورکړل شي».
ددې طرحې له مخې که چېرې بیا په کومو برخو کې تشکیل اضافه کېږي نو بیا تنقیص شوي کسانو ته اولویت ورکړل شي.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو اړوند وسله والو غږونه لاس په لاس کېږي چې د تنقیص په دغه بهیر کې له دندو ایستل شوي، ډېر ناراضه دي او نیوکه یې همداده چې قرباني هم ساتونکي ورکوي او بېرته له دندو هم ساتونکي زیات تنقیص کېږي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله په داسې حال کې دا پرېکړه کوي، چې له افغانستان سره د امریکا مرستې درول شوې دي او وخت ناوخته دولتي کارکوونکي د معاشونو د ځنډ او خنډ په اړه شکایتونه کوي.
ورځپاڼه زیاتوي، دغه اسلامپالي د بدخشان، بغلان او هرات په ولایتونو کې ځای پر ځای شوي چې سیمهییز امنیت ته ګواښ پېښوي او شونې ده چې منفي اغېزې یې تاجکستان، ازبکستان او هند ته هم وغځېږي.
سره له دې چې قرغزستان له افغانستان سره ګډه پوله نه لري؛ خو بیا هم د سخت دریځو د فعالیتونو له زیاتېدو اندېښمن دی او د روان کال له پیله یې د کودتا دوه هڅې شنډې کړې دي.
همدا راز تاجکستان هم د داعش له ګواښونو سره مخ دی او دغې ډلې د یوې ویډیو په خپرولو سره د دوشنبې حکومت ته ګوت څنډه کړې ده.
بل خوا روسیې تېره ورځ طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه اېستلي؛ ترڅو په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو له ملاتړه برخمن شي.
د هند د اکانومیک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، داعش هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان په سیمه کې خپل حضور پراخ کړي؛ ترڅو د منځنۍ اسیا «سېکولر» رژیمونه او طالبان په نښه کړي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې ګواکې داعش د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني پوځ په ملاتړ روزل کېږي.