• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ننګرهار کې یو شمیر قومي مشرانو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند وغانده

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۳۹ GMT+۱

په ننګرهار کې د ختیځ زون قومي مخورو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره زور زیاتی په کلکو ټکو غندلی دی. قومي مشرانو په غونډه کې د کډوالو په چارو کې له نړيوالو ادارو غوښتنه وکړه، چې د پاکستان د روان بد چلند پر وړاندې غږ پورته کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د رپوټ له مخې قومي مخورو په خپلو ویناوو کې وویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو اېستلو پروسه کې ډېر ظلم روان دی او دا باید ودرول شي.

قومي مشر جهان جهاني د خپلې وینا پرمهال وویل:« دا کومه ناروا چې اوس له افغانانو سره په پاکستان کې شروع ده، مونږ دغه ولسونه له نړیوالو هم دا غوښتنه کوو او د نړیوالو هغه سازمانونه چې د کډوالو په برخه کې کار کوی مونږ پر هغوی غږ کو ژر تر ژره دا ظلمونه او ناتار نور ودریږي.»

بل قومي مشر قاري رحمت الله په خپلو خبرو کې وویل« باید د پاکستان له خوا له افغانانو سره روان بد چلند مخنیوی وشي او د پاکستان پر ولسونو او علماوو باندې غږ کوو له خپل حکومت وغواړي چې افغانان زمونږ وروڼه دي او له دې ظلمونو لاس واخلئ.»

په ورته وخت کې د دې غونډې کډونوال له افغان سوداګرو او مرستندویه ادارو غواړي چې له پاکستان راغلو کډوالو سره مرستې وکړي.

دوی همداراز له طالبانو وغوښتل چې پر کډوالو دې دشتې ابادې کړي او دوی ته دې زراعت لپاره ځمکې په واک کې ورکړي.

له پاکستان تازه ستون شوي افغان کډوال لعل محمد هم په خپلو خبرو کې وویل چې هلته یې کور، موټر او دوکان هر څه پاتې شول او په زوره تورخم ته انتقال شو.

د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۳ کې د پاکستان حکومت له لوري د کډوالو د ایستل کېدو له لومړي پړاوه تر اوسه ۱۳۰ زره کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په یوه ویډیوي پېغام کې زیاته کړې، چې د دغو ستنو شویو کسانو شمېر نږدې شپږ سوه زرو کسانو ته رسېږي.

د هغه په وینا، د اپرېل له لومړۍ نېټه د دویم پړاو ایستلو په بهیر کې تر اوسه ۷۰ زره افغانان د پاکستان له لوري په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې د لوږې او بې روزګارۍ ناورین پراخ شوی او همدا په هېواد کې د راستنیدونکو پر وړاندې هم جدي ننګوونې بلل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د اروپايي ټولنې استازی وايي، له پاکستان سره یې پر افغان کډوالو ژورې خبرې وکړې

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۵۸ GMT+۱

د اروپايي ټولنې د ولسي وګړو د خوندیتوب او د بشري مرستو د دفتر مسول وايي، د افغانستان په چارو کې یې د پاکستان له ځانګړې استازي محمد صادق سره پر راستنېدنکو افغانانو ژور بحث وکړ.

د اروپايي ټولنې د منځنې ختیځ، سویلي، لویدیځي او مرکزي اسیا کې د ولسي وګړو د خوندیتوب او د بشري مرستو د دفتر مشر اندریاس پاپاکونستانتینو پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق سره یې د لیدني پرمهال د زیانګالو خلکو د ساتنې ډاډمنولو لپاره دوامداره اړتیا باندې ټینګار کړی دی.

نووموړي ویلي، چې د یادې مسلې په اړه د خبرو د دوام په تمه دی.

نوموړي پرهمدغه مهال ویلي، چې په اسلام اباد کې د اروپايي اتحادیې له سفیرانو سره یې هم د بشري اړتیاوو د پرمختګ په اړه لیدلي.

د اورپايي اتحادیې دغه چارواکي تېره ورځ له پاکستان نه د اېستل کېدونکو زرګونو افغانانو سره د بیړنۍ مرستې لپاره ۲۵۰ زره یورو مرستې اعلان هم کړی و.

نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي و، چې دغه مرستې د بیړنې ځواب په توګه د سور صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فیدراسیون له لارې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عاليي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال په یوه پیغام کې ویلي، چې د روانې اپریل میاشتې په لړ کې نږدۍ ۱۲۰زره افغان کډوال له پاکستان نه خپل هېواد ته په جبري توګه ستانه شوي دي.

جرمني د ۲ زره هغه پنا غوښتونکو قضیې څيړي چې خپلو هیوادنو ته تللي

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۱

د آلمان د مهاجرت ادارې ویلي دي چې د هغو پناه غوښتونکو پر وړاندې چې خپل هیواد ته تللي دي، تر دوه زره ډیرې دوسیې یې پرانستې دي. دا قضیې چې افغانان هم په کې شامل دي، کیدای شي د دوی د پناه غوښتنلیکونه لغوه شي.

دویچه ویله د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د جرمني د مهاجرت او مهاجرت فدرالي دفتر (BAMF) په پنځو میاشتو کې د هغو کډوالو په وړاندې چې د موجوده قوانینو څخه په سرغړونې خپل هیواد ته ستانه شوي له دوه زرو څخه ډیر قضیې ثبت کړي دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې، نږدې ۲۱۵۷ قضیې اصلي هېوادونو ته د موقتي سفر له امله د کډوالو د وضعیت د لغوه کېدو په اړه ثبت شوې دي.

د دویچه ویله په راپور کې راغلي چې عراق د ۷۶۲ قضیې، سوریه ۷۳۴، افغانستان ۲۴۰، ایران ۱۱۵ او ترکیه په ۳۱ پېښو کې هغه هېوادونه دي چې تر ټولو زیات کډوال یې خپل وطن ته تللي دي.

د دې راپور له مخې، د هغو خلکو لپاره چې خپل هیواد ته سفر کوي، چارواکي د سفر د اسنادو لپاره یو فایل پرانیزي چې د دوی له بیرته ستنیدو خبر شي.

خپلو هیوادونو ته د کډوالو سفر له ډیرې مودې راهیسې په جرمني کې د سیاسي بحثونو موضوع ده. دویچه ویله راپور ورکوي چې د جرمني پخواني حکومت په سولینګن کې له برید وروسته په خپل امنیتي پلان کې موافقه کړې وه چې هغه خلک چې خپل هیواد ته سفر کوي د مهاجرت وضعیت له لاسه ورکوي، پرته له دې چې په ځانګړو قضیو دوی سفر وکړي.

پناه غوښتونکي هم اړ دي چې د کډوالو چارواکي له خپل سفر وړاندې خبر کړي.

د ټرمپ د واکمنۍ ۱۰۰ ورځې؛ افغان کډوال، بشري مرستې، بګرام هوايي اډه او امریکايي وسله

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

په تېرو سلو ورځو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د یادونې او د امریکايي وسلو د بېرته اخیستنې پر ګواښ سربېره، د افغان کډوالو او ځانګړو ویزو غوښتونکو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی خو پر سراج الدین حقاني یې ۱۰ میلیون ډالري جایزه لغوه کړې ده.

۱. د لنډمهالي خوندي‌توب (TPS) لغوه کېدل؛ زرګونه افغانان له ایستلو سره مخامخ
د ټرمپ ادارې په خپلو لومړیو سلو ورځو کې د افغان کډوالو په تړاو د ولسمشر سخت دریځ بیان کړی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې تریشا مک‌لافلین ویلي، چې د افغانستان او کامرون د زرګونو وګړو لپاره د لنډمهالي خوندي‌توب وضعیت (TPS) لغوه شوی دی. د دې پرېکړې له مخې، تر ۱۴ زره زیات هغه افغانان چې له جګړو، ناورینونو یا نورو فوق‌العاده حالاتو له امله یې موقتي خوندي‌توب ترلاسه کړی و، تر راتلونکې می میاشتې پورې له ایستلو سره مخ کېږي.

دا پرېکړه، چې د ټرمپ د ادارې د پراخو کډوال‌ضد اقداماتو یوه برخه ده، د بشري حقونو د فعالانو او کډوالۍ ملاتړو اندېښنې پارولې دي.

د TPS پروګرام په اصل کې هغو کډوالو ته کار ورکوي چې د خپلو هېوادونو حالاتو له امله بېرته ستنیدل ورته خطرناک وي.

۲. د بشري مرستو بندول او د بشري مرستو له لېست څځه د افغانستان ایستنه
په داسې حال کې چې ټرمپ د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د بېړنیو خوراکي مرستو شپږ پروګرامونه بېرته فعال کړي، افغانستان د دې مرستو له لېسته لرې ساتل شوی. دا هېوادونه لبنان، سوریه، سومالیا، اردن، عراق او اکوادور دي.

تر دې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان لپاره د مرستو ځنډ تایید کړی و، د دې دلیل یې دا یاد کړی و چې مرستې به د طالبانو له لوري ناوړه وکارول شي. دا دریځ، چې ټرمپ پیاوړی کړی، څرګندوي چې د هغه په لید کې طالبان نه یوازې یو دښمن نظام دی، بلکې هر ډول تعامل ورسره باید بند شي.

100%

۳. د بګرام هوايي اډې پر سر انتقادونه؛ چین ته د تسلیمۍ تورونه
ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ د سلو ورځو په جریان کې د کانګرس د جمهوري غوښتونکو ملي کمېټې ته د وینا پر مهال وویل، که هغه د بایډن پر ځای ولسمشر وای، نو له افغانستان څخه به یې ځواکونه ایستلي وای؛ خو بګرام هوايي اډه به یې نه پرېښوده.

نوموړي پر بایډن سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې بګرام "د چین له اټومي تاسیساتو یوازې یو ساعت واټن لري" او د دې اډې پرېښودل ستره ستراتېژيکه تېروتنه وه. ټرمپ چین د اډې په "اشغال" هم تورن کړ، سره له دې چې طالبانو دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې بګرام د دوی تر واک لاندې دی.

ټرمپ ادعا وکړه چې د بایډن د "احمقانه" پرېکړې له امله، له افغانستان نه د وتلو لپاره د کابل هوایي ډګر انتخاب د ۲۰۲۱ کال د اګسټ خونړۍ چاودنې لامل شو، چې پکې ۱۳ امریکايي سرتېري او لسګونه افغانان ووژل شول.

طالبانو پخوا هم دا ادعاوې رد کړې وې چې ګواکې بګرام د چین لاس ته ورغلی. د دوی په وینا، دغه ډول څرګندونې بې‌اساسه دي او یوازې د امریکا دننه د سیاسي اهدافو لپاره کارول کېږي. خو د واقعیت بله څنډه دا ده چې طالبانو له چین سره بې‌ساري اړیکې جوړې کړې دي، چین د طالبانو د واکمنۍ له پیله تر ټولو مهم ډېپلوماتیک شریک پاتې شوی، چې نه یوازې یې د دوی استازي په رسمیت پېژندلي، بلکې په لوړه کچه اقتصادي اړیکې یې هم ورسره پیاوړې کړې دي.

چینایي پانګه‌وال دا مهال د افغانستان د کانونو په سکتور کې تر نورو بهرنیو شرکتونو فعال دي، او بیجینګ هڅه کوي چې د «یو کمربند، یو سړک» پروژې له لارې طالبانو ته اقتصادي تنفس ورکړي.

که څه هم چین غواړي د طالبانو له واکمنۍ ګټه پورته کړي، خو بېجینګ هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د چین ضد وسله‌والو ډلو له فعالیتونو څخه پاکه وساتي.

۴. د "ملګرو" او "دښمنانو" تر منځ توپیر؛ له طالبانو سره د مرستو مخالفت
ټرمپ یو ځل بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بشري مرستو ورکولو مخالفت کړی دی. نوموړي ویلي: "موږ د خپلو ملګرو ملاتړ کوو، نه د دښمنانو"، او د بایډن ادارې ته یې په اشاره وویل، چې طالبانو ته یې سترې مالي سرچینې پرېښي.

ټرمپ همداراز وویل چې د بایډن له لوري افغانستان ته پرېښودل شوي وسایل، پیسې او شتمنۍ، د طالبانو د واک د غځېدو او پیاوړتیا لامل شوي دي.

۵. پر سراج حقاني د جایزې لغوه کول

په تېرو سلو ورځو کې داسې یو لړ پېښې هم شوې، چې ښيي د امریکا او طالبانو ترمنځ تعامل نه یوازې دوام لري، بلکې یوه نوي فصل ته داخل شوی. د دې تحولونو تر ټولو څرګنده نښه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د هغه د نږدې خپلوانو پر سر د اعلان شویو جایزو لغوه کول دي. دا پرېکړه، چې یوازې څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې یو امریکايي یرغمل شوی د طالبانو له بنده خوشې شو، د واشنګټن د نوې پالیسۍ نښه بلل کېږي.

100%

۶. امریکايي یرغمل شوي؛ د مفاهمې نوې دروازه

د مارچ په وروستیو کې زلمي خلیلزاد، چې لا هم د طالبانو له ځینو مشرانو سره نږدې اړیکې لري، د ټرمپ د حکومت د زندانونو د سلاکار اډام بوایلر سره یو ځای کابل ته سفر وکړ. یاد امریکايي پلاوي وتوانېدل، چې جورج ګلزمن نومی امریکايي سېلاني له بنده خوشې کړي. درې ورځې وروسته جایزې لغوه شوې. یواځې څو ورځې وروسته، بل امریکايي یرغمل فی ډیل هال هم خوشې شو. دا تسلسل، د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندي تبادلو ترشا د پټو تفاهماتو نښه ښيي.

۷. د ګواښونو له لېسته د افغانستان وتل

د امریکا د ملي استخباراتو کلني راپورونه، چې له اوږدې مودې راهیسې یې افغانستان د ترهګرۍ د ګواښونو د مرکز په توګه ښودلی و، سږکال له بې‌سارې چوپتیا سره مل و. نه یوازې د طالبانو نوم له راپور وتلی، بلکې افغانستان هم هېڅ ځای ذکر شوی نه‌دی. دا په داسې حال کې ده، چې تېرو کلونو کې افغانستان د داعش - خراسان د حملو مرکز بلل شوی و او د طالبانو پر سیاسي کړنو هم نیوکې شوې وې.

۸. پر افغانستان د لس سلنې تعرفې وضع

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته پر ټولو وارداتي توکو ۱۰ سلنه بنسټیزه تعرفه وضع کړه او د دې ترڅنګ يې د هېواد پر لويو سوداګریزو شریکانو اضافي تعرفې ولګولې. د هغو هېوادونو په نوملړ کې چې پر صادراتو یې ۱۰ سلنه تعرفه لګول شوې، د افغانستان نوم هم شامل دی.

د امریکا د حکومت د تعرفو د جدول له مخې، افغانستان ته د امریکا د صاداراتو پر توکو ۴۹ سلنه ګمرکي تعرفه تطبیقېږي.

د ۲۰۲۴ کال لپاره د امریکا او افغانستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې ټول ارزښت ۳۴ میلیونه ډالره اټکل شوی.

د امریکا د ځانګړي سوداګریز استازي د دفتر د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا صادرات افغانستان ته ۱۱.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۷۶.۹ سلنه (۳۸.۲ میلیونه ډالر) کموالی ښيي.

له بلې خوا، په ۲۰۲۴ کال کې امریکا ته د افغانستان د صادراتو ارزښت ۲۲.۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۱۳.۲ سلنه (۲.۶ میلیونه ډالره) زیاتوالی ښيي.

د همدې دفتر د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د ۲۹.۷ میلیونه ډالرو سوداګریز زیاتوالي (Trade Surplus) پر ځای، امریکا په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان سره د ۱۱.۱ میلیونه ډالرو سوداګریز کسر (Trade Deficit) ته رسېدلې ده.

ډونالډ ټرمپ په یو بې ساري اقدام کې پر خپلو ټولو سوداګریزو شریکانو تعرفې ولګولې او ویې ویل، چې دا چاره به د امریکا د بیا راژوندۍ کېدو په معنا وي.

۹. ټرمپ له افغانستانه وسلې غوښتي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار - وار په افغانستان کې د پاتې امریکایي پوځي تجهیزاتو موضوع راپورته کړې، د جاپان له لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا سره په لیدنه کې ټرمپ وویل، د امریکا هدف باید دا وي چې د نړۍ تر ټولو غښتلی پوځ ولري او له دې نظره، په افغانستان کې د وسلو پرېښودل یوه "احمقانه پرېکړه" وه.

ټرمپ ادعا وکړه چې د جو بایډن ادارې له خوا له افغانستان نه د ځواکونو غیرمسوولانه وتل نه یوازې وسلې له منځه یووړې، بلکې د امریکا نړۍوال اعتبار یې هم ټیټ کړ. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان پرېښودل د ده د دورې له لاسته راوړنو سره تضاد لري، چیرې چې نوموړي د پوځ بیا رغونه خپله اساسي پروژه بلله.

د ټرمپ د خبرو له تودو ټکیو یو هم دا و چې په افغانستان کې پاتې وسلې به له طالبانو بیرته اخلي.

هغه ویلي و، چې که طالبان دغه تجهیزات ونه سپاري، نو مالي بندیزونه به پرې ولګوي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبان دغه تجهیزات "غنیمت" بولي او ټینګار کوي چې دا د یوې پټې معاملې نتیجه نه، بلکې د جګړې محصول دی.

100%

سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د بېرته راګرځېدو سره د هغه لومړنۍ ۱۰۰ ورځنۍ تګلاره یو ځل بیا څرګندوي چې د افغانستان او طالبانو په اړه یې دریځ تر پخوا سخت، محتاط او حساب‌شوی دی.

د لنډمهالي خوندي‌توب د لغوه کېدو له پرېکړې نیولې، تر بشري مرستو بندېدو، د بګرام پر سر نیوکو، او د "دوستانو" او "دښمنانو" ترمنځ کرښو ترسیم پورې، ټرمپ هڅه کوي چې ځان د امریکا د "ملي امنیت" ریښتینی محافظ وښيي، خو دا لاره د زرګونو افغانانو لپاره له ناورین ډکه ده.

په ورته وخت کې د سراج‌الدین حقاني پر سر د جایزې لغوه کېدل، امریکايي یرغملو خوشې کېدل او د استخباراتي ګواښونو له راپورونو د افغانستان ایستل، ښيي چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ یوه پټه، خو فعاله مفاهمه روانه ده، داسې مفاهمه چې شاید د سیاستوالو له ویناګانو ډېره ژوره او عمل‌محوره وي.

په ټوله کې که څه هم ټرمپ ځان د طالبانو مخالف ښيي، خو د ځینو اقداماتو تر شا د تعامل دروازې پرانیستې ساتل شوې برېښي.

د طالبانو اقتصاد وزیر د راستنېدونکو د ستونزو حل ته له خیریه بسنټونو د مرستو غوښتنه کړې

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف له خیریه بنسټونو غوښتي چې افغانستان ته د بېرته راستنیدونکو افغانانو سره دې په بېلابېلو برخو کې لازمې مرستې وکړي.

نوموړي ویلي، اړینه ده چې خیریه ادارې د استوګنیزو ښارګوټو، د اوبو رسونې شبکو، ښوونځیو، دیني مدرسو، جوماتونو او روغتیايي کلینیکونو په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.

د اقتصاد وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دین محمد حنیف د مرستو د جلب په موخه د یو شمېر خیریه بنسټونو له مسوولانو سره کتلي دي.

هغه په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې خیریه ادارې باید خپلې ټولې مرستندویه چارې د طالبانو د کډوالو چارو د مرستو د همغږۍ له کمېټې سره په تفاهم ترسره کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د روان میلادي کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې، پاکستان له ۱۰۰ زرو ډېر افغان مهاجر له خپل هېواده اېستلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

یوشمېر هغو کډوالو چې بېرته افغانستان ته راستانه شوي، شکایت کړی چې د ایستنې پر مهال اړ کړل شول چې خپل مالونه او شتمنۍ په پاکستان کې پرېږدي او تش لاس هېواد ته راستانه شي.

له دې سره هممهاله، د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي هم له نړیوالو بنسټونو او د اسلامي همکاریو له سازمان غوښتي چې خپلو نړیوالو مسوولیتونو او ژمنو ته ژمن پاتې شي.

هغه ویلي، دا بنسټونه باید د هغو هېوادونو پر وړاندې غبرګون وښيي چې د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کوي او دغه ډول کړنې باید وغندي.

په تورخم ښارګوټي کې تازه ستنیدونکو کډوالو شکایت کړی چې طالبانو ورته په اړونده پنډغالو کې لازمې اسانتیاوې نه دي برابري کړی او له همدې کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. افغانستان چې د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې له سخت اقتصادي ناورین او بې روزکارۍ سره مخ دی، د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو د دغه ناورین د پراخیدو خبر ورکړی دی.

بشري سازمانونو اندېښنه ښوولې چې تازه ستنیدونکي به په هېواد کې د سرپناوو او د روزګار په برخه کې له جدي ننګوونو سره مخ شي.

ملګري ملتونه: تېر کال له نیمایي ډېرو راستنېدونکو کافي خواړه نه لرل

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۴۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ موندنې ښيي، چې د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې ۵۷ سلنه افغان راستنېدونکو کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه درلود. د دې څیړنې له مخې، په سلو کې ۴۷ کورنیو د خوړو ذخیره نه درلوده، او ۲۹ سلنې له یوې اوونۍ نه کم خوراکي توکي درلودل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د سې شنبې په ورځ د یوې نوې څېړنې معلومات خپاره کړي.

دا هغه څېړنه ده، چې په ۳۰ ولایتونو کې ۲۸۶۸ هغو راستنیدونکو سره مرکې په کې شوې، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راستنېدونکو په دې څېړنه کې د پوهنې، روغتیايي خدمتونو، د څښاک پاکو اوبو، خوړو او سرپناه ته د لاسرسي، اقتصادي وضعیت او امنیت په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه دغې ادارې پوښتنې کړي.

له ۷۰ سلنې زیاتو ځواب ورکوونکو ویلي، چې دوی په میاشت کې له ۱۴۰ ډالرو څخه کم عاید لري، او نورو ۶۰ سلنې ویلي، چې دوی د کورنۍ لګښتونو پوره کولو لپاره پیسې پور اخیستي.

د څیړنې له مخې، ۷۰ سلنه راستنیدونکي ژور خفګان تجربه کوي، چې د دوی ژوند یې اغیزمن کړی دی.

۱۷ سلنه ځواب ویونکو ویلي، چې دوی داسې کسان پېژني چې له پاکستان څخه د دویم یا دریم ځل لپاره را شړل شوي دي.

په سلو کې ۳۳ماشومان ښوونځيو او نورو ښوونیزو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

په راپور کې راغلي چې ۸۶ سلنه راستانه شوي کسان د کابل، ننګرهار، کندز، کندهار، بلخ، لغمان، بغلان، لوګر، هلمند او جوزجان په ګډون په لسو ولایتونو کې مېشت شوي او ۳۷ سلنه بېرته خپلو اصلي ولایتونو ته ستانه شوي.

د کډوالو ادارې په راپور کې راغلي، چې ټولو راستنیدونکو د ملګرو ملتونو نغدي مرستې تر رسیدو وروسته ترلاسه کړې.

له ۳۰ سلنې زیاتو ویلي، چې د دوی له راستنیدو وروسته په شپږو میاشتو کې، د کورنۍ یو یا ډیرو غړو روغتیایي پاملرنې ته اړتیا درلوده خو د دې توان یې نه درلود.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په خپل راپور کې، خپلو اصلي سیمو ته د کډوالو نه ستنیدل، د کار بې ثباتي، بې وزلي، د هویت د اسنادو نشتوالی، تعلیمي او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو نه لاسرسی، د تګ راتګ ازادي، میراث او نور اساسي حقونه د ستونزو په توګه یاد کړي دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د ۲۰۲۵ کال په اپریل میاشت کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له پیلیدو سره، د راستنیدونکو د وضعیت څارنه، د هغوی د تجربو ارزونه او د هغوی له اړتیاوو سره سم د پروګرامونو پلي کول دوه چنده مهم شوي دي.