د ۲۵۵ مامورینو تنقیص؛ ملاهبت الله د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت پوسټ له منځه یووړ

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

د طالبانو دوه باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ددې ډلې مشر ملاهبت الله په شفاهي امر د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت پوسټ لغو شوی. د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر رییس مولوي ذاکر او ارشد مشاور محمد حسن حقیار په ګډون ۲۵۵ مامورین له دندو تنقیص شوي دي.

په کابل کې د طالبانو دوو سرچینو نن چهارشنبه، د غويي ۱۰مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره ورځ د غويي پر ۹مه د طالبانو ریاست الوزرا سیاسي معاونیت کې د ملا هبت الله شفاهي حکم عملي شو.

د ملاهبت الله د شفاهي حکم پر اساس د سیاسي معاونیت فعالیتونه ختم او دغه پوسټ له منځه لاړ.

د حکم له مخې، د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت له درې سوه اداري تشکیل څخه یوازې د سپېدار ماڼۍ امنیتي مسوولینو په ګډون پنځه څلویښت کسان په خپلو دندو پاتې شول.

د سرچینو په وینا، د اوس لپاره به سپيدار ماڼۍ د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په ولکه کې وي او هغه به د خپل دفتر او اوسېدو لپاره ترې ګټه اخلي.

سرچینې وايي:« له دې وړاندې مولوي کبیر ۹۰ امنیتي ساتونکي درلودل خو اوس یې یوازې ۲۰ ساتونکي ورته پریښي دي او نور یې ورڅخه تنقیص کړل.»

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ددې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال و خو له دغه مقام څخه تر لرې کېدو وروسته نوموړی په نامعلومو دلایلو، چې نارضایتي او امنیتي دلایل هم پکې شاملیږي، د کډوالو وزارت ته نه دی تللی او خپلې چارې له سپیدار ماڼۍ څخه پرمخ وړي.

تر اوسه د طالبانو رسمي ویاندویانو د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د لغو کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو رياست ‌الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست تېره ورځ د غويي پر ۹مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي و، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله د حکم پر اساس د ارګ ۲۲۲ بستونه تنقیص شوي.