د طالبانو او حماس مشرانو په قطر کې سره ولیدل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ طالب پلاوي په دوحه کې د حماس وسله والې ډلې د رهبري شورا له مشر او ددې ډلې له نورو مشرانو سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ طالب پلاوي په دوحه کې د حماس وسله والې ډلې د رهبري شورا له مشر او ددې ډلې له نورو مشرانو سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې امیرخان متقي د حماس د رهبري شورا رییس اسماعیل درویش او نورو غړو ته د غزې د وژل شویو کسانو لپاره د دوعا په خاطر لاسونه پورته کړل او هغوی یې د اسراییل پر وړاندې د «ثبات او مبارزې»له امله وستایل.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، چې « په دې ناسته کې په غزه کې د اسراييل نسلوژنه او د ډلهييزې لوږې غير انساني چلند وغندل شو».
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير په دې ناسته کې له خپله اړخه د فلسطينيانو د جګړې ملاتړی کړی او ویلي یې دي، چې « د فلسطیني ولس د مشروع مبارزې ملاتړ کوي او د بريا هيله ورته کوي».
طالبانو له دې وړاندې هم د حماس وسله والې ډلې له غړو سره لیده کاته کړي او ددې ډلې ملاتړ یې څرګند کړی.


د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې څارونکې ادارې (SIGAR) په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه زیات شوي او افغانان له بشري ناورین سره مخ دي.
سیګار په خپل تازه درې میاشتني راپور کې د افغانستان د اقتصادي، امنیتي، او بشري وضعیت څارلی دی.
دغه راپور د طالبانو د حکومتي ادارو وضعیت او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو زیاتوالی په نښه کوي.
د طالبانو رژیم او ترهګرې ډلې
رپوټ وايي، که څه هم نړۍوالې ټولنې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو دغه دله پر افغانستان بشپړ حاکمیت لري. د رپوټ له مخې، طالبانو د خپلو ادارو جوړښت د اسلامي قوانینو پراساس رامنځته کړی خو په عملي توګه، د دولت اداره کولو او پرمختګ پر وړاندې جدي ننګونې شته دي.
رپوت زیاتوي، « د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، افغانستان کې نسبي امنیت شته، خو دا یوازې د سخت کنټرول او ځپل شویو ازادیو نتیجه ده، جګړهییزو بریدونو کمښت موندلی، خو د مخالفو وسلهوالو ډلو فعالیتونه دوام لري».
د سیګار د راپور پر بنسټ، داعش خراسان لا هم ستر ګواښ دی او د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې یې بریدونه ۴۰ سلنه زیات شوي دي. د دې ډلې بریدونه ډېری وخت د طالبانو غړي، مذهبي لږه کي، او بهرني هدفونه په نښه کوي.
راپور زیاتوي، داعش خراسان غواړي ثابته کړي چې طالبان "ریښتینې اسلامي امارت" نه دي او له همدې امله دوی خپل تبلیغات زیات کړي.
بل خوا راپور کې راغلي چې طالبانو لا هم د القاعدې غړو ته پناه ورکړې. که څه هم طالبان په ښکاره ډول د القاعدې له شتون سره مخالفت کوي، خو راپورونه ښيي چې دوی د القاعدې غړو ته پناه ورکړې او د هغوی له فعالیتونو سره همکاري کوي.
راپور زیاتوي چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډله د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي او له طالبانو سره خپلې اړیکې ټینګې ساتي.
د رپوټ له مخې، بلخوا د طالبانو مخالفو ډلو د ازادۍ او مقاومت جبهې هم د دوی پر وړاندې بریدونه زیات کړي دي. دغو دواړو ډلو د ۲۰۲۴کال په اوږدو کې لږ تر لږه ۱۰۴بریدونه پر طالبانو کړي دي.
بریدونه زیاتره وخت د پنجشېر، بدخشان، او تخار ولایتونو کې ترسره شوي.د دغو ډلو فعالیتونه ښيي چې مسلح مقاومت لا هم شته، خو پراخ ملاتړ نه لري.
د طالبانو د ترهګرۍ ضد اقدامات
سیګار وايي، «طالبان ادعا کوي چې دوی د داعش او نورو ترهګریزو ډلو پر ضد عملیات کوي خو راپورونه ښيي چې زیات تمرکز یې پر مدني فعالانو او منتقدینو دی، نه پر ریښتینو وسلهوالو ګواښونو».
همداراز رپوټ وايي، د طالبانو عدلي سیستم د شک پر بنسټ خلک نیسي، شکنجه کوي او له محکمې پرته سزا ورکوي.
د سیګار په راپور کې راغلي، چې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله د ښځو او نجونو تعلیم، روغتیا او بشري مرستې سختې اغېزمنې شوې دي.
د امریکا لخوا د مرستو بندېدل
په ۲۰۲۴کال کې، د امریکا متحده ایالاتو له خوا تقریباً ټولې مالي مرستې چې د افغانستان لپاره وې، ودرول شوې. یوازې دوه پروګرامونه دوام لري:د ښځو لپاره د لوړو زده کړو بورسونه او په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون (AUAF) ملاتړ.
دسیګارڅېړنو ښودلې چې د امریکا د تطبیقوونکو ادارو له خوا لږ تر لږه ۱۰.۹میلیونه ډالر د مالیاتو، فیسونو او خدماتو په نوم طالبانو ته ورکړل شوي دي.
همداراز، د ملګرو ملتونو له لارې د نغدو ډالرو واردات د افغانستان اقتصاد ته یو څه ثبات راوړي او طالبانو ته یې هم ګټه رسولې ده.
رپوټ وايي، چې د( USAID) زیاتره پروژې، لکه د کرنې، روغتیا او حکومتدارۍ پروژې، یا خو درول شوې دي یا پرې بیاکتنه روانه ده.
اوسنی تمرکز یوازې په بشري مرستو، محدودو ښوونیزو پروګرامونو او د ښځو ملاتړ باندې دی.
سیګار وايي، د طالبانو تر واک لاندې اقتصادي فعالیت محدود دی، ځکه چې بهرني پانګوال نه راځي، نړۍوال بندیزونه شته. د طالبانو له خوا د نړۍوالو مرستو په بهیر کې لاسوهنې او اداري محدودیتونو سره سره، د بشري مرستو اړتیا لا هم په لوړه کچه ده.
د ملګرو ملتونو په راپورونو کې ویل شوي چې په افغانستان کې ۳۴میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
بلخوا ملګري ملتونه هره اونۍ له قطر څخه ۴۰ تر ۸۰میلیون ډالر افغانستان ته انتقالوي، چې د بشري مرستو د تمویل لپاره کارېږي.
دا پیسې که څه هم مستقیم طالبانو ته نه ورکول کېږي، خو په غیر مستقیم ډول د طالبانو بانکدارۍ سیستم، اسعارو ته لاسرسی او د افغانۍ ارزښت ته ګټه رسوي.
د ښځو د محدودیتونو اقتصادي تاوان
د طالبانو تر واک لاندې ښځې له اساسي بشري حقونو، کار، زده کړو او رواغتیایي خدماتو بې برخې دي. ښځې یوازې د کور دننه فعالیتونه ترسره کوي او د طالبانو له خوا په رسمي ادارو کې پر کار کولو یې بندیز دی.
د سیګار راپور کې راغلي چې د طالبانو له خوا د ښځو له کار او زده کړو څخه منع کول اقتصادي پراختیا ته سخت زیان رسولی دی.
نړۍوالو موسسو راپور ورکړی چې دا بندیزونه افغانستان ته په کال کې له ۶۰۰میلیونه ډالرو څخه تر ۱میلیارد ډالرو پورې اقتصادي تاوان رسوي.
په رپوټ کې د روغتیايي خدماتو وضعیت کمزوری ښودل شوی، په ځانګړي توګه په هغو سیمو کې چې جګړې زیانمنې کړې دي.
سیګار په خپل راپور کې د افغان کډوالو وضعیت هم څېړلی. سیګار وايي، د پاکستان، ایران، او نورو ګاونډیو هېوادونو په کډوالو کمپونو کې افغانان له سختو شرایطو سره مخامخ دي او بشري مرستو او پناهځایونو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی دفتر (یوناما) ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې لږترلږه ۵۰ تنه اسماعیلیه مذهبي د مذهبي فشار، ګواښ او تشدد له لارې سني مذهب منلو ته اړ کړي دي.
په یوه درې میاشتني رپوټ کې چې یوناما د پنجشنبې په ورځ خپور کړی، ویل شوي، چې د طالبانو سیمهییزو چارواکو په ځانګړي ډول د امر بالمعروف ادارې مامورینو د شپې له خوا د اسماعیلیه ټولنې غړي له خپلو کورونو ایستلي، د مذهبي عقایدو په تړاو یې ترې پوښتنې کړې او هڅه یې کړې چې د هغوی مذهب بدل کړي.
رپوټ زیاتوي چې طالبان نه یوازې خلک د مذهب بدلولو ته اړ باسي، بلکې په اسماعیلیه مېشتو سیمو کې یې د سني اسلام پر بنسټ دیني مدرسې هم جوړې کړې دي او له خلکو یې غوښتي چې خپل ماشومان هلته واستوي.
یوناما لیکلي، د طالبانو د امر بالمعروف مامورین د جمعې او تراویح لمونځونو په ګډون مذهبي مراسم سخت څاري، بازارونه یې د لمانځه پر مهال تړلي او هغه کسان یې مجازات کړي چې د دوی له مذهبي احکامو سرغړونه کوي.
رپوټ څرګندوي چې طالبانو د فراه، زابل، هلمند او سمنګان په جوماتونو کې د هغو کسانو نوملړ جوړ کړی چې لمونځونو ته نه حاضرېږي، ځینې یې نیولي او بد چلند ورسره شوی دی.
بلخوا، په بادغیس او هرات ولایتونو کې ښځو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د تراویح لمونځونه ترسره کړي.
افغانستان انټرنشنل پښتو په دې اړه له یادو ولایتونو څخه څو رپوټونه درلودل، چې طالبانو خلکو ته جوماتونو کې حاضرۍ اچولې او ښځې د جمعې له لمونځونو را ګرځوي.
د فزیکي سزاوو دوام هم د یوناما د رپوټ مهمه برخه ده. یوناما وايي، د جنورۍ له لومړۍ تر مارچ ۳۱مې پورې، طالبانو لږترلږه ۱۸۰ کسان چې ۱۴۲ نارینه، ۳۵ ښځې او درې نجونې پکې شاملې دي، علناً د دُرو په سزا محکوم کړي.
یوناما د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو له قوله لیکلي چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې سترې محکمې تر اوسه لږترلږه ۲۱۳ کسان په دُرو وهلي دي چې۱۶۹ نارینه او ۴۴پکې ښځې دي.
دا رپوټ داسې مهال خپریږي، چې د افغانستان انټرنشنل - پښتو موندني ښيي، چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۲۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. دې ډلې په دې موده کې یاد شمېر کسان د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې په دُرو وهلي، چې لسګونه ښځې هم پکې شاملې دي.
نامشروع اړیکې، له کور څخه تېښته، بداخلاقي، زنا، لواطت، غلا، رشوت، جعل کاري، د شرابو کار و بار او فرېبکاري هغه جرمونه دي، چې تورن کسان پرې مجازات کېږي.
د افغانستان انټرنشنل دغه نوې موندنې ښيي، چې په عام محضر کې د بدني سزاوو پېښې د ۲۰۲۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله زیاتې شوې دي.

افغان رپ سندرغاړې، ليکواله او د ښځو د حقونو فعاله سونيتا عليزاده په کنس لاینز نړیوال فسټیوال کې د ۲۰۲۵ کال د لاینهارټ یا زمري زړه جايزه ترلاسه کوي. دغه جايزه هر کال هغه شخصیت ته ورکول کېږي چې خپل شهرت یې د ټولنیز بدلون لپاره کارولی وي.
سونیتا د افغانستان لومړنۍ مسلکي رپ سندرغاړې ده او ترڅنګ یې د بشري حقونو فعاله او لیکواله هم ده. دا جایزه هغې ته د نجونو د حقونو لپاره د نه ستړې کېدونکې مبارزې له امله ورکول کیږي.
سونیتا د "ارزو" او خوبونو کتاب (Dreams Book) په نوم د پټو ښوونځیو بنسټ اېښی، چې د طالبانو له بندیز سره -سره نجونو ته زدهکړه برابروي. د هغې مشهوره ویدیو «د لوڼو پلورل» د ماشومو ودونو پر ضد نړیوال غږ و.
سونيتا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په هرات کې زېږېدلې او په۱۰ او ۱۶ کلنۍ کې دوه ځلې د جبري ودونو له ګواښ سره مخ شوې. هغې وروسته ایران ته پناه یووړه، هلته یې موسیقي د خپل غږ د پورته کولو وسیله وګرځوله. د هغې کیسه د سونيتا په نوم مستند فلم کې انځور شوې، چې په سنډنس فلم فیسټیوال کې یې جايزه هم ګټلې ده.
د کین لاینز مشر فېليپ توماس وویل: «سونيتا د زړورتیا او نه ماتېدونکي هوډ بېسارې بېلګه ده. هغې د موسیقۍ او فعاليت له لارې نړۍ ته دا پیغام ورکړ چې ظلم باید ونه زغمل شي».
سونيتا ویلي، چې د لاینهارټ جايزه ترلاسه کول یوازې ویاړ نه دی، بلکې دا یو پیاوړی پیغام دی چې د نجونو د ازادۍ او حقونو لپاره غږ پورته کول اهمیت لري.
سونيتا د نړۍ په بېلابېلو سټېجونو کې کنسرټونه ورکړي، له نړیوالو هنرمندانو او موسسو سره یې همکاري کړې او د ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار سازمان په ګډون له ګڼو نادولتي ادارو سره یې کار کړی.
د فستیوال مسوولین وايي، سونیتا د خپل هنر او غږ له لارې د ظلم پر وړاندې ولاړه شوې او نړۍ ته یې الهام ورکړی. دا جایزه به هغې ته د جون په ۲۰مه، د فستیوال د وروستي ماښامي په مراسمو کې ورکړل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د غور ولایت د یوې پېغلې عابدې د ځانوژنې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا یوه دردناکه فاجعه ده چې باید څېړنه یې وشي او له عاملینو سره یې حساب وشي.
بېنېټ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د غور ولایت څخه د یوې ځوانې نجلۍ د ځانوژنې دردناکې راپورونه خپاره شوي. له کورنۍ سره یې خپله خواخوږي شریکوم. د پېښې پلټنه او حسابورکونه اړینه ده.»
نوموړي دا هم زیاته کړې چې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک ظلم دوام لري او دا ډول حالتونه د رواني فشارونو زیاتېدو ته لاره هواروي.
ریچارډ بېنېټ زیاتوي، «د جنسیتي ظلم سیستماتیک حالت لا ډېرې رواني مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري. هغوی چې له رواني ستونزو سره مخ دي، باید له نورو سره په ځانګړي ډول له مسلکي کسانو سره خبرې وکړي. هیله لا شته.»
د بېنېټ دا څرګندونې په داسې وخت دي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي، زدهکړې، کار او اساسي بشري حقونه یې تر پښو لاندې شوي او دې چارې په ټول هېواد کې د ښځو رواني او ټولنیز وضعیت اغېزمن کړی.
د عابدې په نوم يوې نجلۍ د غور ولایت په تيورې ولسوالۍ کې د غویي پر نهمه وروسته له هغه ځان ته اور واچاوه، چې یو طالب قوماندان غوښتل په زور یې خپل ورور ته واده کړي. سرچينې وايي، چې طالب قوماندان له وسلو سره د نجلۍ کور ته ورغلی و .
سرچينو ویلي و، د حاجي محمد رحماني په نوم ځایي طالب وسله وال په زور د نجلۍ کور ته ورغلی، د هغې پلار او ورور یې بندیان کړي وو او غوښتل يې، چې نجلۍ په زور له ځان سره بوځي.
دا پېښه داسې مهال ترسره شوې، چې د طالبانو امربالمعروف ریاست نژدې هره ورځ د جبري نکاح د مخنيوي خبر ورکوي او دا مخنیوی د خپلو لاسته راوړنو یوه برخه ګڼي.

د هند رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته اجازه ورکړې، څو د واګا بندر له لارې خپل سوداګریز توکي هند ته ولېږدوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۱مه، اعلان وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت په غوښتنه یې ۱۵۰ افغان سوداګریزو ګاډو ته د ټرانزیټ اجازه ور کړې، چې غواړي هند ته لاړ شي.
پاکستان وايي، چې د طالبانو سفارت د اپرېل پر ۲۸مه له دوی نه د یوه رسمي لیک له لارې دا غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې هغو افغان لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د اپرېل تر ۲۵مې مخکې پاکستان ته داخلې شوې دي. د دغو ۱۵۰ لاریو مفصل لېست اړوندو چارواکو ته سپارل شوی چې د سرحدي تګ راتګ بهیر یې اسانه شي.
وزارت په خپل ځوابي لیک کې افغان سفارت ته ویلي: « دا پرېکړه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوستانه او ورورګلویزو اړیکو ښکارندویه ده».
د هند تر ادارې لاندې پهلګام کې پر سیلانیانو تر برید وروسته د دغه هېواد او پاکستان ترمنخ اړیکې ټرینګلې شوې او دواړو هېوادونو د واګه بندر وتاړه.
د واګه بندر تړل کېدو له امله له افغانستان څخه هند ته د توکو لېږد هم ځنډېدلی.