• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سوریې د اسراییلو د دمشق برید یوه "ګواښوونکې پراخېدنه" وبلله

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۷ GMT+۱

د سوریې واکمنانو د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې هوايي برید د " ګواښوونکي زیاتوالي" په توګه وغانده، په داسې حال کې چې اسراییل دا د دروز اقلیت ته د زیان نه رسولو لپاره "روښانه پیغام" وباله.

د فرانسې خبري اژانس خبریال راپور ورکړ چې د جمعې د ورځې د چاودنې غږ د ولسمشرۍ ماڼۍ له سیمې څخه په ټول دمشق کې واورېدل شو.

د اسراییلو د پوځ ویاند اویچای ادرعي وویل: "جنګي الوتکو په دمشق کې د الشرع ماڼۍ ته نږدې سیمه کې برید وکړ"، چې ولسمشر ته یې اشاره وکړه.

په یوه ګډه اعلامیه کې، د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسراییل کاټز دا د سوریې نویو واکمنانو ته "روښانه پیغام" وباله.

دوی وویل: "موږ به د دمشق جنوب ته د ځواکونو لیږلو یا د دروز ټولنې ته د کوم ګواښ اجازه ورنکړو."

د سوریې ولسمشرۍ دفتر دا برید "د دولتي ادارو او د هغې د حاکمیت پر وړاندې یو خطرناک زیاتوالی" وباله او اسراییل یې د هیواد د بې ثباته کولو په تور تورن کړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۷:۰۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د اسیا پسیفیک څانګې مشرې کاني وګنراجا وايي، چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو بندیزونه تر ۲۰۲۶ کال پورې د افغانستان اقتصاد ته ۹۲۰ مېلویونه ډالر زیان اړولی شي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د اسیا پسیفیک څانګې مشرې کاني وګنراجا زیاتوي، چې طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي او د ښځو په مشرۍ د سوداګرۍ ملاتړ دې وکړي.

نوموړې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې که د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه دوام ومومي نو د ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۶ کلونو پورې به د افغانستان اقتصاد ته نږدې ۹۲۰ مېلیونه ډالره زیان واړوي.

نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما تېره ورځ په خپل نوي راپور کې ویلي وو، چې طالبانو د ښځو پر ازداۍ او حقونو خپل بندیزونه سخت کړي او ښځې یې له ټولنیز ژونده ایستلي دي.

هند له ای ایم اېف څخه د پاکستان د پورونو د بیا کتنې غوښتنه وکړه

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

هند له پیسو نړۍوال صندوق (ای ایم اېف) څخه غوښتنه کړې چې پاکستان ته ورکړل شوې مالي مرستې بیا له سره و ارزوي. دا غوښتنه د پهلګام برید وروسته شوې، چې هند یې پړه پر پاکستان واچوله، خو پاکستان دا تورونه رد کړي او د بې‌طرفه پلټنو غوښتنه یې کړې.

د هندي حکومت یوه چارواکي رویټرز سره په خبرو کې ویلي، چې هند له ای ایم اېف څخه غوښتي چې پاکستان ته ورکړل شوي پورونه او مالي مرستې بیا له سره و ارزوي، خو د دې غوښتنې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د پاکستان د مالیې وزیر سلاکار خرم شهزاد ویلي، چې د ای ایم اېف پروګرام په بشپړه توګه پر سم لوري روان دی او د ای ایم اېف تازه ارزونه هم په بریالیتوب سره بشپړه شوې ده.

یاده دې وي، چې پاکستان تېر کال له ای ایم اېف څخه ۷میلیارده ډالره مرستې ترلاسه کړې وې او سږ کال یې ۱.۳میلیارده ډالره د اقلیم پور هم اخیستی دی.

پاکستاني امنیتي چارواکي: سویلي وزیرستان کې ۵ پاکستاني طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

د پاکستاني امنیتي چارواکو په وینا، د خېبر پښتونخوا دسویليوزیرستان د شین ورسک سیمهکې د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په نښته کې۵وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳نور ټپیان شوي دي.

دغه چارواکي زیاتوي، چې په نښته کېیو پاکستانی عسکرهم ټپي شوی دی. دوی وایي،طالبان د یوه کوردننه پټ شوي وو او د عملیاتو پر مهال هیلیکوپټر چورلکې هم استعمال شوې.

د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونه د هغو ټپي شوو وسله‌والو د نیولو هڅه کوي چې وروسته له ټپي کېدو نږدې ودانیو ته یې پناه وړې ده. ځایي سرچینې د پراخو چاودنو او درنو ډزو راپور ورکړی.

بل خوا، پاکستاني طالبان بیا وایي، درې پاکستاني سرتېري یې وژلي او یو ټپي دی.

هند د جنګي الوتکو لپاره د بېړني الوتنځي لیکه پرانیزي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۶ GMT+۱

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې هند به د اترپردېش ایالت په جهان‌پور ولسوالۍ کې، د ګنګاه ایکسپریس‌لارې په اوږدو کې جوړ شوی د جنګي الوتکو بېړني الوتنځي لیکه پرانیزي.

انډیا ټوډې راپور ورکړی، چې دا په هند کې لومړۍ لیکه ده، چې جنګي جټ الوتکې کولی شي د ورځې او شپې، هر وخت پرې بېړنۍ ناستې کولی شي. د دې لیکې اوږدوالی ۳.۵ کیلومتره ښودل شوی دی.

هندي رسنیو ویلي، چې هېواد یې د خپلې دفاعي وړتیا د پیاوړتیا په هدف یو مهم ګام اخیستی او د هند هوايي ځواک به پر دغه بېړنۍ لیکه دوه پړاوه تمرینونه ترسره کړي.

په دغو تمریني الوتنو کې د هند مخکښې جنګي او ټرانسپورټي الوتکې برخه اخلي.

د هندي رسنیو له‌خوا په یوې خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې د هند د هوايي ځواک الوتکې پر دې لیکه ازمایښتي الوتنې کوي، څو ارزونه وکړي، چې ایا دا لیکه د بېړني حالت پر مهال د بدیل الوتنځي په توګه کارېدلی شي که نه.

د راپورونو له مخې، د هند هوايي ځواک به د دې بېړنۍ لیکې د بشپړې عملیاتي وړتیا د ارزونې لپاره نه‌ یوازې د ورځې، بلکې د شپې په اوږدو کې هم د الوتکو ناستې او تمرینونه ترسره کړي.

یاده لیکه د ځانګړو تخنیکي وسایلو په کارولو سره جوړه شوې او دومره پیاوړې ده، چې د درنو پوځي الوتکو وزن او فشار زغملای شي.

د هند هوايي ځواک مسولین وايي، چې دا الوتنځای نه‌ یوازې د دغه هېواد دفاعي چمتووالی لوړوي، بلکې د بیړنیو حالاتو پر مهال د چټک ځواب او غبرګون وړتیا هم پیاوړې کوي.

یاده لیکه په عادي حالاتو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره کارول کېږي.

هند دغه سړک په داسې مهال پرانیزي، چې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو تر برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي.

واشنګټن یو ځل بیا د روسیې او اوکراین تر منځ د سولې غږ پورته کړ

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له روسیې او اوکراین څخه د سولې د هوکړې غوښتنه کړې. یوه چارواکي ویلي، د جګړې پای‌ ته د رسېدو څرک نه ښکاري او بل خبرداری ورکړی چې ډونالډ ټرمپ ته ژر لاسته راوړنې مهمې دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وېنس او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مارکو روبیو له فاکس نیوز سره په جلا جلا مرکو کې ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او د سولې څرک نه ښکاري.

جې ډي وېنس ټینګار کړی چې د سولې پرېکړه باید دواړه خواوې، یعنې روسیه او اوکراین، پخپله وکړي. هغه زیاته کړه: "جګړه به ژر پای ته ونه رسېږي. دا مهمه ده چې وپوهیږو، یوازې روسان او اوکراینیان کولی شي دا تصمیم ونیسي." وېنس پوښتنه وکړه: "ایا د څو کیلومتره خاورې لپاره باید زرګونه سرتېري قرباني شي؟"

بل‌خوا، مارکو روبیو خبرداری ورکړی چې که د سولې خبرې ژر پرمختګ ونه‌کړي، نو ټرمپ باید پرېکړه وکړي چې څومره وخت او انرژي دې موضوع ته ځانګړې کړي. هغه وویل: "دواړه خواوې یو څه نږدې شوي، خو لا هم ترمنځ یې واټن ډېر دی."

ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو له پیله به د روسیې او اوکراین ترمنځ سوله راولي، خو دا ژمنه د هغه د سلاکارانو له مخالفت سره مخ شوې او هغه وخت ناوخت د روسیې پلوي دریځونه ښودلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو د ټرمپ د سلاکار مایک والټرز پر ځای په موقت ډول ګمارل شوی دی.

والټز د اوکرایني چارواکو نږدې متحد ګڼل کېده، خو د هغه له برطرفۍ وروسته لا روښانه نه ده چې دا بدلون به د ټرمپ ادارې او اوکراین اړیکو ته څه اغېز ورسوي.