طالبان: عربي اماراتو په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د همکارۍ په پراختیا ټينګار کړی

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې متحده عربي اماراتو ورسره په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا او تداوم ټينګار کړی دی.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې متحده عربي اماراتو ورسره په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا او تداوم ټينګار کړی دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه څرګندونې د طالبانو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محمد اسحاق صاحبزاده او د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد خلفان سره په لیدنه کې شوې دي.د خبرپاڼې له مخې، د دواړه خواوو ترمنځ په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د نويو پروژو د تطبيق او پراختيا او دوه اړخيزه همکاريو د تداوم په تړاو هم خبرې شوې دي.خبرپاڼه کې د ښاغلي خلفان په حواله راغلي، چې هېواد يې د افغانستان سره د دوه اړخيزو همکاريو او په ځانګړې توګه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نويو پروژو د تطبيق او پانګونې لپاره ژمن دی.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، چې د افغانستان بشري مرستو صندوق تیر ۲۰۲۴ کال ۷۴ میلیون ډالره ترلاسه کړي دي. اوچا تیره ورځ دوشنبه د افغانستان د بشري مرستو په تړاو خپل تازه راپور خپور کړی.
په دغه راپور کې راغلي، چې د مرستو دغه صندوق سره په ۲۰۲۴ کال کې بیلابیلو هېوادونو ۷۴ میلیون ډالره مرسته کړې ده.
د اوچا د دغه تازه راپور له مخې، د بسپنه ورکوونکو هیوادونو په منځ کې، هالنډ ترټولو لویه ونډه لرله.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې روښانه کړې، چې دا مرستې د کال په اوږدو کې په څلورو مرحلو کې د افغانستان بشري مرستو صندوق ته رسیدلې دي.
اوچا، په داسې حال کې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان بشري مرستو صندوق سره د شویو مرستو په اړه خپل راپور خپروي، چې د افغانستان ډیری وګړي له بې کارۍ او پراخې بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) د راپور له مخې، په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه له ۹۷ سلنې څخه زیاته شوې ده. سربېره پردې، ۹۰ سلنه ښځې له کار څخه محرومې، او یوازې ۷ سلنه یې تیر کال له کوره بهر کار کاوه.

د تهران ټایمز د راپور له مخې، د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال پیام باقري ویلي، چې دغه هېواد د سیمهییز ثبات د پیاوړتیا لپاره له افغانستان سره ستراتیژیکه سوداګریزه ملګرتیا غواړي.
د تهران ټایمز د راپور له مخې، پیام باقري د ایران او افغانستان تر منځ د ګډو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې.
ښاغلي باقري دغه څرګندونې د ایران د سوداګریزو فرصتونو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې کړې او زیاتوي، چې: «ایران او افغانستان کولی شي د خپلو اړوندو سرچینو او وړتیاوو په کارولو سره د ګټو لپاره ښه ملګرتیا رامینځته کړي.»
هغه زیاته کړې: «د ایران پرمختللې صنعتي زیربنا او نړۍوالو بازارونو ته لاسرسی، د افغانستان د معدني شتمنیو، حاصلخیزې ځمکې او ځوان کاري ځواک سره یوځای به کولای شي، دوی طبیعي اقتصادي شریکان جوړ کړي.»
د تهران ټایمز د راپور له مخې، باقري د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې ژبنۍ، کلتوري او تاریخي اړیکې د اقتصادي ودې، سوداګرۍ د پراختیا او دوامداره اړیکو لپاره یو قوي بنسټ او ګټې اساسي فکتور وباله.
بلخوا بیا څو ورځې وړاندې د ایران د کرنې وزیر غلام رضا نوري د طالبانو د یوه پلاوي سره په ناسته کې وویل: «ایران چمتو دی چې افغانستان ته د کرنې په برخه کې تخنیکي او انجینري خدمات صادر کړي.»
نوري زیاته کړه، ایران او افغانستان ژورې کلتوري او تاریخي اړیکې لري او په بیلابیلو برخو کې د نږدې همکارۍ په لټه کې دي:«مونږ افغان مسلکي کسانو ته د کرنې تخصص او پوهه لیږدولو لپاره اړین زیربنا او ظرفیت لرو.»
وروستي معلومات ښیي چې تېر کال د ایران او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، او د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم د تیر کال په پرتله نږدې ۸۴ سلنه زیات شوی چې ټولټال ۳.۱۹۷ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
ایران د افغانستان لپاره یو لومړنی عرضه کوونکی هېواد ګرځیدلی، چې د وارداتو شاوخوا ۲۵ سلنه برابروي.
د یادولو وړ ده، چې د ایران مهم صادرات تیل او د تیلو تصفیې محصولات، فولاد، کرنیزې توکي او ساختماني مواد دي.

د «شال» په نوم د یوه مدني بنسټ د راپور لهمخې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، یوازې د پکتیکا ولایت په کچه د بشري حقونو د جدي سرغړونو لږترلږه ۲۸ پېښې ثبت شوې دي.
د دغه راپور مواد له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ پورې په پکتیکا کې د قربانیانو د کورنیو، د سیمې د عیني شاهدانو، سیمهییزو فعالانو او د دغه بنسټ د ساحوي څېړونکو لهخوا د راټولشویو معلوماتو پر بنسټ ترتیب شوي دي.
لومړی. له بشري حقونو سېستماتیکه سرغړونه
شال بنسټ لیکلي، چې په پکتیکا کې د طالبانو لهخوا د بشري حقونو سرغړونې یوازې انفرادي پېښې نه دي، بلکې دا د یادې ډلې یو سېستماتیک او پلان شوی اقدام دی. ولس د وېرې له امله د دا ډول پېښو په تړاو خبرې نهشي کولای، ځکه چې د حقایقو څرګندول د طالبانو له نظره جرم ګڼل کېږي او افشاکوونکي ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېدای شي. د ډېرو پېښو مستندول له دې امله هم ستونزمن شوی چې دا سیمې له رسنیو او نړۍوالو ادارو څخه لرې دي.
دویم. وژنې
راپور ښيي، چې د طالبانو له لوري لسګونه ملکيان، د پخواني جمهوري حکومت امنیتي پرسونل، مدني فعالان او محصلین، ښځې او ماشومان په بېرحمانه ډول وژل شوي دي.
دا وژنې د مخالفت د ختمېدو، د ولس د وېرولو او د مخالفو خواوو د غږ خاموشهکولو په موخه تر سره شوې دي. قومندان بهاول له نږور او لمسي سره یو ځای، اسلم، شېراحمد، محمد، نورمحمد، ککی، اسدالله، عبدالرحمان، قومندان برات خان، محمد یاسین خان، خټک، عبدالحکیم او ګڼ نور هغه پخواني نظامیان، مدني فعالان او ملکيان دي چې د طالبانو او یا د دغې ډلې د پلویانو لهخوا وژل شوي. د راپور له مخې، ډېری کسان د شپې لهخوا له کورونو اېستل شوي او مړي یې بیا په لرو ځایونو کې موندل شوي دي.
ځینې کورنۍ یاد بنسټ ته په مرکو کې ویلي، چې په دې پېښو کې طالبانو یا یې پلویانو مستقیم لاس درلود، خو د دوی وېره دومره ډېره ده چې ان د عدلي شکایت جرئت نهلري.
یو ګډونوال وايي: «ورور مې د طالبانو لهخوا نیول شوی و او دوه ورځې وروسته یې مړی د کلي د جومات تر شا پیدا شو. هېچا نه وپوښتل چې ولې او څنګه ووژل شو؟»
درېیم. نیونې او شکنجې
طالبانو لسګونه کسان د بېلابېلو تورونو په پلمه نیولي چې ډېری یې پخواني پولیس، د پخواني پوځ سرتېري او مدني فعالان دي. دا کسان د ناڅرګندو ځایونو بندخونو ته لېږدول شوي او تر سختو شکنجو لاندې دي. د ځینو په تړاو لا تر اوسه معلومات نه شته چې ژوندي دي او که وژل شوي.
څلورم. ناپېژندې پېښې
په راپور کې ویل شوي، د ۲۸ پېښو تر څنګ داسې پېښې هم شته چې د مستندونو د نشتوالي له امله یې د ثبت امکانات خورا ډېر محدود و. ډېری دا پېښې په لرې پرتو سیمو کې شوي چې پهکې ځینې ډېرې خواشینوونکې او ډلهییزې وژنې هم شاملې دي.
پنځم. کډوالي او بېځایه کېدل
د راپور له مخې، د طالبانو لهخوا د وېرې، نیونې او د امنیتي ګواښونو له امله له ۹۰ سلنه ډېرې کورنۍ اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او د خپلو کورنیو د غړو د خونديتوب په موخه کډه وکړي. په راپور کې همداراز راغلي، چې ډېرې ښځې په خپلو کورونو دننه بندې پاتې دي او وخت ناوخته د طالبانو له لوري د پلټنو او چاپو هدف ګرځي.
شپږم. ګواښونه او ځورونې
طالبان د پخواني حکومت چارواکي، مدني فعالان او د هغوی کورنۍ هدف ګرځوي، دوامداره ګواښونه ورته کوي، چاپې وهي او ان داسې پېښې هم شته چې ځینو قربانیانو له ډېر فشار او له نه تمامېدونکو شکنجو وروسته ځان وژنې ته مخه کړې ده. د یوه پخواني ولسوال «نادر خان» کیسه ذکر شوې چې له څو ځله نیونې او شکنجې وروسته، د ناچارۍ له امله ځان څاه ته غورځولی دی.
اووم. له نړۍوالو سازمانونو غوښتنه
شال بنسټ له نړۍوالې ټولنې، د بشر حقونو سازمانونو او ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې دا ډول سېستماتیک ظلمونه باید له پامه ونهغورځول شي، د پکتیکا له مظلومو خلکو سره مرسته وشي او د مجرمانو پر ضد نړۍوال اقدامات تر سره شي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې لږترلږه درېیو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې طالبانو د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د پکتیکا ولایت د درېیو پخوانيو افسرانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ سرتېري له نیولکېدو وروسته د بېلابېلو پلمو له مخې وژلي دي.

په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځ د ناکامیو په هکله د نیویارک ټایمز او نیویارکر چمتو شویو راپورونو د ۲۰۲۵ کال دوه جایزې ګټلې دي.
د پولیټزر د داورانو پلاوي په وینا، د نیویارک ټایمز راپور په واضیح توګه وښوده چې «څنګه متحدهایالاتو د انسانوژنکو سیمهییزو ملېشو په ملاتړ، خلک طالبانو ته اړ کړل او په افغانستان کې یې د خپلې ماتې تخم وکاره.»
د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، د ملېشو یو سیمهییز قوماندان چې د امریکا د پوځ ملاتړ یې درلود، د خلکو په ورکېدو کې ښېکل و.
همداراز، نیویارک ټایمز د سوډان د کورنۍ جګړې په اړه د غوره بهرني راپور، په پنسلوانیا کې د ډونالډ ټرمپ د ناکامې وژنې هڅې د شېبو غوره عکس او په متحدهایالاتو کې د مخدره توکو د ناوړه کارونې د وژونکي ناورین په تړاو د ګډ راپور لپاره درې جایزې ترلاسه کړې.
د رویټرز خبري اژانس هم د څېړنیزو راپورونو په برخه کې د پولیټزر جایزه ګټلې ده.
دا جایزه دوی ته د هغو راپورونو لپاره ورکړل شوې، چې د فنتانیل د تولید لپاره کارېدونکو کیمیاوي توکو د نړۍوالې سوداګرۍ په اړه جوړ شوي و.
دې مادې په تېرو څو کلونو کې شاوخوا ۴۵۰ زره امریکایان مړه کړي دي.
د رویټرز خبریالانو د دغه راپور د جوړېدو پر مهال وکړای شول د فنتانیل د جوړونې لپاره ټول اړین توکي وپېري، څو دا وښيي هغه چینايي کیمیاوي توکي چې د امریکا د مصنوعي نشهيي توکو بازار تغذیه کوي، تر کومې کچې ارزانه او په اسانۍ سره موندل کېږي او ولې د امریکا چارواکي د دې مرګوني سوداګرۍپه درېدو کې نه بریالي کېږي.
د رویټرز څېړنیزې ډلې یوازې په ۳ زره او ۶۰۰ ډالرو هغه اړین توکي او تجهیزات وپېرل چې لږترلږه د ۳ مېلیون ډالرو په ارزښت فنتانیل تولیدولای شي.
والسټریټ ژورنال د خپل راپور لپاره چې د اېلان ماسک د سیاسي او شخصي بدلونونو په اړه و، د ملي راپور جایزه ترلاسه کړې، خو د واشنګټن پوست ورځپاڼې د ټاکنیز کمپاین پرمهال د ډونالډ ټرمپ د ناکامه وژنې په اړه د غوره بېړني خبر جایزه ګټلې ده.
د نورو مهمو نشریو په منځ کې نیویارکر اوونیزې درې جایزې ګټلې دي.
د پروګرام داورانو یادې اوونیزې نشریې ته د غزې په اړه د غوره تبصرې، غوره تصویري راپور او غوره پوډکاسټ جایزې ورکړې دي.
پروپبلیکا په ټوله امریکا کې د سقط جنین بندیز اغېزو په اړه د راپور ورکولو له امله د عامه خدمتونو جایزه ترلاسه کړې ده.
د یادونې ده، چې د پولیټزر جایزه له ۱۹۱۷ کال راهیسې هر کال د ژورنالېزم او ادبیاتو ښو کارونو ته ځانکړې کېږي.
په ټولییزه توګه پولیټزر ۱۵جایزې د ژورنالېزم بېلابېلو څانګو ته او اته یې هنري لکه، موسیقي تیاتر او داستانلیکلو ته ورکول کېږي.

د کندهار ولایت د طالبانو امنیه قومانداني ادعا کوي، چې د دغې ډلې د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت له خوا په تېره یوه اوونۍ کې ۶۰ عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۱۱ کسان نیول شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ (د غويي ۱۵مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې شاوخوا ۷۰۵ کیلوګرامه چرس، ۹۱۰ ګرامه مورفین، ۵۵ ګرامه ښیښه، ۵۶ ګرامه مایع کیمیاوي مواد، یو عراده موټر او پنځه سیټه موبایلونه هم ضبط شوي دي.
په بیان کې همداراز راغلی، چې د دې عملیاتو اړوند ۸ قضیې ثبت شوې دي.
له دې سره، طالبان وايي چې د دې عملیاتو پرمهال ۷.۵ جرېبه ځمکه چې پر هغې د کوکنارو کرکیله شوې وه، له منځه وړل شوې ده.
د طالبانو په وینا، د کندهار ښار او ولسوالیو له بېلابېلو سیمو څخه ۱۰۶ پر نشهيي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه اړوندو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
طالبان داسې مهال په کندهار کې د نشهیي توکو پروړاندې د عملیاتو خبره ورکوي، چې پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته نړۍوالو په وار-وار ویلي، چې دغه هېواد کې د صنعتي نشهیي توکو تولید د پخوا پرتله څو چنده ډېر شوی دی.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو ضد دفتر (UNODC) هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د تاریاکو بیې په افغانستان کې په بېساري ډول لوړې شوې او دغه وضعیت د لویو قاچاق وړونکو لپاره ستر فرصتونه رامنځته کړي دي.
راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه د یو کیلوګرام خامو تاریاکو بیه ۷۵۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلی و، خو اوسني بیې تر دې هم لوړ شوي دي.
سره له دې چې طالبان په رسمي ډول د نشهيي توکو کرکیله، تولید او قاچاق بند ګڼي، خو له ولایتونو څخه تر پولو د قاچاقکوونکو ازاد تګ و راتګ، د هغوی د خپلمنځي پټو همکاریو ښکارندويي کوي.