• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انډیا نیوز: له سیندور عملیاتو وروسته هندې مشرانو ځینو هېوادونو ته د عملیاتو معلومات ورکړي

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۱

له سیندور عملیاتو وروسته هندي جګپوړو چارواکو د یو شمېر هېوادونو چارواکو ته په پاکستان کې پر نهو ترهګریزو مرکزونو د پوځي برید په اړه معلومات ورکړي دي.

هندي رسنۍ انډیا نیوز د ځینو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې له سیندور عملیاتو وروسته، هند د امریکا، روسیې، انګلستان، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون له څو مخکښو هیوادونو سره اړیکه نیولې او هغوی ته یې په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې پر نهو ترهګریزو موخو د پوځي برید په اړه معلومات ورکړي دي.

سرچینې ویلي: «لوړ پوړو هندي چارواکو په یو شمیر هیوادونو کې له خپلو سیالانو سره خبرې کړې ترڅو دوی ته د هند له‌خوا د پورته شویو ګامونو په اړه معلومات ورکړي.»

دغه عملیات څو ورځې وروسته له هغه نن سهار وختي ترسره شول، چې د هند لومړي وزیر مودي وسله والو ځواکونو ته د پهلګام ترهګریز برید ته د ځواب ویلو لپاره بشپړه آزادي ورکړه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر ټیلیفون د سیمې په امنیتي وضعیت خبرې وکړې

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترکې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپل پاکستاني سیال محمد اسحاق ډار سره د ټيلیفون له لارې د هند او پاکستان پر کړکېچ خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي ، هاکان فیدان د هند له لوري پر پاکستان برید د دغه هېواد د ملي حاکمیت څخه سرغړونه بللې، او د سیمه ییز امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه یې خپله اندیښنه څرګنده کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا، هاکان فیدان له پاکستان سره د ترکیې هېواد پیوستون څرګند کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو هوکړه کړې، چې د بدلیدونکي وضعیت په اړه به له نږدې همغږۍ کې پاتې شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د وږو خلکو د ژغورنې لپاره له سختو ننګونو سره مخ دی

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام په ۲۰۲۴ کال کې تر ۱۰۰ مېلیونو ډېرو خلکو ته شاوخوا ۹.۸ مېلیارده ډالر د بشرپاله خدمتونو په برخه کې لګولي، چې نږدې نیمایي دا پیسې د امریکا متحده‌ایالاتونو له خوا برابرې شوې دي.

د امریکا د اېن‌پي‌ار راډیو د راپور پر بنسټ، د مرستو ډېر کمښت او په ځانګړي ډول د امریکا تر مالي ملاتړ وروسته، یاد نړۍوال بنسټ سږکال د ۴۰ سلنه بودیجې له کمښت سره مخ دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د بشري روغتیا مرکز رییس پاول شپیګل وايي: «زه له نږدې ۳۰ کلونو راهیسې د بشرپاله مرستو په برخه کې کار کوم او ما هېڅکله داسې وضعیت نه دی لیدلی. په نړۍواله کچه د خوړو په مرستو کې دا لوی کمښت کولای شي ویجاړونکی اوسي.»

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د مرستو ناڅاپي کمښت به د ډېرو اړمنو خلکو د مرګ لامل شي.

له دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام د اپرېل په میاشت کې د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې خبرداری ورکړی و، چې له ۱۴ هېوادونو سره د امریکا د مرستو بندېدل به د مېلیونونو خلکو لپاره «د مرګ سزا» وي.

که‌ څه هم د ټرمپ دولت د دې مرستو یوه برخه بېرته ورکړې وه، خو د افغانستان او یمن غوندې هېوادونو لپاره بیا دا مرستې تمدید نه شوې.

د یادونې ده، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خوړو له نړۍوال خوراکي پروګرام سره د امریکا مرسته شاوخوا ۲۸۰ مېلیونه ډالر وه، خو اوس د ټرمپ دولت دا مرسته صفر ته راټیټه کړې ده.

پاکستان د دوو هندي جېټ الوتکو د نسکورېدو ادعا وکړه

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۲۳:۱۸ GMT+۱

پاکستان وايي، هوايي ځواک یې دوه هندي جېټ الوتکې چې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتلې وې، ویشتلي دي.

پاکستان د چهارشنبې په شپه ادعا کړې چې دا اقدام یې د هند د برید په ځواب کې کړی دی.

پاکستاني پوځ زیاته کړې چې پر هندي جېټ الوتکو یې د برید په پایله کې د دوی الوتکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د پاکستان امنیتي چارواکو په وینا، د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه به د هند هر ډول برید ته ځواب ورکړي.

هندي چارواکو بیا د پاکستان د دې څرګندونو په ځواب کې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

له دې مخکې د هند د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ځواکونو یې د پاکستان په خاوره او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګریزو فعالیتونو اړوند ۹ مرکزونه په نښه کړي دي.

له دغه برید څو شېبې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، هیله‌من دی چې د هند او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی تاوتریخوالی «ډېر ژر» پای ته ورسېږي.

ټرمپ: هیله‌من یم د هند او پاکستان جګړه «ډېر ژر» پای ته ورسېږي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هیله‌من دی چې د هند او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی تاوتریخوالی «ډېر ژر» پای ته ورسېږي.

ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ داسې مهال کوي، چې همدا څو شېبې مخکې هندي ځواکونو د پاکستان پر خاوره بریدونه وکړل.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د هند او پاکستان د روان برید په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل: «هغوی له لسیزو راهیسې او که رښتیا ووایو، له پېړیو راهیسې سره په جګړه کې دي. زه یوازې دا هیله لرم چې روان وضعیت ډېر ژر پای ته ورسېږي.»

د هند دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې ځواکونو یې د پاکستان په خاوره او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګریزو فعالیتونو اړوند ۹ مرکزونه په نښه کړي دي.

له دغه برید وروسته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د دغو بریدونو د تایید ترڅنګ رسنیو ته ویلي، چې د هند بریدونو ملکيانو ته زیان رسولی دی.

د پاکستاني پوځ په وینا، پر پاکستان د هند د برید په ترڅ کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

هندي پوځ: په پاکستان کې مو د ترهګرو ډلو ۹ مرکزونه په نښه کړل

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۲۲:۰۸ GMT+۱

د هند د دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل، چې د پاکستان په خاوره کې یې «سندور عملیات» ترسره کړل.

دغه وزارت په خپل بیان کې زیاته کړې، چې هندي ځواکونو د پاکستان په خاوره او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګریزو فعالیتونو اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.

د هند د دفاع وزارت د معلوماتو له‌مخې، په دغو عملیاتو کې د ترهګرو ډلو اړوند ۹ مرکزونه په نښه شوي دي.

د نومد دفاع وزارت ټینګار کړی، چې دا عملیات کره محاسبه شوي او په‌کې د پاکستان هېڅ پوځي تاسیسات ته زیان نه دی اوښتی.

په بیان کې راغلي، چې هند د اهدافو په ټاکلو او د عملیاتو په ترسره کولو کې د پام زغم ښودلی دی.

ټاکل شوې ده، چې د سندور عملیاتو په اړه نور جزئیات نن د یوې رسمي مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وړاندې شي.