• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حلیم فدایي: د بګرام په اړه د مقاومت جبهې تجزیه‌طلبانه دریځ د شرم وړ دی

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۲ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پخوانی والي او د سیاسي چارو شنونکي حلیم فدایي د بګرام په تړاو د مقاومت جبهې پر وروستي دریځ سختې نیوکې کړې او هغه یې «تجزیه‌طلبانه» او «د شرم وړ» بللې دې.

حلیم فدايي د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې پر بګرام د طالبانو پرځای له تاجکانو سره د مذاکرې په اړه د مقاومت جبهې دریځ نه یوازې غیرملي دی، بلکې د هېواد د تېرې تجربې ناکامه تکرار هم دی.

د بګرام په تړاو د ملي مقاومت جبهې د سیاسي چارو مشر عبدالله خنجاني ویلي و، چې بګرام د تاجکانو په حوزه کې دی او ټرمپ باید له طالبانو سره پرې ونه غږیږي.

فدایي وايي، «له دې ډول دریځونو څخه درې خبرې روښانه کېږي: لومړۍ دا چې دا جبهه ملي نه ده بلکې سمتي فکر لري، دویم دا چې په ولس کې ځای نه لري او تکیه‌یې یوازې پر بهرنیانو ده او درېیم دا چې دوی تل د مبارزې پر ځای د معاملې سیاست غوره کړی».

فدایي وايي، چې « د دې جبهې نیکونو پخوا له روسانو سره معامله وکړه، وروسته له ګاونډیانو سره، بیا له ناټو سره او اوس هم غواړي له ټرمپ سره معامله وکړي، خو په ټولو کې ناکامه شوي دي».

فدایي وایی: «دا جبهه نه یوازې د افغانستان د واقعي مقاومت نمایندګي نه کوي، بلکې د خپلو تجزیه‌طلبانه سیاستونو له امله یې حتا په پنجشیر کې هم ځای نه دی موندلی.»

نوموړي ټینګار وکړ چې د دې ډلې دریځونه عملاً د طالبانو د تقویت سبب ګرځي.

هغه زیاتوي: «زما باور دا دی چې دوی اوس هم له طالبانو سره د معاملې په لټه کې دي، نه د یوې ملي مبارزې د مشرتابه.»

حلیم فدایي پر ټولو سیاسي حرکتونو غږ کړی چې د ملي وحدت او واقعي مقاومت پر بنسټ ولاړ دریځونه غوره کړي.

تر دې مخکې، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار د بګرام په تړاو د ملي مقاومت جبهې د سیاسي چارو د رییس وروستۍ څرګندونې ماشومانه بللې وې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په جلال اباد کې تېز باد او باران خلکو ته زیانونه اړولي

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۴:۰۳ GMT+۱

ځايي سرچیني وايي، چې د پنج شنبې په ورځ ناوخته تېز باد او باران په جلال اباد ښار کې مالي زیانونه اړولي او پر ننګرهار ښار برېښنا قطع شوې ده.

افغانستان انټرنشل ته په لیږل شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د تېز باد او باران له امله ځینې ونې ویجاړې شوې دي.

ځايي سرچینې وايي، چې د توپاني باد او باران له امله ځینو خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي ، خو د اوښتي زیان په اړه تراوسه کره معلومات نه دي ور کړل شوي.

په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو ویلي، چې د توپاني باد او باران له امله یې پر جلال اباد ښار باندې برېښنا قطع کړې ده

د ایران په قزل‌حصار زندان کې یو افغان د لوږې اعتصاب له امله مړ شوی

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱

یو افغان تبعه چې د ایران په «قزل‌حصار» زندان کې بندي و، د نه خوړو اعتصاب له امله مړ شوی دی. هغه غوښتل د لوږې اعتصاب له لارې د زندان د چارواکو پر چلند اعتراض وکړي، خو د زندان مرستیال فرج‌نژاد په سپکه لهجه ورته ویلي و: «اعلی‌حضرت! که مړ شوې، لاړ شه جهنم ته!»

نبي بیاتي هغه مهال له خوړو او اوبو ډډه وکړه، چې د زندان تر ټولو ګڼ میشتې او لوړ امنیت لرونکې لومړۍ برخې ته انتقال شو. بیاتي ویلي و چې د زندان د مسوولانو د سپک او توهینوونکي چلند له امله یې اعتصاب پیل کړی دی.

د زندان سرچینې وايي چې بیاتي او درې نور بندیان د فزیکي شخړې په تور لومړۍ انفرادي توقیف خونې ته انتقال شوي وو.

د بشري حقونو سازمان هنګاو وايي، چې وروسته د زندان د مرستیال رییس اسماعیل فرج‌نژاد په امر دوی د لوړ امنیت برخې ته انتقال کړای شول.

سره له دې چې بیاتي چارواکي د خپل اعتصاب په اړه خبر کړي وو، خو د هغه خراب حالت ته پاملرنه نه وه شوې.

سرچینې وایي، د درملنې پر ځای چارواکو پر ده فشار زیات کړ او هغه یې د نهمې برخې دهلېز ته ولېږه چې د ترانزیت لپاره کارول کېږي او هلته ورته اساسي اړتیاوې نه وې برابرې شوې.

د بیاتي اعتصاب څلور ورځې دوام وکړ او د رپوټ له مخې، په دې مودې کې هغه ته هېڅ طبي پاملرنه نه ده شوې.

احمدرضا حائري، چې دا مهال د ایران په قزل‌حصار زندان کې د سیاسي بندي په توګه بندي دی، د افغان بندي نبي بیاتي مړینه د «سیستماتیکې وژنې» په توګه یاده کړې ده.

حائري د غويي پر۱۷ مه د چارشنبې په ورځ له زندان نه د ایران د قضايي قوې رییس ته په یوه پرانیستې لیک کې لیکلي: «د قضایي قوې له لوري هېڅ استازی د دې پېښې د څېړنې لپاره زندان ته نه دی استول شوی. دا بې‌پامي په عمل کې د یوه زنداني د وژنې د تایید معنا لري».

هغه ویلي، چې د زندانیانو د لوږې اعتصاب حقوقي اصول معلوم دي، خو دا اصول نه یوازې چې مراعات نه شول، بلکې انساني ارزښتونه هم تر پښو لاندې شول. حائري زیاته کړې، « د لوږې اعتصاب د یوه انسان وروستۍ چیغه ده. دا غږونه باید واورېدل شي، نه دا چې چوپ کړل شي».

په لیک کې حائري یادونه کړې چې بیاتي او درې نور زندانیان د یوې فزیکي شخړې په تور د قزل حصار له څلورم بلاک څخه «ورتړلې» خونې ته انتقال شول. وروسته د زندان د روغتیا مرستیال اسماعیل فرج‌نژاد په مداخلې هغه واحد ته انتقال کړل شول چې تر ټولو زیاته ګڼه‌ګوڼه لري.

نوموړی وايي، بیاتي دا پرېکړه ناعادلانه او توهینوونکې بلله او خبرداری یې ورکړی و چې که هلته وساتل شي، د اوبو او خوړو دواړو اعتصاب به وکړي. حائري لیکلي، د زندان مرستیال فرج‌نژاد په سپکه لهجه ورته ویلي وو: «اعلی‌حضرت! که مړ شوې، لاړ شه جهنم ته!» او وروسته یې امر ورکړ چې بیاتي دې د نهم بلاک په دهلېز کې، چې د عامو بندیانو د تګ راتګ ځای دی، واچول شي.

بیاتي له څلورو ورځو اعتصاب وروسته، پرته له دې چې څوک یې حال واخلي، په بشپړ یوازېتوب کې مړ شوی. حائري لیکلي:«دا یوه عادي مړینه نه وه. دا یوه قصدي وژنه وه».

حائري په لیک کې یادونه کړې چې له پخوا یې د ایران په زندانونو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه په ځلونو خبرداری ورکړی.

طالبانو له ترکمن چارواکي سره پر سوداګرۍ او د ټاپي پروژې پر چټکتیا خبرې وکړې

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

د طالبانو هرات والي شیخ مولوي اسلام‌جار د ترکمنستان د ماري ولایت له والي بگنچ مراد ارازوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراخولو، د تورغنډۍ بندر له لارې د صادراتو او وارداتو د اسانتیا او د ټاپي په شمول د ګډو اقتصادي پروژو د چټکتیا پر اړتیا ټینګار کړی.

د باختر اژانس د راپور له مخې، دا لیدنه هرات ته د دغه پلاوي د سفر په ترڅ کې ترسره شوې، چې دولتي چارواکو او د خصوصي سکتور یو شمېر استازو هم پکې ګډون درلود.

اسلام‌جار د انرژۍ، ترانسپورت او د مرمرو ډبرو د صادراتو په برخو کې هم پر ګډو همکاریو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د طالبانو له اړخه چمتووالی ښودلی.

د ترکمنستان د ماري ولایت والي هم د هرات له لوري د سوداګریزو اسانتیاوو برابرولو ستاینه کړې او ژمنه یې کړې چې هېواد به یې د ترانزیت او سوداګرۍ په برخو کې له افغانستان سره لا ډېره همکاري کوي.

یاده لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې د هرات والي په مشرۍ یوه پلاوي د اقتصادي همکاریو د پراخولو په موخه ترکمنستان ته سفر کړی و.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون (پنجشنبه د غویي ۱۷مه) د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره د ویډيو کنفرانس له لارې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې، د دوه اړخېزو اړیکو پر پياوړتیا او د ګډو اقتصادي پروژو پر پلي کولو خبرې وکړې.

طالبانو ویلي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو ژمنه هم کړې.

طالبانو تېر کال د ټاپي پروژې د پرانیست غونډې پر مهال ویلي و، چې دا پروژه د افغانستان او سیمې د اقتصادي اتصال په برخه کې ډېره ګټوره ده او د افغانستان په خاوره کې یې چارې پیل شوې.

د طالبانو د بندیزونو باوجود سلګونه کندهاریان د شالمار میلې ته ورغلي

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۱

د کندهار په ارغنداب کې هر کال د شالمار دودیزه میله د توتانو له پخېدو سره د پسرلي په موسم کې جوړیږي، خو میله وال وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر میله والو د امر بالمعروف د محتسبینو له خوا ځینې بندیزونه لګول شوي دي.

د شالمار میله د احمدشاه بابا له سلطنت راهیسې هر کال د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې نمانځل کیږي او سلګونه کسان پکې ګډون کوي.

په دې میله کې د کندهار د سپین بولدک، ښورابک، ریګستان، نېش، معروف، ارغستان او تخته پل ولسوالیو د اوسیدونکو ترڅنګ د ډیورنډ ها غاړې سویلي پښتونخوا څخه سلګونه کسان ګډون کوي.

په یاده میله کې تر ډیره د هغو ولسوالیو اوسیدونکې ګډون کوي، چې په سیمه کې روانې اوبه او سمسورتیا نه لري.

شالمار میله د پسرلي په موسم کې د توتانو له پخیدو سره سمه پیلیږي او له شل څخه تر ۴۰ ورځو دوام کوي.

میله وال د ارغنداب په شنو باغونو کې د غیږ نیونې، اتڼ او سندرو ویلو ترڅنګ د ډبرې غورځولو، دوره خط او نورې سیمه ییزې لوبې کوي، خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دې میله کې په سندرو ویلو او اتڼ کولو بندیز لګول شوی دی.

په شالمار میله کې د غیږ نیونې سیالۍ
100%
په شالمار میله کې د غیږ نیونې سیالۍ

ځینو میله والو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له تېرو دریو کالو راهیسې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست محتسبین او استخبارات د میلې په ځای کې ګرځي او له خلکو دریا، قطعې او د لډو وسایل ټولوي.

دغه میله وال اندېښنه لري او وايي، چې که د طالبانو بندیزونه ډیر شي ممکن په راتلونکې کې دغه دودیزه میله پیکه شي او یا هم هیڅ ترسره نه شي.

د قدرت الله په نوم د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسیدونکی چې په شالمار میله کې یې ګډون کړی، وايي:« موږ هر کال له خپل مشرانو سره دغې میلې ته راځو، خو اوس کال په کال دغه میله بې خونده کیږي. دلته پر ډول وهلو، دریا وهولو، اتڼ او نورو عادي مسایلو هم بندیز لګیدلی دی.»

100%

لیکوال او ژورنالیست محمد ابراهیم سپیڅلی وايي:« پخوا به دلته سندرې ویل کیدې، اتڼونه به کېدل خو اوس بندیز باندې لګول شوی، بیا هم خلګ ورته راځي. دا د کندهار د قومونو د یووالي او کلتورونو د ساتلو یوه ښه نمونه ده، د وچو ولسوالیو خلک دلته راځي، د کندهار د مرکز له خلکو سره اشنا کیږي. د کندهار لوی قومونه اڅکزي او نورزي دې میلو ته راځي، ځکه هغوی تر ډیره په وچو ولسوالیو کې اوسیږي او هغوی د غیږ نیولو ډیر شوقیان دي».

ځیني لیکوالان وايي، د شالمار میله د دودیزو لوبو، کلتورونو او یووالي د ژوندي ساتلو یو ښه نمونه ده او طالبان باید د خلکو د خوښیو او د کندهار د سیمه ییزو دودونو مخنیوی ونه کړي.

100%

افغانستان ته د قرغیزستان صادرات د وارداتو په پرتله ۲۵ چنده ډېر دي

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۰ GMT+۱

قرغیزستان په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته صادرات دومره لوړ کړي چې د وارداتو په پرتله ۲۵ چنده زیات دي. اقتصادي شنونکي د صادراتو او وارداتو ترمنځ د بېلانس نشتوالی زیانمنوونکی بولي.

د ۲۰۲۵ کال په جنوري او فبروري دوو میاشتو کې قرغیزستان افغانستان ته د ۱،۰۹میلیارد سومو (شاوخوا ۱۲،۵میلیونه ډالر یا ۸۵۰میلیونه افغانۍ)په ارزښت توکي صادر کړي، خو له افغانستان نه یې یوازې د۴۴،۲ میلیونه سومو (۵۰۶زره ډالر یا شاوخوا ۳۴،۵ میلیونه افغانیو)واردات کړي دي.

دا لوی سوداګریز تفاوت په داسې حال کې دی، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د سیمې هېوادونه، لکه قزاقستان او ازبکستان هم هڅې زیاتوي.

تر ټولو زیات صادرات ۲۵ میلیونه لیتره پټرول دي، چې ارزښت یې له یو میلیارد سومو (تقریباً ۷۸۰ میلیونه افغانۍ) زیات دی. نور صادرات د موټر ټایرونه مغزي مېوې او ۳۹ اسونه دي.

خو واردات بیا کم ارزښته وو، لکه د المونیم لوښي، کاغذي کڅوړې او نباتي محصولات. دا د افغانستان د محدودو صادراتي وړتیاوو څرګندونه کوي، چې تر ډېره د طالبانو تر حکومت لاندې د اقتصادي بندیزونو، غیررسمي بازارونو او نیمګړي تولید له امله دي.

د ۲۰۲۵ د سوداګرۍ دا ارقام د ۲۰۲۴ کال د ورته مودې په پرتله، شاوخوا ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

تېر کال قرغیزستان افغانستان ته د ۷۴۰ میلیونه سومو (شاوخوا ۵۷۰ میلیونه افغانۍ) صادرات کړي وو، خو سږ کال دا کچه له یو میلیارد سومو اوښتې. دا زیاتوالی د سرحدي تدارکاتو ښه کېدل، غیر رسمي هوکړې او د قرغیزستان حکومت هڅو ته منسوب شوی چې غواړي د اقتصادي رکود پر مهال نوي بازارونه ومومي.

په ورته وخت کې قزاقستان هم د طالبانو له حکومت سره په احتیاط سوداګریز تماسونه ټینګوي.

د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې قزاق چارواکو له طالب استازو سره ناستې وکړې. که څه هم استانه طالبان په رسمیت نه‌ پېژني، خو د ۲۰۲۵ په لومړیو کې یې د اوړو، تېلو محصولاتو او درملو صادرات بیا ورسره پیل کړل.

شنونکي د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ او صادراتو او وارداتو کې د بېلانس نشتوالی د افغانستان د اقتصاد لپاره زیانمنوونکی بولي.