• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بیل ګېټس تر ۲۰۴۵ کال پورې ۲۰۰ میلیارده ډالره پر خیریه چارو لګوي

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۱

بیل ګېټس د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د خپل خیریه بنسټ له لارې به تر ۲۰۴۵ کال پورې ۲۰۰ میلیارده ډالر ووېشي. هغه پر ایلان ماسک نیوکه وکړه او ویې ویل، د نړۍ تر ټولو شتمن سړی د امریکا د بهرنۍ مرستو بودجې د سختو کمښتونو له امله د «نړۍ تر ټولو بې وزله ماشومان وژني».

دغه ۶۹ کلن میلیاردر، چې د مایکروسافټ بنسټګر دی، وویل چې خپله نږدې ټوله شتمني به ووېشي او بنسټ به د ۲۰۴۵ کال د دسمبر پر۳۱مه وتړي.

ګېټس هیله څرګنده کړه چې دا پیسې به د پولیو او ملاریا په څېر ناروغۍ له منځه یوسي، د ښځو او ماشومانو د مخنیوي وړ مړینې به ختمې کړي او نړیوال فقر راکم کړي.

دا اعلان داسې مهال دی، چې د امریکا په ګډون یو شمېر هیوادونونړیوالې مرستې کمې کړې دي.

ګېټس پر ماسک د نیوکې په ترڅ کې فایننشل ټایمز ته وویل: « دا انځور چې تر ټولو شتمن سړی دې تر ټولو بې وزله ماشومانو ژوند اخلي، ښکلی نه دی». هغه رویټرز ته وویل، د دغه تمویل له کمېدو سره به په راتلونکو څلورو تر شپږو کلونو کې د مړینې کچه لوړه شي.

خو ګېټس زیاته کړه: « زه فکر کوم چې حکومتونه به په راتلونکو ۲۰ کلونو کې بیا د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو په فکر کې شي».

بیل ګېټس دا اعلان د بنسټ د ۲۵مې کلیزې پر مهال وکړ. دغه بنسټ یې په ۲۰۰۰ کال کې له خپلې پخوانۍ مېرمنې ملېندا فرنچ ګېټس سره یوځای جوړ کړ او وروسته پکې میلیاردر وارن بافټ هم ورګډ شو.

دغه بنسټ تراوسه ۱۰۰ میلیارده ډالره مرسته کړې، میلیونونه خلک یې ژغورلي او د ایډز، نري رنځ او ملاریا پر ضد نړیوالو صندوقونو ته یې مرستې برابرې کړې.

بنسټ به تر هغه وخته دوام وکړي چې د ګېټس ۹۹ سلنه شتمني ولګوي.

د ګېټس خالصه شتمني نږدې ۱۰۸ میلیارده ډالره اټکل شوې او تمه ده چې بنسټ به تر ۲۰۴۵ کال پورې ۲۰۰ میلیارده ډالر ولګوي.

د بنسټ کلنۍ بودیجه به تر ۲۰۲۶ کاله ۹ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په جلال اباد کې د تېز باد او باران له امله ۲۵ کسان ټپیان شوي

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د ننګرهار ځايي طالب چارواکي وايي، چې د تېز باد او باران له امله له شل څخه ډیر کسان ټپیان شوي او مالي زیانونه یې اړولي.

په ننګرهار د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغه ولایت د عامي روغتیا د رییس امین الله شریف له قوله راپور ورکړی، چې په جلال اباد ښار کې د تېز باد او باران له امله ۲۵ کسان ټپیان شوي دي.

پر همدغه مهال د ننګرهار ځايي طالب چارواکو ویلي، چې د تېز باد او باران له امله خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي او پر ښار باندې په موقت ډول برېښنا قطع شوې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ۲۲۰۰ طالبانو ته د ماسترۍ په کچه سندونه ورکوي

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی چې په هلمند کې یې له دیني مدرسو فارغو ۲۲۰۰ تنو نه ازموینه اخیستې او په راتلونکې اونۍ کې به د ماسترۍ سندونه ورکړي.

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته رسېدلي سندونه ښيي چې طالبانو د غويي په میاشت کې په هلمند کې له دیني مدرسو څخه ۲۲۰۰ فارغو طالبانو ازموینه اخیستې او ټول طالبان یې بریالي کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې په راتلونکې اونۍ کې به یادو طالبانو ته د ماسټرۍ سندونه ورکړي.

100%

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت خپلو غړو ته د ماسترۍ او دوکتورا په کچه سندونه ورکوي بلکې له دې وړاندې یې هم په کندهار، کابل، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې له طالبانو ورته ازموینې اخیستې او د ماسترۍ او دوکتورا سندونه یې ورکړي.

د طالبانو دې چارې ګڼ غبرګونونه هم راپارولي او خپلو غړو ته د ماسترۍ او دوکتورا د سندونو ورکړه یې له علمي او تحصیلي اصولو سره په ټکر کې بللې ده.

د قدیر کورنۍ: په کینیا کې د ظاهر قدیر محاکمه ځنډول شوې

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۱

د پخوانۍ ولسي جرګي غړي عبدالظاهر قدیر کورنۍ له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د کینیا په نایروبي کې د نوموړي نننۍ محاکمه ځنډول شوې.

ټاکل شوې وه، چې د پخوانۍ ولسي جرګي د غړي عبدالظاهر قدیر محاکمه، چې څه موده وړاندې د کینیا د نایروبي پولیسو له لوري نیول شوی، په نایروبي کې پیل شي، خو د قدیر کورنۍ له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل، چې دغه محاکمه نن پنجشنبه ځنډول شوې.

د عبدالظاهر قدیر د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:« وکیل مو ورته نیولی دی، نن یې محکامه وه، بیا محکامه یې نن وځنډیدله. وکیل سره موږ په اړیکه کې یو، وکیل خپله پوره هڅه کوي چې همدلته یې محاکمه وشي او امریکا ته له انتقال پاتي شي.»

د عبدالظاهر د کورنۍ غړي او وکیل یې هڅه کوي، چې د نوموړي محاکمه په کینیا کې ترسره شي.

د نایبروبي محکمې ته د عبدالظاهر قدیر د وړاندې کولو راتلونکې نېټه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

عبدالظاهر قدیر د اپریل په نیمايي کې د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې وه، چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.

د نایروبي د میلیمېن محکمې مشر قاضي بنمارک اېکهوبي د عامه څارنوالۍ د رییس غوښتنه وروسته ومنله.

د نایروبي د پلټنو افسر جان وافولا، چې د جرمونو د پلټنو ریاست له مخدره موادو ضد څانګې سره کار کوي، محکمې ته ویلي چې د امریکا د نشه يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی.

رپوټونه وايي، چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډیپلوماتیک یادښت استولی، چې د عبد‌الظاهر قدیر د تسلیمۍ غوښتنه پکې شوې.

جرمني کې د یوه پلورنځي د مشرې د قتل په تور یو افغان نیول شوی

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د جرمني د شمالي راین وېسټفالن ایالت په کرېفېلډ ښار کې د «نیو یارکر» فېشن پلورنځي ۴۱ کلنه مشره د چارشنبې ماښام (د مې ۷مه) د یوې وژونکې پېښې قرباني شوې. دا پېښه ماښام شاوخوا ۷:۲۰ بجې د ورځني عاید د حساب پرمهال د پلورنځي په استراحت‌ځای کې شوې.

پولیسو یو ۲۵ کلن شکمن تن د پېښې له ځایه نږدې نیولی، چې ویل کېږي د پلورنځي کارکوونکی و.

هغه د پنجشنبې (مې ۸مه) په ورځ د قتل په شک څارنوالۍ ته وړاندې شوی. چارواکو ویلي، شکمن کس د افغانستان تبعه دی.

د پولیسو او څارنوالۍ په وینا، د پېښې انګیزه لا نه‌ده روښانه شوې او اوس‌مهال د قتل د یوه ځانګړي ټیم له لوري پلټنې روانې دي. د جرمنۍ بیلد ورځپاڼې د رپوټ له مخې، شکمن کس خپله مشره څو ځله په چړې وهلې، چې وروسته یې ساه ور کړې ده.

د وژل شوې ښځې همکارانو د پېښې ځای کې ګلونه او د خواخوږۍ کارت ایښی، چې پکې لیکل شوي، « ستا تګ موږ ژور خواشیني کړو. ته یوه ځانګړې او مهربانه انسانه وې، داسې خلک ډېر کم پیدا کېږي. اوس ته په یو ښه ځای کې یې».

پېښې د کرېفېلډ ښار په مرکز کې د خلکو ترمنځ ویره خپره کړې او دا د بهرنیو وګړو په اړه د عامه نظر پر وضعیت هم اغېز لرلی شي.

حلیم فدایي: د بګرام په اړه د مقاومت جبهې تجزیه‌طلبانه دریځ د شرم وړ دی

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۲ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پخوانی والي او د سیاسي چارو شنونکي حلیم فدایي د بګرام په تړاو د مقاومت جبهې پر وروستي دریځ سختې نیوکې کړې او هغه یې «تجزیه‌طلبانه» او «د شرم وړ» بللې دې.

حلیم فدايي د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې پر بګرام د طالبانو پرځای له تاجکانو سره د مذاکرې په اړه د مقاومت جبهې دریځ نه یوازې غیرملي دی، بلکې د هېواد د تېرې تجربې ناکامه تکرار هم دی.

د بګرام په تړاو د ملي مقاومت جبهې د سیاسي چارو مشر عبدالله خنجاني ویلي و، چې بګرام د تاجکانو په حوزه کې دی او ټرمپ باید له طالبانو سره پرې ونه غږیږي.

فدایي وايي، «له دې ډول دریځونو څخه درې خبرې روښانه کېږي: لومړۍ دا چې دا جبهه ملي نه ده بلکې سمتي فکر لري، دویم دا چې په ولس کې ځای نه لري او تکیه‌یې یوازې پر بهرنیانو ده او درېیم دا چې دوی تل د مبارزې پر ځای د معاملې سیاست غوره کړی».

فدایي وايي، چې « د دې جبهې نیکونو پخوا له روسانو سره معامله وکړه، وروسته له ګاونډیانو سره، بیا له ناټو سره او اوس هم غواړي له ټرمپ سره معامله وکړي، خو په ټولو کې ناکامه شوي دي».

فدایي وایی: «دا جبهه نه یوازې د افغانستان د واقعي مقاومت نمایندګي نه کوي، بلکې د خپلو تجزیه‌طلبانه سیاستونو له امله یې حتا په پنجشیر کې هم ځای نه دی موندلی.»

نوموړي ټینګار وکړ چې د دې ډلې دریځونه عملاً د طالبانو د تقویت سبب ګرځي.

هغه زیاتوي: «زما باور دا دی چې دوی اوس هم له طالبانو سره د معاملې په لټه کې دي، نه د یوې ملي مبارزې د مشرتابه.»

حلیم فدایي پر ټولو سیاسي حرکتونو غږ کړی چې د ملي وحدت او واقعي مقاومت پر بنسټ ولاړ دریځونه غوره کړي.

تر دې مخکې، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار د بګرام په تړاو د ملي مقاومت جبهې د سیاسي چارو د رییس وروستۍ څرګندونې ماشومانه بللې وې.