افراسیاب خټک: دیني مدرسې باید د علم او تمدن سرچینه پاتې شي، نه د جګړو ډګر

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي، د تېرو څلور نیمو پیړیو راهیسي ماشومان د ډالري جګړو د سون توکي ګرځول شوي او د “طالب” مانا هم بدله شوي.

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي، د تېرو څلور نیمو پیړیو راهیسي ماشومان د ډالري جګړو د سون توکي ګرځول شوي او د “طالب” مانا هم بدله شوي.
افراسیاب خټک پر اېکسپاڼه لیکلي، چې دیني مدرسې له پیړیو راهیسې د دین زده کړې ترڅنګ د دنیاوي علومو زده کړې ورکوي، خو د ۱۹۸۰ کال وروسته بې ګناه ماشومان د ډالري جګړو سون توکي ګرځول شوي دي.
نوموړي لیکلي:«د طالب مانا بدله شوه. اوس اړتیا ده چې د مدرسو تړاو له عسکریت څخه پرې کړای شي او د علم سره وصل شي، څو دا مدرسې د وسله والو پرځای د ابن سینا په څیر عالمان وروزي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د خر لاڅې لارې د پرانېستلو اعلان وکړ.
محمد صادق د جمعې په ورځ پر اېکسپاڼه د یوې لنډې ویډیو په خپرولو سره لیکلي:«له افغانستان سره سوداګریز فعالیتونه د خر لاڅې له لارې بیا پیل شول.»
دا لار مخکې په پاړه چنار کې د سړک د بندیدو له امله تړل شوي وه.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د خر لاڅې لارې د خلاصېدو اعلان کابل ته له رسیدو څو ساعته وروسته وکړ.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د پاکستان له لوري د پنجشنبې په ورځ د (غوایي ۱۸مه) د تورخم له لارې «۹۴۹ افغان کډوال» اېستلي دي.
د هغه په خبره، دغو کسانو کې «۵۳۲ افغان کډوالو» د اې سي سي کارتونه لرل او پاتې «۴۱۷» بې اسناده کډوال وو.
دغه کسان د پنجاب په ګډون په پښتونخوا ایالت کې د پولیسو له لوري نیول شوي وو.
هم مهاله سرچینو افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې، چې د کډوالو د اېستل کیدو بهیر له یوې اوونۍ راهیسې پڅ شوی دی.
سره له دې چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړې په اوج کې دي، دوه ورځې دمخه پولیسو د اسلام اباد په «بي ۱۷ ښارګوټي» کې نږدې پنځوس تنه ونیول.
په نیول شویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې.
پاکستان د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د کډوالو د اېستل کیدو دویمه لړۍ پیل کړې چې تر دې دمه یې «۱۴۶زره افغانان» پر ډیورنډ کرښه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو، کډوالو ملاتړ سازمانو او ان طالبانو له لوري له پاکستان نه غوښتنې وشوې چې د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر دې ودروي او په باعزته توګه دې یې د ستنیدو اسانتیاوې برابرې کړي.
خو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان پام ونکړ او دا لړۍ یې ګړندۍ وساتله.
په پاکستان تر دوه میلونه ډېر افغان کډوال مېشت دي چې ډېری یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان څخه ثبت شوي کارتونه لري، خو هغوی ته هم خبرداری ورکړل شوی، څو د جون میاشتې تر پایه له دغه هېواده ووځي.
بلخوا ایران هم د افغان کډوالو د ځورولو او اېستلو لړۍ روانه ساتلې ده.
ایراني چارواکو خبر ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر پیل کړي او وېره شته چې د دغو کډوالو په ستنیدو سره به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې بشري ناورین لا پسې ډېر شي.
دغه افغانان داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو څخه ستنېږي چې په هېواد کې د لوږې او بې روزګارۍ کچه تر بل هر وخته ډېره شوې ده.
د یونسیار چارواکو اندېښنه ښودلې، چې تازه ستانه شوي کډوال به هم له دغه ناورین څخه خوندي پاتې نه شي او د نجونو په ګډون به ښځې هم د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخې شي.
په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ له هند سره په جکړه کې بوخت دی، د پاکستاني طالبانو تحریک خبر ورکړی، چې په سوېلي وزیرستان کې یې پر یوې پوسته د پراخو بریدونو په لړ کې ۲۰ پاکستاني عسکر وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي.
ټي ټي پي د (غوايي ۱۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستاني پوځیانو پوسته یې د سپکو او درنو وسلو تر اور لاندې راوستې وه.
خبرپاڼه زیاتوي، په پوسته کې د شپږ عسکرو تر وژل کیدو وروسته یې د پوځیانو هغه کتار هم په نښه کړ، چې د مرستې لپاره سیمې ته راروان و.
پاکستاني طالبانو ادعا کړې، چې په دغو دواړو بریدونو کې یې د ۲۰ پاکستاني عسکرو د وژل کیدو تر څنګ دوه پوځي موټرې هم له منځه وړي دي.
همدا راز ویل شوي، چې له دغو وژل شویو کسانو څخه سپکې او درنې وسلې هم نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې د «ټي ټي پي» د یوه جنګیالي د وژل کیدو یادونه هم شوې ده.
تر اوسه پورې د پاکستان پوځ او ځايي امنیتي ادارو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دغه وسله واله نښته داسې مهال کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ هم اوج ته رسیدلی او پر یو بل یې هوایي بریدونه کړي دي.
هم مهاله د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو نیوکې کړي، چې پاکستان د یاد کړکېچ سره سره د پښتنو په سیمو کې هوایي بمبارۍ جاري ساتلې دي.
په پښتونخوا او بلوچستان کې نا امنۍ ورځ تر بلې پراخیدونکي دي. په دغو ایالتونو کې د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې سربېره بلوڅ بېلتون پالې ډلې هم پراخ فعالیتونه لري.
پاکستان ادعا لري، چې د دغو وسله والو ډلو ترشاه هم د هند پوځي او مالي ملاتړ دی.
د سوېلي سوډان د نیل سیند په اوږدو کې روانې جګړې تر ۶۰ زرو ډېرو خوارځواکو ماشومانو ته د خوړو توکو او درملو رسېدو مخه نیولې ده. رویټرز خبري اژانس وايي، یوه میاشت وشوه چې د جګړې شدت نه کمېږي.
د خوړو نړۍوال پروګرام او یونېسف د پنجشنبې په ورځ ویلي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د «اپر نیل» ایالت لپاره چمتو شوې مرستې به د مې میاشتې تر پایه ختمې شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام استازي وویل: «د جګړې پرمهال ماشومان تل ترټولو ډېر زیانمن کېږي. که مرستې ور ونه رسېږي، هغوی به نور هم ناروغه او پر خوارځواکۍ اخته شي.»
سوېلي سوډان محدود پاخه سړکونه لري او د نیل سیند خلکو ته د مرستې رسونې لپاره ډېر مهم دی، خو د جګړې له امله د اوبو لارې هم ناامنه شوې دي.
یادو بنسټونو په واضح ډول نه دي ویلي چې کومې ډلې جګړه کوي، خو له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د نیل سیند ته څېرمه د دولتي ځواکونو او «سپین پوځ» په نوم ملېشو ترمنځ جګړه روانه ده.
دا جګړې د ولسمشر لومړي مرستیال ریک ماچار د نیولکېدو لامل شوې او په هېواد کې یې سیاسي ناورین لا ژور کړی دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې ښايي په سوېلي سوډان کې یو وار بیا کورنۍ جګړه پیل شي.
تر دې مخکې یوه کورنۍ جګړه په ۲۰۱۸ کال کې پای ته ورسېده.
په ټولنيزو رسنیو او ټلویزیونو کې د ډونالډ ټرمپ د پخوانيو خبرو یوه ويډيو په پراخه کچه خپره شوې او «پرېږدئ چې جګړه وکړي» دا جمله یې څو ځله تکرار کړې. ګڼو کاروونکو دا خبري د هند او پاکستان د روانې ترينګلتيا سره تړلې دي؛ خو هغه دغه خبرې په ۲۰۱۹ کې د افغانستان د وضعت په اړه کړي وې.
په ټولنيزو رسنيو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پخوانيو خبرو یوه ويډو د هند او پاکستان تر جګړې وروسته ډېره خپره شوه، چې نوموړي ویلي وه: «پرېږدئ، چې جګړه وکړي»
ترمپ دغه خبره ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړې ته په اشارې کړې او د هند او پاکستان مداخلې په اړه يې خبرې کړې وې.
نوموړي دغه خبرې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۲مه د کابينې په لومړۍ غونډه کې د یوې خبريالې د پوښتنې په ځواب کې کړې وې.
هغه مهال خبريالې له ټرمپ څخه په افغانستان کې د هند د رول په اړه پوښتنه کړې وه او ټرمپ د دې پوښتنې سره مخالفت هم ښودلی و.
هغه ویلي و: « نه هند او نه امریکا باید د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه کې ښکېل شي.»
ټرمپ هغه مهال زياته کړې وه: «زه فکر نه کوم هند دي په افغانستان کې ښکېل وي، زموږ جنرالانو ته مې هر څه ورکړل؛ خو هغوی هم هلته ښه نتیجه ور نه کړه، هغوی ۱۹ کاله هلته وجنګېدل.»
د ټرمپ د خبرو دغه برخه د ۲۰۲۵ کال په مۍ مياشت کې بیا خپره شوه، چې نوموړي ویلي وه: «ولې يې نه پرېږدو چې جګړه وکړي؟ ولي ځان ورګډو؟ ما وویل پرېږدئ چې جګړه وکړي.»
د هغه دا خبرې د افغانستان وضعت ته اشاره وه نه د هند او پاکستان ترینګلتیا ته.