• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې هند د افغانستان پر خاوره توغندیز برید کړی دی

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې هند د افغانستان پر خاوره توغندیز برید کړی دی. د طالبانو د دفاع وزارت یوه ویاند عنایت الله خوارزمي حریت راډیو ته چې دې ډلې ته نږدې رسنۍ ده وویل ، د پاکستان دا ادعا چې هند د افغانستان پر خاوره توغندیز برید کړی، صحیح نه ده.

تر دې مخکې د پاکستان د پوځ یوه ویاند ادعا کړې وه، چې هند د پاکستان پر درېیو هوايي اډو او افغانستان د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام مصري هم پر افغانستان د برید په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې د هند له لوري پر افغانستان هېڅ توغندی نه دی توغول شوی.

مصري پاکستان ته په اشارې سره وویل: "د افغانستان خلک دې ته اړتیا نه لري چې په یاد یې کړي، چې کوم هېواد افغانستان کې پر ملکي وګړو برید کړي."

په جمو او کشمیر کې پر سېلانیانو له وروستي برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو د دواړو اټمي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو او د پراخې جګړې د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

۴

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۵

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

•
•
•

نور کیسې

نړۍوالو پر هند او پاکستان غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۱
نړۍوالو پر هند او پاکستان غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي
100%

د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو له زیاتېدو سره د نړۍ ځواکمنو هېوادونو پر دواړو خواوو غږ کړی، چې له زغم څخه کار واخلي او د شخړې د ارامولو هڅې وکړي.

د هند او پاکستان ترمنځ د بریدونو د دوام سره هممهاله د دواړو هېوادونو مسولینو د وضعیت د کنټرول په اړه خبرې کړې.

د هند پوځ ویلي، چې د شخړې پراخېدو ته لیوال نه دي او یوازې د پاکستان له لوري د بریدونو په غبرګون یې اقدام کړی دی.

بل خوا د نړۍوالې ټولنې پام هم د شخړې ارامولو ته اوښتی دی. د امریکا ترڅنګ روسیې، چین، مالیزیا، ایران او سعودي عربستان په څېر ځواکمنو هېوادونو له دواړو خواوو غوښتنه کړې، چې زغم وښيي او تاوتریخوالی کم کړي.

د هند او پاکستان ترمنځ د شخړي د هواری هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې د شخړې د پراخېدو او د سیمي د امنیت د خرابېدو په اړه د نړیوالۍ ټولنې اندېښنې زیاتې شوي دي.

طالبان: له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ نږدې څلور زره کډوال راستانه شوي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۱
طالبان: له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ نږدې څلور زره کډوال راستانه شوي
100%

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ۳۹۱۰ افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۱۰۸ کسان د هلمند د بهرامچې، ۱۲۰۱ کسان د سپین بولدک او ۹۰۰ نور د تورخم له لارې له پاکستان نه راستانه شوي او همدارنګه ۱۰۴۲ کسان د اسلام کلا او ۶۵۹ نور د نیمروز د ورېښمو له لارې له ایران څخه راستانه شوي دي.

د کډوالو ستوزنو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د تازه راستانه شویو کډوالو له ډلې یې یو شمېر یې په لنډمهاله پنډغالو کې ځای پرځای کړي او ځیني یې خپلو اصلو مېنو ته لیږلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خپل وروستې راپور کې ویلي، چې یوازې د اپریل میاشت کې، شاوخوا ۱۴۵،۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي، چې د فېبرورۍ پرتله اته برابره زیات دي.

دغه کمېټه زیاتوي، چې له پاکستان او ایران څخه ډېری راستنېدونکي کډوال له سخت حالت سره مخ دي او ان ځینې وختونه څلور کورنۍ د یوې خیمې لاندې ژوند کوي.

د پاکستان دفاع وزیر: که هند نور هم پرمخ ځي موږ بل پړاو ته هم چمتو یوو

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱
د پاکستان دفاع وزیر: که هند  نور هم پرمخ ځي موږ بل پړاو ته هم چمتو یوو
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، که هند خپلو بریدونو ته ادامه ورکړي، موږ بل پړاو ته هم چمتو یوو. خواجه اصف له جیو نیوز سره په مرکه کې وویل، په تېرو دو یا درېیو ورځو کې هند صحیح ده چې د سولې په اړه خبرې کړي، خو خپلو بریدونو ته یې هم دوام ورکړی.

خواحه اصف وویل:«موږ د دې امکان رد نشو کولی چې موضوع بلې کچې ته لاړه شي. که خبره نوره هم خرابه شي، موږ د بلې کچې لپاره چمتو یو.»

هغه وویل چې د هند د سولې خبرې په جیو نیوز کې اوریدلي، موږ په دې اړه محتاط یو، که نړیوال قوتونه مداخله وکړي، موږ هم ورته چمتو یو.

خواجه اصف همدراز وايي چې د دوو اتومي طاقتونو تر منځ جګړه د نړۍ لپاره د اندېښنې وړ خبره ده، که جګړه لویه شوه نو دا به یوازې تر دې سیمې محدوده نه وي،که اتومي حالت رامنځ ته شي نو تماشا کوونکي به هم په کې راګیر شي.

دفاع وزير زياته کړه، که چرې مونږ دغه ځواب نه واى ورکړى نو هند به دوه يا درې مياشتې وروستو بيا په مونږ بريد کړى واى، مونږ دهند مخه نيولې ده، هند بايد پوه شي چې پاکستان به دا نه زغمي.

اذربایجان له هند او پاکستان څخه وغوښتل چې کړکېچ د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۱
اذربایجان له هند او پاکستان څخه وغوښتل چې کړکېچ د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي
100%

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایراموف پر هند او پاکستان غږ کړی، چې خپله مخ پر زیاتیدونکې جګړه د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.

د اذربایجاني رسنۍ کلبیر د راپور له مخې، بایراموف خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستان او هند په مسله کې د اذربایجان دریځ د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دی.

هغه یادونه وکړه: «د اذربایجان دریځ دا دی چې یو هیواد د بل هیواد په خاوره برید کړی دی. موږ له دواړو خواوو څخه غوښتنه کوو چې یوه سیاسي حل لاره ومومي. که څوک زموږ له دریځ څخه ناراضه وي، نو باید په دقت سره یې په پام کې ونیسي. زموږ په نظر، زموږ په دریځ کې یو منطقي چلند شتون لري.»

هند د پاکستان د رادار سېسټمونه، تخنیکي تاسیسات، د وسلو ګودامونه او قوماندې مرکزونه ویشتلي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۰۷:۲۹ GMT+۱
هند د پاکستان د رادار سېسټمونه، تخنیکي تاسیسات، د وسلو ګودامونه او قوماندې مرکزونه ویشتلي
100%

د هند د سېندور عملیاتو مشرې ډګروالې صوفیه قرېشي په ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې هند د پاکستان له لوري د نن شپې ترسره شویو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان د رادار سېسټمونه، تخنیکي تاسیسات، د وسلو، ګودامونه او د قوماندې مرکزونه په نښه کړي دي.

هغې زیاته کړې، چې دغه پوځي هدفونه یې د پاکستان په سیالکوټ، مریدکي،‌ چکلالې، رحیم یار خان، سکر او چونیا سیمو کې په نښه کړي دي.

د هند پوځ په وینا، د خپلو پوځي الوتکو ځوابي بریدونو کې یې د ملکي وګړو او سیمو خوندیتوب ته د امکان تر کچې پاملرنه کړې ده.