فرانسه کیېف ته د سرتېرو لېږلو په اړه له برېتانیا او اوکراین سره خبرې کوي

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون وایي، فرانسه له خپلو شریکانو سره مشوره کوي چې دا روښانه کړي، چې ایا اوکراین سره د مرستې لپاره د سرتېرو لېږل ممکن دي او که نه؟

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون وایي، فرانسه له خپلو شریکانو سره مشوره کوي چې دا روښانه کړي، چې ایا اوکراین سره د مرستې لپاره د سرتېرو لېږل ممکن دي او که نه؟
مکرون لي پاریسین ورځپاڼې ته زیاته کړې:« موږ د شریکو هېوادونو د حضور او ستراتیژیک اغېز پر څرنګوالي کار کوو. زموږ د پوځ د لوی درستیزو ترمنځ له برېتانوي، فرانسوي او اوکرایني چارواکو سره څو ځله خبرې شوې دي. هغوی خپل کارونه همغږي کړي او دغه بهیر اوس روښانه کېږي او پرمختګ کوي.»
مکرون دا نه ده روښانه کړې، چې دغه ډول حضور به څه بڼه ولري؛ یا دا چې ممکنه سرتېري به کوم ډول رول ولوبوي؟


هند او پاکستان له څلورو ورځو جګړې وروسته، د امریکا د فشارونو لاندې د اوربند پر سر هوکړې ته ورسېدل؛ خو له هوکړې یوازې څو ساعته وروسته د هند تر ولکې لاندې کشمیر په سرحدي ښارونو او کلیو کې چاودنې وشوې. هند، پاکستان د اوربند په سرغړونې تورن کړ.
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکرام مسري په یوې خبري غونډه کې وویل: "موږ له پاکستان څخه غواړو چې د دې سرغړونو د مخنیوي لپاره مناسب اقدامات وکړي او په جديت او مسوولیت له وضعیت سره چلند وکړي."
په ځواب کې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دغه هېواد د اوربند هوکړې ته ژمن دی او په هند یې د سرغړونو پړه واچوله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "زموږ ځواکونه په مسوولیت او احتیاط سره له وضعیت سره چلند کوي."
د تېرو څلورو ورځو نښتې د سوېلي اسیا د دې دوو پخوانیو دوښمنانو ترمنځ په تېرو نږدې درېیو لسیزو کې تر ټولو سختې وې.
دې جګړې د یو احتمالي پراخ جنګ خطر زنګ وهلی و، په داسې سیمه کې چې د نړۍ له ګڼ نفوسه او ناارامه سیمو څخه ګڼل کېږي.
اتومي زېرمې
په پیل کې اندېښنې وې چې ښایي د دواړو هېوادونو اټومي زېرمې استفاده شي، ځکه د پاکستان پوځ ویلي و، چې د هغوی د وسلو د څار یوه لوړپوړې اداره به غونډه وکړي، خو د پاکستان دفاع وزیر بیا وویل چې په دې تړاو هېڅ غونډه نه ده پلان شوې.
رویټرز راپور ورکړ، تر یوې سختې شپې نښتو وروسته چې دواړو هېوادونو د یو بل پر پوځي اډو بریدونه وکړل، د ملکي وګړو تلفات ۶۶ ته ورسېدل.
د امریکا ولسمشر ولیکل: "له یوې اوږدې شپې او د امریکا په مشرۍ له مذاکراتو وروسته خوښ یم چې اعلان کوم، هند او پاکستان پر یو بشپړ او سمدستي اوربند هوکړې ته رسېدلي دي."
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مخکې ویلي و، چې د دواړو هېوادونو د پوځ عملیاتو مشران سره غږېدلي او موافقه یې کړې، چې ټولې نښتې به د شنبې په ورځ د ماسپښین ۵ بجې د محلي وخت له مخې پای ته ورسېږي.
دوې اونۍ مخکې، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي ګرځندویانو یو برید وشو، چې ۲۶ تنه پکې ووژل شول.
د چهارشنبې په ورځ هند د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هغو ځایونو برید وکړ، چې د ترهګرۍ د "مرکزونو" په توګه یې یاد کړل.
له اوربند سره-سره دوو هندي حکومتي سرچینو رویټرز ته وویل، چې د هند له لوري اعلان شوي بندیزي اقدامات او د پاکستان متقابل ځوابونه، لکه سوداګري بندول او ویزې لغوه کول، لا هم پر خپل ځای دي.
د اوربند وروسته حالت
که څه هم اوربند شوی، خو هندي سرچینو وویل چې بندیزونه لا هم دوام لري.
د هند له لوري د ۱۹۶۰ کال د سند اوبو تړون چې نوی لغوه شوی، لا هم معلق پاتې دی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې له پاکستان سره د اوربند توافق به د هند د ترهګرۍ ضد دریځ کې هېڅ بدلون رانه ولي.
سوبرامانیام جي شنکر وویل، چې هند تل د ترهګرۍ پر وړاندې کلک او بېمصلحته دریځ غوره کړی او دا به دوام ومومي.
له اوربند مخکې خبرې اترې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې ده او د ولسمشر مرستیال جیډي ونس د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي، د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د هند د بهرنیو چارو له وزیر، د پاکستان د پوځ له مشر او د دواړو هېوادونو له دوو ملي امنیتي سلاکارانو سره په تېرو ۴۸ ساعتونو کې خبرې کړې دي.
بېطرفه ځای کې خبرې
روبیو له مودي او شریف څخه د هوکړې په پار ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې خبرې اترې به "د مختلفو مسایلو په اړه، په یوه بېطرفه ځای" کې پیل شي.
د اوربند خبر د دواړو هېوادونو له لوري له خوښۍ سره بدرګه شو او د پاکستان د هوايي ډګرونو چارواکو اعلان وکړ، چې فضایي حریم یې بشپړ پرانیستل شوی دی.
اندېښنې او هیلې
د ډیلي او اسلاماباد ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته، د پاکستان لومړي وزیر د ملت په خطابیه وینا کې خپله بریا اعلان کړه.
شهباز شریف وویل، چې پاکستان د هند بریدونو ته پرېکنده پوځي ځواب ورکړی.
هغه وویل: "موږ بریالي شوو. دا بریا یوازې د وسلهوالو ځواکونو نه، بلکې د ټول ملت ده."
له پاکستان څخه خپاره شوي انځورونه ښيي، چې خلک د اوربند له اعلان څخه خوښي څرګندوي.
خو د اوربند سرغړونه په هند کې اندېښنه پیدا کړه.
د هند د جمو او کشمیر وزیر اعلی عمر عبدالله وویل: "دا اوربند نه دی. د سرینګر ښار په مرکز کې هوايي دفاع همدا اوس ډزې پیل کړې."
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکرام مسري وویل، چې اوس د هند وسلهوال ځواکونه دغو بریدونو ته ځواب ورکوي.
هغه زیاته کړه: "وسلهوالو ځواکونو ته امر شوی چې د پولې سرغړونو پر وړاندې کلک غبرګون وښيي."
درې سترې جګړې
هند او پاکستان له هغه راهیسې چې د ۱۹۴۷ کال په پای کې د برېتانوي استعمار له پای ته رسېدو وروسته جوړ شول، د کشمیر پر سر په شخړه کې دي.
هند چې د هندو اکثریت لري او پاکستان چې مسلمان اکثریت لري، دواړه د کشمیر برخې تر خپلې ولکې لاندې لري.
هغوی درې ځله جګړه کړې، چې دوه ځلې د کشمیر پر سر وې، سربېره پر ګڼو کوچنیو نښتو.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې روسیه به د کییف له خوا د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د وروستي وړاندیز په اړه فکر وکړي.
نوموړي دغه خبرې د مې په ۱۰مه له سی اېن اېن سره په مرکه کې وکړې.
زېلېنسکي او اروپایي مشرانو د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ملاتړ غوښتنه کړې، چې روسیه د مې په ۱۲مه نېټه د ۳۰ ورځني غیر مشروط اوربند سره موافقه وکړي.
که چېرې روسیه دا وړاندیز رد کړي، اروپا او امریکا به په سختو بندیزونو ځواب ورکړي.
د اوربند د وړاندیز په اړه پیسکوف وویل: «موږ باید د دې په اړه فکر وکړو . دا نوي پرمختګونه دي. موږ خپل دریځ لرو.»
پیسکوف د اروپا له خوا د زیاتېدونکي فشار په اړه زیاته کړه: «اروپا په حقیقت کې زموږ سره په ښکاره ډول مخ کېږي او موږ ورسره عادت شوي یو.»
پیسکوف دا هم یادونه وکړه، چې مسکو د "منځګړیتوب هڅو" ستاینه کوي، مګر زیاته یې کړه چې په روسیې فشار راوړل خورا بې ګټې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دوحه کې د «ایران او عربي ډیالوګ» د څلورم پړاو په جریان کې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرو اترو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «ایران د اټومي انرژۍ د سولهییز استعمال او د یورانیمو د غني کولو قانوني حق لري.»
له ایران سره د خبرو اترو لپاره د امریکا استازی استیو ویتکاف د جمعې په ورځ (د غويي ۱۹مه) خبرداری ورکړ، چې که چیرې له تهران سره د خبرو اترو څلورم پړاو ګټور نه وي، واشنګټن به «بله لاره» غوره کړي.
له بلې خوا د قطر د بهرنیو چارو وزیر له عباس عراقچي سره په کتنه کې د ایران او امریکا ترمنځ د عمان په منځګړیتوب د خبرو اترو د بیا پیلولو د هوکړې هرکلی وکړ، چې موخه یې د یوې تلپاتې او پابندې موافقې ته رسېدل دي، چې په سیمه کې د سولې او ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
یاده دې وي، چې عباس عراقچي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني په دوحه کې سره کتلي دي.

د برېټانیا، فرانسې، جرمني او پولنډ مشرانو د شنبې په ورځ په کیف کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره کتلي، څو پر روسیې فشار راوړي چې ۳۰ ورځني اوربند ته غاړه کیږدي.
دا لومړی ځل دی چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون، د برېټانیا لومړی وزیر کیر سټارمر، د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ او د پولند لومړی وزیر دونالد توسک په ګډه اوکراین ته سفر کوي.
د یادو څلورو هېوادونو مشرانو په ګډه د اورګاډې په واسطه د اوکراین پلازمېني کېف ته سفر کړی.
د فرانسې ډېپلوماټیکو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دا غونډه د امریکا او اروپايي هېوادونو له خوا وړاندیز شوې او د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۰ ورځني اوربند په اړه پکې بحثونه کیږي.
سرچیني وايي، چې په دغه غونډه کې به پر مسکو ګډ بندیزونه ولګول شي.
د اروپايي مشرانو له لوري په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي:«موږ د امریکا ترڅنګ له روسیې غواړو، چې د ۳۰ ورځني بشپړ او بې شرطه اوربند سره موافقه وکړي، څو د یوې عادلانه او دوامداره سولې لپاره د خبرو زمینه برابره شي.»
د راپورونو له مخې، روسیې د اوربند وړاندیز رد کړی دی او ټرمپ له روسیې څخه د اوربند په برخه کې د سمدستي همکارۍ له امله خپګان څرګند کړی او ګواښ یې کړی که پرمختګ ونه شي د سولې له هڅو به لاس واخلي.
ټرمپ د ۳۰ ورځنې اوربند غوښتنه د تېرې پنجشنبې په ورځ وکړه او زېلېنسکې یې پلي کولو ته چمتوالی وښود. اروپايي ټولنې هم د اوربند غوښتنې ملاتړ کړی.
بل خوا د کرېملېن ویاند دیمیتري پېسکوف ویلي، چې روسیه د ۳۰ ورځنې اوربند له عملي کولو سره اصولا مخالفت نه لري، خو ځني مسایل باید په پام کې ونیول شي.
د کرېملېن ویاند له (اې بي سي) نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د موقتي اوربند لپاره باید د لویدیځ پوخې مرسته بنده شي کنه دا اوربند به د اوکراین په ګټه وي.

د هېوادونو د نظامي ځواک درجه بندي د Global Firepower Index (GFP) له خوا کیږي چې له مخې یې د ۲۰۲۵ کال لپاره هند د نړۍ څلورم او پاکستان دولسم قدرتمن هېوادونه ګڼل شوي دي.
د جي ایف پي د ۲۰۲۵ کال لپاره د هند د دفاعي ځواک بودیجه د پاکستان د پوځ له بودیجې یوولس برابره زیاته بللې ده او ویلي یې دي چې هند د ۲۰۲۵ - ۲۶ کال لپاره شاوخوا ۷۸.۷ میلیارده ډالره بودیجه لري او پاکستان بیا د ۲۰۲۵ - ۲۶ کال لپاره ۷.۶ میلیارده ډالره بودیجه لري.
پرتلنه ښيي چې هند د پوځي ظرفیت له پلوه تر پاکستان څو برابره پیاوړی دی، چې زیات پوځ او جنګي وسایل لري.
د پوځ شمېر او جوړښت:
• هند: شاوخوا ۵.۱۳ میلیونه نظامي پرسونل لري، چې پکې ۱.۴۶ میلیونه فعاله پوځیان، ۱.۱۵ میلیونه احتیاطي ځواکونه او ۲.۵ میلیونه غیررسمي ملېشې شاملې دي.
• پاکستان: ټولټال ۱.۷ میلیونه نظامي پرسونل لري، چې پکې ۶۵۴,۰۰۰ فعاله پوځیان، ۵۰۰,۰۰۰ غیر رسمي ملېشې(پارامیلیټري) او ۵۵۰,۰۰۰ احتیاطي ځواکونه شامل دي.
هوايي ځواکونه:
• هند: ۲,۲۲۹ نظامي الوتکې لري، چې پکې ۶۴۳ جنګي الوتکې شاملې دي.
• پاکستان: ۱,۳۹۹ نظامي الوتکې لري، چې پکې ۴۱۸ جنګي الوتکې شاملې دي.

ځمکنی ځواک:
• هند: ۳,۱۵۱ جنګي ټانکونه لري.
• پاکستان: ۱,۸۳۹ جنګي ټانکونه لري.
بحري ځواک:
• هند: یوه هوایي بېړۍ، ۱۱ ډیسټرایرونه، ۱۷ فریګیټونه، او ۱۶ ابدوزونه لري.
• پاکستان: ۸ فریګیټونه، ۵ ابدوزونه، او ۳ کورویټونه لري.
اټومې وسلې:
• هند: شاوخوا ۱۷۲ اټومي سرګلولې لري.
• پاکستان: شاوخوا ۱۷۰ اټومي سرګلولې لري.

که څه هم پاکستان د ځینو برخو لکه د ځانچاودو توپونو او راکټي توپخانې غښتلې برخه لري؛ خو هند د پوځي پرسونل، وسلو، او بودیجې له پلوه برلاسی دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي وسلو شتون، هر ډول شخړه لا خطرناکه کوي.