• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ له خوا پر سوریې د بندیزونو د لرې کولو له اعلان وروسته د دې هېواد خلکو خوښي وښوده

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۰:۱۷ GMT+۱

په سعودي عربستان کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا پر سوریې د بندیزونو د لرې کولو له اعلان وروسته د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو لکه دمشق، لاذقیه او طرطوس کې خلک سړکونو ته راوتلي او خوشالي یې کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو کې داسې کسان ښکاري، چې د سوریې له بیرغونو سره سړکونو را وتلي او دا پرېکړه د "نوې هیلې پیل" بولي.
پر سوریې بندیزونه په داسې حال کې لرې کېږي، چې ټاکل شوې ده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۴مه) په سعودي عربستان کې سره ګوري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

اسراییلي پوځ: پر اسراییل د اکټوبر ۷مې د حماس په بریدونو کې ښکېل خبریال ووژل شو

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۰:۰۵ GMT+۱

اسراییلي پوځ ویلي، د خان یونس ښار د ناصر روغتون شاوخوا کې یې «دقیق برید» ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې د حماس ډلې څو لوړپوړي غړي هدف وګرځول او ووژل شول. په وژل شویو کسانو کې حسن اصليح هم شامل و، چې د حماس غړی او رسنیز فعال و.

د اسراییل پوځ وایي، اصليح د حماس د خان یونس څانګې غړی و او د خبریال په نوم یې د یو رسنیز شرکت تر نامه لاندې فعالیت کاوه.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې اصليح د اکټوبر په اوومه نېټه د اسراييل خاورې ته ننوتی و او د اورلګېدنو او وژنو صحنې یې فلمبرداري کړې وې او په ټولنیزو رسنیو یې خپرې کړې وې.

نوموړی تر دې وړاندې په یوه بل برید کې ټپي شوی و او په روغتون کې بستر و.

په غزه کې پر یوه روغتون د اسراییل د برید له امله ۲۸ کسان ووژل شول

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۱

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، اسراییل یو وار بیا پر غزې هوايي برید کړی چې په ترڅ کې یې ۲۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سیمه‌ییزو سرچینو په حواله لیکلي، چې دا برید د سې‌شنبې په ورځ (د اپرېل ۱۳مه) په غزه کې د اروپايي ټولنې پر یوه روغتون شوی دی.

ورته مهال، د اسراییل پوځ ادعا کړې چې تر روغتون لاندې د حماس د قوماندې یو مرکز موقعیت درلود، خو سیمه‌ییزو سرچینو بیا دا ادعا رد کړې ده.

دا پېښه داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د خپل سفر په بهیر کې د غزې جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې د خبرواترو د پرمختګ هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې حماس تېره ورځ امریکایی-اسراییلی سرتېری ادان الکساندر خوشې کړ او د سور صلیب نړۍوالې کمېټې ته یې وسپاره، څو اسراییل ته یې ولېږدوي.

د یادونې ده، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې تراوسه له ۵۲ زرو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

طالبان او د بورکینافاسو سفیر د سوداګرۍ او کانونو د استخراج په تړاو وغږېدل

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۱

ځینو رسنیو د طالبانو له قوله لیکلي، چې په تهران کې د دغې ډلې سرپرست سفير د بورکینافاسو له استازي سره لیدلي او دواړو خواوو د کانونو د استخراج او سوداګريزو همکاريو په تړاو خبرې‌اترې کړې دي. د لوېديځې افریقا دغه هېواد د نویو سوداګريزو شریکانو د موندولو په هڅه کې دی.

د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، په تهران کې د طالبانو سفير فضل محمد حقاني د بورکینافاسو له سفير محمد کابورا سره د سوداګرۍ، د کانونو د استخراج او د مسلکي زده‌کړو ترڅنګ په یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.

طالبانو ویلي، چې دواړو سفیرانو ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د خصوصي سکټور پلاوی د افغانستان او بورکینافاسو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه سفرونه وکړي.

بورکینافاسو په تېرو څو کلونو کې د سخت دريځو وسله‌والو ډلو له فعالیتونو سره مخ هېواد بلل کېږي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، په دغه ۲۳ مېلیونه نفوس لرونکي هېواد کې ټر ټولو داعش او القاعده په ګډون څو نورې ترهګرې ډلې فعالې دي.

ډونالډ ټرمپ او احمد الشرع په سعودي عربستان کې سره ګوري

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۸ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ويلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع به د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۴مه) په سعودي عربستان کې سره ګوري. دغه چارواکي وویل: «ولسمشر موافقه کړې چې سبا په سعودي عربستان کې له احمد الشرع سره ګوري.»

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ پر سوریې د ټولو شته بندیزونو د لرې کېدو اعلان وکړ.

هغه وويل، چې امريکا له سوريې سره د اړيکو د عادي کولو لپاره لومړني ګامونه پورته کړي دي.

د ټرمپ په وینا، د سوریې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به په دې اوونۍ کې هم سره وګوري.

د یادولو ده، چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعدالشیباني بیا په دې برخه کې د سعودي عربستان له همکارۍ مننه کړې ده.

سوریه عربستان ته: مننه چې د امریکا د بندیزونو د لرې‌کېدو په برخه مو همکاري وکړه

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۱

تر هغه وروسته چې ډونالډ ټرمپ پر سوریې د بندیزونو د لرې‌کېدو اعلان وکړ، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسعدالشیباني په دې برخه کې د سعودي عربستان له همکارۍ مننه کړې ده.

ښاغلي شیباني د سې‌شنبې په ورځ (د اپرېل ۱۳مه) وویل، چې سعودي عربستان د امریکا د بندیزونو د لرې‌کېدو لپاره لار هواره کړې ده.

هغه وايي، چې د بنديزونو له لرې‌کېدو سره به د سوريې بيارغونه پيل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن په ریاض کې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته، پر سوریې بندیزونه ختموي.

نوموړي ویلي، چې امریکا له سوریې سره د اړیکو عادي کولو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د امریکا او سوریې د بهرنیو چارو وزیران به په دې اوونۍ کې وویني