سي‌اېن‌اېن: د «فارس خلیج» د نوم د بدلولو په اړه د ټرمپ برنامه لغوه شوه

سي‌اېن‌اېن شبکې د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله هغه برنامه لغوه کړه، چې غوښتل یې د «فارس خلیج» نوم «عربي خلیج» یا «د عربستان خلیج» ته واړوي.