• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، د کابل ښار په بره کي څلور لاره کې هوايي پُل جوړوي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو ښاروالي وايي، چې په بره کي څلور لارې کې هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک جوړوي. کابل ښاروالي وايي، چې دغه پروژه به په دوو کلونو کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

کابل ښاروالي وايي، چې د ښاري زیربناوو ریاست د ګڼه ګوڼې ستونزو ته د حل لارو موندلو په موخه د کابل ښار په بره کي څلور لارې کې د هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک جوړولو تخنیکي څېړنې ترسره کړې او ډیر ژر به یې عملي کار پیل کړي.

کابل ښاروالي دغه پروژه ډیره مهمه بللې او وايي، عملي چارې به یې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په راتلونکې اونۍ کې پیل شي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست رییس انجینر فایق احمد تسل وايي، د دهن باغ څلور لارې له لوري د پروان ۲ د څلورلارې پر لور د ۷۰۰ متره په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور، ۵.۵ مترو په لوړوالي او ۴۴۰ ستنو په درلودلو سره هوايي پُل او د نادریې لیسې د څلور لارې له خوا د ترافیک څلور لارې په لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، د ۲۰ مترو په سور، ۵.۵ مترو په ژوروالي او د ۲۲۵ ستنو په لرلو تر ځمکې لاندې سړک ډیزایین شوی دی.

د کابل ښاروالي مسوولینو دا نه دي ویلي، چې د یادې پروژې لپاره یې څومره پیسې ځانګړې کړې دي، خو وايي، یاده پروژه به د دوو کلونو په موده بشپړه شي.

ددې څلورلارې لپاره د تېر جمهوري نظام پرمهال ورته طرح جوړه شوې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان د خبریال حمید فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، خبریال حمید فرهادي دې سمدلاسه او بې له قید و شرطه خوشی شي.دغه سازمان د چارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي، حمید فرهادي کوم جرم نه دی کړی، د بیان ازادي او د بشري حقونو دفاع جرم نه دی.

حمید فرهادي په جلاوطنۍ کې له یوې ازادې ورځپاڼې سره همکاري لرله. نوموړی د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۳مه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا ونیول شو. نوموړی د سپټمبر په ۱۹مه، له دې پرته چې قانوني مدافع وکیل ته لاسرسی ولري، په دوه کاله بند محکوم شو.

پر هغه تور پورې دی، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه‌یې د خپلو ژورناليستي راپورونو له لارې "تبلیغات" خپاره کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، چې حمید فرهادي د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۸مه، پرته له دې چې کورنۍ یې خبره کړي، له پلچرخي زندان نه په ناڅاپي توګه بګرام زندان ته انتقال شوی. د هغه کورنۍ ته یوازې میاشت کې یو ځل د ۳۰ دقیقو لپاره د لیدو اجازه ورکول کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي، چې د بیان ازادي او د بشري حقونو دفاع جرم نه دی او د خبریالانو زنداني کول د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

بل‌خوا د افغانستان د ژورناليستانو مرکز (AFJC) تخار ولایت کې د دریو سیمه‌ییزو خبریالانو نیول غندلي او له طالبانو یې د سمدستي او بې‌قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې.

دا خبریالان، د اریانا نیوز ټلوېزیون خبریال نصرت‌الله ابراهیمي او له هغه سره دوه ازاد خبریالان، منیر هدف او اسدالله تیمور دي. دوی د ۲۰۲۵ کال د می په ۵مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې ونیول شول.

د افغانستان د ژورناليستانو مرکز د شمېرو له مخې، دا مهال لږ تر لږه ۱۰ خبریالان په ټول هېواد کې نیول شوي دي.

په کازان فورم کې د ګډون په موخه؛ د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی تاتارستان ته رسېدلی

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په کازان ناسته کې د ګډون په موخه تاتارستان ته رسېدلی.

یاد پلاوی هلته د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تللی، چې د سیمې او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو اقتصادي استازي او چارواکي پکې ګډون کوي.

د کازان نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال، له طالب پلاوي د تاتارستان جمهوریت د رهبر د مرستیال له‌خوا هرکلی شوی.

دغه سفر داسې مهال کیږي، چې د فورم په څنډه کې د نورو هېوادونو د بیرغونو ترڅنګ د طالبانو بیرغ هم اېښودل شوی.

دا له تور لېست نه د طالبانو له نوم اېستلو وروسته لومړی ځل دی، چې د طالبانو بیرغ په یوه رسمي غونډه کې راڅرګندیږي.

ایران د شیراز په مرکزي زندان کې یو افغان په دار راوځړاوه

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو سازمان رپوټ ورکړی چې د ایران د شیراز په مرکزي زندان کې درې بندیان، چې یو افغان هم پکې شامل دی، اعدام شوي دي. دغه بندیان مخکې د ایران د قضایي سیسټم له خوا د «عمدي قتل» په تور په جلا جلا دوسیو کې په اعدام محکوم شوي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان د چارشنبې په ورځ، د غويي۲۴مه ویلي، چې د ایران قضایي مسوولانود شیراز په مرکزي زندان کې یوه ښځه او دوه نارینه اعدام کړي دي.

دغه سازمان افغان بندي د اسرار اماني په نوم ښودلی، چې ۳۰ کاله عمر لري.

د یاد سازمان د رپوټ له مخې، مهتاب امیري، چې د شیراز اوسیدونکې ده او علی ابوالحسیني، چې ۳۲ کاله عمر لري او د ابادان اوسیدونکی دی، هم په دغه زندان کې اعدام شوي دي.

د ایران رسمي سرچینو او رسنیو د دې بندیانو د اعدام په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو، چې له ایران نه بهر فعالیت کوي، مخکې ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ایران کې د افغان زندانیانو اعدامونه زیات شوي دي.

د دې سازمانونو په وینا، د تېر کال په ترڅ کې په ایران کې له۸۰ زیات افغان بندیان اعدام شوي دي.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت د ټولنیزو رسنیو فعالان وګواښل

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، د دیني ارزښتونو خلاف د فکري انحراف، توهین او قومي تعصب لپاره د رسنیو استفاده کول جرم دي. دغه وزارت ویلي، چې د ټیک ټاک ځینې هغه فعالان یې نیولي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې «غیر مشروع» او ناسم فعالیتونه ترسره کول.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې ټولنیزي رسنۍ باید د زده کړو، موثق خبر، مشروع کاروبار او اسانۍ لپاره وکارول شي.

نوموړي پر خپل اېکس لیکلي:« د فکري انحراف، توهین او تحقیر، قومي تعصب او دیني ارزښتونو سره په تکر کې د رسنیو استفاده کول قانوناً جرم دی.»

نوموړي خبرداری ورکړی او وايي، هیڅ بنسټ او شخص لپاره اجازه نشته چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د قانون خلاف فعالیت وکړي.

سیف الاسلام ویلي، چې د ټیک ټاک یو شمېر هغه فعالان یې نیولي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې «غیر مشروع» او ناسم فعالیت کاوه، خو نوموړي د نیول شویو کسانو نومونه او شمېر نه دی په ډاګه کړی.

دطالبانو د امر بالمعروف وزارت په داسې حال کې د ټیک ټاک فعالانو د نیولو خبر ورکړی، چې تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي وو، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبانو په بغلان ولایت کې د ټیک ټاک فعال شېرعلي مبارز نیولی او بندې کړی دی.

له دې وړاندې دې ډلې خپل یو مبلغ جنرال مبین هم نیولی دی.

څه موده وړاندې د طالبانو د امربالمعروف رياست د ټولنیزو رسنیو ټولو فعالانو ته خبرداری ورکړی و، چې ټولنیزې رسنۍ يې په جدي توګه تعقیبيږي او «د عقيدې، فکر او ټولنیز روان د تخریب» مخنیوی کوي.

مرستې کمې او اړتیاوې ډېرې؛ اوچا یوازې د افغانستان ۱۴۵ ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړی

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتراوچا ویلي، چې په افغانستان کې یې د بشري عملیاتو بودجه په پراخه کچه راکمه کړې ده. د دغه بدلون له امله له ۴۰۱ ولسوالیو یوازې ۱۴۵ولسوالۍ د مرستو د وېش د لومړیتوب ساحې ګڼل شوې دي.

اوچاویلي، هڅې اوس یوازې د هغو ۱۲،۵میلیونه وګړو پر ملاتړ متمرکزې دي چې تر ټولو سختو بشري شرایطو کې ژوند کوي.

دغه اداره وايي، د اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره ۱،۶۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، خو د ۲۰۲۵کال لپاره ټولیزه اړتیا ۲،۴۲ میلیارده ډالر اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې مرستې په ځانګړي ډول د امریکا له لوري کمې شوې او له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو شړلو بشري وضعیت ناورین نور هم ژور کړی دی.