• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل پوځ: د حوثیانو له‌خوا توغول شوی توغندی مو شنډ کړی

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د اسراییل پوځ وایي، چې تېر ماښام ناوخته یې له یمن څخه د دغه هېواد پر لور د حوثيانو توغول شوی توغندی شنډ کړی دی. د رویټر د راپور له مخې، د یمن حوثیانو، چې ویل کیږي د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

په راپور کې راغلي، چې د توغندي د توغولو پر وخت د اسراییل په ډیری سیمو کې د سایرن غږونه هم اورېدل شوي دي.

بلخوا د حوثيانو پوځي ویاند یحیی سریع د دغه برید په منلو سره ویلي، چې دوی تل ابیب ته نږدې د بن ګوریون په هوايي ډګر یو هایپرسونیک بالستیک توغندی توغولی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ریاض ته د ټرمپ سفر؛ ټرمپ، بن سلمان او ماسک لنډې خبرې اترې سره کړي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ، محمد بن سلمان او ایلن ماسک په سعودي عربستان کې د امریکا د ولسمشر د هرکلي په مراسمو کې له یو بل سره لنډې خبرې اترې وکړې.

عربي رسنیو هم راپور ورکړی، چې لسګونه امریکایي او سعودي سوداګر به د سې شنبې په ورځ په شاهي دربار کې د ټرمپ د ریاض د سفر په مناسبت په "سوداګریزه غرمنۍ" کې ګډون وکړي.

دا پروګرام به د سعودي عربستان د ولیعهد په کوربه‌توب ترسره شي.

د ګډونوالو د لېست له مخې، د ریاض شاهي دربار به د شاوخوا ۲۵۰کسان کوربه‌توب وکړي، چې دا د متحده ایالاتو او سعودي عربستان ترمنځ د سوداګریزو تړونونو او پراخې همکارۍ لپاره د ټرمپ لومړیتوب په ګوته کوي.

امریکا پر عربي اماراتو د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پلوري

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۱

ابوظبي ته د ډونالډ ټرمپ د سفر په درشل کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر متحده عربي اماراتو یې د ۱.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزاتو او الوتکو د خرڅلاو اجازه یې صادره کړې ده.

دغه خلیج هېواد ته وړاندیز شوي پلور کې شپږ بوینګ CH-47 چینوک هلیکوپټرې او نور پوځي تجهیزات شامل دي، چې ارزښت یې ۱.۳۲ میلیارده ډالره دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نظامي چارو ادارې په وینا، دا خرڅلاو به د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي: «متحده عربي امارات به دا تجهیزات د لټون او ژغورنې عملیاتو، طبیعي پیښو سره د مرستې، بشري ملاتړ او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وکاروي.»

امریکایي چارواکو زیاته کړه: «متحده عربي امارات په منځني ختیځ کې د سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم ملګری دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته خپل سفر پیل کړ.

د کردانو ډله «پي کې کې» وايي، وسلې پر ځمکه ږدي او منحل کېږي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۰:۰۳ GMT+۱

د کردانو ډلې «پي کې کې» چې د ترکیې حکومت پر وړاندې یې له ۴۰ کلونو راهیسې مبارزه کړې، اعلان کړی چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او منحل کېږي.

د ترکي تلویزون ټي ار ټي د راپور له مخې؛ دغه اقدام د دغې ډلې د زنداني مشر عبدالله اوجلان له‌خوا د دغه سازمان د منحل کېدو له غوښتنې وروسته وشو.

دغه ډله په ترکیه، اروپايي ټولنه، انګلستان او امریکا کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.

دغې ډلې د خپلې مبارزې په پیل کې د کردانو لپاره د یوه خپلواک هېواد د جوړولو موخه لرله، چې د ترکیې د نفوس شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.

د ازبکستان یوه کرنیزه مرستندویه جوپه بلخ ته رسېدلې

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د ازبکستان هېواد له لوري د مرسته شویو کرنیزو توکو یوه جوپه بلخ ولایت ته رسېدلې او په حیرتان بندر کې طالبانو ته سپارل شوې ده.

دغه وزارت په یوه خپور کړي خبر کې ویلي، چې دغه مرستندویه جوپه نن په حیرتان بندر کې د ازبک چارواکو له‌خوا د یاد وزارت مسوولینو ته سپارل شوې ده.

د ازبکستان هېواد له لوري په رارسېدلې دغه جوپه کې چې له ۲۰ ټنو ډېره ده؛ د اصلاح شویو تخمونو په ګډون نور کرنیز توکي هم شامل دي.

د دغه وزارت د غلو دانو برخې مشر مصباح الدین مستعین ویلي، ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې ازبکستان د افغانستان سره د ګرنیزو ماشینونو په برخه کې هم مرسته وکړي.

ولادیمیر زېلېنسکي: د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د ولادیمیر پوتین انتظار کوم

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۱

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ولادیمیر زېلېنسکي ته د پوتین د مستقیمو خبرو د وړاندیز د منلو سپارښتنه وکړه، د اوکراین ولسمشر وویل چې هغه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د کریملین له مشر ولادیمیر پوتین سره د لیدو موافقه وکړي.

پوتین هم د شپې مهال یوه ټلویزیوني وینا کې د دې وړاندیز وکړ، چې روسیه او اوکراین باید د مې میاشتې په ۱۵مه د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې مستقیمې خبرې وکړي.

خو دا روښانه نه ده، چې پوتین به پخپله شخصاً حاضر شي او که نه.

زېلېنسکي په خپل اېکس کې لیکلي: «زه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د پوتین انتظار کوم. هیله لرم دا ځل روسان پلمې و نه لټوي.»

دا وړاندیز څو ساعته وروسته له هغې وشو، چې د اروپا لویو قدرتونو د شنبې په ورځ له پوتین څخه وغوښتل، چې پرته له قید و شرطه دې ۳۰ ورځنی اوربند ومني، که نه نو له "سترو" بندیزونو سره به مخ شي.

دا دریځ په اوکراین کې د ټرمپ استازي، کیت کیلګ هم د یکشنبې په ورځ تایید کړ.

زېلېنسکي هم ویلي و، چې اوکراین خبرو ته چمتو دی، خو یوازې هغه مهال چې مسکو د ۳۰ ورځني اوربند سره موافقه وکړي.