• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د مرستو کمېدو د میلیونونو ناروغو مېندو او ماشومانو ژوند ګواښلی دی

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۰۵:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي اې) اندېښنه ښودلې، چې د امریکا له لوري د مرستو بندیدو له کبله دوی په افغانستان کې د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي، چې له امله یې د میلیونونو ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شوی.

انډرو سابرټون چې د یاد سازمان مرستیال اجرایي مشر دی له کابل، بامیانو او ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د روغتیايي مرکزونو تر لیدنې وروسته په نیویارک کې خبریالانو ته خبرداری ورکړ چې د دوې بودجې کمښت پایلې به خورا «ورانوونکې» وي.

هغه وویل: «ما د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د سترې بودجې د کمښت ویجاړوونکي اغېزې له نږدې ولیدې. دا یو داسې انساني ناورین دی، چې کېدای شي له نړۍوالو رسنیو پټ پاتې وي، خو لا هم د نړۍ له تر ټولو ستر بشري کړکېچونو څخه ګڼل کېږي.»

په دې سفر کې سابرتون له داسې مېرمنو سره مخ شوی، چې له خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو سره یې روغتیايي مرکزونو ته د رسېدو لپاره یې ساعتونه ساعتونه په پښو مزل کړی و. همداراز، نوموړي له هغو روغتیایي کارکوونکو سره هم کتلي، چې له سختو ننګوونو سره سره د طالبانو تر واک لاندې په لرې پرتو سیمو کې فعالیتونه کوي.

د بودجې قطع کېدل

د امریکا متحده ایالتونو ویلي، چې له (UNFPA) سره به خپلې «۳۳۰ میلیونه ډالري» مرستې ودروي، چې له دې ډلې ۱۰۲ میلیونه ډالر په مستقیمه توګه افغانستان کې د دې ادارې فعالیتونه اغېزمن کړي او له کبله یې روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی محدود شوی دی.

یاد سازمان وايي،‌ د دې مرستو ډېره برخه د کورنۍ روغتیايي خدمتونو او ګرځنده طبي ټیمونو لپاره ځانګړې شوې وه.

دغه خدمتونو د میندو د مړینې کچې د مخنېوي په برخه کې خورا مهم بلل شوي، ځکه په لرې پرتو سیمو کې دا کچه خورا لوړه ده.

د دغو مرستو رول د رواني مرستو او ټولنیزو خدمتونو په برابرولو کې هم مهم بلل شوی.

سابرټون وایي، نږدې ۶.۹ میلیونه افغان ښځې او ماشومان به د دې بودیجې د کمښت له امله زیان وويني. که د مرستو یاد بندیز دوام وکړي، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق به اوس مهال له تمویلیدونکو «۹۰۰ روغتیایي مرکزونو» شمېر «۴۰۰» ته راټیټ کړي. 

سره له دې چې د بودجې کمښت یوه لویه ننګونه بلل کېږي، خو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مرستیال ټینګار کړی، چې په افغانستان کې به خپل فعالیتونه نه دروي او خپلو خدمتونو ته به دوام ورکړي.

سابرټون زیاته کړه: «موږ هلته پاتې کېږو، تر څو خلکو ته خدمت وکړو، خو له مرستې پرته نشو کولی خپل غبرګون ته دوام ورکړو. موږ سملاسي ملاتړ ته اړتیا لرو، څو دا خدمتونه روان وساتو او د افغان ښځو، میندو او ماشومانو درناوی، روغتیا او ژوند وساتو.»

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې افغانستان لا هم له بېلابېلو کړکېچونو لکه بېوزلۍ، خوارځواکۍ، د ښځو پر حقونو سختو بندیزونو او د روغتیايي نظام له نړېدو سره مخ دی.

تر دې مخکې د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه راپور کې اندېښنه ښودلې وه، چې د افغانستان روغتیايي سکټور د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او طالبان د دغه ناورین د مخنېوي لپاره کومه ځانګړې تګلاره نه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، د ټولو دولتي کارکوونکو د «صورت او سیرت» اصلاح کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۱

د‌ طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت چارواکو ویلي، چې د طالبانو حکومت په ادارو کې یې د کارکوونکو د «عقیدې او عملونو» جوړولو لپاره په کار بوخت دي.

د یاد وزارت د دعوت او ارشاد لوی ریاست مشر مولوي شریف الله حقاني وایي، د طالبانو په دولتي ادارو کې د دوی اړونده ریاستونه په دې بوخت دي، چې د کارکوونکو «دیني کمزورۍ» ختمې کړي.

هغه وویل: «اینده کې امید دی چې په نور کار هم ډېر شي، څو زمونږ د پرسونل اصلاح او ښه تربیه وشي.»

نوموړي زیاته کړې، چې له دې چارې یې موخه دا ده، څو د طالبانو دولتي کارکوونکي د دغې ډلې له نظام سره تړلي پاتې شي او د «اسلامي ارزښتونو» پالنه په عقیدوي توګه وکړي.

د طالبانو دغه ریاست تر دې وړاندې د دغې ډلې دولتي ادارو ته امر کړی و، چې یو تن دې د «دولتي دندې تر څنګ د امامت» مسوولیت هم واخلي او دا لارښوونې یې په ټولو دولتي ادارو کې پلي کړي هم دي.

هم مهاله راپورونو په ډاګه کړې چې طالبانو په ټولو دولتي کارکوونکو د «ږیرو پرېښودل» جبري کړي او د دندې پر مهال ورته سپارښتنې شوي چې لمونځونه په «جمعه» وکړي. طالبانو له خپلو دولتي‌ کارکوونکو په تېر کې د دیني علومو ازموینې هم اخیستي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت په ټول افغانستان کې د «سیرت او صورت» د جوړیدو په نوم د دولتي کارکوونکو فزیکي وضعیت تر څنګ د هغوی فکري ارزونه کوي.

د دغو سختدریځو تګلارو له کبله د پخواني جمهوري نظام ځینو سرتېرو دندې پرېښې او ځینې بیا د دغه ډلې له لوري ګوښه شوي دي.

د دې تر څنګ د طالبانو محتسبانو په یو شمېر ولایتونو کې ان د نادولتي موسساتو کارکوونکي هم اړ کړي چې د دوی د تګلارې له مخې باید «ږیرې پرېږدي» او سرتور سرونه ونه ګرځي.

امرالله صالح امریکايي سناتور ته: طالبانو سره مالي مرسته د هر ډول اخلاقو خلاف عمل دی

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د مخکني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، چې له طالبانو سره د امریکا له لوري د مرستې ترسره کول د هر ډول اخلاقونو خلاف کار دی.

هغه دا څرګندونې د (غوایي ۲۵مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوه امریکايي سناتور «ډریو مک اېون» د هغه لیک په ځواب کې کړې، چې ده ته یې استولی دی.

یاد سناتور صالح ته لیکلي، چې د امریکا په سنا مجلس کې طالبانو ته د لېږل کیدونکو «نغدي کڅوړو خلاف» یې خپلې هڅې جاري ساتلې او هڅه کوي چې پر طالبانو دا مرستې ودرول شي.

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام مرستیال وزیر له دغه امریکایي سناتور څخه د مننې تر څنګ زیاته کړې، چې امریکا په «غلي ډول» میلیاردونه ډالر طالبانو ته استولي دي.

هغه لیکلي: «د دغو مرستو د لېږلو لپاره په هېڅ ژبه او کلتور کې توجیه نشته. که بیا هم وي هغه به یو ډېره ناولې او بوینه توجیه وي.»

دغه پخواني افغان چارواکي له دې وړاندې هم د امریکا له لوري طالبانو ته په اونیز ډول «د څلوېښت میلونه ډالرو نغدي کڅوړو لېږد» په تړاو نیوکې کړې او د ډونالډ ټرمپ له حکومته یې غوښتي وو، چې په دې پرېکړه کې د جوبایډن ادارې ښکېل کارکوونکي دې تر عدلي څار لاندې ونېسي.

یو شمېر امریکايي بنسټونو هم د متحده ایالتونو په دغو مرستو توندې نیوکې کړې وې او ان اندېښنې یې ښودلې وې چې د دغه نغدي کڅوړو یوه برخه د القاعده شبکې په ګډون د یو شمېر نورو ترهګرو ډلو لاسونو ته ورغلې دي.

د امریکا پر حکومت یو شمېر څارونکو موسساتو اندېښنه ښودلې وه چې طالبانو دغو مرستو ته د لاسرسي لپاره ان جعلي نادولتي موسسات جوړ کړي دي.

د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه، چې طالبانو ته «لېږدیدونکې کې دغه نغدي مرستې» به ودروي،‌ خو راپورنو څرګندنه کړې چې د هغه له دویم ځل واکمنۍ د میاشتو په تېرېدو سره طالبان لا هم له دغو «کڅوړو برخمن» دي.

یوراسیانت: د طالبانو او تاجکستان ترمنځ اړیکې ورو ورو ښه کېږي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۱

د یوراسیانت په نوم تحلیلي ويب پاڼې په یوه راپور کې د طالبانو او تاجکستان ترمنځ اړيکې څېړلې او لیکلي يې دي، چې دواړه خواوې په احتیاط خپلې اړيکې ښه کوي. د دې رسنۍ په وینا، طالبانو د تاجکستان د ولسمشر امامعلي رحمان د حکومت مخالف مشر په بلنې سره هڅه کړې چې پر دوشنبه فشار وارد کړي.

د طالبانو او تاجکستان اړیکې له درېیو لسیزو راهیسې ترینګلې دي.

تاجکستان د طالبانو له مخالفینو ملاتړ کړی او هغوی ته یې پناه ورکړې ده؛ خو یوراسیانت لیکي چې تاجکستان د امنیتي او اقتصادي دلایلو له امله اوس له طالبانو سره تعامل ته مخه کړې ده.

د جرمني د رګنزبورګ پوهنتون یو څېړونکی میلاني سدوزی وايي: «د دوه اړخیزو غونډو عامه ماهیت او د طالبانو په وړاندې د تاجک چارواکو له خوا د سختو بیانونو بندول مهم او مثبت بدلونونه دي.»

د طالب چارواکو له خوا له تاجکستان سره د همکارۍ په اړه څرګندونې تېر کال په اوړي کې کابل ته د تاجک پلاوي سفر او د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر څخه د سرحدي بازارونو بیا پرانېستل د اړیکو د ښه والي نښې نښانې يادي شوي دي.

په ورته وخت کې د همدې راپور له مخي، دواړو خواوو اړيکې لا هم له ځينو تضادونو سره مخ دي.

تاجکستان طالبان یوه افراطي ډله ګڼي او د دوی له مخالفینو ملاتړ کوي، په ورته وخت کې بیا طالبان د تاجکستان د جماعت انصارالله افراطي ډلې ملاتړ کوي.

یوراسیانت د تاجک ولسمشر امامعلي رحمان د یوه مطرح منتقد شرف الدین ګاډوېف د کابل سفر ته په اشاره لیکلي: «د ګاډوېف سفر او په یوه ټلویزیونې مرکه کې د هغه سختې څرګندونې، چې پر مهال يې رحمان د یو دیکتاتور او د هغه حکومت د مافیا سره پرتله کړ د طالبانو دوه ګونې لوبه ښيي.»

سدوزی په دې باور دی، چې طالبانو ګاډوېف ته په بلنې ورکولو سره له تاجکستان سره د خپلو اړیکو د اغېزمنولو لپاره نفوذ رامنځته کړی دی.

د راپور له مخې، تاجکستان یو نازک توازن ساتلی دی: له یوې خوا له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې په ځانګړې توګه د برېښنا صادراتو له لارې پراخوي؛ خو د سیاسي ملاحظاتو له امله د طالبانو له رسمیت پېژندلو څخه ډډه کوي..

سدوزي ټینګار وکړ، چې د تاجکستان له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل «ډېر ناشونی دی.»

یوراسیانت همدا راز باور لري، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو بندول کولی شي د طالبانو وړتیا د تاجکستان د وارداتي برېښنا د پیسو په ورکولو کې کمه کړي.

د دې تر څنګ د لوېدیځ د امنیتي مرستو د احتمالي بندېدو په اړه د تاجکستان اندېښنې ممکن د دواړو خواوو د نږدې کېدو مخه ونیسي..

طالبان: په خوست کې د کوارسو لوی کان کشف شوی

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۲۳:۲۵ GMT+۱

د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند وایي، چې د دغه ولایت د «شمل دوه منده ولسوالۍ» په اړوند سیمه کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی.

مستغفر ګربز زیاته کړې، دا کان د طبیعي زېرمو له مهمو ډولونو څخه شمېرل کېږي او د لومړي ځل لپاره په دغه سیمه کې تثبیت شوی دی.

په بیان کې راغلي: «کوارس د الماني ژبې له Quaetz کلیمې نه اخیستل شوی چې یو سخت او قوي منرال دی. دا ډبره بېلابېل رنګونه لري او په بازار کې یې خلک د کرسټال، بلور یا یخک په نومونو هم پېژني.»

د یادونې ده، چې ډېری وخت پر طالبانو نیوکې کېږي چې دغه کانونه په نامسلکي توګه راباسي او تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.

همداراز، پر دې ډلې تور دی چې د افغانستان د کاني زېرمو په اېستلو کې پراخ فساد کوي.

طالبانو د کابل پوهنتون ۲۶۴ استادان او اداري کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې له دولتي ادارو نه د علمي کادرونو د ګوښه‌کېدو پر دوام، د کابل پوهنتون سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې یادې ډلې د دغه پوهنتون لسګونه نارینه او ښځینه استادان ګوښه کړي دي. د سرچینو په وینا، ډېری ګوښه شوي کسان ښځې دي.

دغو سرچینو چې خپله یې هم دندې له لاسه ورکړي، وايي چې د افغانستان له ټولو پوهنتونونو نه استادان ګوښه شوي دي.

ظاهراً، طالبانو د هغوی بستونه تنقیص کړي او پروفیسورانو او کارمندانو ته یې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو په نورو برخو کې د کار کولو فرصت نه دی ورکړی.
سرچینې زیاتوي، چې دوی د واټس‌اپ په یوه ګروپ کې د ګوښه شویو کسانو نوملړ لیدلی، چې په‌کې د کابل پوهنتون ۲۶۴ استادان او اداري کارکوونکي شاملېږي.

د سرچینو په خبره، په ګوښه شویو کسانو کې ۱۷۰ تنه یې استادان دي او په دوی کې شاوخوا ۷۰ کسان یې ښځې دي.په دغه نوملړ کې د کابل پوهنتون یو مشهور استاد احمدضیا رفعت هم شامل دی.
طالبانو تر اوسه د پوهنتون د ګوښه‌شویو کارکوونکو او استادانو کره شمېر نه دی اعلان کړی، چې له امله یې په خپلواکه توګه د دې شمېرو تایید ستونزمن شوی دی.

د دې ترڅنګ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې طالبانو د هلمند پوهنتون ۴۰ استادان له دندو ګوښه کړي دي.

د سرچینو په وینا، د هلمند پوهنتون یو شمېر استادانو ته د پوهنتون د ادارې له‌خوا خبر ورکړل شوی چې نور یې په پوهنتون کې دنده پای ته رسېدلې ده.

طالبانو په تېرو څو ورځو کې د کابل ننګرهار، خوست، پکتیا، بدخشان او بامیان له پوهنتونونو نه سلګونه استادان او اداري کارکوونکي د «تنقیص» په نوم له دندو ګوښه کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک شکل روان دی او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري..

د طالبانو له‌خوا پر مدرسې د پوهنتون د بدلېدو روان بهیر د افغان اکاډمیکو شخصیتونو، محصلانو او استادانو ترمنځ پراخې اندېښنې راپاورلي دي.

په افغانستان کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربه‌لرونکو استادانو د ګوښه‌کېدو بهیر داسې مهال روان دی، چې هېواد تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري..