طالبانو په بامیان او غزني ولایتونو کې شپږ تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په بامیان او غزني ولایتونو کې یې د «زنا، غلا، نامشروع اړیکو او لواطت» په تور شپږ کسان د خلکو د سترګو پر وړاندې په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په بامیان او غزني ولایتونو کې یې د «زنا، غلا، نامشروع اړیکو او لواطت» په تور شپږ کسان د خلکو د سترګو پر وړاندې په درو وهلي دي.
دغې محکمې تېر ماښام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بامیان ولایت کې څلور تنه د «زنا، غلا او نامشروع اړیکو» په تور په درو وهلي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د جزا دیوان یو تورن کس ته د شپږ میاشتیني تنفیذی بند او ۳۵ درو جزا، دویم تورن کس ته یو کلن تنفیذي بند او د ۳۵درو سزا، درېیم تورن کس ته د شپږ میاشتني تنفیذي بند او ۳۵درو جزا او څلورم تورن کس ته یې بیا د دوو میاشتو تنفیذي بند او ۳۵ درو سزا ورکړې ده.د دغې محکمې په یوې بلې خپرپاڼه کې چې نن خپره شوې راغلي، چې په غزني ولایت کې یې د «لواطت» دوو تورنو کسانو ته سزا ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ ابتدایه محکمې یو تورن کس ته د یو کلن تنفیذي بند او ۳۰ درو سزا او دویم تورن کس ته بیا د درېیو میاشتو تنفیذي بند او ۳۰ درو سزا ورکړې ده.


د طالبانو په حکومت کې مشهوره استخبارتي څېره ډاکټر بشیر چې وخت ناوخت د طالبانو ترمنځ په جنجالي څېره بدل شوی دی او تازه نا تایید شوي راپورونه وايي، چې نوموړی د دغې ډلې د مشر ملا هبتالله په امر له دندې ګوښه شوی خو دا خبر لا کره نه دی.
هغه ته د طالبانو د استخباراتو په لوی ریاست کې د جاسوسۍ ضد ریاست مشري ور ترغاړې وه.
نوموړی تر دې دندې مخکې د ننګرهار د استخباراتو رییس و او پرې تورونه دي، چې د داعش په نوم یې د «سلفیانو» مشران وژل.
د مخکني جمهوري حکومت د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ بیا وايي، چې د سلفیانو د وژل کیدو دغه لړۍ د طالبانو او امریکا ترمنځ د «دوحې تړون» یوه برخه وه.
د ښاغلي اندړ په خبره، نوموړي دغه وژنې د طالب مشرانو په لارښوونو کولې او اوس یې له دې کبله له دندې ګوښه کړی، چې ګوندې دا چاره د ډاکټر بشیر شخصي کړنه وبولي او مسوولیت یې یوازې د هغه پر غاړه واچوي.
هغه زیاتوي: «ډاکټر بشیر په ډیر ویاړ اهل حدیث علما د داعش په نامه په مرموز ډول ووژل.»
ډاکټر بشیر څوک دی؟
ډاکټر بشیر اصلآ د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه د دیني زده کړو تر څنګ د ننګرهار پوهنتون له انجینرۍ پوهنځي څخه هم د فراغت سند لري.
نوموړي د طالبانو په لیکو کې د مخکني جمهوري نظام پر مهال د داعش خلاف په کوټ، اچین او پچیراګام ولسوالیو کې جګړې هم کړې دي.
پر نوموړي همدا راز تورونه دي، چې د طالبانو په واکمن کیدو سره یې په ننګرهار کې د استخباراتو رییس په توګه د دندې پر مهال خپل ځینې کلیوال د شخصي تربګنیو له کبله ځورولي او وژلي دي.
د افغانستان د مخکني حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر ویلي، چې نوموړی د طالبانو د عمومي مشر ملا عبدالحق وثیق ته له خورا نږدې کسانو څخه یو دی.
د امرالله صالح په مشرۍ یاد خوځښت ادعا کړې، چې ډاکټر بشیر په ننګرهار کې د القاعده شبکې د ځینو غړو ملاتړ او ساتنه هم کړې ده.
د پاکستان ضد دریځ
ډاکټر بشیر د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې چې د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ لومړنۍ میاشتې وې له پاکستاني پوله ساتو سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه په څو ځله مخامخ لفظي شخړې وکړې چې خبره تر ټوپک لا ورسیده خو له پسه پرې امر وشو، چې له دغه کاره تیر شي.
نوموړی هغه مهال د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې ته تللی و او پاکستاني پوځیانو ته یې ګواښ کړی و، چې په سیمه کې نوې پوسته جوړې نه کړي.
د طالبانو د پلویانو له لوري په خواله رسنیو کې په خپره شوې یوه ویډیو کې هغه پاکستاني عسکرو ته وایي: «دلته به نه راځئ، پوسته به نه جوړئ، ګوره زه ستاسو جنګ ته دومره خوشالېږم لکه یهودو سره چې جنګ کوم.»
د هغه دا څرګندونې د طالبانو له لوري د «الله اکبر» په غږونو بدرګه شوې. هغه په وار وار د پاکستان ضد څرګندونې کړي او له یاد هېواد سره یې هر ډول جګړې ته چمتووالی ښودلی و.
د ننګرهار کانال له وینو ډکې اوبه
په سیمه کې باوري سرچینې وايي، په ننګرهار کې د ډاکټر بشیر د دندې پر مهال هره ورځ د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه د ننګرهار کانال په اوبو کې د ناپېژانده کسانو جسدونه موندل کیدل. ان ځینې جسدونه به د ننګرهار کانال د باغونو په ونو کې د «دار په ډول ځړول» شوي وو.
د بي بي سي انګریزي څانګې موندنو ښودلې چې د دغو ځینو جسدونو په جیبونو کې به لیکونه هم اچول شوي او په کې به لیکل شوي وو، چې د «داعش سره د اړیکو» په تور د وژل کیدونکو کسانو انجام به دغه ډول وي.
د راپورونو له مخې په دغو ناپېژانده جسدونو کې ډېری هغه یې د «سلفي» دیني عالمانو وو چې د «داعش په نامه» وژل شوي وو.
د مخکني جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست او د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاه خېل څه موده وړاندې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په خبرو کې ویلي و، چې د «سلفي مذهب» پېروي کول هېڅکله د داعش سره د اړیکو په معنا نه ده.
د ډاکټر بشیر او طالبانو د سختو تګلارو له کبله د سلفي دیني عالمانو مدرسې هم تر بل هر وخته محدودې شوې.
د دغه مذهب پیروانو په جلال اباد ښار کې خپل تبلیغاتي فعالیتونه هم بند کړل او ان د دغه مذهب یو شمېر ملاتړ کوونکو پښتونخوا ته کډې بار کړې.

ډېپلوماټ مجلې په خپره کړې مقاله کې ویلي، د ډیلي او اسلام اباد ترمنځ د رامنځته شویو شخړو له امله د افغانستان او هند ترمنځ د پاکستان له لارې ترسره کیدونکې سوداګري سخته زیانمنه شوې ده. مقاله کې اشاره شوې، چې دغې مسلې طالبان او افغان سوداګر اندېښمن کړي دي.
مقاله کې ویل شوي، چې د یادو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پاکستان په بندرونو ولاړه ده او د دغو لارو بندیدو د طالبانو په ګډون افغان سوداګر مجبوري کړي، څو بدیلې لارې ولټوي.
د هند-پاکستان ترمنځ د «د مئ په اومه» نېټه شخړې رامنځته شوې چې اصلي لامل یې د اپرېل په میاشت کې د وسله والو د یوې ډلې له لوري د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د «۲۶سېلانیانو وژل» کیدل وو.
تر دې پېښې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې وتړل شوې او له همدې امله د افغان سوداګرو «۱۵۰ باروړونکي» موټرې چې هند ته یې سوداګري توکي لېږدول بندې پاتې شوې.
په دغو توکو کې ډېری یې وچې مېوې وې او تر بندیز وروسته هندي رسنیو راپورونه ورکړل، چې په یاد هېواد کې د دغو مېوو بیې هم لوړې شوې دي.
مقاله کاږي که څه هم پاکستان د افغان سوداګرو دغو توکو ته د لېږد اجازه ورکړه، خو هند بیا هم د واګه بندر له لارې یاد شمېر موټرې خپل هېواد ته پرېنښودې.
افغانستان چې له هند سره د سوداګرۍ لپاره ډېره تکیه په پاکستاني لارو کوي، د پولې له بندېدو سره، د صادراتو اساسي لاره بنده شوه.
همداراز پاکستان د افغانستان لپاره د کراچۍ او ګوادر بندرونه هم وتړل، چې دا بندرونه د افغانستان-پاکستان د ټرانزېټي هوکړې (APTTA) له مخې د افغان صادراتو او وارداتو لپاره کارېدل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، دغه حالت د هېواد صادراتو ته دروند زیان اړولی.
خان جان الکوزی، چې د یادې خونې د مدیره پلاوي غړی دی ویلي: «موږ له دواړو حکومتونو، پاکستان او هند، غواړو چې د ټرانزیټ او سوداګرۍ موضوعات له سیاسي او امنیتي اختلافاتو جلا وساتي.»
طالبانو هم دغه کړکېچ ته اندېښنه ښودلې وه. د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ویلي و: «زموږ ډېری اړین توکي د واګه له لارې واردېږي او دې مسلې زموږ صادرات او واردات له هند سره سخت اغېزمن کړي دي.»
ډېپلوماټ په پای کې کاږي، د هند او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ افغان سوداګرو ته اشاره ورکړه، چې د پاکستان له لارې هند ته لېږدول کېدونکي توکي یې پر دغو لارو هر وخت له ناڅاپي لویو زیانونو سره مخ کیدلای شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي اې) اندېښنه ښودلې، چې د امریکا له لوري د مرستو بندیدو له کبله دوی په افغانستان کې د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي، چې له امله یې د میلیونونو ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شوی.
انډرو سابرټون چې د یاد سازمان مرستیال اجرایي مشر دی له کابل، بامیانو او ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د روغتیايي مرکزونو تر لیدنې وروسته په نیویارک کې خبریالانو ته خبرداری ورکړ چې د دوې بودجې کمښت پایلې به خورا «ورانوونکې» وي.
هغه وویل: «ما د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د سترې بودجې د کمښت ویجاړوونکي اغېزې له نږدې ولیدې. دا یو داسې انساني ناورین دی، چې کېدای شي له نړۍوالو رسنیو پټ پاتې وي، خو لا هم د نړۍ له تر ټولو ستر بشري کړکېچونو څخه ګڼل کېږي.»
په دې سفر کې سابرتون له داسې مېرمنو سره مخ شوی، چې له خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو سره یې روغتیايي مرکزونو ته د رسېدو لپاره یې ساعتونه ساعتونه په پښو مزل کړی و. همداراز، نوموړي له هغو روغتیایي کارکوونکو سره هم کتلي، چې له سختو ننګوونو سره سره د طالبانو تر واک لاندې په لرې پرتو سیمو کې فعالیتونه کوي.
د بودجې قطع کېدل
د امریکا متحده ایالتونو ویلي، چې له (UNFPA) سره به خپلې «۳۳۰ میلیونه ډالري» مرستې ودروي، چې له دې ډلې ۱۰۲ میلیونه ډالر په مستقیمه توګه افغانستان کې د دې ادارې فعالیتونه اغېزمن کړي او له کبله یې روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی محدود شوی دی.
یاد سازمان وايي، د دې مرستو ډېره برخه د کورنۍ روغتیايي خدمتونو او ګرځنده طبي ټیمونو لپاره ځانګړې شوې وه.
دغه خدمتونو د میندو د مړینې کچې د مخنېوي په برخه کې خورا مهم بلل شوي، ځکه په لرې پرتو سیمو کې دا کچه خورا لوړه ده.
د دغو مرستو رول د رواني مرستو او ټولنیزو خدمتونو په برابرولو کې هم مهم بلل شوی.
سابرټون وایي، نږدې ۶.۹ میلیونه افغان ښځې او ماشومان به د دې بودیجې د کمښت له امله زیان وويني. که د مرستو یاد بندیز دوام وکړي، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق به اوس مهال له تمویلیدونکو «۹۰۰ روغتیایي مرکزونو» شمېر «۴۰۰» ته راټیټ کړي.
سره له دې چې د بودجې کمښت یوه لویه ننګونه بلل کېږي، خو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مرستیال ټینګار کړی، چې په افغانستان کې به خپل فعالیتونه نه دروي او خپلو خدمتونو ته به دوام ورکړي.
سابرټون زیاته کړه: «موږ هلته پاتې کېږو، تر څو خلکو ته خدمت وکړو، خو له مرستې پرته نشو کولی خپل غبرګون ته دوام ورکړو. موږ سملاسي ملاتړ ته اړتیا لرو، څو دا خدمتونه روان وساتو او د افغان ښځو، میندو او ماشومانو درناوی، روغتیا او ژوند وساتو.»
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې افغانستان لا هم له بېلابېلو کړکېچونو لکه بېوزلۍ، خوارځواکۍ، د ښځو پر حقونو سختو بندیزونو او د روغتیايي نظام له نړېدو سره مخ دی.
تر دې مخکې د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه راپور کې اندېښنه ښودلې وه، چې د افغانستان روغتیايي سکټور د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او طالبان د دغه ناورین د مخنېوي لپاره کومه ځانګړې تګلاره نه لري.

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت چارواکو ویلي، چې د طالبانو حکومت په ادارو کې یې د کارکوونکو د «عقیدې او عملونو» جوړولو لپاره په کار بوخت دي.
د یاد وزارت د دعوت او ارشاد لوی ریاست مشر مولوي شریف الله حقاني وایي، د طالبانو په دولتي ادارو کې د دوی اړونده ریاستونه په دې بوخت دي، چې د کارکوونکو «دیني کمزورۍ» ختمې کړي.
هغه وویل: «اینده کې امید دی چې په نور کار هم ډېر شي، څو زمونږ د پرسونل اصلاح او ښه تربیه وشي.»
نوموړي زیاته کړې، چې له دې چارې یې موخه دا ده، څو د طالبانو دولتي کارکوونکي د دغې ډلې له نظام سره تړلي پاتې شي او د «اسلامي ارزښتونو» پالنه په عقیدوي توګه وکړي.
د طالبانو دغه ریاست تر دې وړاندې د دغې ډلې دولتي ادارو ته امر کړی و، چې یو تن دې د «دولتي دندې تر څنګ د امامت» مسوولیت هم واخلي او دا لارښوونې یې په ټولو دولتي ادارو کې پلي کړي هم دي.
هم مهاله راپورونو په ډاګه کړې چې طالبانو په ټولو دولتي کارکوونکو د «ږیرو پرېښودل» جبري کړي او د دندې پر مهال ورته سپارښتنې شوي چې لمونځونه په «جمعه» وکړي. طالبانو له خپلو دولتي کارکوونکو په تېر کې د دیني علومو ازموینې هم اخیستي دي.
د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت په ټول افغانستان کې د «سیرت او صورت» د جوړیدو په نوم د دولتي کارکوونکو فزیکي وضعیت تر څنګ د هغوی فکري ارزونه کوي.
د دغو سختدریځو تګلارو له کبله د پخواني جمهوري نظام ځینو سرتېرو دندې پرېښې او ځینې بیا د دغه ډلې له لوري ګوښه شوي دي.
د دې تر څنګ د طالبانو محتسبانو په یو شمېر ولایتونو کې ان د نادولتي موسساتو کارکوونکي هم اړ کړي چې د دوی د تګلارې له مخې باید «ږیرې پرېږدي» او سرتور سرونه ونه ګرځي.

د مخکني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، چې له طالبانو سره د امریکا له لوري د مرستې ترسره کول د هر ډول اخلاقونو خلاف کار دی.
هغه دا څرګندونې د (غوایي ۲۵مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوه امریکايي سناتور «ډریو مک اېون» د هغه لیک په ځواب کې کړې، چې ده ته یې استولی دی.
یاد سناتور صالح ته لیکلي، چې د امریکا په سنا مجلس کې طالبانو ته د لېږل کیدونکو «نغدي کڅوړو خلاف» یې خپلې هڅې جاري ساتلې او هڅه کوي چې پر طالبانو دا مرستې ودرول شي.
د افغانستان د مخکني جمهوري نظام مرستیال وزیر له دغه امریکایي سناتور څخه د مننې تر څنګ زیاته کړې، چې امریکا په «غلي ډول» میلیاردونه ډالر طالبانو ته استولي دي.
هغه لیکلي: «د دغو مرستو د لېږلو لپاره په هېڅ ژبه او کلتور کې توجیه نشته. که بیا هم وي هغه به یو ډېره ناولې او بوینه توجیه وي.»
دغه پخواني افغان چارواکي له دې وړاندې هم د امریکا له لوري طالبانو ته په اونیز ډول «د څلوېښت میلونه ډالرو نغدي کڅوړو لېږد» په تړاو نیوکې کړې او د ډونالډ ټرمپ له حکومته یې غوښتي وو، چې په دې پرېکړه کې د جوبایډن ادارې ښکېل کارکوونکي دې تر عدلي څار لاندې ونېسي.
یو شمېر امریکايي بنسټونو هم د متحده ایالتونو په دغو مرستو توندې نیوکې کړې وې او ان اندېښنې یې ښودلې وې چې د دغه نغدي کڅوړو یوه برخه د القاعده شبکې په ګډون د یو شمېر نورو ترهګرو ډلو لاسونو ته ورغلې دي.
د امریکا پر حکومت یو شمېر څارونکو موسساتو اندېښنه ښودلې وه چې طالبانو دغو مرستو ته د لاسرسي لپاره ان جعلي نادولتي موسسات جوړ کړي دي.
د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه، چې طالبانو ته «لېږدیدونکې کې دغه نغدي مرستې» به ودروي، خو راپورنو څرګندنه کړې چې د هغه له دویم ځل واکمنۍ د میاشتو په تېرېدو سره طالبان لا هم له دغو «کڅوړو برخمن» دي.