‏د شطرنج نړۍوال فدراسیون: افغانستان کې د شطرنج ځنډول ښایي د دغې لوبې پر پراختیا اغېز وکړي

‏د شطرنج نړۍوال فدراسیون په افغانستان کې د دغې لوبې پر وړاندې د طالبانو پر لګېدلي بندیز د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې ښایي دغه ځنډ د لوبې پر پراختیا اغېز وکړي. فدراسیون ویلي، ښایي د دغو لوبو ځنډول په راتلونکې کې د افغان لوبغاړو لپاره فرصتونه له منځه یوسي.