د پاکستان دفاع وزیر : مودي د جعلي پېښې په پلمه د اټومي جګړې فضا جوړوي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د جعلي پېښې په پلمه د اټومي جګړې فضا جوړوي، خو که هند وسلې وکاروي، پاکستان به هم غلې پاتې نه شي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د جعلي پېښې په پلمه د اټومي جګړې فضا جوړوي، خو که هند وسلې وکاروي، پاکستان به هم غلې پاتې نه شي.
خواجه محمد اصف له جیونیوز ټلویزیون سره په مرکه کې نریندرا مودي تورن کړ چې د یوې جعلي پېښې په پلمه د اټومي جګړې فضا جوړوي. نوموړي زیاته کړه، «پاکستان به د اټومي جګړې پیل و نه کړي، خو که زموږ پر ضد وسلې وکارول شي، چوپ به پاتې نه شو.»
هغه وویل: « بلوچ ازادۍ غورځنګ د هند د جاسوس په توګه فعالیت کوي. د دوی مشري دا مهال په نوي ډیلي کې ده او موږ به له اسنادو سره دا ثابته کړو چې دغه ډله د هند تر مستقیم ملاتړ لاندې فعالیت کوي.»
پرون د بلوچستان ایالت په خضدار ښار کې، د کوټه-کراچۍ پر لویه لاره د ښوونځي پر یوه بس چاودنه وشوه، چې له امله یې ۶ کسان ووژل شول او ۳۸ نور ټپیان شول.
خواجه اصف زیاته کړه: «د بلوڅ ازادۍ غورځنګ او ټي ټي پي دواړه د هند د جاسوسانو په توګه کار کوي، دوی دین او ملت ته ژمنتیا نه لري، هند یې مالي ملاتړ کوي او دلته د وینې تویېدو مسوول دي.»
د کشمیر پهلګام پېښې ته په اشاره، نوموړي وویل: «هند پر پاکستان بېاساسه تورونه لګوي، خو موږ به خپلو ادعاوو ته د نړیوالو لپاره اسناد وړاندې کړو.»
نوموړي زیاته کړه، چې پاکستان به د خضدار برید ته له پوره ځواک سره ځواب ووایي او دا ډول بزدلانه بریدونه، په ځانګړې توګه پر ښوونیزو موټرو، هېڅکله د منلو وړ نه دي.
د پاکستان د دفاع وزیر دا هم وویل، چې پاکستان د پهلګام برید د پلټنې غوښتنه کړې وه، خو هند هغه رد کړه.

د ډېپلوماټ ورځپاڼې په یوې خپرې کړې مقاله کې ویل شوي، چې چین او پاکستان له طالبانو څخه ژمنه ترلاسه کړې، چې په افغانستان کې به د هند د سټراټېژیک او اقتصادي نفوذ مخه نیسي.
د یادې ورځپانې په مقاله کې زیاته شوې، چې دغه ژمنې د طالبانو، چین او پاکستان ترمنځ تېره اوونۍ په کابل کې د ګډې ناستې پر مهال شوي دي.
دغه ناسته په داسې حال کې شوې، چې هند په دې وروستیو کې هڅې پېل کړي، څو له طالبانو سره خپل تعامل په اقصتادي او ډېپلوماټیکه برخه کې پراخ کړي.
پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي، چې ګوندې د ناستې اصلي موخه دا وه چې د درېیو لوریو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکاري پیاوړې شي او د هند د پراخېدونکي رول پر وړاندې همغږي رامنځته شي.
که څه هم تر اوسه پورې په رسمي او ښکاره توګه دا هوکړه نه ده تایید شوې، خو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د هند د زیاتېدونکي حضور پر وړاندې پاکستان او چین شریکې اندېښنې لري.
په همدې لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یوې تازه ناسته کې چې په بېجینګ کې شوې، هوکړه کړې چې د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» (CPEC) پروژه دې افغانستان ته هم وغځول شي.
دغه پروژه چې د چین له مهمو سیمه ییزو اقتصادي نوښتونو څخه ده، اوس تمه ده، چې افغانستان هم په کې شامل شي.
څارونکي وایي، چې دا پرمختګ کولی شي د نوي ډيلي هڅې په افغانستان کې تر ډېره اغېزمنې کړي، ځکه هند په دې پروژه کې ګډون نه لري.
د هند او طالبانو بې سارې اړیکې
له دې پرمختګونو سره هم مهاله، د هند او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې حال کې له یو بل سره ټلېفوني خبرې کړې، چې د دغه کچې د تعامل څرک نه لیدل کېدو.
اېس جی شنکر دا اړیکه «اغېزناکه» بللی وه او زیاته کړې یې وه، چې دواړو خواوو د همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هم دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو، اقتصادي همکارۍ او ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه یادونه شوې وه.
خو طالبانو په ورته وخت کې د هغو راپورونو غندنه کړې، چې د دوی په باور هڅه کوي د کابل او نوي ډهلي ترمنځ بې باوري زیاته کړي.
یو له دغو د هند د سندور عملیات پر مهال د پاکستان د پوځ هغه ادعا وه، چې ګوندې یو توغندی پر افغانستان هم لګیدلی دی.
د هند غبرګون او د راتلونکي سټراټېژۍ ارزونه
هند تر دې دمه په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو، سړکونو، بندونو، روغتونو او برېښنا له ۳ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې پانګونې کړي. خو اوس د خپل نفوذ ساتلو له یوې نوې ننګوونې سره مخ دی.
هند چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او خپلې بشري مرستې یې دوامداره ساتلي هڅه کوي، چې د عملي تعامل تر څنګ خپلو ډېموکراټیکو اصولو ترمنځ توازن هم وساتي.
راپور کاږي، طالبانو له هند غوښتي چې د افغانستان په کانونو، قیمتي ډبرو، نفتو او ګازو کې تازه پانګونې وکړي.
همداراز هغوی له هند غوښتي، چې د ایران د چابهار بندر له لارې د هند سوداګریز توکي منظم افغانستان ته انتقال شي، خو په دې برخه کې پر ایران د بندیزونو له وېرې له احیتاطه کار اخیستی دی.
په داسې حال کې چې نوي ډیلي له خپلو ګاونډیانو پاکستان، چین، بنګله دېش او مالدیف سره اړیکې کړکېچنې شوې، د نریندار مودي اداره هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل سیمه ییز دریځ له سره تعریف کړي.
خو له طالبانو سره یې د نږدې کیدو هڅې په داسې مهال کې کېږي، چې یادې ډلې له بېجینګ او اسلام اباد سره هم خپلې راشه درشې تودې ساتلي دي.
شنونکي وایي، که هند ونه توانېږي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې په یوه دوامداره او متوازنه بڼه وساتي، د راتلونکو سیمه ییزو بدلونونو له بهیره به څنډې ته پاتې شي.

په وروستیو لسیزو کې د هند او پاکستان ترمنځ سختو نښتو نه یوازې په سیاست کې د پوځ د لاسوهنو په اړه نیوکې کمې نه کړې، بلکې د خلکو پراخ ملاتړ د دې لامل شو چې د عاصم منیر محبوبیت نور هم زیات شي.
د خلکو له ملاتړ سره-سره د پاکستان حکومت جنرال منیر ستایلي او هغه ته یې د ستراتيژيکې وړتيا او زړور مشرتابه لپاره د ملي امنیت د تضمین او هند ته د پرېکنده ځواب ورکولو له امله د پوځ د مارشال رتبې ته ترفیع ورکړه.
د پاکستان پوځ له ۱۹۴۷ کال راهیسې یعنې لږترلږه درې لسیزې پر پاکستان واکمني کړې او ان د ملکي حکومت په واکمنۍ کې هم خورا زیات نفوذ لري؛ خو پوځ او د هغه ځواکمن مشر په توګه د خلکو په منځ کې د شهرت دومره پراخ محبوبیت نه و لیدلی.
د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان په ښارونو او سړکونه کې د «ژوندی دې وي جنرال عاصم منیر» شعارونو څخه ډک دي.
د هغه انځورونه په څراغونو او پلونو ځړول شوي، چې په ځینو یې لیکل شوي: «ته زموږ ژغورونکی یې!»
همدارنګه له هند سره تر وروستۍ نښتې وروسته د ګالوپ له خوا په پاکستان کې د ترسره شوې سروې له مخې، ۹۳ سلنه ځواب ویونکو ويلي، چې د پوځ په اړه د دوی نظر بدل شوی دی.
په دې نښتو کې چې پاکستان یې ځان ګټونکی ګڼي، د عاصم منیر تر ټولو سخت کورنی دوښمن، بندي پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم د ستاینې اړتیا ته اړ کړ.
هغه د هند له پوځ سره په نښته کې د پوځ د بریالیتوب مبارکي وویله.
عمران خان تېره اوونۍ پر اېکس پاڼې ولیکل: «دا زما هېواد دی، دا زما پوځ دی. زه د پاکستان د هوایي ځواک او د ټولو نظامي کارکوونکو د مسلکیتوب او غوره فعالیت لپاره درناوی وړاندې کوم.»
د عاصم منیر په اړه سیاسي مبصر یوسف نظر وویل: «هغه د پاکستان د یو پیاوړي کس په توګه راڅرګند شو او د هغه د پوځ شهرت، چې د یوه قوي ځواک په توګه پېژندل شوی و بیا ژوندی شو.»
شپږ میاشتې له هغه وروسته چې منیر د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د پوځ قومانده په غاړه واخیسته، د عمران خان د پلویانو له خوا په پوځي تاسیساتو بریدونه او د هغوی لوټمارۍ د پوځ د واکمنۍ لپاره ترټولو جدي ننګونه رامنځته کړه.
د پوځ مشر وروسته د پخواني لومړي وزیر د زنداني کولو او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ملاتړو په وړاندې د ځپنې له امله له سختو کورنیو نیوکو سره مخ شو او همدارنګه هغه څه چې منتقدینو یې ادعا کوله، د تېر کال په عمومي ټاکنو کې د سیال ګوند په ګټه درغلۍ وه.
عایشه صدیقي چې د پاکستاني پوځ په اړه یې کتاب لیکلی دی وویل: «له هند سره شخړې دا (نیوکه) بدله کړې ده.»
هغې زياته کړې: «دې (جګړې) دا جنرال د خپلو پخوانيو جنرالانو په پرتله ډېر پياوړی کړی دی. هغه اوس اتل دی.»
هغې ویلي؛ د هند او پاکستان د سیالۍ مشري اوس د دوو سخت دریځو مشرانو په لاس کې ده، نرېندرا مودي چې یو هندو ملتپال لومړی وزیر دی او جنرال عاصم منیر چې یو متقي مسلمان او د هند ضد قوي نظرونه لري.
اساسي توپیر
د دواړو ګاونډیانو ترمنځ وروستۍ شخړه هغه وخت رامنځته شوه، چې یو شمېر وسله والو د اپرېل په ۲۲مه په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو برید وکړ او ۲۶ کسان یې ووژل.
نوي ډیلي د دې پیښې پړه د پاکستان په ملاتړ «ترهګرو» واچوله؛ خو اسلام اباد دا تور رد کړ.
د هند پوځ د مې میاشتې په ۷مه نېټه د کشمير په پهلګام کې د برید په ځواب کې د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې د هغه څه پر وړاندې چې «ترهګریز بنسټونه» بللي دي، هوايي بریدونه وکړل.
پاکستان ادعا وکړه، چې هوايي ځواک یې لږ تر لږه ۵-۶ هندي جنګي الوتکې رانسکورې کړې او د هند پر پوځي اډو یې هوايي بریدونه کړي دي.
هند بیا اعلان وکړ، چې د پاکستان هوايي اډو او هوايي دفاعي سیسټمونو ته یې ځینې تلفات او لوی زیانونه اړولي دي.
عاصم منیر وویل، چې د هند پوځ «په خپلو ټولو وړتیاوو سره» پاکستان تر فشار لاندې نه شي راوستلی.
منیر د ځمکني ځواکونو افسر او د پوځي استخباراتو سازمان پخوانی مشر دی.
هغه به د ۲۰۲۷ کال تر نومبر پورې د پوځ د مشر په توګه پاتې وي او ښایي د پنځو نورو کلونو لپاره هم په دې مقام کې پاتې شي.
په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني رویټرز ته وویل، چې ان له وروستۍ شخړې څخه مخکې منیر د خپل پخواني پوځي مشر په پرتله چې عملي او اېډيالوژيکه تګلاره یې درلوده او له هند سره د اړیکو د ښه کولو په لټه کې و، په مقابل کې تر ډیلي ډېر د جګړې غوښتونکی ښکاري.
هغه زیاته کړه: «د هند په وړاندې د ځواک او مقاومت ټينګ دريځ له منیر سره مرسته وکړه چې په هېواد کې خپل دریځ پیاوړی کړي.»

د پاکستاني دولت او د پیسو نړۍوال صندوق یا ایاېماېف ترمنځ د بودیجې پرسر د خبرواترو پر دوام، دغه صندوق د پاکستان د ایالاتي لګښتونو د کمېدو، له کرنیزو عایداتو نه د مالیاتو راټولېدو او د دغه هېواد د ملي هوایي شرکت د خصوصيکېدو بهیر د ګړنديکېدو غوښتنه کړې ده.
جيونیوز د خپلو سرچینو په حواله د چهارشنبې په ورځ (د مې ۲۱مه) راپور ورکړی، چې پاکستاني چارواکو د پیسو نړۍوال صندوق ته ډاډ ورکړی، څو د دغه هېواد د ملي هوایي شرکت د خصوصيکېدو بهیر به د روان کال تر پایه بشپړ شي.
همداراز په راپور کې راغلي چې د پاکستاني حکومت او د پیسو نړۍوال صندوق ترمنځ تر اوسه پورې د ځانګړو شرایطو پر سر وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو یادې نړۍوالې ادارې ته ځیني معلومات وړاندې شوي او شته پوښتنو ته یې ځواب وايي.
سرچینو یادې پاکستانۍ ټلوېزیوني شبکې ته ویلي، چې د پاکستان حکومت د اقتصادي بیارغونې بهیر د ملاتړ لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د مالیې معافیت وړاندیز کړی دی. په راپور کې راغلي چې د پیسو نړۍوال صندوق تر اوسه پورې د پاکستاني لوري کوم وړاندیز نه دی رد کړی او وروستۍ پرېکړه یې د پاکستاني دولت د معلوماتو او مالي تګلارې تر ارزونې ځنډولې ده.
جیونیوز د خپلو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ زیاته کړې، چې د پیسو نړۍوال صندوق تر اوسه پورې د پاکستان د املاکو په سکټور کې دغه هېواد ته د مالیاتو معافیت په تړاو ځواب نه دی ورکړی.
د پیسو نړۍال صندوق له پاکستانه غوښتي، چې خپل ایالاتي لګښتونه کم او عواید ډېر کړي.
یاد نړۍوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د کرنیزو عایداتو د اغېزمنو مالیاتو د راټولولو لپاره اړین اقدامات وکړي.
د یادونې ده، چې پاکستان تېر کال د پیسو له نړۍول صندوق نه ۷مېلیارده ډالره مرستې ترلاسه کړې وې او سږ کال یې ۱.۳مېلیارده ډالره د اقلیم پور هم اخیستی دی.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، له هند سره د رسمي خبرو پرمهال به د کشمیر، اوبو، تجارت او ترهګرۍ څلور مهم موضوعات د پاکستان له لوري مطرح شي. هغه وايي، چې هند په جګړه کې اسراییلۍ وسلې کارولې دي.
د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د راپور له مخې، شهباز شریف وایي، چې جګړه د ستونزو حل نه ده، بلکې تلپاتې سوله د سیمې د ثبات او د خوندي راتلونکي تضمین ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه: «جګړه کې که یو لوری بریا ترلاسه کوي، نو بل لوری یې خامخا بایلي، دا دایمي حل نه دی.»
نوموړي اسراییل په دې تورن کړ، چې د وروستیو شخړو پر مهال یې له هند سره پراخه مرسته کړې او هند د سرینګر او نورو سیمو په عملیاتو کې اسراییلي وسلې کارولې دي.
شهباز شریف دا هم وویل، چې د ترهګرۍ په اړه د پاکستان او هند ترمنځ له پخوا راهیسې خبرې یوازې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ترمنځ شوې دي.
نوموړي زیاته کړه: «هند تر اوسه چمتو نه دی، چې د درېیم هېواد په منځګړیتوب خبرې ومني، خو موږ دا یو مناسب حل بولو.»
هغه ټینګار کړې چې که له هند سره بیا هم رسمي مذاکرات پیل شي، نو پاکستان به څلور مهم موضوعات کشمیر، اوبه، تجارت او ترهګري د اجنډا برخه وګرځوي.

د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري ډول د ستنولو په دویم پړاو کې تېره ورځ ۹۲۱ کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو اداره وایي، چې په لېږدول شویو کډوالو کې ۱۸۸ د (ACC) کارت لرونکي او ۷۳۳ بې اسناده افغانان شامل دي.
دغه اداره په خپلو معلوماتو کې زیاتوي، چې ۹۰۲ تنه کډوال یې د تورخم او ۱۹ نور یې د انګور اډې له لارې ستانه کړي دي.
د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې تر دا مهال د تورخم او انګور اډې له لارې دغه هېواد ۳۶۵۸۹ د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۴۳۶۹ تنه بې اسناده افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې افغانستان د راستانه شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه دی.
دغه سازمان د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د شمېرو او په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت په حواله اټکل کوي، چې د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې که څه هم ډېری کډوال افغانستان ته د راستنیدو لپاره اړ اېستل کېږي، خو یو شمېر نور بیا ایران، ترکیې او اروپا ته د تلو لپاره چمتووالی نیسي.
دې سازمان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره په عزت چلند وکړي او د افغان کډوالو خوندي، د خپلي خوښې او باعزته راستنیدو ته لاره هواره کړي.
