• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دوستم: طالبان په شمال کې د ځمکو د غصب تر څنګ د خلکو ترمنځ تفرقه اچوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۱

په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم وايي، چې طالبان په شمالي ولایتونو کې په پراخ ډول د ځمکو غصب کړی او خلک يې په قومونو وېشلي دي. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «طالبان فتنه ګر دي او باید له منځه یوړل شي.»

په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) همداراز ویلي، چې طالبانو په جوزجان، فاریاب او تخار ولایتونو کې په پراخ ډول د ځمکو غصب ته مخه کړې.

د هغه په خبره، دغه ډله په ټولنیزو رسنیو کې د جعلي حسابونو له لارې د خلکو ترمنځ تفرقه اچوي او غواړي د ظلم په وړاندې د خلکو د اعتراض مخه ونيسي.

هغه زیاته کړې: «طالبان د ځمکو د غصب تر څنګ، د جعلي حسابونو له لارې د خلکو تر منځ تفرقه اچوي، تر څو د ظلم، قومي تعصب او ناروا پر وړاندې د خلکو اعتراض له‌منځه یوسي او هغوی مجبوره کړي چې پر ځای یې په مجازي نړۍ کې له یو بل سره جګړه وکړي.»

جنرال دوستم طالبان فتنه ګره ډله ياده کړې او زياته کړې یې ده: «د طالبانو دا شومه او فتنه ګره پدیده باید له منځه یووړل شي.»

نوموړي تر دې وړاندي هم پر طالبانو سختي نیوکې کړي او ویلي دي، چې هڅه کوي په افغانستان کې یو نوی بدلون رامنځ ته کړي.

دوستم په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون چارواکو وویل، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته نږدې ۴ مېلیونه جریبه ځمکه له غاصبیتو راګرځول شوې ده.

د یادولو ده، چې د طالبانو د ځمکو د غصب مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسیون د یکشنبې په ورځ وویل، چې د « اراضۍ او غصب شویو ځمکو راګرځولو» په نوم نوی وزارت جوړوي.
دغه کمېسیون ویلي، چې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره د نوي وزارت جوړولو فرمان صادر شوی دی.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې طالبان هم په پراخه توګه د ځمکو پر غصب تورن دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د خلیلزاد د مېرمنې څرګندونو ته غبرګون؛ نړیوال قضايي بنسټونه دې شرل بنارډ محاکمه کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۶ GMT+۱

د افغان ښځو د عدالت او پوهاوي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د زلمي خلیلزاد مېرمن دې د طالبانو «د جنایتونو د توجیه، تبلیغ او سپیناوي» په تور د نړیوالو قضايي بنسټونوو له خوا تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

د دغه غورځنګ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې د معاصر تاریخ له تر ټولو ظالمانه او دردناکو شرایطو سره مخ دي، خو د زلمي خلیلزاد مېرمنې د ښځو په وړاندې د طالبانو د سختو پالیسیو د سپینولو هڅه کړې ده.

یاد غورځنګ ویلي، چې د شرل بنارډ څرکندونې د بشریت په وړاندې د جنایتونو سره ښکاره شراکت دی.«شرل بنارډ هڅه کړې، چې له نړیوالو سټیجونو او خپل ډېپلوماټیک حیثیت څخه ګټه واخلي، څو د یوه ترهګر رژیم عادي سازي وکړي. داسې رژیم چې ښځې یې له ټولنیز ژوند اېستلي، شکنجه کړي، په زور یې واده کړي او سختې یې ځپلې دي. د شرل بنارډ څرګندونې غیري ارادې نه دي، بلکي د بشریت پر ضد د جنایتونو سره ښکاره شراکت دی.»

د افغان ښځو د عدالت او پوهاوي غورځنګ له نړیوالو قضايي بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې د زلمي خلیلزاد مېرمن دې د ورستیو څرګندونو په تور تر قضايي څار لاندې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د زلمي خلیلزاد مېرمن شرل بنارډ په یوې مقاله کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو په تړاو د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړکوونکو بنسټونو اندېښنې «بې بنسټه» بللي او وايي، چې افغانستان ته دې له ستنېدو نه ویریږي.

نوموړې په خپله مقاله کې پر افغان ښځو او نجونو د زده کړو بندیز «د نه منلو وړ او له دیني اساسه خالي» بللی، خو د ښځو د ځپلو په اړه د رسنیو راپورونه یې رد کړي دي.

د ترکي ژبو هېوادونو اعلامیې ته د طالبانو غبرګون؛ افغانان خپلې کورنۍ ستونزې خپله حلوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۳ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ترکي ژبو هېوادونو سازمان ګډې اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي، چې د ترک دولتونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او په بېلابېلو برخو کې د هغوی همکاریو ته اړتیا لري، خو د افغانستان کورنیو مسایلو ته خپله افغانان رسیدنه کوي.

طالبانو ته نږدې رسنیو د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړی او نوموړي ویلي: «دا یوه کورنۍ اړتیا ده، د خلکو غوښتنې به په نظر کې نیول کیږي، خو نور هېوادونه باید د افغانستان په اړه خپل مکلفیتونه چې د دوی اړوند دې په پام کې ونیسي. په مختلفو برخو کې دې د افغانستان ملاتړ وکړي. په ډېپلوماټیکو او اقتصادي برخو کې دې اړیکي ښي کړي.»

مجاهد زیاتوي، له ترک دولتونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او په بېلابېلو برخو کې د هغوی همکاري اړینه ده.

نوموړی وایي: «موږ له خپل لوري هم په ډېپلوماټیکو او اقتصادي برخو کې د ښو اړیکو غوښتنه لرو. له افغانستان څخه هم دا ډاډ ورکول کېږي چې د دغه هېواد خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارېږي او نه به یې اجازه ورکړل شي.»

د ترکي ژبو هېوادونو سازمان په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان د ثبات لپاره له افغانانو سره د نړیوالو بشري مرستو ملاتړ کوي او د ثبات، پرمختګ او ملي پخلاینې په برخو کې له طالبانو سره کار کولو ته چمتو دي. دغه سازمان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.

ترکیه، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان د دغه سازمان دایمي غړي دي او مرکز یې په استانبول ښار کې دی.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي په ۴ ولایتونو کې د کوډ ګرو یوه «مسلکي» ډله نیول شوې

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت وايي، چې په بلخ، کندز، ډایکنډي او لغمان کې یې د کوډګرو «یوه مسلکي» ډله نیولې ده. یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د کوډګرو نیول شوې ډلې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د بلخ، کندز، دایکنډي او لغمان ولایتونو کې د اسلامي شریعت خلاف کړنو د مخنیوي او د ښو چارو د پلي کېدو په موخه، ۸ تنه مسلکي جادوګر د کورنیو ترمنځ د نفاق اچولو په تور نیولي، او له څېړنو وروسته یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي درېیمه) ویلي چې د کوډګرو دې مسلکي ډلې له عامو خلکو او په ځانګړې توګه له مېرمنو څخه د زیاتو پیسو اخیستلو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې.

یاد وزارت ددغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې یاد وزارت په کابل کې د کوډګرو «یوه خطرناکه» ډله نیولې وه.

یاده دې وي، چې د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د روان کال د غويي پر ۱۰مه ویلي و، چې محتسبانو یې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۹۵۳ کوډګر نیولي دي.

روسیې له طالبانو سره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو همکاریو ژمنه تازه کړه

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطيع‌الحق خالص د “نوسکي نړیوال چاپېریالي کانګرس” په څنډه کې د اقلیمي بدلون په برخه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره کتلي. دغه لیدنه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراخولو په موخه ترسره شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلوېزیون د راپور له مخې، په دې ناسته کې د اقلیمي بدلون په برخه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټینګار وکړ، چې هېواد یې چمتو دی افغانستان ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لازم تخنیکي تجهیزات، زده‌کړنیز پروګرامونه او مسلکي تجربو د شریکولو زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه چې روسیه د افغانستان د چاپېریال د خوندیتوب او دوامداره پرمختګ لپاره اوږدمهاله همکاریو ته ژمنه ده.
له بلې خوا، مطيع‌الحق خالص د افغانستان لپاره د اقلیمي مبارزې مهمو برخو ته اشاره وکړه، چې پکې د اوبو د سرچینو مدیریت، د ځنګلونو د وهلو مخنیوی او د بېرته نوي کېدونکو انرژیو په برخو کې د همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.
دغه کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي اغېزو سره مخ دی او د ملي او نړیوالو همکاریو اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي.

ملاهبت الله په پنجشېر کې د ۱۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یو روغتون بودېجه منظور کړه

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، د دغې ډلې مشر ملاهبت الله د پنجشېر ولایت لپاره د یوه ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو پروژه منظوره کړه. د راپور له مخې، د ملاهبت الله په هدایت د دې پروژې لپاره ۱۴۸ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي دفتر وایي، دغه روغتون به ددې ولایت د بهارک په سیمه کې په درې پوړیزه ودانۍ کې جوړ شي.

دوی همدراز زیاتوي چې په دې ۱۰۰ بستریز روغتون کې به د داخله، عمومي جراحي، کوچنیانو، نسایي ولادې، ارتوپېدي، سترګو، غوږونو او ستوني څانګې شاملې وي.

همداراز، روغتون به یوه مجهزه عملیات خونه، درملتون، ایکسرې څانګه، او د ناروغانو د پایوازانو لپاره د تم‌ځای اسانتیاوې هم ولري.

تروسه طالبانو د دغه ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو د کار د پیل په اړه څه نه دي ویلي او نه هم روښانه شوې چې ددغه روغتون د جوړېدو چارې به کله تکمیلیږي.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله د یو ولایت د روغتون د جوړېدو لپاره بودېجه ځانګړې کوي.