په ایران کې یو افغان د اوبو په حوض کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

د ایران د لرستان ولایت د ازنا ښاروالۍ د اوروژنې او بیړنیو خدماتو ریاست وایي، یو افغان وګړی د لامبو وهلو د مهارت نه لرلو له امله د شاپوراباد سیمې په یوه کرنیز ډنډ کې ډوب شوی دی.

د ایران د لرستان ولایت د ازنا ښاروالۍ د اوروژنې او بیړنیو خدماتو ریاست وایي، یو افغان وګړی د لامبو وهلو د مهارت نه لرلو له امله د شاپوراباد سیمې په یوه کرنیز ډنډ کې ډوب شوی دی.
د دغه ریاست د عامه اړیکو له دفتره د ورکړل شوي خبر له مخې، د اوروژنې رییس محمود صالحي د سېشنبې په ورځ وویل: « نن د شاپور اباد ښار کرنیز حوض کې د یو تن د ډوبېدو رپوټ د بیړنیو پېښو مرکز (۱۲۵) ته ورکړل شو».
د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ځای ته د دغې ادارې د لامبو وهونکو ټیم ژر ورسید، چې د پلټنې عملیات یې پیل کړل او د یاد افغان وګړي جسد یې له اوبو را وایست.
صالحي وویل، چې د پېښې د اصلي علت معلومولو لپاره اړوندې ادارې څېړنې پیل کړې دي.
هغه پر خلکو غږ کړی، چې د کرنیزو حوضونو پر غاړو د خوندیتوب اصولو ته پوره پاملرنه وکړي.


د طالبانو غړی او ددې ډلې د کابل امنیه قوماندانۍ د حضرت حمزه کمپ استاد سعیدالله سعید وايي چې که څوک له افغانستان څخه بهر د جهاد په نیت ځي جهاد نشته. سعید زیاتوي چې که امیر امر کړی نه وي نو څوک حق نه لري چې په خپله شخصي خوښه بهر ته د جهاد لپاره لاړ شي.
د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ د ۴۵ ورځني سیمنار د پولیسو په فراغت غونډه کې ددې ډلې د حضرت حمزه کمپ استاد سعیدالله سعید د امیر له امر پرته له افغانستان څخه بهر جګړې ته پر تګ نیوکه کړې ده.
سعیدالله سعید په خپلو خبرو کې ویلي:« امیر درته نعرې وهي چې مه ځه مه ځه، غاړه دې بندیږي خو بیا هم ته د امیر خبره نه منې، ولې سرغړونه کوې، ایا جهاد ته د خپل نفس په خوښه کوې او که په اطاعت باندې یې کوې.»
ددې غونډې یوه ویډیو طلوع نیوز خپره کړې او نوموړی پکې وايي، چې « اول جهاد وپېژنو او په اړه یې له دیني عالمانو پوښتنه وکړو ترڅو د جهاد د کېدو او نه کېدو په اړه زده کړه وکړو».
دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې نژدې دوه کاله وړاندې د طالبانو د سترې محکمې د دارالافتا ریاست یوه غړي ملا عبدالروف، په پاکستان کې د جنګ ضد فتوا ور کړه او ویې ویل، د دوحې تړون کې د طالبانو دا ژمنه د شریعت مطابق ده چې په بهر کې به جهاد نه کوي.
د طالبانو د سترې محکمې دغه غړي ویلي و چې د دې ډلې پر امیر او ولس په بهر کې جهاد فرض نه دی.
له دې خبرو وروسته د ۱۳۰۲ کال د زمري پر ۱۴مه د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ویلي و چې که څوک له افغانستان څخه بهر ته د جګړې په نیت ځي، دا جنګ یې جهاد نه بلل کېږي. ملا یعقوب مجاهد د دې ډلې ځواکونو ته وینا کې زیاته کړې وه: «که امیر مجاهدین له جنګ بند کړي او بیا هم دی د باندې جنګ ته ځي، نو دا جنګ جنګ دی، جهاد نه دی.»
ملا یعقوب مجاهد ننګرهار کې د دې ډلې خالد بن ولید قول اردو کې طالب سرتېرو ته وینا کې ویلي و: «د خدای په خاطر د خپلو خواهشاتو په خاطر دې نظام ته ستونزې او مشکلات جوړ نه کړئ»
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې پاکستان ته د تلونکو جنګیالیو او هغو سرګروپانو نیول پیل کړي، چې طالب جنګیالي د پاکستاني طالبانو لیکو ته جذبوي.
افغانستان انټرنشنل تېر کال په نومبر او ډسمبر میاشتو کې رپوټونه ورکړل، چې طالب استخبارات هغه قوماندانان نیسي او زندان ته یې اچوي، چې افغان طالبان په پاکستان کې جګړې ته هڅوي.

د افغانستان په شمال کې د وچکالۍ ځپلو سیمو د خړوبولو لپاره طالبان په چټکۍ یو ۲۸۵ کیلومتره کانال جوړوي، خو د منځنۍاسیا هېوادونه ټینګار کوي چې د سرحدي اوبو په اړه باید ګډ تصمیم ونیول شي.
یورو نیوز په یوه تحلیل کې وايي، چې افغانستان غواړي د قوش تېپې کانال له لارې د امو سیند له بهیره ۲۰ تر ۳۰ سلنه اوبه کږې کړي چې له ۵۰۰ زره هکټاره زیاتې وچې ځمکې پرې خړوبې کړي.
امو سیند پر افغانستان سربېره د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له خاورې هم تېرېږي، چې وروستي دوه هېوادونه د اوبو له بهیر څخه لاندې موقعیت لري. دا هېوادونه پر دغه سیند متکي دي څو خپل برېښناکوټونه وچلوي او کرنیزې ځمکې پرې خړوبې کړي.
د سیند د اوبو مخه اړول به د مرکزي اسیا د اوبو امنیت ته سخت زیان ورسوي، چې له امله یې د ازبکستان اوبه ۱۵ سلنه او د ترکمنستان تر ۸۰ سلنې پورې کمې شي.
په ورته وخت کې، قزاقستان او قرغیزستان، چې امو سیند یې له خاورې نه تېرېږي، دومره اندېښنه نه لري خو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې که ازبکستان او ترکمنستان ته له امو سیند لږې اوبه ورسېږي، دوی به د تلافي لپاره له سیردریا سینده ډېرې اوبه واخلي.
د منځنۍ اسیا د اوبي سرچینو او اقلیمي بدلونونو د مدیریت پلاتفورم بنسټګر بولات یسیکین یورو نیوز ته ویلي، چې « د قوش تېپې کانال به د ارال سمندر پر تابوت وروستی مېخ وي».
یسیکین وړاندیز کوي چې د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره د انرژۍ او خوراکي موادو شریکولو له لارې همکاري وکړي. هغه زیاتوي، « افغانان کانال جوړوي څو ځانونه خړوب کړي. دا زموږ ګناه ده چې دوی اوبه نه لري. که دا موضوع جدي ونیسو، د حل امکانات شته».
د اوبو امنیت او سرحدي اوبو د کارونې په وروستي کنفرانس کې ګڼو کارپوهانو هوکړه وکړه چې د قوش تېپې کانال جوړېدل به د ارال سمندر د بېرته راژوندي کولو لپاره ټولې هڅې شنډې کړي.
د یورو نیوز د شنونکې په باور، مرکزي اسیا لا له وړاندې د اقلیم د بدلون او ناسم مدیریت له امله د اوبو له کمښت سره مخ ده او دغه نوی ګواښ ښايي د سیمې چاپېریال ته نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.
په سیمه کې د اوبو د تنظیم لپاره، د ۱۹۹۲ کال د ګډو سرحدي اوبو د کارونې تړون نافذ دی. سربېره پر دې، دغه هېوادونه د ملګرو ملتونو له هغه کنوانسیون سره هم همغږي دي چې د سرحدي سیندونو د مدیریت او ساتنې په اړه دی.
خو افغانستان د دغو تړونونو برخه نه دی، ځکه طالبان له نړیوالو سازمانونو او دولتونو سره رسمیت نه لري.
خو پر دې سربېره، د مرکزي اسیا هېوادونه ورو ورو له طالبانو سره اړیکې رغوي. قزاقستان او قرغیزستان طالبان د ترهګرو له نوملړه لرې کړي او ازبکستان له افغانستان سره پراخه همکاري پیل کړې ده.
د قزاقستان د اوبو وزارت ویلي، « موږ د اوبو د عادلانه او باثباته وېش غوښتونکي یو، چې هم د چاپېریال اړتیاوې پوره کړي او هم د سیمې د اقتصادي پرمختګ ملاتړ وکړي».
د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد نعیم وردک په دې وروستیو کې ویلي، چې دوی د اوبو په برخه کې ستونزه نه لري او د قوش تېپې کانال د چا په زیان نه دی.
د یورو نیوز شنونکې وايي، ټول لوري همنظره دي چې افغانستان د امو سیند د کارونې حق لري، خو دا کار باید له خپلو ګاونډیانو سره په همغږۍ او هوکړې وشي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د اسلامي نظام حیثیت باید له شخصي ګټو، غوښتنو او مقامونو لوړ ارزښت ولري. سراج الدین حقاني چې ددې ډلې د وزارتونو د دفترونو رییسانو اصلاحي سیمنار ته وینا کوله، وویل چې ملاهبت الله د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره شپه ورځ هڅه کوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن سه شنبه د غبرګولي ۵مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د چارو ادارې او د اداري اصلاحاتو ریاست په نوښت د وزارتونو د دفترونو رییسانو لپاره جوړ شوي اصلاحاتي او د ظرفیت لوړونې سیمنار پای غونډې ته وینا کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراح الدین حقاني په خپله وینا کې ویلي چې د رهبرۍ په کچه د اصلاحاتو، د چارو د اسانتیا، عامه خدمتونو د معیاري کولو، او د قانوني چوکاټ د جوړښت په برخو کې جدي او پرلهپسې هڅې روانې دي.
سراج الدین حقاني وویل:«ملا هبت الله د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د اصلاحاتو د رامنځته کېدو، د خلکو د خدمتونو د پراختیا او د اصولي قانون جوړونې په لاره کې شپهورځ هڅه کوي.»
حقاني د طالبانو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلې چارې باید د فرامینو، قوانینو او مقرراتو په رڼا کې پرمخ یوسي.
هغه زیاته کړې چې که کومه پیچلتیا وي، هلته دې له مشرانو او رهبرۍ نه وضاحت وغوښتل شي؛ خو د خلکو کارونه باید د پلټنې او یقین حاصلولو تر نامه لاندې بېځایه او له دلیل پرته ونه ځنډېږي.
سراج الدین حقاني د طالبانو له مسوولینو وغوښتل چې له رعیت سره ښه چلند ولري.
هغه ویلي،چې « تاسو د حکومتي پرېکړو عملي کوونکي یاست. خلک ستاسې دروازو ته مراجعه کوي. د ملت او حکومت ترمنځ اړیکه ستاسو له لارې ټینګېږي. باید د خلکو ستونزو ته پر وخت، په صداقت، اخلاص او ژمنتیا ځواب ورکړئ او د دوی او نظام صادقانه استازیتوب وکړئ».
سراج الدین حقاني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د نوموړي او ملاهبت الله ترمنځ د ګمارونو، واک او د هغه د ځینو سخت دریځه فرمانونو پر سر د اخلافاتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د بوسنیا پولیس وایي، پلازمېنې سرايېوو ته نږدې د بلاژوج په کلي کې، د کډوالو کمپ ته څېرمه د کډوالو دوو قاچاق وړونکو ډلو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې شپږ کسان ټپیان شوي. د دوو کسانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.
د واشنګټن پوسټ د رپوټ له مخې، پېښه د دوشنبې په ماښام رامنځته شوې ده. له پېښې وروسته پولیسو د کډوالو پر کمپ چاپه ووهله، پلټنې یې وکړې او یو شمېر کسان یې ونیول.
د بوسنیا رسنۍ وایي، دغه نښته د افغانستان او پاکستان د کډوالو د قاچاق کوونکو ترمنځ شوې ده. راپورونه زیاتوي، چې له ټپیانو دوه کسان لا هم د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي.
دا ډول پېښې، چې د انساني قاچاق کوونکو ترمنځ د نفوذ او کنټرول پر سر رامنځته کېږي، د بالکان له لارې د اروپا پر لور د کډوالۍ په لاره کې وخت ناوخت تکرارېږي.
په ورته مهال، د شنبې په ورځ په سربیا کې هم یو کډوال د پولیسو سره د نښتې پر مهال ووژل شو. پولیس وایي، دا پېښه د یوه ناقانونه کمپ پر ضد د عملیاتو پرمهال شوې.

د قرغیزستان د ملي احصایې کمیټې د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ رُبع (جنورۍ–مارچ) کې افغانستان ته د ۱۸،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پټرول صادر کړي دي.
د رپوټ له مخې، قرغیزستان د روان میلادي کال له جنورۍ میاشتې نه تر مارچ پورې افغانستان ته ۴۰ میلیونه لیتره پټرول صادر کړي چې ارزښت یې ۱۸،۵ میلیونه ډالره دی.
دا د تېر کال له همدې مودې سره په پرتله ۱۰۵ برابره زیاتوالی ښيي.
د ۲۰۲۴ کال په همدې موده کې، قرغیزستان افغانستان ته یوازې ۳۸۴ زره لیتره پټرول صادر کړي وو چې ارزښت یې ۲۱۲ زره ډالر و.
په ۲۰۲۵ کال کې قرغیزستان هر لېتر پټرول په۴۰ سومه پلورلی چې شاوخوا ۳۲ افغانۍ کیږي.
افغانستان د قرغیزستان د موټرو د پټرولو تر ټولو ستر واردوونکی دی.
د افغانستان ترڅنګ، قرغیزستان د ۲۰۲۵ کال په همدغو درې میاشتو کې ازبکستان ته هم ۲،۵میلیونه لیتره پټرول صادر کړی، چې ارزښت یې یومیلیون ډالر ښودل شوی.