طالبان: په هرات کې د مېوو حاصلات د تېر کال په پرتله لس سلنه ډېر شوي

د هرات لپاره د طالبانو د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال د مېوو حاصلات شاوخوا ۴۰۰ زره ټنه اټکل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د هرات لپاره د طالبانو د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال د مېوو حاصلات شاوخوا ۴۰۰ زره ټنه اټکل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، د هرات لپاره د طالبانو د کرانې ریاست د کرنې پراختیا مدیر بشیر احمد احمدي په وینا، اوسمهال د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې له ۲۷هکټارو ډېر بڼونه شته، چې الو، زردالو، شفتالو او ګیلاس پکې شامل دي.
بڼوالان وایي، سږ کال د مېوو حاصل ښه دی او تمه لري چې ښه بازار هم ورته پیدا شي.

د باميان ولایت پخواني والي غلام علي وحدت له طالبانو سره بيعت وکړ. نوموړي په غزني ولایت کې په یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې د طالبانو د مشر د بښنې فرمان په هېواد کې د امن او سولې فضا رامنځته کړې ده.
دغه پخواني چارواکي له خلکو وغوښتل چې د "دښمنانو فریب " ونه خوري او د طالبانو د رژیم بشپړ ملاتړ وکړي.
وحدت ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د خلکو ملاتړ به امنیت ټینګ کړي. هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو اداره په رسميت وپېژني.
د شیعه وو عالي کمیسون د یکشنبې په ورځ په غزني کې د طالبانو په ملاتړ غونډه وکړه.
دغه کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې غونډه کې د تېر حکومت یو شمېر پخوانیو نظامیانو، لوړ پوړو چارواکو او کارکوونکو ګډون کړی و.
غلام علي وحدت په دې غونډه کې وويل چې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په ارام ژوند کوي. نوموړي د طالبانو له مخالفو پخوانيو پوځيانو او سياستوالو هم وغوښتل، چې هېواد ته ستانه شي.
طالبانو په دې وروستیو کې د شیعه وو عالي کمیسیون جوړ کړی او دا کمیسیون وخت په وخت په شیعه میشتو سیمو کې د طالبانو په ملاتړ غونډې کوي.
د یاد کميسون رییس محمد علي اخلاقي وويل چې دغه کميسيون به د ملت او طالبانو ترمنځ د پله په توګه کار کوي او د شيعه وو غوښتنې به تعقيبوي.
محمد علي واحدي په تېر حکومت کې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی و.
نوموړي په دې غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني.
علي د طالبانو د څلورو کلنو کړنو ستاينه وکړه او په بهر کې مېشتو سياسي څېرو يې وغوښتل چې هېواد ته ستانه شي.
له طالبانو د بامیان د پخواني والي بیعت او په هېواد کې دننه د یو شمېر هزاره وو ملاتړ په داسې حال کې دی چې دې ډلې حنفي فقه د قانون جوړونې او د قضیو د حل یوازینۍ ادرس اعلان کړی او په عملي توګه یې جعفري فقه چې په پخواني حکومت کې د شیعه وو د "شخصي قضیو" په اړه کارول کیده، له پامه غورځولې ده.
طالبان په داسې حال کې پخوانیو سرتېرو ته بلنه ورکوي، چې د نړيوالو موسسو د مستندو راپورونو له مخې په سلګونو سرتېري او د تېر حکومت د امنيتي ادارو غړی د طالبانو له خوا شکنجه شوي او وژل شوي دي.

د بغلان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند شیر احمد برهاني رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په ګزان او د دوشي په قره احمد سیمه کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله درې مېرمنې مړې شوې او ۸ کسان ټپیان دي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، طالب ویاند زیاته کړې چې د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په ګزان سیمه کې د ۳۰۳ ډوله موټر او پاسو موټر د ټکر له امله درې مېرمنې مړې او د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي.
دویمه پېښه د دوشي ولسوالۍ په قره احمد سیمه کې له سړک څخه د یوه کرولا موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې، چې ۵ تنه پکې ټپیان شوي.
د یادولو وړ ده، چې له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ټرافیکي پېښې په بېسارې توګه تر بل هر وخت ډېرې شوې، چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د جوازونو په ورکولو کې درغلي، زیات سرعت او د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول ګڼل کیږي.

د ازبکستان-افغانستان-پاکستان رېلپټلۍ چې د ازبکستان له تاشکند څخه د افغانستان د مزارشریف او لوګر له لارې د خیبر پښتونخوا تر کورمې ولسوالۍ غځېږي، تمه ده چې د منځنۍ او سویلي اسیا د نښلولو لپاره یوه مهمه پروژه وګرځي.
دا ۵۷۳ کیلومتره اوږده رېللار نه یوازې دا چې درې هېوادونه سره تړي، بلکې د ټولې سیمې لپاره ستراتیژیک، اقتصادي او سیاسي اهمیت لري.
د دغې رېللار پټلۍ ډېره برخه د افغانستان له خاورې تېرېږي؛ له شمالي ولایت بلخ (مزارشریف) نیولې، تر مرکزي ولایت لوګر پورې او له هغه ځایه بیا د خیبر پښتونخوا کورمې ولسوالۍ ته رسېږي.
ټاکل شوې ده چې د ۴.۸ میلیارده ډالرو په لګښت سره به دغه پروژه منځنۍ اسیا له پاکستاني بندرونو سره ونښلوي. دا پروژه به د سیمې سوداګري، اقتصادي پراختیا او سیمهییز اتصال ته پراخ فرصتونه برابر کړي.
د روان کال په پیل کې د ازبک ولسمشر شوکت میرضیایوف او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ترمنځ د تاشکند په غونډه کې پرېکړه وشوه چې درېواړه هېوادونه به یوه درېاړخیزه همغږې کوونکې کمیټه جوړوي.
یاده کمیټه به د پاتې تخنیکي مطالعاتو، مالي منابعو او د پلیتابه پر لارو چارو څارنه کوي، څو دا ۴.۸ میلیارد ډالري پروژه د ۲۰۲۷ کال تر پایه بشپړه شي.
د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان مرستیال لومړي وزیر په ټیلیفوني خبرو اترو کې د یواېپي رېلپټلۍ پروژې د تړون پر نهایی کېدو هوکړه وکړه.
ولې دا پروژه مهمه ده؟
تمه کېږي چې دا زیربنایي پروژه به د سویلي او مرکزي اسیا ترمنځ سوداګري او ترانزیتي نښلېدنه کې بنسټیز بدلون راولي.
دغه رېللار به د ازبکستان د ترمز له ښار څخه د افغانستان د مزارشریف او لوګر له لارې د کورمې ولسوالۍ "خرلاچي" ته غځیږي او له دې لارې پاکستان ته غځېږي.
پاکستاني چارواکي تمه لري، چې دا پروژه به د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د مالونو د لېږد موده تر پنځو ورځو راکمه کړي او د ترانسپورټ لګښتونه به لږ تر لږه ۴۰ سلنه کم کړي.افغانستان هم له دې پروژې نه مستفید کیږي، ځکه ستره برخه یې د افغانستان له خاورې تېریږي.
د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي ویلي: «دا رېلپټلۍ یوازې د مالونو د لېږد لپاره نه ده، بلکې دا د ۲۴۰ میلیونه پاکستاني وګړو اقتصادي امکانات خلاصوي، مرکزي اسیا ته د ګرمو اوبو بندرونو ته بېساري لاسرسی برابروي او د سیمې د سوداګرۍ بڼه بدلوي.»
د ازبک چارواکو په وینا، تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا رېلپټلۍ هر کال تر ۱۵میلیونه ټنه توکي ولېږدوي. د سیمې د هغو هېوادونو لپاره چې د سمندر له بندرونو بېبرخې دي، دا پروژه به نړیوالو بازارونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي دا پروژه «یوازې رېلپټلۍ نه، بلکې د باور پُل» او د سیمهییزې ډیپلوماسۍ یو «تاریخي پرمختګ» بللی دی.
د چین رول او سیمهییز بدلون
د ګلف نیوز د رپوټ له مخې، یاده پروژه د چین د «یو کمربند، یوه لاره» نوښت سره همغږې ده. شنونکي وايي، بیجینګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همغږۍ هڅونه کړې او دا د سیمې په نوي جیوپوليټیک کې د هند رول پیکه کولای شي.
د دې پروژې په پلیتابه سره د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د بار وړلو وخت ۵ورځې راکمیږي، د توکو لېږد ۴۰ سلنه ارزانه کېږي او د مرکزي اسیا هېوادونه له عربي سمندر سره نښلي.

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې ویلي، چې ددغه هېواد او طالبانو ترمنځ د نساجۍ په صنعت کې د همکاریو پراخولو پلان شته. تمه ده چې هر کال لږ تر لږه ۵۰ زره ټنه پنبه د صادراتو لپاره پروسس شي.
د دې ادارې مشر داورون وخابوف کابل او کندهار ته کاري سفرونه کړي او هلته یې د طالبانو له مسوولانو او د ځايي شرکتونو له استازو سره کتنې وکړې. په دې لیدنو کې یوه مهمه موضوع د نساجۍ او د فایبر پروسس کولو په برخه کې «هیله منوونکې پروژې» ګڼل شوې دي.
د ازبک رسنیو د رپوټونو له مخې، د طالبانو د دولتي نساجۍ شرکت له رییس عبدالحمید اخوندزاده سره د همکارۍ یو تفاهملیک لاسلیک شوی.
د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت خونه وايي، چې وخابوف د کندهار له صنعتي زون څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې د محلي ظرفیتونو پر بنسټ د ګډو فابریکو د جوړولو او د ازبکستان د تولید شویو ماشینونو د بیا فعالولو او ترمیمولو امکانات وڅېړل.
یاده خونه وايي، چې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې لږ تر لږه ۵۰ زره ټنه پنبه به پروسس شي.
افغانستان به ازبکستان ته د پنبې تار صادروي او له ازبکستان څخه به رنګ شوي ټوکر صادریږي.
د روان کال په مارچ میاشت کې وخابوف د مزارشریف د نساجي فابریکې څخه هم لیدنه کړې وه. دواړو خواوو د پنبې فایبر او تار د صادرولو او د نساجي موادو او نیمه تیارو توکو د رانیولو هوکړه کړې وه.

د عزیزي ګروپ رییس میرویس عزیزي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ، چې ددغه هېواد په ودانیز سکتور کې درې میلیارده ډالره پانګونه کوي.
میرویس عزیزي د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې په دغه سفر کې یې د قزاقستان له مهمو دولتي چارواکو سره جلا-جلا لیدنې ترسره کړې، چې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر فرصتونو یې تمرکز درلود.
په دغه سفر کې، د عزیزی شرکت رییس د قزاقستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر مراد نورتلیو سره د هغه په دفتر کې کتلي او یاد قزاق چارواکي ژمنه کړې، چې د قزاقستان دولت به د عزیزي شرکت پانګونو ته پوره ملاتړ او لازمي اسانتیاوې برابرې کړي.
عزیزي وايي، چې د سفر په لړ کې یې د قزاقستان د پلازمېنې استانې او الماتا ښارونو له ښاروالانوسره په لیدنو کې د ساختماني سکتور د پانګونې فرصتونه، شرايط او طرحې څیړلي دي.
د عزیزی شرکت د پلان له مخې، ټاکل شوې په قزاقستان کې شاوخوا ۳میلیارده ډالره پانګونه وشي، چې یوه مهمه برخه به یې د دغه هېواد په یوه ښار کې تر ټولو لوړې ودانۍ جوړولو ته ځانګړې شي.
نوموړی وايي، د دې پروژې د عملي کېدو لپاره به تخنیکي ټیم ډېر ژر د لوی اختر له رخصتیو وروسته قزاقستان ته سفر وکړي او خپلې سروي او تخنیکي ارزونې به پیل کړي.
