تمه کېږي چې دا زیربنایي پروژه به د سویلي او مرکزي اسیا ترمنځ سوداګري او ترانزیتي نښلېدنه کې بنسټیز بدلون راولي.
دغه رېللار به د ازبکستان د ترمز له ښار څخه د افغانستان د مزارشریف او لوګر له لارې د کورمې ولسوالۍ "خرلاچي" ته غځیږي او له دې لارې پاکستان ته غځېږي.
پاکستاني چارواکي تمه لري، چې دا پروژه به د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د مالونو د لېږد موده تر پنځو ورځو راکمه کړي او د ترانسپورټ لګښتونه به لږ تر لږه ۴۰ سلنه کم کړي.افغانستان هم له دې پروژې نه مستفید کیږي، ځکه ستره برخه یې د افغانستان له خاورې تېریږي.
د ازبک چارواکو په وینا، تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا رېلپټلۍ هر کال تر ۱۵میلیونه ټنه توکي ولېږدوي. د سیمې د هغو هېوادونو لپاره چې د سمندر له بندرونو بېبرخې دي، دا پروژه به نړیوالو بازارونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي.
•
•
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي دا پروژه «یوازې رېلپټلۍ نه، بلکې د باور پُل» او د سیمهییزې ډیپلوماسۍ یو «تاریخي پرمختګ» بللی دی.
د چین رول او سیمهییز بدلون
د ګلف نیوز د رپوټ له مخې، یاده پروژه د چین د «یو کمربند، یوه لاره» نوښت سره همغږې ده. شنونکي وايي، بیجینګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همغږۍ هڅونه کړې او دا د سیمې په نوي جیوپوليټیک کې د هند رول پیکه کولای شي.
د دې پروژې په پلیتابه سره د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د بار وړلو وخت ۵ورځې راکمیږي، د توکو لېږد ۴۰ سلنه ارزانه کېږي او د مرکزي اسیا هېوادونه له عربي سمندر سره نښلي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د راپور له مخې؛ په خوشې شویو بدنیانو کې څلور مېرمنې او ۵ تنه ماشومان هم شامل دي.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه خوشې شوي کسان په کومو جرمونو زندانیان شوي وو.
د لغمان لپاره د طالبانو والي شیخ شېر احمد حقاني خوشې شویو بندیانو ته ویلي، « زندان د اصلاح ځای دی او باید له دې وروسته له جرمونو لاس واخلئ او په راتلونکې کې هڅه وکړئ، چې ستونزې د محاکمو له لارې حل کړئ؛ تر څو بیا ځلي کوم جرم ونه کړئ.»
په دغو زندانونو کې نه یوازې نارینه؛ بلکې د بشري حقونو او د زدهکړو ښځینه فعالانې هم له دغو ځورونو سره مخ شوې دي او ځینو لا ادعا کړې، چې طالبان په دغو زندانونو کې پر مېرمنو جنسي تېري کوي.
له پاکستان او ایران څخه وروسته تاجکستان هم د افغان کډوالو جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ په لسګونه افغانان تر نیولو وروسته افغانستان ته په جبري توګه لېږدوي.
دغه سرچینه زیاتوي، سره له دې چې په تاجکستان کې مېشت افغان کډوال په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري؛ خو بیا هم نارینه، ښځې او ان تر ۱۵ کالو لوړ عمر لرونکي ماشومان د پولیسو لهخوا نیول کېږي او افغانستان ته په جبري توګه ستنول کېږي.
سره له دې چې د اېستل شویو کډوالو د کره شمېرو په تړاو معلومات نشته؛ خو تاجکستاني چارواکي ادعا کوي، چې یوازې هغه افغانان له دغه هېواده باسي چې په تاجکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر تر دې وړاندې له تاجکستان څخه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړې وه.
تر دې وړاندې (د غبرګولي په ۱۰مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې ۴۹ افغان کډوال له تاجکستان نه افغانستان ته په لومړي ځل ستانه کړل شوي دي.
دغه وزارت ویلي و، چې یاد کډوال (د غبرګولي په ۷مه او ۸مه نېټه) د کندوز ولایت، شېر خان بندر له لارې افغانستان ته اېستل شوي دي. له تاجکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر تر هغه وروسته پیل شو، چې له تېر یو نیم کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغانان په جبري توګه اېستل کېږي او دغه لړۍ لا هم په چټکۍ سره روانه ده.
د یادولو وړ ده، چې زرګونه کسان د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته د ایران، پاکستان او تاجکستان په ګډون د سیمې هېوادونو ته په قانوني او ناقانونه توګه کډوال شوي. ډېری دغه کسان د دولت پخواني مامورین، خبریالان، د مدني ټولنې فعالان، د ښځو د حقونو فعالان او هغه کسان دي، چې له ګواښ سره مخ دي.