• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عليمه خان: له عمران خان څخه غوښتل شوي، چې حکومت ومني او د مئ ۹مې پېښې په اړه بښنه وغواړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۳ GMT+۱
placeholder

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران خان خور عليمه خان د کوم چا د نوم اخیستلو پرته ویلي، عمران خان ته ویل شوي چې حکومت ومني او د مئ نهمې نېټې پېښې په اړه بښنه وغواړي.

عليمه خان د ترهګرۍ ضد محکمې بهر رسنیو سره په خبرو کې ويلي، له هغه وخت راهیسې چې د احتجاج غوښتنه شوې؛ داسې خبرونه خپرېږي چې عمران خان به (د جون په ۵مه) خوشې شي.

له بل پلوه عمران خان ویلي، چې عمر ایوب به د تحریک انصاف ګوند ټول مسوولیت په غاړه واخلي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

خامنه‌یي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۴۱ GMT+۱

د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌‌یي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ. هغه وایي:« امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هیڅ نشي کولی.»

تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی و، که تهران دغه وړاندیز رد کړي؛ نو له «جدي پایلو» سره به مخ شي.

نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د روح الله خمیني په ۳۶م تلین کې د وینا پرمهال کړې دي.

هغه وایي:« د امریکا لومړۍ خبره دا ده، چې ایران باید اټومي صنعت ونه لري.»

طالبان: د پاکستان له زندانونو ۱۴ تنه خوشې شوي افغانان افغانستان ته ستانه کړل شول

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې (د غبرګولي په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه) د پاکستان له زندانونو ۱۴ تنه خوشې شوي افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کسان د اسنادو په لرلو سره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.

دغه وزارت زیاتوي، چې دغه کسان د یوې ورځې څخه نولې تر ۳ ورځو پورې په زندان کې ساتل شوي وو.

تېره ورځ هم دغه وزارت ویلي و، چې نږدې ۵۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان به د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري وکړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱

د هند اېکانومېک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان به په روان ۲۰۲۵کال کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري وکړي.

د راپور له مخې؛ پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد کمېټې ۱۵ کسیزې ادارې د مرستیال په توګه وټاکل شو.

په راپور کې راغلي، چې پاکستان به پر طالبانو د ۱۹۸۸کال د بندیزونو کمېټې مشري وکړي.

دغه کمیټه د طالبانو اړوندو کسانو، ډلو او ادارو د شتمنیو کنګلولو، د سفر بندیزونو او د وسلو بندیزونو د لګولو مسوولیت لري.

سربېره پر دې ډنمارک به د داعش او القاعدې پورې اړوند د ۱۲۶۷ بندیزونو کمیټې مشري وکړي او روسیه او سیرالیون به په ۲۰۲۵کال کې د دغه کمیټې مرستیالان وي.

پاکستان به د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کلونو لپاره د امنیت شورا غیر دایمي غړی وي.

سره له دې چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له‌خوا د سفر بندیزونه لګول شوي دي؛ خو بیا هم د طالبانو یوشمېر لوړپوړو چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې په دوامداره توګه ګڼو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

اسراییل د سوریې توغندیزو بریدونو په ځواب کې د دغه هېواد سوېلي برخې په نښه کړې دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۴۹ GMT+۱

د اسراییل پوځ وایي، چې د سوریې له خاورې څخه د جولان سیمې په لوړو د توغندیو له لګېدو ورسته یې د سوریې په سوېل کې ځینې موخې په نښه کړې دي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي پرمختګونو وروسته یو ځل بیا کړکېچ زیات شوی دی.

اسراییلي پوځ د سې شنبې په ورځ ویلي، چې دوه توغندي د سوریې سوېل د "تاسل" له سیمې څخه توغول شوي وو چې د جولان په لوړو کې د «رمات مغشیمیم» ښارګوټي ته نږدې سیمو کې لګېدلي دي.

بل خوا د اسراییل پولیسو هم د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د دواړو توغندیو د لګېدو ځای موندل شوی او دغه بریدونه تلفات نلري.

شریف: د هند نیابتي ډلو ته باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د هند د نیابتي ډلو له‌خوا د پاکستان پر وړاندې وکارول شي.

د بېزنس ریکارډر وېب‌پاڼې د راپور له مخې؛ شهباز شریف پېښور ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان سره د همکارۍ د زیاتوالي په بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی.

هغه په پښتونخوا کې د قبایلي مشرانو یوې جرګې ته په وینا کې وویل، « موږ د هند له‌خوا د تمویل کېدونکو ترهګریزو شبکو د له منځه وړلو لپاره پوره چمتووالی لرو او د سولې لپاره په مبارزه کې د دغه سیمې د خلکو د بې سارې قربانۍ ستاینه کوو.»

په دغه هېواد کې وروستیو ناکراریو د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او نور لوړپوړي پوځي او سیاسي چارواکي اړ اېستي، چې د پاکستان ناکراره سیمو ته سفرونه وکړي.

‏بل خوا د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (پي ای سي اېس اېس) په خپل تازه څېړنیز راپور کې لیکلي، چې په تېره مئ میاشت کې په پاکستان کې ۸۵ بریدونه شوي، چې ۱۱۳ تنه پکې وژل شوي او ۱۸۲ نور بیا ټپیان دي.

په راپور کې راغلي، چې د مئ میاشتې په بریدونو کې د اپرېل میاشتې پرتله پنځه سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغه مرکز د میاشتنۍ امنیتي ارزونې له مخې؛ په مئ میاشت کې ۸۵ وسله‌وال بریدونه ثبت شوي، چې د اپرېل په میاشت کې د ۸۱ بریدونو څخه یو څه زیات دي.

په وژل شويو کې ۵۲ تنه د پاکستان امنیتي سرتېري، ۴۶ ملکي وګړي، ۱۱ وسله‌وال او د امن کمیټې څلور غړي شامل دي.

په ټولیزه توګه په دغه بریدونو کې ۱۸۲ کسان ټپیان شوي، چې ۱۳۰ یې ولسيي وګړي، ۴۷ د پاکستان امنیتي پرسونل، څلور وسله‌وال او د سولې کمیټې یو غړی هم پکې شامل دی.

د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز د شمېرو له مخې؛ ډېری بریدونه په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي دي.

د دغه هېواد چارواکي په پاکستان کې د روانو ناکراریو پړه پر طالبانو ور اچوي او وایي، چې د افغانستان په خاوره کې یې ترهګرو ته خوندي پتنځایونه ورکړي؛ خو طالبانو دغه ادعاوې تل رد کړې دي او دا یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.