د اوکراین په پلازمېنه د روسیې په هوايي برید کې څلور کسان وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي

اوکرایني چارواکو خبر ورکړی، چې روسیې د شپې ناوخته د اوکراین په پلازمینه توغندیز او ډرون بریدونه کړي چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
رویټرز خبري اژانس د کیف پوځي ادارې له حوالې لیکلي، چې د ښار د میټرو ټرانسپورټ سیسټم د روسیې د برید له امله ګډوډ شوی دی.