ایا مصنوعي ځیرکتیا یو فکري انقلاب رامنځته کوي؟

د ټېکنالوژۍ د پرمختګ په درشل کې ډېری متخصصان او څېړونکي دا باور لري چې مصنوعي ځیرکتیا یا Artificial Intelligence ښايي «فکري انقلاب» رامنځته کړي یا د انسانانو د فکر کولو او پرېکړو کولو په لار کې یو لوی بدلون راولي.
د سوېلي کارولينا پوهنتون د پروفيسور ولفګنګ ميسنر د څېړنې پر بنسټ، مصنوعي ځيرکتيا په پيل کې د انسان د دماغ د تقليد لپاره رامنځته شوې وه، خو نن ورځ دا ټېکنالوژي د انسان په ورځني ژوند کې له ليکلو او ډيزاين نه نيولې تر پرېکړو کولو او کاري او ښوونیز چاپېريال پورې، د دماغ رول د رول بدلېدو پر لور روانه ده.
نن ورځ ګرافیک ډیزاینران د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته لوګو جوړوي، بازار موندونکي پېرودونکي ارزوي، زده کونکي مقالې لیکي او پروفیسوران او استادان هم له دې وسایلو نه کار اخلي. دې بدلونونو نوي فرصتونه او اندېښنې دواړه رامنځته کړي دي.
نوې څېړنې ښيي چې د مصنوعي ځيرکتيا کارول کولای شي خلکو ته د لا ډېر خلاقو نظریو په تولید کې مرسته وکړي، خو له دې سره هممهاله دا خطر هم شته چې فکري تنوع او بېلابېلې لیدلوري لهمنځه لاړ شي، ځکه چې دا ټېکنالوژۍتر ډېره د منځنۍ او وړاندوينې وړ ځوابونه ورکولای شي.
همداراز ليدل شوي چې که خلک د مصنوعي ځیرکتیا له پرېښودو وروسته خپلو عادي کارونو ته دوام ورکړي ښايي ډېرې غلطۍ او تېروتنې وکړي، ځکه دلیل دا دی چې خپل پخواني ذهنونه ټول پر هماغې ټېکنالوژۍ عادت کړي دي.
د ګلف ورځپاڼې په یوې مقاله کې لیکل شوي دي چې کارپوهان باور لري او خبرداری ورکوي چې که خلک پر مصنوعي ځیرکتیا ډېره تکیه وکړي، نو ښايي اصلي فکري او ذهني مهارتونه او انساني تخلیقونه کمزوری شي.
مصنوعي ځیرکتیا کولای شي یو لړ کارونه اسانه کړي او ان د زدهکړې او نوښت لپاره نوي فرصتونه برابر کړي، خو دا په دې پورې اړه لري چې انسانان یې څنګه کاروي.
اوس يو لوی مسوولیت د استادانو، کارپوهانو او پرېکړهکوونکو او په ټوله کې د انسانانو پر غاړه دی چې د راتلونکي لاره داسې برابره کړي څو هم د مصنوعي له وړتياوو ګټه واخيستل شي او هم د انسانانو خلاقیت خوندي پاتې شي.