ملګرو ملتونو په غزه کې د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له زیاتوالي خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، په غزه کې له پنځو کلونو څخه کم عمره له ۲۷۰۰ څخه زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، په غزه کې له پنځو کلونو څخه کم عمره له ۲۷۰۰ څخه زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.
ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې د مئ میاشتې په دویمه نیمایي کې د پنځو کلونو څخه کم عمره نږدې ۴۷زره ماشومان چې د خوارځواکۍ لپاره یې ازموینه اخیستل شوې وه؛ ۲۷۳۳ یې له سختې خوارځواکۍ کړیږي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د راپور له مخې؛ د هغو ماشومانو شمېر چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او باید په روغتون کې بستر شي، د مئ په میاشت کې د تېرو میاشتو پرتله شاوخوا دوه چنده زیات شوی دی.