په پښتونخوا کې د ګازډبې چاودنې له امله ۶ کسان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي

د پښتونخوا پولیس وايي، چې په مردان کې د شنبې په ورځ د ګازډبې چاودنې شپږ کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د مردان د پوليسو افسر ظهور بابر افريدي د مرګ ژوبلي پخلی کړی او ویلي دي، چې چاودنه د ګازبې له امله رامنځته شوې ده.