د اسراییل پوځ په غزه کې د یوه تايلنډي یرغمل شوي کس مړی موندلی دی

اسراییلي پوځیانو د غزې په سوېل رفح ښار کې د یوه تایلنډي یرغمل شوي کس مړی موندلی دی. د اسراییل د لومړي وزیر دفتر وایي، دغه کس پینټا ناتاپونګ نومېده او د اکټوبر په اوومه د حماس د برید پر مهال تښتول شوی و.
