• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خېبر پښتونخوا کې د قربانۍ څاروي یو کس وژلی او پنجاب کې بیا ورته پېښو «۱۴۴تنه»‌ ټپیان کړي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۰۱ GMT+۱

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا د سوابۍ ولسوالۍ اړوند په ټوپۍ سیمه کې د لوی اختر په لومړۍ ورځ د قربانۍ څاروي یو تن وژلی دی. راپور زیاتوي، چې د پاکستان په پنجاب ایالت کې بیا «۱۴۴کسان» د حلالـې پر مهال څارویو ټپیان کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د ټپیانو له ډلې «۳۳کسانو» ژور زخمونه لرل چې د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د اختر په مناسبت؛‌ ازبکستان له طالبانو سره نږدې «۲۰۰سوه ټنه» بشري مرسته کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۵۰ GMT+۱

ازبکستان د اختر په مناسبت له طالبانو سره د خوراکي توکو په ګډون «۱۸۳زره ټنه بشري» مرسته کړې ده. د طالبانو تر ادارې لاندې د بلخ ملي راډیو ټلوېزیون خبر ورکړی، چې دا مرستې شنبه د (غبرګولي ۱۷مه) په حیرتانو بندر کې کې د ازبکستاني چارواکو له لوري طالبانو ته سپارل شوې دي.

د مرستو د سپارلو په دې مراسمو کې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله اله اېرګاشیف او د یاد هېواد د یو شمېر نورو چارواکو تر څنګ په بلخ کې د طالبانو د والي مرستیال نور الهادي هم ګډون درلود.

په ترمز ښار کې د ازبکستان سرحدي چارواکو رسنیو ته وویل، چې دا مرستې یې د ولسمشر شوکت میرضیاییف په لارښوونه بلخ ته استولي دي. په دې بشري مرستو کې اوړه، وریجې، بوره، پاستا، غوړي، لوبیا او یوشمیر نور خواږه شامل دي.

تر دې پخوا ازبکستان د تېر کوچني اختر او نوروز په مناسبتونو کې هم له افغانستان سره د شاوخوا دوه سوه ټنه خوراکي موادو مرستې کړې وې.

امریکا کې یو پخوانی افغان سرتېری نیول شوی او د پناه غوښتنې دوسیه یې هم لغوه شوې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۲ GMT+۱

د مخکني جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته امریکا ته یو لېږدول شوی افغان سرتېری د یاد هېواد د کډوالۍ فدرالي مامورینو لخوا د ټکزاس ایالت د هیوسټن ښار په یوه سیمه کې له خپل کور څخه نیول شوی دی.

د هغه وکیل وایي، دغه کس د پناه غوښتنې له ملاتړ څخه بې برخې شوی او کورنۍ یې هم د اېستلو له ګواښ سره مخ ده.

د دغه پخواني افغان سرتېري وکیل علي ذکریا ویلي، موکل یې اته ماشومان لري چې دوه یې په تېرو څلورو کلونو کې په امریکا کې زېږېدلي دي. نوموړي د موکل د نوم له افشا کولو ډډه کړې، ځکه د امنیتي لاملونو له کبله دا کار خوندي نه ګڼي.

وکیل وايي، دا افغان سرتېری د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې، هغه مهال چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د امریکا د پوځ لخوا دې هېواد ته لېږدولشوی. د امریکا ځینو ځایي رسنیو د دغه وکیل له قوله راپور ورکړی، چې دغه پناه‌ غوښتونکی په افغانستان کې د امریکایي عسکرو او افغان سرتېري د یوه ګډ پوځي مرکز ساتونکی و.

ویل شوي چې نوموړی افغان شاوخوا یوه میاشت وړاندې نیول شوی دی. وکیل یې زکریا زیاتوي: «نوموړی هېڅ ډول جرمي مخینه نه لري. پر هغه هیڅ تور نه دی لګېدلی او تر دې مخکې هېڅکله هم په امریکا کې نه و نیول شوی».

د وکیل په وینا، موکل یې د امریکا د حکومت له خوا د ځانګړي «پرول» نومې پروګرام له مخې دې هېواد ته وړل شوی، چې د کډوالۍ لپاره ټاکلي شرایط یې هم پوره کړي. د هغه د پناه غوښتنې قانوني وضعیت تر روان کال پورې هم نافذ دی، خو د امریکا د سرحدي پولیسو یو افسر ورته ویلي: «موږ ټول اسناد لغوه کړي او ته نور قانوني حالت نه لرې».

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرول په نوم هغه موقتي مهاجرتي پروګرام لغوه کړی، چې پر بنسټ یې ځینو پناه ‌غوښتونکو ته د لنډ مهالي پاتې کېدو اجازه ورکول کېده. د امریکا د کورني امنیت وزیرې په می میاشت کې اعلان وکړ چې د افغان پناه ‌غوښتونکو لپاره د لنډ مهالي خوندي وضعیت موده به د ۲۰۲۵ کال د جولای تر ۱۴مې پای ته ورسېږي.

د وکیل په وینا، دا یوازې د هغه موکل ستونزه نه ده، بلکې لږ تر لږه زر افغانان په په هیوسټن ښار کې او شاوخوا ۲۰ زره تنه په ټوله امریکا کې اوس هم د پناه غوښتنې په حالت کې دي. دا ټول هغه کسان دي چې د تېرو دوو لسیزو جګړې پر مهال یې له امریکایي پوځ سره مرسته کړې او وروسته امریکا ته وړل شوي دي.

وکیل یې ټینګار کوي، دا پخوانی سرتېری او ورته نور افغانان په ناقانونه توګه امریکا ته نه دي ورغلي، بلکې د امریکایي چارواکو له خوا لېږدول شوي او باید نیولو تر څنګ یې له اېستلو څخه هم ډډه وشي.

د ایران تازه ادعا؛ وایي، د اسراییل حساس اټومي اسناد یې ترلاسه کړي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۱

د ایران استخباراتي ادارې ادعا کړې. چې د اسراییل د حساسو اټومي اسنادو یوه لویه زیرمه یې ترلاسه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ترلاسه شویو اسنادو کې ځینې یې د اسراییل د اټومي پلانونو او تاسیساتو پورې اړه لري.

د ایرانی یو شمېر دولتي رسنیو د نامعلومو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې که څه هم د اسنادو د ترلاسه کولو عملیات څه موده وړاندې ترسره شوي، خو د موادو ډیروالي او په خوندي ډول لېږد یې اړتیا درلوده چې پټ پاتې شي، تر څو خوندو سیمو ته یې رسېدل ډاډمن شي.

له دغه موضوع سره بلدو سرچینو وویل: «دا اسناد دومره په پراخه کچه دي چې د انځورونو او وېډیوګانو بیا لیدل به یې د پام وړ وخت ونیسي».

اسراییل لا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي او دا روښانه هم نه ده چې ایا دا اسناد تېر کال د یاد هېواد د اټومي څېړنیز مرکز د هېک کېدو مساله سره څه تړاو لري که نه، چې تهران یې اوس د خپل اټومي پروګرام په اړه د زیاتېدونکي کړکېچ پر مهال افشا کول غواړي.

امرالله صالح: ټول ګیدړان او طالبان سره یو ځای شوي دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام پخوانی مرستیال ولسمشر امرالله صالح وایي، چې غوښتل یې د طالـبانو د یوه محرم سند پر بنسټ د حزب التحریر، داعـش خراسان ډله او د طالـبانو ترمنځ توپیر روښانه کړم، خو خبر نه وم چې ټول ګیدړان سره یو ځای شوي دي.

هغه شنبه د (غبرګولي ۱۷مه) نېټه پر اېکس پاڼه لیکلي، طالبان دغه دواړه ډلې ( حزب التحریر او داعش خراسان ) د «سي ای اې» او «موساد» نیابتي ډلې ګڼي، خو اوس دوی خپله ثابتوي چې درې واړه یو دي.

صالح‌وایي: «وروسته مې پام شو، چې د حزب التحریر او داعش خراسان ډلې ډیر شمېر هغو غړو چې اېکس خواله رسنۍ کاروي، زما خبره ناسمه ثابته کړه، ځکه دوی وویل، مونږ د طالبانو وروڼه یو او تاسې یو جاسوس یاست، کوښښ مه کوه چې مونږ له یو بل جلا کړې».

د مخکني جمهوري نظام دا مرستیال زیاتوي. «دا هم هغه غږ دې چې اورېدل مې یې غوښتل، زه له تاسې سره ژمنه کوم چې هېڅکله به مو سره جلا نه کړم». صالح داسې مهال دا څرګندونې کوي چې دعش والې ډلې په تېرو نږدې څلور کلونو کې د طالبانو یو شمېر مهم غړي په خپلو بریدونو کې وژلي دي.

همدا راز طالبانو ادعا کړې چې داعش ډله یې په افغانستان کې سخته ځپلې او دغه ډلې د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې پناه ځایونه ترلاسه کړي‌ دي.

منظور پښتین په اختریز پېغام کې د ظالم پر وړاندې پښتنو ته د بري دوعا کړې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۱ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپل اختریز پېغام کې پښتانه محکوم او مظلوم بللی دي. هغه هیله څرګنده کړې چې دغه قوم د ظالمانو پر وړاندې یووالی غوره کړي، څو پرې بریالي شي.

هغه د (غبرګولي ۱۶مه) په خپل پېغام کې زیاته کړې: «د الله تعالی څخه دوعا غواړو چې پښتنو ته د ظالم پر وړاندې اتحاد، تنظیم او داسې عمل ور نصیب کړي چې مظلوم بریالی او‌ ظالم نسکور شي». د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پښتون قوم د حقونو غوښتلو په لاره کې وژل شویو کسانو او د زندانیانو کورنیو ته د اختر ځانګړي مبارکي ویلې ده.