• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تر دوو زرو ډېرې پېښې؛ په پښتونخوا کې د لوی اختر په رخصتیو کې ۵۵ کسان مړه شول

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۲۵ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، په خېبرپښتونخوا کې د لوی اختر تېرو درېیو ورځو په اوږدو کې ۵۵ کسان مړه او ۴۳۱ نور ټپیان شوي دي. د موټرو ټکر، اورلګېدنې، په اوبو کې ډوبېدل او نورې پېښې د دې کسانو د مړه کېدو لاملونه بلل کېږي.

په راپور کې چې د دوشنبې په ورځ (د جون ۹مه) خپور شوی، راغلي چې ترټولو ډېر ۱۴ کسان د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې او ۱۳ نور بیا په پېښور ښار کې مړه شوي دي.

هري پور، نوشېره، هنګو، کُرمه، دېره اسماعېل خان، بنو، بونیر او بټ‌ګرام یو بل پسې هغه سیمې دي، چې د لوی اختر په تېرو درېیو ورځو کې د مرګونو پېښو شاهدانې وې.

د پاکستان ډان ورځپاڼه همداراز وايي، چې په دې ورځو کې تر دوو زرو ډېرې پېښې ثبت شوي دي، چې په‌کې طبي قضیې، د موټرو ټکرونه، اورلګېدنه، جرمونه او ډوبېدل شامل دي.

د راپور پر بنسټ، یوازې په پېښور ښار کې د ژغورنې ټیمونو له‌خوا ۴۱۸عملیات ترسره شوي او ۴۳۱ ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

راپور زیاتوي چې د پاکستان ریسکیو ۱۱۲۲ ادارې د سیلانیانو او ځايي خلکو د خوندیتوب ډاډمنتیا لپاره په تفریحي سیمو کې روغتیایی سیار مرکزونه جوړ او د سیندونو او بندونو په اوږدو کې یې د اوبو د ژغورنې ټیمونه ځای پر ځای کړي وو.

د یادونې ده، چې دا په تېرو څو کلونو کې په خېبرپښتونخوا کې د اختر د رخصتیو پرمهال دومره درنه مرګ‌ژوبله رامنځته کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په لکي مروت کې د پاکستاني طالبانو درې وسله وال وژل شوي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۳ GMT+۱

له پاکستاني طالبانو سره تړلي درې وسله وال د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت کې له پولیسو او د امن کمېټې له غړو سره په نښته کې وژل شوي. د پاکستاني طالبانو اړوند سرچینو ویلي چې وسله وال یې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی، چې د وژل شویو کسانو په منځ کې «چوټا وسیم» هم شامل دی چې د تحریک طالبان پاکستان سیمه‌ییز قوماندان ګڼل کیږي.

په پیل کې د پاکستاني طالبانو اړوند یو شمېر رسنیو ویلي و، چې پنځه وسله وال د بې پيلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې وژل شوي، خو پولیسو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دغه کسان د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

دغه نښته هغه وخت رامنځته شوه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په سیمه کې عملیات پیل کړل.

رپوټونه وايي، چې پولیسو دغه عملیات د سیمې د امن کمیټې په همکارۍ ترسره کړي او یو تن پولیس هم پکې وژل شوی.

لکي مروت له تېرو میاشتو راهیسې د طالبانو د بیا فعالیدو شاهد دی.

تر دې دمه د پولیسو او ځايي امنيتي ځواکونو له لوري کومه مرګ ژوبله نه ده رپوټ شوې.

تحریک طالبان پاکستان په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

علي امین ګنډاپور: مرکزي حکومت دې له طالبانو سره په خبرو کې د ایالتي جرګې غړي هم شامل کړي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۳۱ GMT+۱

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، چې د پاکستان مرکزي حکومت له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي. هغه د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د ایالتي جرګې غړي دې هم په دغه خبرو اترو کې شامل کړي.

څه موده وړاندې ګنډاپور په یوه خبري غونډه کې ویلي و، چې د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یوه جرګه کابل ته استوي؛ خو د ګنډاپور دغه څرګندونې د پاکستان د مرکزي حکومت د نیوکو سره مخامخ شوې.

هغه مهال د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي و، چې د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور او والي فیصل کریم کنډي ته به دا اجازه ورنه کړي چې له طالبانو سره په خپلواک ډول معامله وکړي.

نوموړي زیاته کړې وه: «د دفاع او بهرنیو چارو مسایل په قانون کې ډېر روښانه دي؛ نو پر دې اساس د حقوقي او قانوني پلوه له طالبانو سره د خبرو اترو موضوع یوه فدرالي موضوع ده.»

د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته تر دې وړاندې ګېله کړې وه، چې افغانستان ته یې په خپل سفر کې د پښتونخوا حکومت نه دی شامل کړی. هغه ویلي و، د پاک-افغان خبرو اترو تر ټولو لوی اړخ پښتونخوا ایالت دی؛ چې له دې خبرو پاتې کړل شوی.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز د ښاغلي ګنډاپورپه حوالې راپور ورکړی، چې پښتونخوا اوس کولای شي د خپلو عوایدو څخه د دغه هېواد فدرالي حکومت ته هم پورونه ورکړي.

د لوی اختر په مناسبت طالبانو او د پاکستان پوله ساتو ځواکونو یو بل ته خواږه ډالۍ کړي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۳۱ GMT+۱

د لوی اختر په مناسبت د ډیورنډ په کرښه انګور اډه کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو او طالبانو یو بل ته خواږه ډالۍ کړي دي.

د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو سیمه‌ییز قوماندان طالبانو ته د اختر مبارکۍ ویلو پر مهال طالب ځواکونو ته خواږه ورکړي او طالبانو یې هم په بدل کې پاکستاني ځواکونو ته خواږه ډالۍ کړي دي.

د پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې؛ دغه اقدام داسې مهال شوی، چې په تېرو څلورو کلونو کې د دواړه خواوو پوله ساتو په ډیورنډ فرضي کرښه په وار، وار نښتې کړې او په پایله کې یې د دواړو خواوو یو شمېر ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

شنونکي په دې باور دي، چې په وروستیو ورځو کې د چین په منځګړتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شوې دي.

چین په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربه‌توب وکړ او تر ناستې وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دواړه خواوې به خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د شارژدافیر څخه سفیر ته لوړې کړي.

له دې اعلان وروسته، طالبانو او اسلام اباد د سفیرانو په کچه خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې.

منظور پښتین په اختریز پېغام کې د ظالم پر وړاندې پښتنو ته د بري دوعا کړې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۱ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپل اختریز پېغام کې پښتانه محکوم او مظلوم بللی دي. هغه هیله څرګنده کړې چې دغه قوم د ظالمانو پر وړاندې یووالی غوره کړي، څو پرې بریالي شي.

هغه د (غبرګولي ۱۶مه) په خپل پېغام کې زیاته کړې: «د الله تعالی څخه دوعا غواړو چې پښتنو ته د ظالم پر وړاندې اتحاد، تنظیم او داسې عمل ور نصیب کړي چې مظلوم بریالی او‌ ظالم نسکور شي». د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پښتون قوم د حقونو غوښتلو په لاره کې وژل شویو کسانو او د زندانیانو کورنیو ته د اختر ځانګړي مبارکي ویلې ده.

پېښور کې نن (جمعه) د افغان کډوالو د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۲۸ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې یو شمېر خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې نن د جمعې ورځ د (غبرګولي ۱۶مه) د افغان کډوالو له لوري د لوی اختر لومړۍ ورځ نمانځل شوې او لمونځونه یې هم ادا کړي دي.

د معلوماتو له مخې؛ کارخانو، بورډ بازار، تاج اباد، دانش اباد او څمکنۍ هغه سیمې دي، چې نن په کې افغان کډوالو د قربانۍ اختر لومړۍ ورځ نمانځلې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او پاکستان د نورو اسلامي هېوادونو برعکس سبا د شنبې ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) د ستر اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

په خواله رسنیو کې د طالبانو دغه پرېکړې د افغانانو ترمنځ سخت غبرګونه راپارولي او له اسلامي نړۍ څخه یې دغه ډول جلا والی غندلی دی.

له دې سره، سره د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغانانو نن د (جمعې ورځ) د لوی اختر د لومړۍ ورځې لمونځونه ادا کړي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د سعودي عربستان د اعلان برعکس اخترونه لمانځلي دي؛ خو د افغانستان مخکیني جمهوري نظام د سعودي عربستان او نړۍ نورو هېوادونو سره په ګډه د اختر ورځې نمانځلې.