• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند په پرېوتې الوتکه کې ۵۳ بریتانیایي وګړي هم سپاره وو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱

هندوستان ټایمز وايي، چې د هند د ګجرات ایالت په احمد اباد کې پریوتې الوتکه کې ۵۳ بریټانيايي، اووه پرتګالي وګړي، یو تن کاناډایی او ۱۶۹ هندیان سپاره وو. دغه الوتکه نن د پنجشنبې په ورځ د احمداباد له هوایي ډګره تر الوتلو پنځه دقیقې وروسته ولوېده.

په رسمي خبرپاڼه کې چې د ایر انډیا له خوا خپره شوې، ویل شوي دي، « په دغو کسانو کې ۱۶۹ هندي وګړي، ۵۳ برېتانیایي وګړي، یو کاناډايي وګړی او ۷ پرتګالي وګړي شامل دي. ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقالېږي».

دغه الوتکه نن د پنجشنبې په ورځ د احمداباد له هوایي ډګره تر الوتلو پنځه دقیقې وروسته ولوېده.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پېښې د وضعیت ارزونه کړې او ژر تر ژره د ژغورنې او مرستې عملیاتو امر یې کړی دی.

د ایر انډیا له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې الوتکه د برتانیې ګیټوېک هوایي ډګر پر لور روانه وه.

په الوتکه کې د ۲۴۲ مسافرو ترڅنګ، ۱۲ تنه د الوتکې عمله هم وه. رپوټونه دا هم ښيي چې د ګجرات پخوانی اعلی وزیر وجې روپاني هم ښايي په دغه الوتکه کې لندن ته روان و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د هند په احمد اباد هوايي ډګر کې مساپر وړونکې الوتکه پرېوتې ده

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۰۴ GMT+۱

د هند په لوېدیځ ښار احمداباد کې د ایر انډیا یوه الوتکه له پورته کېدو سره هممهاله لویدلې ده، چې ویل کیږي ۲۴۲ مساپر پکې سپاره وو. هندي رسنۍ وايي، دغه الوتکه د برمینګهم پر لور روانه وه. تر اوسه په پېښه کې د مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي.

راپورونه وایي چې الوتکې د الوت پر مهال هوايي ډګر ته څېرمه میګهانینګر سیمه کې سقوط کړی. خپاره شوي انځورونه ښیي چې الوتکې اور اخیستی او له هوایي ډګر سره نږدې ځایه تور لوګي پورته کیږي.

د هند د ملکي هوايي چلند د عمومي ریس په وینا، الوتکه له پورته کېدو وروسته بېرته له ځمکې سره لګېدلې ده.

د جګړو له امله د بې ځایه شویو کسانو په نوملړ کې افغانستان درېیم ځای لري

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۱۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د نړۍوالو تګلارو تازه راپور له مخې؛ په نړۍ کې د تاوتریخوالي،‌ جګړو او ځورونو له کبله د خلکو بې ځایه کېدو پېښې یوې ټکان ورکوونکې کچې ته رسېدلې دي.

د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۲مه) په دې تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، د ۲۰۲۵کال د اپرېل تر پایه نږدې ۱۲۲.۱ مېلیونه انسانان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي. دغه شمېر د تېر زېږدیز کال پرتله پراخ زیاتوالی ښیي.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان له «۱۰.۳ مېلیونه کډوالو او کورنیو بې ځایه شويو کسانو» درېیم، سوریه د «۱۳.۵مېلیونه بې ځایه شویو» په لرلو سره دویم او سوډان بیا د «۱۴.۳مېلیونه کسانو» د لرلو له امله د نوملړ په سر کې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې له هېواد څخه د طالبانو د ګواښونو، بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله د خلکو کډوالي او تګ په بې سارې توګه ډېر شوی دی.

همدا راز په ۲۰۲۴کال کې د پاکستان او ایران له لوري بیا سلګونه زره افغان کډوال په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته اېستل شوي دي.

د یونسیار عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د دغه راپور د پایلو په اړه ویلي:« موږ دا مهال په نړۍوالو اړیکو کې د سختې بې‌ثباتۍ دورې تجربه کوو. عصري جګړې د انسانانو د رنځ لامل شوې دي. د سولې د موندلو او د بې‌ ځایه شویو وګړو لپاره د تلپاتې حل لپاره باید خپلې هڅې دوه برابره کړو».

راپور زیاتوي، چې له له یاد شمېر کسانو څخه شاوخوا ۷۳.۵ مېلیونه کسان دننه په خپلو هېوادونو کې بې‌ ځایه شوي او نږدې ۴۲.۷ مېلیونه نور بیا د خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ شوي او د کډوالو په توګه ژوند کوي.

په راپور کې یوه بله مهمه خبره دا ده چې، د بډایه هېوادونو له عامو انګېرنو سره برعکس ۶۷ سلنه کډوال خپلو ګاونډیو هېوادونو کې پاتې کېږي او ۷۳سلنه هغو هېوادونو کې مېشت دي، چې یا کم عاید یا منځني اقتصادي وضعیت لري.

سره له دې چې د کډوالو شمېر په بې ‌سارې توګه زیات شوی؛ خو د UNHCR لپاره مالي مرسته لا هم د ۲۰۱۵ کال په کچه پاتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پر کوربه هېوادونو فشار زیات شوی او پناه‌غوښتونکي نور هم زیا‌نمن شوي دي.

فیلیپو ګراندي همداراز د ځینو کډوالو د بېرته ستنېدو یادونه کړې. هغه وايي: «د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د ټولو خنډونو سره، سره نږدې دوه مېلیونه سوریايي وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. که څه هم سوریه لا تر اوسه یو زیانمن هېواد دی؛ خو دغه ستنېدنه د هیلو نښه ده».

په ټوله کې په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۹.۸ مېلیونه بې ‌ځایه شوي کسان بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي، چې په کې ۱.۶ مېلیونه کډوال او ۸.۲ مېلیونه داخلي بې‌ ځایه شوي کسان شامل دي.

د یاد راپور په پای کې ټینګار شوی، چې یونسیار د کډوالو، بې‌ ځایه شویو کسانو او کوربه ټولنو لپاره دوامداره مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

په امریکا کې د لاریونونو دوام؛ په لاس انجلس کې ګرځبندیز اعلان شو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۱

سره له دې چې د امریکا د ولسمشر له‌خوا د "ځواک" کارونې ګواښ شوی؛ خو د چهارشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر ضد اعتراضونه د امریکا نورو ښارونو ته هم وغځېدل.

په لاس انجلس کې د تېرې جمعې ورځې ناکراریو راهیسې د دغه ښار په مرکز کې د شپې له‌خوا ګرځبندیز اعلان شو او په درنو وسلو سمبال امنیتي ځواکونو دولتي ودانیو ته څېرمه ګزمې کولې.

د لاس انجلس کاونټي ولسوالۍ څارنوال وايي، اټکلونه ښیي چې تر ۴۰۰ پورې لاریونوال په فزیکي شخړو، ویجاړۍ یا نورو ناقانونه کړنو کې ښکېل وو.

هغه ټینګار وکړ، چې د سرغړونکو د پېژندلو او محاکمه کولو لپاره څېړنې روانې دي.

د ایران او ناروې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د تحولاتو په اړه وغږېدل

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدي د اوسلو د ۲۲م نړۍوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د تحولاتو په غږېدلي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په یوه بیان کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې ليدنه کې د دوه‌اړخيزو اړيکو، سيمه‌ييزو تحولاتو او نړۍوالو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

د بیان پر بنسټ، د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو اترو وروستی وضعیت او همداراز د افغانستان تحولات د دواړو خواوو د بحث مهم موضوعات بلل شوي دي.

په بیان کې د افغانستان په اړه د دواړو لوړپوړو چارواکو د خبرو اترو جزئیات نه دي خپره کړي.

ناروې یو له هغو لوېدیځو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

تېرکال یې د اوسلو کنفرانس ته طالبان هم بللي و، خو سږکال یې د طالبانو ډېپلوماتانو ته د غونډې بلنه رد کړې ده.

د روان کال په پیل کې ناروې د طالبانو یو ډیپلومات هم ومانه او دغه طالب ‌‌ډیپلوماټ نجیب الله شېرخان په ناروې کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په توګه وټاکل شو.

د ناروې دا اقدام په اروپا کې د مدني ټولنې فعالانو او ښځینه لاریون‌کوونکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

ناروې لومړنی اروپايي هېواد و، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په اوسلو کې د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د لوړپوړي پلاوي کوربه‌توب وکړ.

تر دې وروسته د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د ښځو د دوامداره ځپلو له امله به له طالبانو سره خپلې اړیکې کمې کړې.

امریکا د فلسطین د راتلونکي په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې د پایلو په اړه خبرداری ورکړ

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۱

رويټرز د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې امریکا هڅه کوي ځيني هېوادونه د اسراييل او فلسطين د مسلې لپاره د دوو دولتونو د حل لارې د ارزونې په موخه د ملګرو ملتونو په غونډه کې له ګډون څخه منع کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د محرم سند له مخې چې هېوادونو ته لېږل شوی، امریکا دغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د اسراییل او فلسطین د شخړې په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون ونه کړي.

واشنګټن په دې یادښت کې ویلي، چې دوی د فلسطین د دولت د پېژندلو لپاره د هر ډول یو اړخیز اقدام مخالفت کوي او ویلي یې دي، چې دا ډول اقدامات د اسراییل امنیت زیانمنوي او د امریکا د بهرني سیاست ګټو سره په ټکر کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، هغه هېوادونه چې د اسراییل پر ضد ګام پورته کړي، ښایي د واشنګټن له لوري له دیپلوماتیکو عواقبو سره مخ شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا له لورې په استول شوي پيغام کې لیکل شوي: ««موږ له حکومتونو غواړو، چې په دې په دې کنفرانس کې برخه وانخلي ځکه چې موږ دا په غزه کې د جګړې پای ته رسولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د حیاتي او روانو هڅو په وړاندې یو خنډ ګڼو.»

ټاکل شوې ده، چې د «دوو دولتونو حل لارې» کنفرانس د جون له ۱۷څخه تر ۲۰ پورې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د فرانسې او سعودي عربستان په کوربه توب ترسره شي.

د غونډې موخه د فلسطین دولت د جوړولو لپاره د چوکاټ طرح کول او له بلې خوا د اسراییل امنیت ته تضمین ورکول دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د وري میاشتې په ۲۵مه هیله څرګنده کړه، چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندلو لپاره د خپل هېواد پرېکړه به نور هېوادونه هم ورته اقدام ته وهڅوي.

مکرون مخکې اعلان کړی و، چې ښايي فرانسه د ملګرو ملتونو د یادې غونډې په ترڅ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

مکرون د فلسطین د خپلواکې ادارې د مشر محمود عباس څخه غوښتي، چې حماس ګوښه کړي او په خپل حکومت کې اصلاحات پیل کړي.

خو اسراییل د دې کنفرانس له امله سخت اعتراض کړی او ویلي یې دي، چې دا غونډه د حماس لپاره یو ډول انعام ورکول دي او له فرانسې یې غوښتي، چې فلسطین دې په رسمیت نه پېژني.