• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په تخار او میدان وردګو ولایتونو کې درې کسان د «زنا او لواطت» په تور په دُرو وهلي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۵۸ GMT+۱

طالبانو په تخار او میدان وردګو ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان د «زنا او لواطت» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا-جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې له یادو کسانو څخه یو یې په پنځه کاله تنفیذي بند او د نوموړي په ګډون دوه نور کسان یې هر یو په ۳۹-۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان وایي که په تورنو کسانو د حدود او تعزیراتو سزاګانې تطبیق نه شي ټولنه د فساد لوري ته ځي او د ټولنې د وګړو مال، ځان او نفس خوندي کېدای نه شي.
د دوی په خبره، قصاص او نورې بدني سزاوې «د ولس غوښتنې دي او هېڅوک د دوی دین او قضا کې د مداخلې حق نه لري.»

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په جوزجان کې د نامشروع اړیکو په تور ۱۷ ښځينه او نارینه زندانیان یو بل ته نکاح کړي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په یو خبر کې ویلي، چې طالبانو په جوزجان کې د «نامشروع اړیکو» په تور نیول شوي ۱۷ ښځينه او نارینه زندانیان یو بل ته په نکاح کړي او وروسته یې خوشي کړي. طالبانو ویلي، چې دا د زندانیانو «شرعي غوښتنه» وه.

په جوزجان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر سیف الدین معتصم د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۵مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د زندانیانو په غوښتنه او د سترې محکمې د امر له مخې یې د «نامشروع اړیکو په تور د نیول شويو بندیانو نکاح تر سره کړي.»

معتصم ويلي، چې دغه زندانیان د نامشروع اړیکو په تور په بېلابېلو وختونو کې نیول شوي او د سترې محکمې د امر له مخې سزاوې هم ورکړل شوي دي.

هغه زياتوي، چې د دغو زندانیانو د «نکاح شریعي غوښتنې» د دوی د کورنۍ په خوښه شوې دي.

طالبان زياتوي، چې زندانیانو تر سزا تېرولو او نکاح کولو وروسته خوشي شول.

په جوزجان کې طالبانو خلکو ته سپارښتنې کړي، چې ځانونه پر «شریعت برابر او له منکراتو ډډه» وکړي.

د طالبانو په زندان کې دا د خپل ډول لومړۍ پېښه ده، چې د دوی په خبره د «نامشروع اړیکو په تور» نیول شوي کسان یو بل ته په نکاح کوي.

د ګارډین ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډلې څه باندې زر کسان چې کابو ۲۰۰ښځې هم پکې دي، په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

که څه هم د طالبانو دغه سزاوې د نړۍوالو بشري سازمانونو له نیوکو سره مخ دي؛ خو طالبان ادعا کوي، چې د شرعي حکمونو او د خپل مشر ملا هبت‌الله د امر او لارښوونې له مخې خلکو ته په عام محضر کې سزاوې ورکوي.
طالبان په دې تړاو د نړۍوالو غبرګونونه د دوی په چارو کې لاسوهنه ګڼي.

طالبانو په پروان او کاپیسا کې ۱۱ کسان په دُرو وهلي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۲:۴۸ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وایي، په پروان کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان او کاپیسا کې د دوو ښځو په ګډون ۶ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل شول. دغه کسان د «زنا»، «له کوره تېښتې او نامشروع اړیکو» او «جنسي تېري او لواطت» په تور محکوم او په دُرو وهل شوي.

د دغې محکمې په خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپره کړې راغلي، چې پروان کې یې پنځه کسان د «زنا» او کاپیسا کې یې څلور کسان «له کوره تېښتې او نامشروع اړیکو» او دوه نور یې د «جنسي تېري او لواطت» په تور محکوم او په دُرو وهل شوي.

د خبرپاڼې له مخې، د جزا دیوان پروان کې تورن کسان له دوو تر درېو کلونو په تنفیذي بند محکوم کړل او په عام محضر کې ۳۶-۳۶ دُرې ووهل شول.

په کاپیسا کې دوه مجرم کسان په یو کلن بند او ۳۹ دُرو، دوه کسان په شپږ میاشتني بند او ۲۲ دُرو او دوه نور تورن په یوه کال بند او ۳۶ دُرو محکوم او د سیمې د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو ووهل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په بامیان او غزني ولایتونو کې هم د «زنا، غلا، نامشروع اړیکو او لواطت» په تور شپږ کسان د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.

طالبانو په بامیان او غزني ولایتونو کې شپږ تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۰۹:۰۳ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په بامیان او غزني ولایتونو کې یې د «زنا، غلا، نامشروع اړیکو او لواطت» په تور شپږ کسان د خلکو د سترګو پر وړاندې په درو وهلي دي.

دغې محکمې تېر ماښام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بامیان ولایت کې څلور تنه د «زنا، غلا او نامشروع اړیکو» په تور په درو وهلي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د جزا دیوان یو تورن کس ته د شپږ میاشتیني تنفیذی بند او ۳۵ درو جزا، دویم تورن کس ته یو کلن تنفیذي بند او د ۳۵درو سزا، درېیم تورن کس ته د شپږ میاشتني تنفیذي بند او ۳۵درو جزا او څلورم تورن کس ته یې بیا د دوو میاشتو تنفیذي بند او ۳۵ درو سزا ورکړې ده.
د دغې محکمې په یوې بلې خپرپاڼه کې چې نن خپره شوې راغلي، چې په غزني ولایت کې یې د «لواطت» دوو تورنو کسانو ته سزا ورکړې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ ابتدایه محکمې یو تورن کس ته د یو کلن تنفیذي بند او ۳۰ درو سزا او دویم تورن کس ته بیا د درېیو میاشتو تنفیذي بند او ۳۰ درو سزا ورکړې ده.

طالبانو په بامیان کې څلور کسان په دُرو وهلي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۲ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وایي، په بامیان ولایت کې یې درې کسان د «زنا او غلا» په تور او یو کس یې د «ناروا اړیکو» په تور محکوم او په درو وهلي.

د دغې محکمې په خبرپاڼه کې چې د چارشنبې په ورځ یې خپره کړې راغلي، یو کس په ۶ میاشتني بند محکوم او ۳۹ دُرې وهل شوی، دویم تورن په یوه کال تنفیذي بند محکوم او ۳۵ دُرې، درېیم کس په ۶ میاشتې بند محکوم او ۳۵ دُرې او څلورم کس په دوه میاشتني بند محکوم او ۳۵ دُرې وهل شوی.

تر دې مخکې د طالبانو سترې محکمې ویلي و، چې د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې یې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان په دُرو وهلي دي.

د دغې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې له دې ډلې درې کسان په «نامشروع اړيکو او يو کس په لواطت» تورن وو.

طالبانو په سرپل ولایت کې یو کس د «غلا» په تور په دُرو وواهه

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۰۳ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، دغې ډلې په سرپل ولایت کې یو کس د «غلا» په تور په ۳۹ دُرو وهلی دی.

د دغې ډلې سترې محکمې د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سرپل ولایت د محکمې د پرېکړې له مخې یو کس د «غلا» په تور په عام محضر کې په ۳۹ دُرو وهل شوی او په یو کال تنفیذي بند محکوم شوی دی.

طالبانو د یاد کس هویت نه‌دی افشا کړی، خو ویلي یې دي چې د سزا د نندارې لپاره، د یو شمېر دولتي ادارو د مسوولینو ترڅنګ، عام خلک هم ور بلل شوي وو.

یاده دې وي، چې افغانستان انترنشنل ـ پښتو موندني ښيي، چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۲۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.