• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په جوزجان کې د نامشروع اړیکو په تور ۱۷ ښځينه او نارینه زندانیان یو بل ته نکاح کړي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په یو خبر کې ویلي، چې طالبانو په جوزجان کې د «نامشروع اړیکو» په تور نیول شوي ۱۷ ښځينه او نارینه زندانیان یو بل ته په نکاح کړي او وروسته یې خوشي کړي. طالبانو ویلي، چې دا د زندانیانو «شرعي غوښتنه» وه.

په جوزجان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر سیف الدین معتصم د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۵مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د زندانیانو په غوښتنه او د سترې محکمې د امر له مخې یې د «نامشروع اړیکو په تور د نیول شويو بندیانو نکاح تر سره کړي.»

معتصم ويلي، چې دغه زندانیان د نامشروع اړیکو په تور په بېلابېلو وختونو کې نیول شوي او د سترې محکمې د امر له مخې سزاوې هم ورکړل شوي دي.

هغه زياتوي، چې د دغو زندانیانو د «نکاح شریعي غوښتنې» د دوی د کورنۍ په خوښه شوې دي.

طالبان زياتوي، چې زندانیانو تر سزا تېرولو او نکاح کولو وروسته خوشي شول.

په جوزجان کې طالبانو خلکو ته سپارښتنې کړي، چې ځانونه پر «شریعت برابر او له منکراتو ډډه» وکړي.

د طالبانو په زندان کې دا د خپل ډول لومړۍ پېښه ده، چې د دوی په خبره د «نامشروع اړیکو په تور» نیول شوي کسان یو بل ته په نکاح کوي.

د ګارډین ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډلې څه باندې زر کسان چې کابو ۲۰۰ښځې هم پکې دي، په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

که څه هم د طالبانو دغه سزاوې د نړۍوالو بشري سازمانونو له نیوکو سره مخ دي؛ خو طالبان ادعا کوي، چې د شرعي حکمونو او د خپل مشر ملا هبت‌الله د امر او لارښوونې له مخې خلکو ته په عام محضر کې سزاوې ورکوي.
طالبان په دې تړاو د نړۍوالو غبرګونونه د دوی په چارو کې لاسوهنه ګڼي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

دوه جلا بیانونه؛ د طالبانو او نوي ډیلي ترمنځ ټیلفوني مکالمه که محتاطانه چلند؟

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۴ GMT+۱
•
ظاهر څراغ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر ترمنځ یوه ټیلفوني مکالمه شوې چې ورسره جوخت دواړو خواوو جلا جلا بیانونه خپاره کړي دي. 

دا د نوي ډیلي او طالبانو ترمنځ تر یوې اوږدې مودې وروسته لومړنۍ ټیلفوني مکالمه بلل کېږي؛ خو د دې اړیکې ځینې برخې د دواړو خواوو له‌خوا په بېلابېلو بڼو بیان شوې دي.

جې شنکر د پنجشنې ورځ پر خپلې رسمي اېکس‌پاڼې لیکلي چې دا خبرې د کابل له پرځېدو وروسته لومړنی اړیکه ده او په ترڅ کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له‌خوا د افغانستان او هند ترمنځ د «بې‌باورۍ» راپورونه رد شوي دي.

نوموړي همداراز د متقي له خوا د هندي کشمیر د پهلګام برید د غندنې مننه کړې او ټینګار یې کړی چې هند د افغانستان له خلکو سره تاریخي ملګرتیا لري او له دغه هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

له دې سره جوخت، د طالبانو له‌خوا خپور شوی بیان بیا د دې مکالمې له بلې زاویې وړاندې شوی چې په‌‌کې د جې شنکر د «بې‌باورۍ» راپورونو د ردېدو او د پهلګام برید هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

د طالبانو بیان پر دوه‌اړخیزو همکاریو، سوداګرۍ، ډېپلوماتیکو اړیکو، د ویزو اسانتیا، په هند کې د افغان بندیانو خلاصون او د چابهار بندر په پراختیا تمرکز کوي. متقي په‌کې د هند له خلکو سره د تاریخي اړیکو یادونه کړې او هیله یې ښودلې چې دا اړیکې نورې هم پراخې شي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا طالبان له پاکستان سره د خپلې پخوانۍ او تلپاتې ملګرتیا د نه‌خرابېدو له امله له نوي ډیلي سره پر محتاطانه چلند تورنوي او په وینا یې طالب چارواکي نه‌غواړي د هند لپاره اسلام‌اباد له لاسه ورکړي.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد او مخکېنی ډېپلوماټ بهروز (مستعار نوم) وايي، هندي سیال هڅه کړې چې له طالبانو سره د اړیکو بیاپیلېدل د یوې مهمې ډېپلوماتیکې لاسته‌راوړنې په توګه څرګند کړي، په داسې حال کې چې طالبانو احتیاط نه کار اخیستی او زیاتوي چې دا ډله نه‌غواړي د نوي ډیلي لپاره اسلام‌اباد له لاسه ورکړي.

دا اړیکه داسې مهال شوې چې طالبانو په دې وروستیو کې له ځینو ګاونډیانو هېوادونو سره د سیاسي مشروعیت، بندیزونو او اقتصادي ستونزو له امله د تعامل د پراخېدو هڅې کوي؛ خو بل‌خوا هند د سیمې په کچه د خپل نفوذ د بیاراژوندي‌کېدو او له طالبانو سره د نوې راشې درشې جوړېدو په لټه کې دی.

د یادونې ده چې د روانې اوونۍ په پیل کې ډېپلوماټ مجلې په یوې مقاله کې لیکلي، طالبان ښايي له هغو فرصتونو ګټه واخلي چې د هند او یا هم د پاکستان له لوري ورته برابرېږي، په ځانګړې توګه په کابل کې د هندي چارواکو او طالبانو ترمنځ وروستۍ غونډې کولای شي د راتلونکو تحولاتو په تړاو مهم پیغامونه ولري.

د ډېپلوماټ مجلې د لیکوال په اند، پاکستان له یوې خوا په افغانستان کې د دغه هېواد مخالفو وسله‌والو ډلو اندېښمن کړی او له بلې خوا د طالبانو او نوي ډیلي ترمنځ ورځ تر بلې زیاتېدونکې اړیکې، هغه څه دي چې د اسلام‌اباد اندېښنې یې لا پسې ډېرې کړې دي.

لېوال د حکمتیار څرګندونو ته په اشارې: د هېڅ هېواد په تجزیه به افغانستان تجزیه نه شي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۴ GMT+۱

ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال د حزب اسلامي د مشر وروستيو څرګندونو ته په اشارې لیکلي: «ډاډه اوسئ، د هېڅ هېواد په تجزيه به افغانستان تجزیه نه شي.» ګلبدین حکمتیار ویلي چې د پاکستان تجزیه به د افغانستان د تجزیې پيلامه وي.

په ایران کې د افغانستان پخواني سفير عبدالغفور لېوال د پنجشنبه په ورځ (د غويي ۲۵مه) پر خپله اېکس پاڼه د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتیار وروستيو څرګندونو ته په اشارې لیکلي: «ډاډه اوسئ، د هېڅ هېواد په تجزيه به افغانستان تجزيه نه شي.»

لېوال زياتوي، چې پخوا هم «مصنوعي ګاونډی» دوه ټوټې شوی او بیا به هم کيږي.

د نوموړي په خبره، چې د ګاونډي پر خلاف افغانستان یو پياوړی ملت لري.

هغه لیکلي: «خير که افغانستان سیاسیون، مشران، دولت او پوځ نه لري؛ خو د ګاونډي پر خلاف یو پیاوړی ملت لري.»

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپله تازه لیکنه کې ويلي،چې که د بلوڅانو په نامه یو خپلواک هېواد جوړېږي، یواځینی ګټونکی به هند وي.

حکمتیار وايي، « دا حالت يوازې پاكستان نه بلكي افغانستان او ايران یې هم نه شي منلى. په دې سيمه كي فقط هند هغه هېواد دی چي كېداى شي دا حالت د ځان په ګټه وانګېري.»

د حکمتیار په باور، له پاکستان نه د بلوچستان بېلتون به د ایران او افغانستان بلوڅان هم له دغه خوځښت سره یوځای کېدو ته وهڅوي.

حکمتیار ویلي، د پاکستان تجزیه به د ټولې سیمې د نقشې د تغییر او د افغانستان د تجزیې مقدمه وي.

سرفراز بګټي: بلوڅ وسله وال په افغانستان کې پناه ځایونو ترلاسه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د بلوچستان وزیر اعلی سرفراز بګټي تور لګولی چې بلوچ وسله وال په افغانستان کې رسمي ملاتړ او پناه ځایونه ترلاسه کوي. بل پلو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون نه مني.

په کوټه کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال، بګټي وویل چې د "ښه" او "بد" وسله والو ترمنځ توپیر نور شتون نلري.

د یو لوړپوړي پاکستانی چارواکي له لورې د ښه او بد وسله والو ترمنځ د توپير د لمنځه وړلو خبره داسې مهال کیږي چې تر دې وړاندې په پاکستان کې وسله والې ډلې د (ګوډ او بیډ) په نومونو یادېدې چې په کور دننه یې سخت غبرګونونه راولاړ کړي وو.

بګټي وویل: "هغه کسان چې یو وخت یې د پاکستان د ویشلو هڅه کوله له غمجنې پای سره مخ شول،" هغه له روڼ اندو وغوښتل چې د هغه څه په وړاندې خپل غږ پورته کړي چې نوموړی یې د یوې بې معنی شخړې په توګه یادوي.

بګټي خبرداری ورکړ چې د بلوچ بیلتون غوښتونکو غورځنګ د ناکامه کردانو مبارزې په څیر د پای ته رسیدو له ګواښ سره مخ دی.

د بلوچستان وزیر اعلی ټینګار وکړ چې سوله او د قانون حاکمیت مهم دی او د تاوتریخوالي په ځای باید یادې وسله والې ډلې د سولې لار غوره کړي.

نبیل: د اسلام د سخت دریځه قرائت پېټی د افغانانو پر اوږو اچول شوی

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۱

رحمت الله نبیل په عربي هېوادونو کې د ټرمپ هرکلي ته په غبرګون کې ویلي، چې په عربو هېوادونو کې د اسلام رامنځته شوی سخت دریځ ورو ورو مخ پر ختمېدو دی او دا دروند پیټی اوس د افغانانو پر اوږو اچول شوی دی.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دین سخت دریځ او سیاسي نظر د اسلام له نامه لاندې په ځینو عربي هېوادونو کې وده وکړه، ورو ورو نورو ټولنو ته خپور شو او دا ډول تعبیر چې دین ته له سیاسي، سخت‌ دریځه او جګړه‌طلبه لیدلوري ګوري، له کلونو راهیسې د «جهاد»، «اسلام په خطر کې دی» او «دین په خطر کې دی» په څېر شعارونو له لارې پر افغان ولس تحمیل شوی دی.

نوموړی وايي، دغه مفکوره کله د خلکو د دیني احساساتو له لارې، کله د زور او فشار له لارې او کله هم د مقدسو ارزښتونو تر سیوري لاندې پراخه شوې ده او بالاخره یې تر ټولو درنده بیه افغان ولس ورکړه.نبیل وايي، د دین داسخت او سیاسي نظر زموږ پر خلکو باندې د «جهاد» او «اسلام په خطر کې دی» په څېر شعارونو سره شوی دی.

نوموړی وايي، هغه هېوادونه چې د سخت دریځه اسلام مفکورې ته یې په لویو لګښتونو وده ورکوله اوس یو په بل پسې له هغې مفکورې ځان ګوښه کوي او یوازې افغانستان لا هم پر هغه مفکوره ولاړ پاتې دی.

نوموړی وايي، وخت رسیدلی، چې یوه نوې لاره غوره شي او دین د سخت دریځۍ له بند څخه وژغورل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د کشمیر د برید په تړاو د طالبانو د دریځ ستاینه او مننه کړې

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ورسره په یوې ټیلفوني اړیکه کې د هند او افغانستان تر منځ د بې باورۍ بې اساسه راپورونه یې رد کړي دي. جی شنکر دا د کابل له سقوط وروسته لومړنۍ اړیکه بللې ده.

جی شنکر د پنجشنې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې د طالبانو د بهرنو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې ښې او رغوونکې خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړې: « د پهلګام ترهګریز برید په اړه د متقي له خوا د غندنې مننه کوم. د هند او افغانستان ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره وروستیو دروغجنو او بې‌اساسه راپورونو ته د هغه د قاطع رد هرکلی وایم».

شنکر زیاته کړې چې هند د افغان ولس سره تاریخي دوستي لري او د افغانستان د پرمختیايي اړتیاوو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې پرمهال پاکستان دعا وکړه، چې هندي توغندي په افغانستان کې هم لګېدلي، خو طالبانو دغه رپوټونه رد کړل.