پخوانۍ ملکه ایرانیانو ته: په دې تورو او سختو ورځو کې زما زړه له تاسو سره دی

د ایران د پخواني پادشاه محمد رضا شاه پهلوي مېرمن ملکه شهبانو فرح پهلوي ایرانيانو ته د خواخوږۍ په یوه تازه پېغام کې ویلي چې روان ازمېښت به ډېر ژر تېر شي او هېواد به یې یو ځل بیا د ښې راتلونکې سره مخ شي. پخوانۍ ملکې دا څرګندونې د ایران-اسراییل کړکېچ په لړ کې کړي.