طالبان: ایران له اسراییل سره تر جګړې وروسته د افغان کډوالو ستنولو لړۍ چټکه کړې ده

طالبان وایي، له اسراییل سره تر جګړې وروسته ایران د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر بیا چټک کړی دی.

طالبان وایي، له اسراییل سره تر جګړې وروسته ایران د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر بیا چټک کړی دی.
په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې له اسراییل سره د جګړې تر پیل مخکې ایران هره ورځ د اسلامکلا له لارې شاوخوا ۳۰۰۰ افغان کډوال په زور بېرته لېږل، خو اوس دا شمېره هره ورځ تر ۱۰٬۰۰۰ پورې رسېدلې ده.
احمدالله زیاته کړې: «له جګړې وړاندې به هره ورځ ۳۰۰۰ کسان په زور له ایرانه شړل کېدل او شاوخوا ۴۰۰۰ نور به په خپله خوښه د اسلامکلا له لارې هېواد ته راستانه کېدل، خو اوس دا شمېر څو چنده زیات شوی دی.»
هغه خبرداری ورکړی، چې کېدای شي په راتلونکو ورځو کې له ایران څخه په جبري ډول د افغان کډوال په ستنولو کې لا زیاتوالی راشي او دا شمېرې هره ورځ له ۱۵ زرو څخه تر ۲۰ زرو پورې لوړې شي.
بلخوا په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي وایی، چې د ایران حکومت به د افغان کډوالو پر وړاندې دا « ظالمانه او غېر قانوني » اقدام ترسره نه کړي.
هغه زیاته کړې ده: «په ایران کې د استوګنې له قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو د شړلو پروسه یو کال مخکې د طالب چارواکو په مشوره پیل شوې او لا هم روانه ده.»
د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو ورځو کې د ایران او اسراییل د جګړې پر مهال هم په ایران کې د افغان کډوالو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۵۶ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسانو له یوې تر اوو ورځو پورې د بند موده تېره کړې ده.
دغه وزارت ادعا کوي، چې له دې ډلې ډېری کسان د قانوني اسنادو په لرلو سره هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لهخوا د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته هم د ټاکل شوي ضرب الاجل یوازې څو ورځې پاتې دي.
د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې تر ۱.۴ مېلیون ډېر افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. دغه اندېښنې داسې مهال کېږي، چې پاکستان د روانې جون میاشتې تر ختمېدو د (PoR) کارټ لرونکو افغان کډوالو ته د وتلو سپارښتنه کړې ده.
د دغه سازمان د بیان پر بنسټ؛ د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې د پاکستان لنډمهالي حکومت لهخوا د «ناقانونه بهرنیو وګړو د ستنېدو پروګرام» له پیل راهیسې تر یو مېلیون ډېر افغان کډوال او پناهغوښتونکي افغانستان ته استول شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو روان بهیر په تړاو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ دا کار له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ګڼي.
په بیان کې راغلي، دا اقدام د هغه قانون خلاف دی چې له مخې یې هېڅوک باید داسې ځای ته ونه لېږل شي چې ژوند یا ازادي یې په خطر کې وي.
د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د افغان کډوالو جبري ستنېدل هغوی له تاوتریخوالي، ناوړه ګټهاخیستنې او بشري حقونو سرغړونو سره مخ کوي.
یاد سازمان ویلي، چې د کډوالو له ستنېدو راهیسې زرګونه افغان ښځې او نجونې یو ځل بیا تر سختو محدودیتونو لاندې ژوند کوي.
د بښنې نړۍوال سازمان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې همدا وړمه ورځ پاکستاني دولت تر یو زرو ۴۰۰ ډېرې افغانې کورنۍ په جبري ډول افغانستان ته استولې دي.
د پاکستان رسنیو د دغه هېواد د راولپېنډۍ د پولیسو چارواکو په حواله ویلي، چې له دې ښار نه د ناقانونه افغانانو د اېستلو بهیر دوام لري. پاکستاني پولیسو ادعا کړې، چې د «ولي جان» په نوم یې یو افغان وسلهوال هم نیولی دی.
ډان ورځپاڼې سېشنبه (د جون ۲۳مه) په یوه راپور کې زیاته کړې، تر ۴۵ ډېر کسان چې له یاد افغان سره یې اړیکه لرله؛ افغانستان ته لېږل شوي دي. په دې کسانو کې ښځې، نارینه او ماشومان هم شامل دي.
راپور زیاتوي، چې دغه کسانو په پاکستان کې د «ولي جان» په کور کې په ناقانونه توګه ژوند کاوه.
پاکستاني پولیسو ویلي، چې نوموړی افغان دا مهال په اډیاله زندان کې دی او د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته به افغانستان ته واستول شي.
دوی ادعا کړې، چې «ولي جان» د جنايي پېښو، د پولیسو مخالفت، هوايي ډزو په ګډون په څو پېښو کې د ښکېلتیا په تور نیول شوی دی.
د پاکستان د راولپېنډۍ پولیسو ویلي، چې له هغه نه یې یوه امریکایۍ اېم ۴ (M4)، کلاشینکوف، مرمۍ او څو شاجورونه هم ترلاسه کړي دي.
دغه کسان په «ماندیرا» سیمه کې د پولیسو په یو لړ عملیاتو کې نیول شوي، چې پکې ۲ نارینه، ۱۲ښځې او ۳۵ ماشومان شامل دي.
ویل کېږي، چې د ولي د هویت کارټ نېټه هم ختمه شوې وه.
پاکستاني چارواکو زیاته کړې، چې تر تثبیت وروسته څرګنده شوې چې دا کسان په ناقونونه توګه د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې اوسېدل او یوه لنډمهالي کمپ ته تر لېږدولو وروسته یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
په اسلاماباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان سفارت بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې په دوو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته په جبري ډول راستانه شوي، خو د دوی د بیا ادغام لپاره د داخلي امکاناتو کمښت، اقتصادي فشارونه او د نړیوالو مرستو کمېدنه یوه نوې اندېښنه رامنځته کړې ده.
د ننګرهار په لمر خاته کې د ډیورڼد په کرغېړنه کرښه پروت تورخم په دوامداره توګه په حرکت کې وي، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د بې رحمه راتګ شاهد وي.
۴۵کلنه ګل داد، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په صفري نقطه کې د لمر تر څپو لاندې ولاړ دی، ستړې او بې هوښه ښکاري، د هغه سترګې د بې ځایه کېدو زیان منعکس کوي.
په پاکستان کې د ۳۵ کلونو ژوند کولو وروسته، هغه اړ شو چې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره افغانستان ته راستون شي.
ګل داد د نوم لیکنې د پروسې له بشپړولو وروسته، په تورخم کې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، «زه په خپل ټاټوبي ولایت، ننګرهار کې کور او کرنیزه ځمکه نلرم. زه دلته نا اشنا یم او نه پوهېږم چې څه وکړم.»
ګل داد د خپلې کورنۍ د ۱۳غړو سره، چې ډیری یې ښځینه او ماشومان دي هېواد ته ستنیږي او له چارواکو څخه نه یوازې د کور غوښتنه کوي، بلکې د ځان، د هغه د ورور او نورو راستنیدونکو لپاره د کاري فرصتونو غوښتنه هم کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ( UNHCR) په وینا، یوازې په اپریل او می کې شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي.
د دغه ادارې په راپور کې راغلي،چې د کډوالو ملاتړ اوس تر بل هر وخت ډیر مهم دی، ځکه چې راستنیدونکي د خپل ژوند د بیارغونې په برخه کې له ډیرو ننګونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وایي چې دا بې وزله هېواد د نړیوالې مرستې د کمېدو په حال کې دی او همدا راز د اقتصادي بحران سره هم سره مخ دی.
د راستنیدونکو کډوالو پر وړاندې د مخ په زیاتیدونکو ننګونو د حل لپاره، طالبانوی و ۱۲کسیز کمیسیون جوړ کړی ترڅو اړین خدمات وړاندې کړي.
په دغه خدماتو کې لنډمهاله سرپناه، خواړه، پاکې اوبه، طبي مرستې او ترانسپورت شامل دي.
په همدې حال کې، د پاکستان- افغانستان ترمنځ ډيورنډ کرښه کې په سوداګریزو ترافیکو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. چارواکو راپور ورکړی چې په وروستیو اونیو کې سوداګریز فعالیتونه زیات شوي دي، چې له پاکستان څخه د افغانانو د جبري ستنولو زیاتوالي سره سمون لري.
بلخوا له پاکستان څخه د راستنیدونکو شمیر یوازې په څو ورځو کې دوه چنده شوی دی.
ګل احمد چې نوی له پاکستان څخه ستون شوی وایي،«هره ورځ، له ۱۰۰۰څخه تر ۱۵۰۰پورې کسان او له ۲۵۰څخه تر ۳۰۰پورې کورنۍ له پاکستان څخه ننګرهار ته راستنیږي.»
د یادولو وړ ده، چې دا مهال، نږدې ۷میلیونه افغان کډوال، چې ډیری یې بې اسناده دي، په بهر کې ژوند کوي، له دغو کډوالو څخه ډیری یې په ایران او پاکستان کې دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (UNDP) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې له ایران او پاکستان څخه د درې مېلیونه افغان کډوالو د ستنېدو بهیر او همداراز په ګاونډیو هېوادونو کې نږدې ۸.۹ مېلیونه افغان کډوال له روغتیایي کړکېچونو سره مخ دي.
د (غبرګولي ۳۰مه) د کډوالو نړۍوالې ورځې په مناسبت د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې بې وزلي، پرلهپسې بې ځایه کېدل، ساري ناروغۍ، اقلیمي خطرونه او د درملنې د وسایلو کمښت د کوربه ټولنو او افغانستان ته د تازه ستنو شویو وګړو لپاره روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی.
همدا راز زیاته شوې، چې دغه حالت په سیمه کې د روغتیايي امنیت ګواښ هم ډېر کړی دی.
اندېښمنوونکې شمېرې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر تر میاشتې پورې شمېرې ښيي، چې نږدې ۸.۹ مېلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې اوسېږي.
د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې، د دغو هېوادونو لهخوا پر افغانان کډوالو د نويو محدودیتونو، اقتصادي فشارونو او بدلېدونکې ټولنیزې فضا له امله تر درې مېلیونه زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې اکثره یې داسې سیمو ته تللي چې اوس په کې تر سختو فشارونو لاندې دي.
د روغتیايي نظامونو فشار
د ملګرو ملتونو پراختیايي سازمان موندلې، چې په ۲۰۲۴ کال کې ایران د سل (توبرکلوز) د فعالې پېژندنې لپاره نږدې ۹۸ زره هغه وګړي وازمایل چې له افغانانو سره یې نږدې اړیکه لرله.
له دې ډلې، ۵۶ تنه ایراني وګړي د توبرکلوز پر ناروغۍ اخته پېژندل شوي دي.
ژبني خنډونه، بېوزلي، د مېشتېدو ناڅرګند حقوقي وضعیت او ټولنیز طرد د ټوبرکلوز، اېډز، رواني روغتیا او نورو حیاتي برخو کې خدمتونو ته د لاسرسي مخه نیسي.
همداراز، پرلپسې بې ځایه کېدو د درملنې لړۍ ټکنۍ کړې او د ساري ناروغیو د خپرېدو خطر یې هم زیات کړی دی.
نوې ډیجیټلي حل لارې
یاد سازمان د اېډز، توبرکلوز او ملاریا سره د مبارزې نړۍوال صندوق په ملاتړ د څو اسیایي هېوادونو د ګډ پروګرام په اډانه کې د موبایل یو داسې اپلکېشن جوړ کړی، چې ان په کم انټرنېټ لرونکو سیمو کې هم کار کوي.
دا وسیله روغتیايي کارکوونکو ته دا زمینه برابروي، چې ناروغان تعقیب، راجع او اړونده معلومات ورسره شریک کړي؛ تر څو هېڅ ناروغ له پولو څخه د تېرېدو پر مهال بې درملنې پاتې نشي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي سازمان د یوې پروژې کارپوه ډاکتر اکمل نصرت ویلي: «دا سرحدي ډیجیټلي وسیله د څو هېوادونو د توبرکلوز پروګرام له بریالیو تجربو څخه ده. دا وسیله د ایران او پاکستان سرحدي مرکزونو کې کارول کېږي او نه یوازې راستنېدونکي؛ بلکې داخلي بې ځایه شوي کسان هم تر پوښښ لاندې راولي».
راپور پای ته رسوي، چې افغان بې ځایه شویو وګړو ته روغتیايي خدمتونو ته عادلانه او دوامداره لاسرسی نه یوازې یوه اخلاقي اړتیا ده؛ بلکې د ټولې سیمې د عامې روغتیا یو مهم اړخ هم دی.