• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پولیسو د هند د ۴ جاسوسانو د نیول کېدو خبر ور کړی

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۳۲ GMT+۱

پاکستاني پولیسو ویلي، چې په کراچۍ ښار کې یې څلور کسان هند ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي. د کراچۍ پولیس وايي، د نیول شویو کسانو په مخابراتي وسایلو کې داسې سافټویرونه هم موندل شوي چې د هند استخباراتي ادارې ته یې په مستقیم ډول معلومات استول.

د پاکستاني پولیسو د وینا له مخې، دغو تورنو کسانو په لومړنیو پلټنو کې اعتراف کړی، چې په سرحدي سيمو کې به د پولې ها غاړې ته په غیر قانوني ډول اوښتل او هلته به یې د هند د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له افسرانو سره کتل.

پاکستاني مقاماتو د دې تورنو اشخاصو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

پاکستاني پولیسو ويلي، چې له تورنو کسانو یې وسلې هم نیولې دي.

د کراچۍ پولیسو په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د تورنو کسانو له موبایلونو څخه داسې معلومات، انځورونه او ویډیوګانې ترلاسه شوي چې د پاکستان په محرمو او حساسو ځایونو پورې اړه لري.

د پاکستان پولیس وايي، د دوی په مخابراتي وسایلو کې یې داسې سافټویرونه هم موندلي چې د هند استخباراتي ادارې ته یې په مستقیم ډول معلومات استول.

هند تراوسه د پاکستان ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په پاړه چنار کې د سړک غاړې ماین چاودنې څلور کسان وژلي او څلور نور ټپیان دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۳۱ GMT+۱

ځایي پولیس وایي، چې د خیبر پښتونخوا کورمې ولسوالۍ د پاړه چنار په شرم خېل سیمه کې د چهارشنبې په ورځ د سړک غاړې ماین چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د پولیسو په حواله لیکلي، چې د پېښې په ځای کې څېړنې ګروېږنې پیل شوې دي او په دغه چاودنه کې دوه اسونه هم تلف شوي دي.

د غلام په نوم یو ټپي وایي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې دوی له خپلو اسونو سره یوځای د لرګیو راټولولو لپاره د غونډۍ خوا ته روان وو.

په وروستیو میاشتو کې د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې تاوتریخوالی زیات شوی. یوازې په تېرې ډسمبر میاشت کې په کورمه کې د قبایلي نښتو په لړ کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

طالبان: تر ۵۰ ډېر افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شول

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۵۶ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسانو له یوې تر اوو ورځو پورې د بند موده تېره کړې ده.

دغه وزارت ادعا کوي، چې له دې ډلې ډېری کسان د قانوني اسنادو په لرلو سره هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان له‌خوا د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته هم د ټاکل شوي ضرب الاجل یوازې څو ورځې پاتې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان کې تر ۱.۴ مېلیون ډېر افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې تر ۱.۴ مېلیون ډېر افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. دغه اندېښنې داسې مهال کېږي، چې پاکستان د روانې جون میاشتې تر ختمېدو د (PoR) کارټ لرونکو افغان کډوالو ته د وتلو سپارښتنه کړې ده.

د دغه سازمان د بیان پر بنسټ؛ د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې د پاکستان لنډمهالي حکومت له‌خوا د «ناقانونه بهرنیو وګړو د ستنېدو پروګرام» له پیل راهیسې تر یو مېلیون ډېر افغان کډوال او پناه‌غوښتونکي افغانستان ته استول شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو روان بهیر په تړاو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ دا کار له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ګڼي.

په بیان کې راغلي، دا اقدام د هغه قانون خلاف دی چې له مخې یې هېڅوک باید داسې ځای ته ونه لېږل شي چې ژوند یا ازادي یې په خطر کې وي.

د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د افغان کډوالو جبري ستنېدل هغوی له تاوتریخوالي، ناوړه ګټه‌اخیستنې او بشري حقونو سرغړونو سره مخ کوي.

یاد سازمان ویلي، چې د کډوالو له ستنېدو راهیسې زرګونه افغان ښځې او نجونې یو ځل بیا تر سختو محدودیتونو لاندې ژوند کوي.

د بښنې نړۍوال سازمان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې همدا وړمه ورځ پاکستاني دولت تر یو زرو ۴۰۰ ډېرې افغانې کورنۍ په جبري ډول افغانستان ته استولې دي.

پاکستان هڅه کوي له چینايي بانکونو ۳،۳ میلیارډه ډالر پور واخلي

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۲۹ GMT+۱

اسلام اباد هڅه کوي چې په راتلونکو څو ورځو کې د چین له څو بانکونو په ګډه ۳،۳میلیارډ ډالره پور ترلاسه کړي. تمه ده چې دا معامله د روان مالي کال د جون میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې عملي شي او په پایله کې یې د پاکستان د مرکزي بانک د بهرنیو زېرمو کچه تر ۱۴ میلیارد ډالرو ډېره شي.

د پاکستان لوړ پوړي چارواکي وايي، « موږ له چینايي لوړ پوړو چارواکو سره په خبرو بوخت یو چې د دې معاملې جزیات نهايي کړو».

ده نیوز د نوموړي له قوله وايي، « موږ هیله لرو چې د جون میاشتې تر پایه له چینايي بانکونو دوه بېلابېل پورونه ترلاسه کړو. په دې ډول به د څو چینايي بانکونو له خوا پاکستان ته د دریو کلونو لپاره دوه میلیارده ډالرو پور چمتو شي».

د پاکستان حکومت به شاوخوا (۹۲۴) میلیارده پاکستانۍ روپۍ ترلاسه کړي چې ۳، ۳ میلیارډه ډالر کېږي. د دې معاملې په پایله کې به د جولای میاشتې تر لسمې نېټې پورې د پاکستان لنډمهاله کورنی پور تصفیه شي.

د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې چې د دغه هېواد د مرکزي بانک له خوا ساتل کېږي، د ۲۰۲۵ میلادي کال د جون میاشتې تر دیارلسمې نېټې پورې ۷، ۱۱میلیارډه ډالره وې.

دا راتلونکی پور چې ۳،۳ میلیارډه ډالره دی، د پاکستان له مرکزي بانک سره به مرسته وکړي چې خپلې بهرنۍ زېرمې نژدې ۱۵ میلیارد ډالرو ته ورسوي، خو د مالي اړتیاوو او پيسو د وتلو کچې ته په کتو سره قوي احتمال شته چې د جون میاشتې تر پایه به د بانک له خوا د بهرنیو زېرمو اندازه تر۱۴،۵ میلیارډو ډالرو زیاته شي.

یوه خبریال د پاکستان د مالیې وزارت له ویاند قمر عباسي سره خبرې کړې او له هغه څخه یې پوښتلي، ایا دا امکان شته چې دا پورونه د امریکايي ډالرو پر ځای په چینايي پولي واحد وي؟ خو د مالیې وزارت ویاند تر دې مهاله دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ملاتړی په زندان کې مړ شوی

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ذکیم خان وزیر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د شمالي وزیرستان یو ځوان د پاکستان د پوځ په زندان کې له سختو شکنجو وروسته مړ شوی. نوموړی وايي، دغه ځوان شپږ کاله وړاندې د پاکستان پوځ نیولی و. د هغه ورور د پي ټي ایم غړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ذکیم خان وزیر نن سې شنبه د چنګاښ ۳مه وویل چې وژل شوي تاج مانوالله وزیر د غورځنګ غړیتوب نه درلود بلکې د هغه یو ورور په پښتون ژغورنې غورځنک کې غړیتوب لري.

‌ذکیم خان وزیر د اېکسپاڼې په یوه یادښت کې لیکلي:«د پاکستان په پوځي زندانونو کې د پښتنو ځوانانو شهادتونه نوي خبره نه ده، په تېرو شلو کالونو کې په زرګونه ځوانان ژوندي ورک شول، یا لیوني شول»

هغه نیوکه کړې، چې ډېرې کمې میندې به دومره بختورې وي چې د زوی قبر پیدا کړي خو نورې میندې شته چې حتا د خپلو زامنو قبرونه یې هم پیدا نه کړل.

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل غړي حنیف پشتین په خپل اېکس کې لیکلي:«د پاکستان پوځي زندانونو ته د زندان نوم کارول ناانصافي ده، دا ځایونه زندانونه نه بلکې د انسان ضد شکنجې مرکزونه دي.»

تاج مانوالله وزیر د شمالي وزیرستان د سپلګې سیمې اوسېدونکی و او په کالج کې یې زده کړې کولې خو تر اوسه د هغه د نیول کېدو د علت او مرګ په اړه د پاکستان پوځ او یا هم نورو اړوندو ادارو څه نه دي ویلي.