• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیپال د بې پیلوټه څرخکو له لارې د همالیا له څوکو کثافات ټولوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۴۴ GMT+۱

په نیپال کې د اېرليفټ ټکنالوژۍ شرکت او یوه چینايي خیریه بنسټ ترمنځ تړون لاسلیک شو چې له مخې به یې د سیاحت په نوي فصل کې د بې پیلوټه الوتکو په مرسته د همالیا غره له لوړې څوکې، (ايویرسټ) څخه تر زرو کیلوګرامو ډېر کثافات پاک شي.

د ایرلېفت ټېکنالوژۍ شرکت ویبپاڼې لیکلي چې دوی یوه بې پیلوټه الوتکه و ازمویله او په دې تجربه کې الوتکې د شپږو زرو مترو په ارتفاع الوتنه وکړه او په بریالیتوب سره یې پنځلس کیلوګرامه بار انتقال کړ.

دغه شرکت زیاته کړې چې په ایوريسټ بېس کمپ کې تر ټولو د درانده بار انتقال و ازمویل شو، چې وزن یې ۳۲ کیلوګرامه و.

دا پروژه د خومبو پاسانګ لامهو په کلیوالي سیمه کې عملي کېږي چې د همالیا غره د لوړې څوکې موقعیت دی.

د چین د بې پیلوټه الوتکو شرکت ډي جې ای ویلي، چې دې ځای ته ختل خورا خطرناک کار دی.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، که څه هم د تیورۍ له مخې چورلکې دا کار کولای شي، خو له څرخکو څخه د خطر او ډېر مالي لګښت له امله لږ کار اخيستل کېږي.

دغه چینايي شرکت دا هم ویلي چې هر غرختونکی د ایویریسټ په لوړه څوکه کې نژدې اته کیلوګرامه کثافات پرېږدي.

د نيپال حکومت له ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې هر کال د دې غره لوړه څوکه او شا وخوا غرونه پاکوي.

تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې یې د ایوريسټ او همالیا له نورو غرونو څخه ۱۱۹ میټریک ټنه کثافات راټول کړي او دغه ډول یې په سيمه کې ۱۴مړي او د مړو هډوکي هم موندلي دي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

ایا مصنوعي ځیرکتیا یو فکري انقلاب رامنځته کوي؟

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۰۹ GMT+۱

د ټېکنالوژۍ د پرمختګ په درشل کې ډېری متخصصان او څېړونکي دا باور لري چې مصنوعي ځیرکتیا یا Artificial Intelligence ښايي «فکري انقلاب» رامنځته کړي یا د انسانانو د فکر کولو او پرېکړو کولو په لار کې یو لوی بدلون راولي.

د سوېلي کارولينا پوهنتون د پروفيسور ولفګنګ ميسنر د څېړنې پر بنسټ، مصنوعي ځيرکتيا په پيل کې د انسان د دماغ د تقليد لپاره رامنځته شوې وه، خو نن ورځ دا ټېکنالوژي د انسان په ورځني ژوند کې له ليکلو او ډيزاين نه نيولې تر پرېکړو کولو او کاري او ښوونیز چاپېريال پورې، د دماغ رول د رول بدلېدو پر لور روانه ده.

نن ورځ ګرافیک ډیزاینران د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته لوګو جوړوي، بازار موندونکي پېرودونکي ارزوي، زده کونکي مقالې لیکي او پروفیسوران او استادان هم له دې وسایلو نه کار اخلي. دې بدلونونو نوي فرصتونه او اندېښنې دواړه رامنځته کړي دي.

نوې څېړنې ښيي چې د مصنوعي ځيرکتيا کارول کولای شي خلکو ته د لا ډېر خلاقو نظریو په تولید کې مرسته وکړي، خو له دې سره هم‌مهاله دا خطر هم شته چې فکري تنوع او بېلابېلې لیدلوري له‌منځه لاړ شي، ځکه چې دا ټېکنالوژۍتر ډېره د منځنۍ او وړاندوينې وړ ځوابونه ورکولای شي.

همداراز ليدل شوي چې که خلک د مصنوعي ځیرکتیا له پرېښودو وروسته خپلو عادي کارونو ته دوام ورکړي ښايي ډېرې غلطۍ او تېروتنې وکړي، ځکه دلیل دا دی چې خپل پخواني ذهنونه ټول پر هماغې ټېکنالوژۍ عادت کړي دي.

د ګلف ورځپاڼې په یوې مقاله کې لیکل شوي دي چې کارپوهان باور لري او خبرداری ورکوي چې که خلک پر مصنوعي ځیرکتیا ډېره تکیه وکړي، نو ښايي اصلي فکري او ذهني مهارتونه او انساني تخلیقونه کمزوری شي.

مصنوعي ځیرکتیا کولای شي یو لړ کارونه اسانه کړي او ان د زده‌کړې او نوښت لپاره نوي فرصتونه برابر کړي، خو دا په دې پورې اړه لري چې انسانان یې څنګه کاروي.

اوس يو لوی مسوولیت د استادانو، کارپوهانو او پرېکړه‌کوونکو او په ټوله کې د انسانانو پر غاړه دی چې د راتلونکي لاره داسې برابره کړي څو هم د مصنوعي له وړتياوو ګټه واخيستل شي او هم د انسانانو خلاقیت خوندي پاتې شي.

یو چینايی سړی د وزرونو په وسیله تر ۲۸ زرو فوټه هوا ته پورته شوی

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۱:۰۱ GMT+۱

د پېنګ یوجیانګ په نوم یو چینایی سړی د (پيراګلایډينګ) وزرونو په وسیله په ناڅاپي ډول ډېرې قوي ورېځې ته ننوتی او شاوخوا ۲۸ زره فوټه له ځمکې نه هوا ته پورته شوی دی. دا لوړوالی د ایوریسټ غره څوکې ته ورته دی.

پېنګ وايي، هلته هوا ډېره سړه او منفي ۴۰ درجو سانتي ګراد ته رسیدلې وه چې په‌کې د اکسیجن کچه ډېره کمه محسوسېده. هغه زیاته کړې چې د سخت ساړه له امله يې ګوتې کنګل شوې وې او ساه اخيستل ورته ډېر ستونزمن و.

که څه هم د هغه د الوتنې وسایل زیانمن او وزرونه یې کنګل شوی وو، خو نوموړي وکولای شول چې ځان کنټرول کړي او بېرته ځمکې ته راښکته شي. پېنګ تر یوه ساعت ډېر په اسمان کې و او ان د الوتنې په یوه برخه کې بې‌هوښه شوی و.

دی زیاتوي چې له نېکه مرغه ژوندی پاتې شوی او تر ښکته‌ کېدو وروسته یې خپل ملګري موندلي دي.

د چین د ګانسو ولایت هوايي چلند ادارې ویلي چې پېنګ تر الوتنې محکې چارواکو ته خبر نه و ورکړی او په پایله کې هغه د شپږو میاشتو مودې لپاره له الوتنې نه منع شوی دی.

یادې ادارې ویلي چې پېنګ په قصدي ډول نه غوښتل له هوا دومره لوړ ځای ته پورته شي او دا یو تصادف وه. په معمول ډول، انسانان له اکسیجن پرته تر ۲۶ زره فوټو نه لوړ ژوندی نه‌شي پاتې کېدای.

په ۲۰۰۷ کال کې د ایوا ویسنیوسکا په نوم یوه جرمنۍښځه په اسټرالیا کې د وزرونو په وسیله په ناڅاپي ډول ۹ زره ۹۴۶ مترو لوړې فضا ته پورته شوې او د ۴۰ دقیقو لپاره په هوا کې بې‌هوښه شوې، خو هغه هم ژوندۍ پاتې شوې وه.

لبنان غواړي له سټارلینک سره د انټرنېټ خدمت پیل کړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۲۰:۰۶ GMT+۱

د لبنان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د ایلن ماسک سټارلینک شرکت او د لبنان حکومت د انټرنېټ د سپوږمکۍ خدمتونو پر پیل خبرې کوي.

ولسمشر جوزف عون د سټارلینک د جواز او پراختیا نړیوال رییس، سام ټرنر، سره لیدلي، چې پکې د شرکت او د مخابراتو وزارت ترمنځ روانې خبرې ورته تشریح شوې دي.

د مخابراتو وزیر چارلس حاجه هم له ولسمشر سره لیدلي، څو د خبرو د پرمختګ راپور ورکړي. که دا موافقه وشي، لبنان به د هغو ۱۳۶ هېوادونو برخه شي چې سټارلینک پکې فعال دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ټرنر د سټارلینک مهمې ګټې وړاندې کړي، چې له مخې به یې د سپوږمکۍ له لارې انټرنېټ چټک او اغېزمن شي، او دا به د صنعتي، تجارتي، بانکدارۍ، ښوونیزو او دولتي ادارو پر کار مثبت اغېز وکړي.

لبنان له کلونو راهیسې د انټرنېټ او مخابراتو له پلوه وروسته پاتې شوی، او د ګرځنده انټرنېټ له پلوه تر ټولو ګران بیه هېوادونو کې شمېرل کېږي.
پرله‌پسې فساد او بې‌ځایه لګښتونو د دغه هېواد مالي بحران او لوړ پور ته لار هواره کړې ده.

د امريکا لسو شتمنو په يو کال کې ۳۶۵ ميليارده ډالره ګټلي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۵:۱۷ GMT+۱

د اکسفام د تازه راپور له مخې، د امريکا لسو تر ټولو شتمنو کسانو په تېرو ۱۲ مياشتو کې په مجموعي ډول ۳۶۵ ميليارده ډالره ګټلي دي، چې دا په ورځني حساب نږدې يو ميليارد ډالره جوړېږي.

د فوربس مجلې د شتمنو کسانو د فهرست له مخې، اېلان ماسک، چې د ټېسلا او ‌اېکس شرکتونو مالک دی، يوازې په يوه کال کې تر ۱۸۶ ميليارده ډالره زياته شتمني ترلاسه کړې. شننې ښيي، چې ماسک ښايي د نړۍ لومړنی ټريليونر شي.

نور شتمن کسان هم د پام وړ عوايد لري. مارک زاکربرګ، د مېټا شرکت اجرایيه مشر او راب والټن، د والمارټ د پلورنځيو ‌مشر، د هر يوه شتمنۍ کې۳۸.۷ميليارده ډالره زياتوالی راغلی. وارن بافټ ۳۴.۸ميليارده ډالره او جيم والټن ۳۶.۵ميليارده ډالره لاسته راوړي.

خو د دې ترڅنګ، د ځینو شتمنو لکه د ګوګل بنسټ‌ايښودونکي لېري پيج او سرګي برين شتمنۍ له کمښت سره مخ شوي دي.

کارپوهان وايي چې دغه بې‌ساری اقتصادي توپير د پانګوالو او عامو خلکو ترمنځ واټن لا پسې پراخ کړی دی او دا وضعيت د ټولنيز عدالت لپاره يو ستر ګواښ بلل کېږي.

چټ‌جي‌پي‌ټي به په راتلونکي کې وکولای شي ستاسو د ژوند معلومات په حافظه کې وساتي

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۲۳:۳۵ GMT+۱

د اوپېن‌اې‌ای (OpenAI) شرکت اجراییه مشر سم الټمن وايي، ښايي چټ‌جي‌پي‌ټي په راتلونکي کې یو داسې چټ‌باټ ته واوړي چې د کاروونکو له ژوند نه ډېر څه زده کړي او هغه په حافظه کې وساتي.

نوموړي د مصنوعي ځیرکتیا په یوې غونډه کې زیاته کړې چې یاده ټېکنالوژي کولای شي ستاسې ټولې پخوانۍ خبرې، کتابونه، برېښنالیکونه او هغه څه چې تاسې لیدلي او لوستلي وي، په حافظه کې وساتې. همداراز دا سېسټم کولای شي له نورو سرچینو نه هم معلومات راټول کړي.

د هغه په وینا، یو شمېر ځوانان او محصلان همدا اوس هم له چټ‌جي‌پي‌ټي نه د یوه عملیاتي سېسټم (Operating System) په توګه کار اخلي. هغوی خپل فایلونه په‌کې اچوي، معلومات ورسره نښلوي او پېچلي پوښتنې ترې کوي چې هم‌مهاله دوی د دغه سېسټم له‌خوا کره او چټک ځواب ترلاسه کولای شي.

څه موده مخکې OpenAI په چټ‌جي‌پي‌ټي کې د «حافظې» (Memory) نومې ځانګړنه اضافه کړه ترڅو د پخوانیو خبرو معلومات وساتي او کاروونکو ته لا ښه مرسته برابره کړي.

سم الټمن همداراز وايي چې ډېری وخت ځوانان د چټ‌جي‌پي‌ټي له سلا مشورې پرته مهمې پرېکړې نه‌کوي. هغه زیاته کړې چې مشران خلک یې د ګوګل پر ځای او ځینې نور خلک بیا د ژوند د یوه ښه سلاکار په توګه کاروي.

خو تر اوسه کره څرګنده نه ده چې دا سېسټم به څه وخت د زده‌کړې او حافظې ساتنې پړاو ته ورسېږی او همداراز دا هم روښانه نه ده چې دا ټېکنالوژي به د انسانانو د شخصي حریم (پرایویسي) له نظره څومره خوندي وي.

د OpenAI شرکت اجراییه مشر سم الټمن څرګندونې ښيي چې د چټ‌جی‌پي‌ټي راتلونکې بڼې به وکولای شي د کاروونکو له ژوند سره تړلي معلومات وساتي او تحلیل یې کړي.

د یادونې ده چې د ټېکنالوژۍ د روان ګړندي بهیر د شخصي حریم مسالې، په دې وروستیو کې د خلکو تاوده بحثونه راپارولي، ځکه یو شمېر خلک د محرمیت د افشاکېدو له وجې وېرېږي. د خلکو وېره دا ده چې ګواکې چټ‌‌جي‌بي‌ټي به د دوی شخصي حریم په تړاو له نورو سره معلومات شریک کړي.