طالبان وایي، یوه میاشت کې یې د وسپنې پټلۍ له لارې ۳۱۲ زره مټریک ټنه انتقالات کړي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په چنګاښ میاشت کې ۳۱۲ زره او ۳۶۹ مټریک ټنه بېلابېل توکي لیږدول شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په چنګاښ میاشت کې ۳۱۲ زره او ۳۶۹ مټریک ټنه بېلابېل توکي لیږدول شوي دي.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې دغه توکي د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ بندرونو او د هرات ولایت د خواب پټلۍ له لارې لیږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، د لیږدول شویو توکو له ډلې ۴۸۸۹ ټنه صادرات دي چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي. دا مهال په افغانستان کې تر ۲۳۰ کیلومټره پورې د وسپنې پټلې لاره فعاله ده چې د توکو د لیږد رالیږد لپاره ترې ګټه اخېستل کیږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ پر وزارت غږ کړی، چې د افغانستان یوه تاریخي ودانۍ له ویجاړېدو وژغوري.
عبدالکریم خُرم د یکشنبې په ورځ پر خپل اېکس لیکلي، چې د کابل دهمزنګ سیمه کې د علم او جهل څلي ته مخامخ د «امیر دوست محمد خان ښوونځی» دی چې تعمیر یې د تاریخي ابداتو په ډله کې راځي. خُرم وايي، د یو معاصر مورخ له قوله دغه ودانۍ د امیر دوست محمد خان د میرمنې او د امیرشیرعلي خان د مور بي بي حلیمې استوګنځای و چې امیر د کابل سیند پر غاړه ورته جوړ کړی و.
کریم خُرم وايي، اوس پر دې تاریخي ابدې او اوسني ښوونځي د ښاري پراختیا او سړکونو پراخولو نقشه راغلې. نوموړي هیله ښودلې، چې د طالبانو کابل ښاروالي یې تاریخي ارزښت ته په پام په ساتلو کې توجه وکړي.

د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې په خوست کې د غلام خان بندر لار د پاکستان لهخوا تر بلې خبرتیا پورې تړل شوې ده.
په خوست کې د طالبانو ویاند مستغفر ګربز وايي، تېره شپه د غلام خان بندر د کمېسارۍ مسوولانو ته د پاکستان لهخوا خبر ورکړل شوی چې دا لار د امنیتي ستونزو له امله تر نامالومې مودې پورې بنده ده.
طالبانو له ټولو هېوادوالو، سوداګرو او مسافرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې د غلام خان له لارې د تګ راتګ نه ډډه وکړي او له بدیلو لارو ګټه واخلي.
غلام خان بندر چې د خوست ولایت له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه سوداګریزه لار ګڼل کېږي، وخت ناوخت د امنیتي دلایلو له کبله تړل کېږي.

د داعش ډلې د حضور په اړه د روسي چارواکو تر اندېښنو له څرګندولو وروسته، د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت یو ځل بیا ټینګار وکړ چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او هېڅ ډول فعالیت نه لري.
فطرت د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ته په خبرو کې وویل: «د داعش تحرکات په بشپړ ډول لهمنځه وړل شوي او دا ډله په افغانستان کې فعالیت نه لري».
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي یوري کوکوف ویلي، مسکو د داعش د پلانونو له امله اندېښنه لري. نوموړي ادعا کړې چې یاده ډله هڅه کوي له افغانستان نه د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې ته ځانونه ورسوي.
سره له دې چې روسیه او یو شمېر سیمهییز هېوادونه له طالبانو سره د ډېپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو هڅې کوي، لا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو، وسلهوالو افراطي ډلو او د وسلو د قاچاق په اړه ژورې اندېښنې لري.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دغه هېواد ته د بهرنیو سېلانیانو ورتګ پراخ شوی دی. د دغې ډلې چارواکو ویلي چې د هغوی راتګ ته ښه راغلاست وايي او هڅه کوي له ګرځندوی صنعت نه د هېواد اقتصادي ودې لپاره کار واخلي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال قدرتالله جمال له اسوشیټېډپرېس خبري اژانس سره په مرکه زیاته کړې: «افغانان مېلمهپاله خلک دي او غواړي چې د بهرنيو سېلانیانو کوربهتوب وکړي. ګرځندوی د هېواد لپاره ډیرې ګټې لري او موږ غواړو چې کار ترې واخلو.»
نوموړي ادعا کړې چې تېر کال نږدې نهه زره بهرنیو سېلانیانو افغانستان ته سفر کړی او یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې نږدې درې زره بهرني سېلانیان دغه هېواد ته دننه شوي دي.
افغانستان په تېرو وختونو کې د طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو د جګړو له امله د سېلانیانو لپاره خوندي ځای نه و، خو د دغې ډلې تر واکمنېدو وروسته طالب چارواکي وايي چې امنیت ښه شوی او شرایط د بهرنیو مېلمنو د هرکلي لپاره ډېر مناسب دي.
په افغانستان کې د طالبانو د امنیت خوندیتوب ادعاوو سربېره، په ځینو ولایتونو کې د وسلهوالو بریدونو خطر لا هم پر خپل ځای دی. د تېر ۲۰۲۴ کال په مۍ میاشت کې په بامیان کې د یوه وسلهوال برید په ترڅ کې درې هسپانوي سیلانیان او درې افغانان وژل شوي وو.
یاده دې وي چې په یو شمېر سیمو کې بهرني سېلانیان د خلکو له ځورونې او نامناسب چلند سره هم مخ کېږي. څه موده مخکې د یوه بهرني سېلاني ویډیو خپره شوې وه چې په کابل ښار کې د یوه افغان ځوان له نامناسب چلند سره مخ شوی و چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر توندو نیوکو وروسته طالبانو د هغه د نیولکېدو خبر ورکړ.
طالبانو ویلي چې د ګرځندوی ویزې په اسانۍ ورکول کېږي اوهمداراز له دوبۍ او استانبول نه کابل ته الوتنې په اوونۍ کې څو ځله کېږي. دوی د نارینه وو لپاره د ګرځندوی او مېلمه پالنې په برخه کې د روزنې ترلاسه کېدو لپاره یو روزنیز مرکز هم جوړ کړی دی.
په داسې حال کې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د عامه ژوند، کار او زدهکړې په ګډون پر افغان ښځو پراخ او ځپونکي محدودیتونه لګولي، خو وايي چې له نارینه او ښځینه سېلانیانو هرکلی کوي. د طالبانو امربالمعروف څه موده مخکې افغان ښځې ان پارکونو ته له تګ نه منع کړې. اسوشيټېډپرېس هم په خپل راپور کې ویلي چې که څه هم افغان ښځې له جدي محدودیتونو سره مخ دي، خو د بهرنیو سېلانیانو ښځو لپاره په دې محدودیتونو کې نرمښت موجود دی.

د طالبانو پوهنې وزارت د شنبې په ورځ « د چنګاښ ۷مه» یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د سختې ګرمۍ له کبله به د سړو سیمو ټول دولتي او خصوصي ښوونځي د پنځو ورځو لپاره رخصت وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ښوونځي به د راتلونکې چهارشنبې څخه تر یکشنبې ورځې پورې چې د چنګاښ ۱۵مه کیږي بند وي. یاد وزارت وایي، د چنګاښ په ۱۶مه به د ښوونځیو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پیل شي او د همدې میاشتې تر پایه به دوام وکړي چې له پای ته رسېدو سره سم به یې د اوړي رخصتۍ همپیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې لا تر دې دمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر یوناما د تودوخې د لوړو څپو د راتلو خبرداری ورکړی و.
یاد دفتر ویلي و چې د جولای میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به په افغانستان کې د سختې ګرمۍ څپه راشي چې د اټکل له مخې به په ډېرو سیمو کې د تودوخې منځنۍ کچې، د سانتي ګراډ په اندازه له ۲ تر ۱۰ درجو پورې له اوسني حالته لوړه وي.
افغانستان په نړۍ کې یو له هغو پنځو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون د ناببره څپې له کبله ډیر زیانمونکی دی.
په وروستیو کې زلزلو، ځمکو ښویدنې، طوفانونو او سېلابونو د افغانستان بېلابېلې سیمې سختې وځپلې چې له کبله یې د درنو ځاني او مالي زیانونو د اوښتلو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.
