طالبان د سختې ګرمۍ له امله د سړو سیمو ښوونځي د ۵ورځو لپاره رخصتوي

د طالبانو پوهنې وزارت د شنبې په ورځ « د چنګاښ ۷مه» یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د سختې ګرمۍ له کبله به د سړو سیمو ټول دولتي او خصوصي ښوونځي د پنځو ورځو لپاره رخصت وي.

د طالبانو پوهنې وزارت د شنبې په ورځ « د چنګاښ ۷مه» یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د سختې ګرمۍ له کبله به د سړو سیمو ټول دولتي او خصوصي ښوونځي د پنځو ورځو لپاره رخصت وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ښوونځي به د راتلونکې چهارشنبې څخه تر یکشنبې ورځې پورې چې د چنګاښ ۱۵مه کیږي بند وي. یاد وزارت وایي، د چنګاښ په ۱۶مه به د ښوونځیو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پیل شي او د همدې میاشتې تر پایه به دوام وکړي چې له پای ته رسېدو سره سم به یې د اوړي رخصتۍ همپیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې لا تر دې دمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر یوناما د تودوخې د لوړو څپو د راتلو خبرداری ورکړی و.
یاد دفتر ویلي و چې د جولای میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به په افغانستان کې د سختې ګرمۍ څپه راشي چې د اټکل له مخې به په ډېرو سیمو کې د تودوخې منځنۍ کچې، د سانتي ګراډ په اندازه له ۲ تر ۱۰ درجو پورې له اوسني حالته لوړه وي.
افغانستان په نړۍ کې یو له هغو پنځو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون د ناببره څپې له کبله ډیر زیانمونکی دی.
په وروستیو کې زلزلو، ځمکو ښویدنې، طوفانونو او سېلابونو د افغانستان بېلابېلې سیمې سختې وځپلې چې له کبله یې د درنو ځاني او مالي زیانونو د اوښتلو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.


د افغانستان ازادۍ جبهې پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې خپل بشري، مذهبي او نړۍوال مسوولیتونه ترسره کړي او له افغان کډوالو سره په شفقت او درناوي چلند وکړي. یادې جبهې ټینګار کړی چې د کډوالو ایستل یا ځورول له مېلمهپالنې او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
نوموړې جبهې یکشنبه (چنګاښ ۸مه) په یوه بیان کې زیاته کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام تر نسکورېدو وروسته، په مېلیونونو افغانان د ناامنۍ، سیاسي فشارونو او د ازادۍ له لاسه ورکولو له امله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
نوموړې جبهې ویلي چې له افغانستان نه وتلي افغانان په کوربه هېوادونو کې د تبعیض، نیولو او جبري ایستلو په ګډون له سختو ستونزو سره مخ د دې جبهې په وینا، له افغان کډوالو سره دا ډول چلند، د بشري حقونو او انساني کرامت خلاف دی.
دې جبهې د افغان کډوالو جبري ستنېدل په کلکه غندلي او له کوربه هېوادونو یې غوښتي چې د کډوالو او بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته غاړه کېږدي. په خبرپاڼه کې لیکل شوی چې افغانستان لا هم ناامنه دی او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هېواد ته د کډوالو ستنېدل د هغوی ژوند او کرامت له خطر سره مخ کوي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې پر ملګرو ملتونو، نړۍوالو سازمانونو او مرسته رسوونکو هېوادونو غږ کړی چې د بشری مرستو د چمتو کېدو او عادلانه پناه غوښتنې په ګډون د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره سملاسي، عملي او اغېزمن اقدامات وکړي.
تر دې مخکې د مخکني جمهوري نظام لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ناڅرګند وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې وه. هغه ویلي و چې انساني ارزښتونه، انساني کرامت او بشري حقونه په نړۍ کې د وروستیو سیاسي، پوځي او اقتصادي ناورینونو لومړني قربانیان دي.

امریکایۍ فاکس نیوز خبري شبکې راپور ورکړی چې اسراییلي پوځ او د دغه هېواد د کورني امنیت ادارې (ISA) په غزه کې د ګډو عملیاتو پر مهال د حماس یو مهم غړی وژلی دی. د راپور لهمخې، دا کس عیسی نومېده او د حماس د بنسټګرو له ډلې و.
په راپور کې راغلي چې هغه د حماس د جنګي ملاتړ مرکزي دفتر د مشر په توګه دنده ترسره کړې او پر اسراییل د اکټوبر ۷مې په مرګوني برید کې یې مهم رول لوبولی دی.
اسراییلي پوځ ویلي چې عیسی په دې وروستیو ورځو کې په غزه کې د اسراییليانو پر وړاندې د نویو بریدونو په پلانولو کې هم ښکېل و.
حماس ډلې تر اوسه د خپل دې وژل شوي کس په تړاو څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر یو شمېر پخواني دولتي مامورین او د طالبانو غړي له دندو ګوښه کړای شول، خو اوس له دې ډلې ډېری هغه یې له سختو اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ څخه کړيږي.
د افغانستان په شمال کندوز کې یو پخوانی مامور له همدې امله له سختې بې وزلۍ سره مخ دی.
د هغه په خبره: « ما د لساینس تر کچې زده کړي دي، د دندې مې شاوخوا شپږکاله کېده، که څه هم معاش مې دومره نه وو، خو ما پرې ګذاره کوله او لاس مې چاته اوږد نه و». د دې تنقیص شوي پخواني مامورین په وینا چې اوس ورته په کور کلي کې هټیوال پور هم نه ورکوي. هغه زیاته کړه: «اوس مې ورځ بده ده، څوک پور هم نه راکوي او په دې وخت کې څوک چا سره قرض نه کوي».
دا کس یوه اته کلنه لور او یو درې کلن زوی لري، خو د خوړو برابرولو لپاره یې خپلې بې وسۍ ته اندېښمن دی. وایي، تر اوسه د خپلې سیمې دوکاندارانو څخه «۱۰زره افغانۍ» پوروړی شوی او د بېرته ورکړې لپاره یې هم څه لاره چاره نه لري.
د ملا هبت الله له لوري د تنقیص پروسې په تړاو خپله طالبانو هم سختې نیوکې کړي دي. د دې ډلې غړو په خپلو ترانو او شعرونو کې هم د خپل مشر دا کار سخت غندلی دی. ان ځینو طالبانو بیا په ځواله رسنیو کې په طنزیه ډول د ملا هبت الله له لوري د تنقیص شوې پرېکړه غندلې ده.
په ورته وخت کې د کندوز ولایت یو بل اوسېدونکی چې پخوا یې دولتي په یوې ښوونیزې اداره کې دنده لرله او د تنقیص په څپو کې له دندې ګوښه شوی دی. دی هم لکه د نورو په څېر اقتصادي ستونزې ګالي او خپلې کورنۍ ته د خوړو برابرولو لپاره په خالي جېب هېڅ نهشي کولای.
د ده په وینا: «په تنخوا مې نسبي ګذاره کېده او له ټولو مهمه دا چې شپه مې له خپلو اولادونو سره وه، ورته خوشحاله وم خو بس له کوم دلیل پرته یې موږ ته ځواب راکړ او اوس رانه لاره ورکه ده. کوښښ کوم چې د کار غریبۍ لپاره له افغانستان نه ووځم خو څه لاره نه جوړیږي».
نوموړی درې اولادونه لري او د کندز هوايي ډګر ته څیرمه د سره دورې په سیمه کې د یوه ملګري په کور کې اوسیږي.
نوموړي افغانستان انټرنشل- پښتو ته په خبرو کې ویلي، د هغه ملګري په کور کې چې دی اوسیږي اوس یې څه ناڅه هغه لاسنیوی کوي، خو دی نور له دغه حالاته د وتلو لپاره اړ دی چې له هېواده ووځي.
د یاد ګوښه شوي مامور په خبره، د لیسانس ترکچې یې لوړې زده کړې کړي، خو د کاري فرصتونو د کموالي له کبله اړ شوی، څو په سختو لارو کډوالۍ ته ملا وتړي او له هېواده ووځي.
په دې وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې د نظامي او ملکي ادارو د تشکیلاتو د ۲۰ سلنه کمېدو لارښوونه وکړه او د دغه اقدام موخه یې د بودیجوي ستونزو حل او د اداري پړسوب کموالی بللی و.
د طالبانو د مشرد فرمان د پلي کېدو له کبله ګڼ کسان له دندو منفک شول چې غبرګونونه یې هم راوپارول.
افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د فقر، بې وزلۍ او بې روزګارۍ کچه په کې ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.
د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له سختې بې وزلۍ سره مخامخ دي.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته په افغانستان کې ورځ تربلې د اقتصادي ستونزو کچه مخ پراخېدو ده چې له کبله یې د طالبانو پر حکومت د فشار سربیره ډیری افغانان هڅه کوي له غیرو قانوني لارو د ښې راتلونکې لپاره له افغانستان څخه ووځي.
افغانستان اوس د لوږې، بې کارۍ، اقتصادي ستونزو او سیاسي بې ثباتۍ په درشل کې له سخت ناورین سره مخ دی.

د مخکني جمهوري نظام لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ناڅرګند وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. هغه وايي چې انساني ارزښتونه، انساني وقار او بشري حقونه په نړۍ کې د وروستیو سیاسي، پوځي او اقتصادي ناورینونو لومړني قربانیان دي.
هغه زیاته کړه: «کډوال د انسانیت تر ټولو زیانمنونکې ډله ده. نن ورځ ان په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې ځینې مشهور سیاستوال، افراطي رسنۍ او نژاد پرستې ډلې د خپلو ناکامیو پړه پر کډوالو اچوي او د هغوی پر وړاندې د نفرت فضا رامینځته کوي.»
د پخواني لوی څارنوال په خبره، د افغانستان ګاونډي هېوادونه چې یو وخت یې د افغانانو په بېځایه کېدو کې یې کلیدي رول لوبولی و، اوس د ژوند خطرونو او جدي ګواښونو ته په پام، د ځپونکو تګلارو لهمخې افغان کډوال له خپلو هېوادونو باسي.
هغه په ځانګړې توګه د ایران د ځینو چارواکو وروستي تورونه «بېاساسه او خندوونکي» بللي چې ګواکي افغان کډوال د ایران دښمنانو ته پوځي معلومات رسوي. د هغه په وینا، دا ډول ادعاوې د وروستیو جګړو پر مهال د استخباراتي ناکامیو د پټولو هڅه ده.
دې پخواني چارواکي ټینګار کړی چې په ایران کې افغان کډوال پوځي ادارو، چارواکو یا حساسو معلوماتو ته لاسرسی نه لري او ان د کار کولو، پارکونو ته د تګ یا ډوډۍ اخیستلو له حق نه هم محروم شوي دي.
هغه د ګاونډیو هېوادونو د کډوالۍ ضد سیاستونو د بیاکتنې غوښتنه کړې ده او د ملګرو ملتونو په ګډون یې له نړیوالو بنسټونو نه غوښتي چې له کډوالو سره د لازمو مرستو په موخه اقدامات وکړي.

لسګونو متقاعدینو چې مېرمنې هم په کې وې، د شنبې په ورځ د (چنګاښ ۷مه) یو ځل بیا په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې د تقاعد ریاست مخې ته د خپلو حقونو د نه ورکړې له کبله اعتراض وکړ او له واکمنې ډلې یې وغوښتل چې د دوی لاسېنوی وکړي.
دوی وايي، په داسې حال کې چې د طالبانو مشر د تقاعدي معاشونو د ورکړې حکم کړی، خو اړونده ادارو په دې برخه کې «بېلابېلې پلمې» جوړوي.
یوه متقاعد حبیب الله په سیمه کې رسنیو ته ویلي که څه هم څو ځلې یې په دې اړه اعتراضونه کړي خو اړونده مسولینو او ادارو پرې غوږ نه دی ګرولی.هغه وویل: «اولادونه مې رانه ډوډۍ غواړي، زه چاته ورشم او کومې ادارې سره خپله ستونزه شریکه کړم چې د حل یوه لاره راته وښايي».
نوموړي زیاته کړه چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې دوی د حق غوښتنې دې بهیر ته دوام ورکړی، خو لا یې هم غوښتنو ته رسېدنه نه ده شوې.
د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ، خو اوس د اعراض کوونکو لویه نیوکه دا ده چې د ټیټې کچې طالبان او مامورین دغه فرمان نه پلی کوي.