• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې اندېښنو ته د طالبانو غبرګون؛ داعش ډله په افغانستان کې ځای نه لري

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۱۰ GMT+۱

د داعش ډلې د حضور په اړه د روسي چارواکو تر اندېښنو له څرګندولو وروسته، د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت یو ځل بیا ټینګار وکړ چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او هېڅ ډول فعالیت نه ‌لري.

فطرت د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ته په خبرو کې وویل: «د داعش تحرکات په بشپړ ډول له‌منځه وړل شوي او دا ډله په افغانستان کې فعالیت نه لري».

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي یوري کوکوف ویلي، مسکو د داعش د پلانونو له امله اندېښنه لري. نوموړي ادعا کړې چې یاده ډله هڅه کوي له افغانستان نه د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې ته ځانونه ورسوي.

سره له دې چې روسیه او یو شمېر سیمه‌ییز هېوادونه له طالبانو سره د ډېپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو هڅې کوي، لا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو، وسله‌والو افراطي ډلو او د وسلو د قاچاق په اړه ژورې اندېښنې لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پر افغان ښځو بندیزونه؛ طالبان د ښځو په ګډون د بهرنیو سېلانیانو هرکلي ته لاس په ټټر ولاړ دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۲۹ GMT+۱
•
ظاهر څراغ

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دغه هېواد ته د بهرنیو سېلانیانو ورتګ پراخ شوی دی. د دغې ډلې چارواکو ویلي چې د هغوی راتګ ته ښه راغلاست وايي او هڅه کوي له ګرځندوی صنعت نه د هېواد اقتصادي ودې لپاره کار واخلي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال قدرت‌الله جمال له اسوشیټېډپرېس خبري اژانس سره په مرکه زیاته کړې: «افغانان مېلمه‌پاله خلک دي او غواړي چې د بهرنيو سېلانیانو کوربه‌توب وکړي. ګرځندوی د هېواد لپاره ډیرې ګټې لري او موږ غواړو چې کار ترې واخلو.»

نوموړي ادعا کړې چې تېر کال نږدې نهه زره بهرنیو سېلانیانو افغانستان ته سفر کړی او یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې نږدې درې زره بهرني سېلانیان دغه هېواد ته دننه شوي دي.

افغانستان په تېرو وختونو کې د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو د جګړو له امله د سېلانیانو لپاره خوندي ځای نه و، خو د دغې ډلې تر واکمنېدو وروسته طالب چارواکي وايي چې امنیت ښه شوی او شرایط د بهرنیو مېلمنو د هرکلي لپاره ډېر مناسب دي.

په افغانستان کې د طالبانو د امنیت خوندیتوب ادعاوو سربېره، په ځینو ولایتونو کې د وسله‌والو بریدونو خطر لا هم پر خپل ځای دی. د تېر ۲۰۲۴ کال په مۍ میاشت کې په بامیان کې د یوه وسله‌وال برید په ترڅ کې درې هسپانوي سیلانیان او درې افغانان وژل شوي وو.

یاده دې وي چې په یو شمېر سیمو کې بهرني سېلانیان د خلکو له ځورونې او نامناسب چلند سره هم مخ کېږي. څه موده مخکې د یوه بهرني سېلاني ویډیو خپره شوې وه چې په کابل ښار کې د یوه افغان ځوان له نامناسب چلند سره مخ شوی و چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر توندو نیوکو وروسته طالبانو د هغه د نیول‌کېدو خبر ورکړ.

طالبانو ویلي چې د ګرځندوی ویزې په اسانۍ ورکول کېږي اوهمداراز له دوبۍ او استانبول نه کابل ته الوتنې په اوونۍ کې څو ځله کېږي. دوی د نارینه وو لپاره د ګرځندوی او مېلمه پالنې په برخه کې د روزنې ترلاسه کېدو لپاره یو روزنیز مرکز هم جوړ کړی دی.

په داسې حال کې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د عامه ژوند، کار او زده‌کړې په ګډون پر افغان ښځو پراخ او ځپونکي محدودیتونه لګولي، خو وايي چې له نارینه او ښځینه سېلانیانو هرکلی کوي. د طالبانو امربالمعروف څه موده مخکې افغان ښځې ان پارکونو ته له تګ نه منع کړې. اسوشيټېډپرېس هم په خپل راپور کې ویلي چې که څه هم افغان ښځې له جدي محدودیتونو سره مخ دي، خو د بهرنیو سېلانیانو ښځو لپاره په دې محدودیتونو کې نرمښت موجود دی.

طالبان د سختې ګرمۍ له امله د سړو سیمو ښوونځي د ۵ورځو لپاره رخصتوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۱۱ GMT+۱

د طالبانو پوهنې وزارت د شنبې په ورځ « د چنګاښ ۷مه» یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د سختې ګرمۍ له کبله به د سړو سیمو ټول دولتي او خصوصي ښوونځي د پنځو ورځو لپاره رخصت وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ښوونځي به د راتلونکې چهارشنبې څخه تر یکشنبې ورځې پورې چې د چنګاښ ۱۵مه کیږي بند وي. یاد وزارت وایي، د چنګاښ په ۱۶مه به د ښوونځیو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پیل شي او د همدې میاشتې تر پایه به دوام وکړي چې له پای ته رسېدو سره سم به یې د اوړي رخصتۍ همپیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې لا تر دې دمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر یوناما د تودوخې د لوړو څپو د راتلو خبرداری ورکړی و.

یاد دفتر ویلي و چې د جولای میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به په افغانستان کې د سختې ګرمۍ څپه راشي چې د اټکل له مخې به په ډېرو سیمو کې د تودوخې منځنۍ کچې، د سانتي ګراډ په اندازه له ۲ تر ۱۰ درجو پورې له اوسني حالته لوړه وي.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو پنځو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون د ناببره څپې له کبله ډیر زیانمونکی دی.

په وروستیو کې زلزلو، ځمکو ښویدنې، طوفانونو او سېلابونو د افغانستان بېلابېلې سیمې سختې وځپلې چې له کبله یې د درنو ځاني او مالي زیانونو د اوښتلو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان ازادۍ جبهې له ګاونډیو هېوادونو نه د افغان کډوالو ایستل وغندل

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۱

د افغانستان ازادۍ جبهې پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې خپل بشري، مذهبي او نړۍوال مسوولیتونه ترسره کړي او له افغان کډوالو سره په شفقت او درناوي چلند وکړي. یادې جبهې ټینګار کړی چې د کډوالو ایستل یا ځورول له مېلمه‌پالنې او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

نوموړې جبهې یکشنبه (چنګاښ ۸مه) په یوه بیان کې زیاته کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام تر نسکورېدو وروسته، په مېلیونونو افغانان د ناامنۍ، سیاسي فشارونو او د ازادۍ له لاسه ورکولو له امله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

نوموړې جبهې ویلي چې له افغانستان نه وتلي افغانان په کوربه هېوادونو کې د تبعیض، نیولو او جبري ایستلو په ګډون له سختو ستونزو سره مخ د دې جبهې په وینا، له افغان کډوالو سره دا ډول چلند، د بشري حقونو او انساني کرامت خلاف دی.

دې جبهې د افغان کډوالو جبري ستنېدل په کلکه غندلي او له کوربه هېوادونو یې غوښتي چې د کډوالو او بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته غاړه کېږدي. په خبرپاڼه کې لیکل شوی چې افغانستان لا هم ناامنه دی او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هېواد ته د کډوالو ستنېدل د هغوی ژوند او کرامت له خطر سره مخ کوي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر ملګرو ملتونو، نړۍوالو سازمانونو او مرسته ‌رسوونکو هېوادونو غږ کړی چې د بشری مرستو د چمتو کېدو او عادلانه پناه‌ غوښتنې په ګډون د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره سملاسي، عملي او اغېزمن اقدامات وکړي.

تر دې مخکې د مخکني جمهوري نظام لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ناڅرګند وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې وه. هغه ویلي و چې انساني ارزښتونه، انساني کرامت او بشري حقونه په نړۍ کې د وروستیو سیاسي، پوځي او اقتصادي ناورینونو لومړني قربانیان دي.

د حماس یو بنسټګر د اسراییل په پوځي عملیاتو کې ووژل شو

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۱۳ GMT+۱

امریکایۍ فاکس نیوز خبري شبکې راپور ورکړی چې اسراییلي پوځ او د دغه هېواد د کورني امنیت ادارې (ISA) په غزه کې د ګډو عملیاتو پر مهال د حماس یو مهم غړی وژلی دی. د راپور له‌مخې، دا کس عیسی نومېده او د حماس د بنسټګرو له ډلې و.

په راپور کې راغلي چې هغه د حماس د جنګي ملاتړ مرکزي دفتر د مشر په توګه دنده ترسره کړې او پر اسراییل د اکټوبر ۷مې په مرګوني برید کې یې مهم رول لوبولی دی.

اسراییلي پوځ ویلي چې عیسی په ​​دې وروستیو ورځو کې په غزه کې د اسراییليانو پر وړاندې د نویو بریدونو په پلانولو کې هم ښکېل و.

حماس ډلې تر اوسه د خپل دې وژل شوي کس په تړاو څه نه دي ویلي.

د بې روزګارۍ په اوج کې؛ د طالبانو له لوري تنقیص شوي مامورین له بې وزلۍ کړیږي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۰۷ GMT+۱
•
خبرخونه

په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر یو شمېر پخواني دولتي مامورین او د طالبانو غړي له دندو ګوښه کړای شول، خو اوس له دې ډلې ډېری هغه یې له سختو اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ څخه کړيږي.

د افغانستان په شمال کندوز کې یو پخوانی مامور له همدې امله له سختې بې وزلۍ سره مخ دی.

د هغه په خبره: « ما د لساینس تر کچې زده کړي دي، د دندې مې شاوخوا شپږکاله کېده، که څه هم معاش مې دومره نه وو، خو ما پرې ګذاره کوله او لاس مې چاته اوږد نه و». د دې تنقیص شوي پخواني مامورین په وینا چې اوس ورته په کور کلي کې هټیوال پور هم نه ورکوي. هغه زیاته کړه: «اوس مې ورځ بده ده، څوک پور هم نه راکوي او په دې وخت کې څوک چا سره قرض نه کوي».

دا کس یوه اته کلنه لور او یو درې کلن زوی لري،‌ خو د خوړو برابرولو لپاره یې خپلې بې وسۍ ته اندېښمن دی. وایي، تر اوسه د خپلې سیمې دوکاندارانو څخه «۱۰زره افغانۍ» پوروړی شوی او د بېرته ورکړې لپاره یې هم څه لاره چاره نه لري.

د ملا هبت الله له لوري د تنقیص پروسې په تړاو خپله طالبانو هم سختې نیوکې کړي دي. د دې ډلې غړو په خپلو ترانو او شعرونو کې هم د خپل مشر دا کار سخت غندلی دی. ان ځینو طالبانو بیا په ځواله رسنیو کې په طنزیه ډول د ملا هبت الله له لوري د تنقیص شوې پرېکړه غندلې ده.

په ورته وخت کې د کندوز ولایت یو بل اوسېدونکی چې پخوا یې دولتي په یوې ښوونیزې اداره کې دنده لرله او د تنقیص په څپو کې له دندې ګوښه شوی دی. دی هم لکه د نورو په څېر اقتصادي ستونزې ګالي او خپلې کورنۍ ته د خوړو برابرولو لپاره په خالي جېب هېڅ نه‌شي کولای.

د ده په وینا: «په تنخوا مې نسبي ګذاره کېده او له ټولو مهمه دا چې شپه مې له خپلو اولادونو سره وه، ورته خوشحاله وم خو بس له کوم دلیل پرته یې موږ ته ځواب راکړ او اوس رانه لاره ورکه ده. کوښښ کوم چې د کار غریبۍ لپاره له افغانستان نه ووځم خو څه لاره نه جوړیږي».

نوموړی درې اولادونه لري او د کندز هوايي ډګر ته څیرمه د سره دورې په سیمه کې د یوه ملګري په کور کې اوسیږي.

نوموړي افغانستان انټرنشل- پښتو ته په خبرو کې ویلي، د هغه ملګري په کور کې چې دی اوسیږي اوس یې څه ناڅه هغه لاسنیوی کوي، خو دی نور له دغه حالاته د وتلو لپاره اړ دی چې له هېواده ووځي.

د یاد ګوښه شوي مامور په خبره، د لیسانس ترکچې یې لوړې زده کړې کړي، خو د کاري فرصتونو د کموالي له کبله اړ شوی، څو په سختو لارو کډوالۍ ته ملا وتړي او له هېواده ووځي.

په دې وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې د نظامي او ملکي ادارو د تشکیلاتو د ۲۰ سلنه کمېدو لارښوونه وکړه او د دغه اقدام موخه یې د بودیجوي ستونزو حل او د اداري پړسوب کموالی بللی و.

د طالبانو د مشرد فرمان د پلي کېدو له کبله ګڼ کسان له دندو منفک شول چې غبرګونونه یې هم راوپارول.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د فقر، بې وزلۍ او بې روزګارۍ کچه په کې ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له سختې بې وزلۍ سره مخامخ دي.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته په افغانستان کې ورځ تربلې د اقتصادي ستونزو کچه مخ پراخېدو ده چې له کبله یې د طالبانو پر حکومت د فشار سربیره ډیری افغانان هڅه کوي له غیرو قانوني لارو د ښې راتلونکې لپاره له افغانستان څخه ووځي.

افغانستان اوس د لوږې، بې کارۍ، اقتصادي ستونزو او سیاسي بې ثباتۍ په درشل کې له سخت ناورین سره مخ دی.