مایکل سمپل: د دوحې ښکېلې خواوې پر دې پوهېږي چې دغه بهیر څه ګټه نه کوي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي پخواني مرستیال "مایکل سمپل" وايي، د دوحې بهیر له لارې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو او د طالبانو د پالیسیو د بدلون په تړاو هېڅ هیله مندي نشته.