که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څخه نږدې څلور کاله تېرېږي، خو تر اوسه یې هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژني او یاده ډله تمه لري چې د ګرځندویانو لپاره د فرصتونو په برابرېدو سره به د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره زمینه برابره شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال قدرتالله جمال د جون میاشتې په پیل کې له "اسوشېټېډ پرېس" سره په مرکه کې وویل: «افغانان مېلمهپاله خلک دي او غواړي له نورو هېوادونو سیلانیان راشي، موږ یې کوربهتوب ته چمتو یو. ګرځندوی یوه ګټوره چاره ده او موږ غواړو زموږ هېواد یې له ټولو اقتصادي او فرهنګي ګټو برخمن شي.»
د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې ګرځندوی د میلیاردونو ډالرو ارزښت لري، خو افغانستان چې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله نړۍوال منزوی شوی، لا هم له پراخې بېوزلۍ سره مخ دی. طالب چارواکي هیله لري، چې د ګرځندوی له لارې به پانګه راجلب کړي.
جمال زیاتوي: «موږ له دې صنعت څخه د پام وړ عواید تر لاسه کوو او باور لرو چې دا به نور هم پراخ شي. د سیلانیانو له لوري مصرف شوې پیسې تر نورو برخو زیات خلکو ته ګټه رسوي. موږ هیلهمند یو چې دا به زموږ د اقتصاد یوه لویه برخه شي.»
د افغانستان لپاره د ګرځندوی ویزې اخیستل نسبتا اسانه دي او له دوبۍ، استانبول او نورو لویو مرکزونو الوتنې هم شته. حکومت ان د ګرځندوی او هوټلدارۍ په برخه کې د نارینهوو لپاره یو روزنیز انسټیټیوټ جوړ کړی، په دغه انسټیټيوټ کې نجونو ته ونډه نه ده ورکړل شوې.
جمال وايي، تېر کال نږدې ۹،۰۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي وو او یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۳،۰۰۰ نور هم ورغلي دي.
نږدې څلوېښت کلنې جګړې د افغانستان ښکلې منظرې، تاریخي ځایونه او غرنۍ جغرافیه له نړۍ پټه کړې وه. د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته که څه هم وخت ناوخته د نا امنۍ پېښې کېږي خو د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت نسبي ارام شوی.
د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې په یوه برید کې، وسلهوالو کسانو په بامیان ولایت کې درې هسپانوي سیلانیان او درې افغانان ووژل.
بامیان یو له مشهورو ګرځندوی سیمو څخه دی، چې پکې پخوا د بودا لویې مجسمې وې، خو طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې الوځولې وې.
د لوېدیځو هېوادونو مشورې لا هم خلک افغانستان ته د سفر څخه منع کوي، خو طالبان ټینګار کوي چې وضعیت بدل شوی.
جمال وايي: «افغانستان د جګړو له اوږدو کلونو راوتلی. اوس غواړو سیلانیان زموږ دودونه، ژوند، هنر، او مقاومت له نږدې وویني. امنیت ټول هېواد کې شته.»
خو منتقدین وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت چلند له اخلاقي پلوه پوښتنې راپورته کوي. نجونې له ابتدايي ښوونځي پورته تعلیم ته نه پرېښودل کېږي، د ښځو پروړاندې د کار، ورزش، پارکونو او سینګارتونونو پر تګ بندیزونه دي او د جامو د اغوستلو سخت قوانین ورباندې عملي کېږي.
که څه هم دا قوانین پر بهرنیو مېرمنو کم تطبیقېږي، خو هغوی هم باید سر پټ کړي.
یو شمېر سیلانیان وایي، دوی د اخلاقو له نظره شکمن وو، خو غوښتل یې خپلواکه ارزونه وکړي.
یوه فرانسوي-پیروویایي سیلانۍ ایلاري ګومېز او د هغې برېتانوی ملګری جېمز لیډیارډ وویل، چې نږدې یو کال یې بحث کاوه چې افغانستان ته ولاړ شي او که نه.
لیډیارډ وايي: «موږ فکر نه کوو چې زموږ حضور د طالبانو ملاتړ ښکاره کړي. موږ پیسې خلکو ته ورکوو، نه حکومت ته.»
سره له دې چې د ښځو موضوع حکومتي چارواکو ته حساسه ده، جمال یوازې دومره وویل چې ښځینه او نارینه سیلانیان دواړه دې هر کله راشي، خو د محدودیتونو په اړه یې څه ونهویل.
هغه ټینګار کوي: «کوم کسان چې زموږ قوانینو او دودونو ته درناوی لري، مخکې هم راغلي او لا هم راتلای شي.»
جمال وویل، ګرځندوی نه یوازې اقتصادي، بلکې سیاسي او فرهنګي ګټې هم لري: «دا د خلکو ترمنځ د تفاهم، باور او اړیکو د جوړېدو یو مهم فرصت دی. خلک یو بل له نږدې ویني، یو بل ته درناوی پیدا کوي او فاصله له منځه ځي.»
افغانستان ته د سیلانیانو ورو ورو راتګ د طالبانو حکومت لپاره د یوې ستراتیژیکې هڅې په توګه لیدل کېږي، چې غواړي له اوږدې نړۍوالې انزوا وروسته ځان ته ښه انځور جوړ کړي.
که څه هم سیلانیان د دې هېواد ښکلو غرونو، تاریخي ځایونو او کلتوري بډاینو ته زړه ښه کوي، خو د طالبانو د سختو محدودیتونو تر څنګ، دا سفرونه د یوې شنې پاڼې په څېر ښکاري چې تر شا یې ژور سیوري پراته دي.
طالبانو د ښځو حقونه په پراخه کچه تر فشار لاندې نیولي دي؛ نجونې ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي، ښځې له ګڼو عامو ځایونو محرومې دي او د ازادۍ فضا شدیدا تنګه شوې ده.
دا وضعیت د هېواد اقتصادي ودې او د ګرځندوی پراختیا لپاره ستر خنډ ګرځېدلی دی.
سربېره پر دې، حکومت د نړۍوالو مرستو بندېدو او اقتصادي بحران له کبله په ګران حالت کې دی، خو له دې سره هم غواړي نړۍوالو ته ووایي، چې افغانستان بیا خوندي شوی او د سفر وړ دی.