• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د ۱،۴ میلیونه افغان کډوالو کارتونه تمدید کړي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي او د پي او ار کارت لرونکو د استوګنې موده ژر تر ژره وغځوي. ددې کارتونو موده، چې شاوخوا ۱،۴ میلیونه افغانانو ته ورکړل شوي، نن پای ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له میاشتې د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۷مې پورې یو میلیون او ۸۸ زره او ۱۳۳ افغان کډوال بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وایي، چې دا عمل د نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه نه ستنولو د اصل نقض دی. یاد اصل له هېوادونو غواړي چې پناه‌غوښتونکي یا کډوال داسې ځای ته بېرته ونه لیږي چې هلته له شکنجې، وژنې، یا د نورو بشري ضد جرمونو له خطر سره مخ وي.

سازمان وايي، پاکستان، د مدني او سیاسي حقونو نړیوال تړون او د شکنجې ضد کنوانسیون لاسلیک کوونکی هېواد دی، چې دا اصل پکې شاملیږي.

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکوي، چې که پي او ار کارتونه تمدید نه شي، دا به زرګونه کسان له نیونې، ځورونې او د جبري شړلو له خطر سره مخ کړي.

سازمان وايي، تر ټولو ډېر ګواښ د ښځو، نجونو، خبریالانو، بشري حقونو فعالانو، د پخواني حکومت مامورینو او هنرمندانو ژوند ته متوجه دی.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومت، په ځانګړې توګه ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر سید محسن رضا نقوي څخه غوښتنه کړې، چې د پي او ار کارتونو اعتبار موده وغځوي، له افغان کډوالو سره زور زیاتی پای ته ورسوي او د غیر قانوني بهرنیانو د اېستلو پلان لغو کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په بدخشان کې د طالبانو په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۱

په بدخشان کې سرچینې وايي چې اوس مهال په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او ځایي اوسیدونکو ترمنځ نښتې روانې دي. په یاد ولایت کې د طالبانو یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې نښتو کې تر اوسه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي او څو نورو سرچینو د دوشنبې په ورځ د جنګاښ په ۹مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندو ویجاړولو لپاره له ځایي اوسیدونکو سره نښته کړې ده.

د سرچینو په وینا، یوه ښځه هم د وژل شویو کسانو په ډله کې ده.

سرچینې وايي چې طالب جنګیاليو پر ملکي خلکو ډزې کړې، چې خلک یې غوسه کړي دي. د معلوماتو له مخې، طالبانو په نښتو کې سپکې او درندې وسلې کارولې دي.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، پارېدلي خلک د ولسوالۍ مرکز ته روان دي.

په بدخشان کې بزګرانو له دې وړاندې هم د طالبانو له خوا د خپلو کروندو د ویجاړولو په وړاندې اعتراضونه کړي دي.

دوی استدلال کوي چې د غربت او بې کارۍ د زیاتوالي له امله د کوکنارو کښت ته اړ شوي دي.

طالبانو په پکتیکا کې یو ښوونکی د عصري علومو د ملاتړ په جرم نیولی

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۱

ځايي سرچینو افغاستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عبدالعلیم خاموش په نوم د لیسې یو ښوونکی د عصري علومو د اهمیت د بیانولو له امله زنداني کړی دی. سرچینې وايي، عبدالعلیم خاموش د طالبانو سیمه ییزې محکمې په دوه کاله بند محکوم کړی دی.

په پکتیکا کې د طالبانو له خوا نیول شوي ښوونکي خپلوانو نن دوشنبه د چنګاښ ۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نوموړي د ایران او اسراییل د جګړې پرمهال په ټولګي کې خپلو شاکردانو ته ویلي و، چې د دیني زده کړو په پرتله عصري علوم زیات اهمیت لري.

دوی همدراز وویل چې له هغه وروسته طالبانو هغه زنداني کړ.

دوی زیاتوي، چې د طالبانو د لومړۍ محکمې له خوا هغه ته د دوه کاله بند سزا ورکړل شوې ده.

تر اوسه طالبانو ددغه ښوونکي د نیول کېدو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

فرانسه کې ۷ تنه افغانان د انساني قاچاق په تور په زندان او جریمې محکوم شول

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۰۶ GMT+۱

د فرانسې په لیل ښار کې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ نهه کسان (اووه افغانان او دوه عراقي کردان) د کډوالو د قاچاق او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په مانش کانال کې د بېړۍ ډوبیدو په پیښه کې د اتو پناه غوښتونکو د مړینې په تور له اوو تر اتو کلونو بند باندې محکوم کړل.

په محکومیتونو کې تر سل زرو یورو پورې جریمې او فرانسې ته د محکومو شویو قاچاق وړونکو د بیا ورتګ ممانعت هم شامل دي.

درې کسان، چې یو افغان هم پکې شامل دی، تښتېدلي او په غیر حضوري ډول یې محاکمه وشوه. دوی د نورو له خوا د ټولې شبکې مغز بلل شوي او په اتو کلونو بند محکوم شوي. شپږ نور کسان په اوو کلونو بند محکوم شوي دي.

محکمې د څارنوالۍ له غوښتنې لږ څه زیاتې سزاګانې ورکړې، چې له شپږو تر اتو کلونو پورې بند غوښتنه یې کړې وه.

د لومونډ د رپوټ له مخې، دغه سزاګانې له۵۰ زرو څخه تر ۱۰۰ یورو پورې انفرادي جریمې لري او د بند مودې له بشپړیدو وروسته به له فرانسې شړل کیږي.

تورن کسان د انساني قاچاق، ناغوښتي قتل، نورو ته د خطر پېښولو او په غیرقانوني استوګنه کې د مرستې په تور محاکمه شوي دي.

د لیل ښار اصلاحي محکمې ویلي چې دوی یې د جرمونو د شدت په پام کې نیولو سره محکوم کړي او دا یې هم په ګوته کړې چې ټولو تورنو کسانو له دغه ناورین وروسته خپلو غیرقانوني فعالیتونو ته دوام ورکړی و.

د جون له ۱۶مې څخه تر ۲۰ پورې د لیل ښار په بین سیمه ییز تخصصي قضایي مرکز کې د محاکمې په ترڅ کې یوه تورن کس اعتراف وکړ چې تر ګواښ لاندې کډوال یې ډانکرک ته نږدې لونپلاژ کمپ څخه انتقال کړي دي.

بل کس د کښتۍ د انجن په راوړلو تورن و. دوه افغان وروڼه هر یو په اوو کلونو بند او سل زره یورو جریمې محکوم شول ځکه دوی د قاچاقبرانو د دې شبکې پټ مالي ملاتړي پېژندل شوي.

د څارنوالۍ په وینا، د کښتۍ چلوونکی په دې وروستیو کې په بریتانیا کې په نهو کلونو بند محکوم شوی دی.

د قاچاقبرانو د دې شبکې یو لسم احتمالي غړی، چې په بلجیم کې نیول شوی، وروسته به محاکمه شي.

د محاکمې په جریان کې، څارنوالي د دې جرمي سازمان قاچاق دوی ته ډېر ګټور یاد کړی ځکه له هر مسافر نه یې په اوسط ډول ۳۵۰۰ یورو اخیستل.

په دې بېړۍ کې اکثره د افغانستان، هند، البانیا اوسېدونکي سپاره وو. محکمې ویلي، چې دوی د استیناف لپاره لس ورځې وخت لري.

په بلغاریا کې د ۱۸ افغانانو په مرموزې مړینې د تورنو کسانو محاکمه پیلیږي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۵ GMT+۱

د بلغاریا دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د صوفیا ښار یوې محکمې اعلان کړی چې د منظمو جرمونو او د کډوالو د مړینې په تور د یوې ډلې محاکمه به په دوو ورځو کې پیل شي. دا قضیه د ۱۸ افغان وګړو له مړینې سره تړاو لري چې دوه کاله وړاندې یې مړي پلازمېنې ته نږدې له یوه موټره وموندل شول.

د رپوټ له مخې، د دې محکمې لومړنۍ غونډه د چنګاښ پر۱۱مه ترسره کیږي.

د صوفیا ښار څارنوالۍ پنځه کسان د منظم جرمي ګروپ په غړیتوب، د کډوالو په قاچاق او د ۱۸ افغان وګړو په مړینې تورن کړي دي.

څارنوالان وایي چې ویکتور کوزمانوف د قاچاق په عملیاتو کې د شریک په توګه رول لوبولی او د دې ډلې مشري یې کوله.

د ډلې نور غړي څلور بلغاریایي نارینه دي.

ویل شوي چې د موټر خاوند هم د ډلې غړی و، خو د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې یې له مړینې وروسته قضیه وتړل شوه.

د ۱۴۰۱ کال د دلوې پر۲۸مه د ۱۸ افغان وګړو جسدونه د صوفیا شمال لور ۱۶ کیلومتره لرې د لوکورسکو کلي ته نږدې په یوې پریښودل شوې لارۍ کې د لرګیو تر بار لاندې په یوه پټه برخه کې وموندل شول.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف: په پاکستان کې اکثره ناقانونه چارې افغانان کوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې، چې افغان وګړي په پاکستان کې ناقانونه کاروبارونه کوي او د دولتي ځمکو پر غصب هم تورن دي. هغه وویل، « زموږ د ټولو نهرونو غاړې افغانانو نیولې دي». خواجه اصف وايي، که افغانان لاړ شي، نو د پاکستاني وګړو لپاره به د کار زمینه برابره شي.

نوموړي د پاکستان له اې ار وای تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د دوی د لامبو د نهر پر غاړو د افغان وګړو موټر ولاړ دي او دا خلک سره له دې، چې په لنډمهاله کمپونو کې اوسي، خو د اوبلونۍ (ابپاشۍ ادارې) پر دولتي ځمکه یې ناقانونه ولکه کړې ده.

هغه دا ادعا هم وکړه چې ښايي دا افغان موټرلرونکي د یادې ادارې چارواکو ته رشوت ور کوي.

هغه وویل، « په پاکستان کې چې څومره ناقانونه کاروبارونه کېږي، ټول افغانان کوي. زموږ د ټولو نهرونو غاړې افغانانو نیولې دي».

خواجه اصف دا هم وویل چې شاوخوا ۶ تر ۷ میلیونه غیرقانوني اسناد نه لرونکي کسان په پاکستان کې ژوند کوي.

هغه وړاندیز وکړ چې که افغانان خپل هېواد ته ستانه شي، نو د پاکستاني وګړو لپاره به د کار زمینه برابره شي.

له امریکا سره د اړیکو په اړه نوموړي وویل: « موږ اوس له امریکا سره ښې اړیکې لرو، خو دا اړیکې د ماضي برعکس، په ګډو پوځي عملیاتو نه، بلکې په ډیپلوماتیک تفاهم ولاړې دي».

ده دا هم ومنله چې پاکستان پخوا د خپلو اهدافو لپاره علما او تش په نوم جهادي مشران کارول.