• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بدخشان کې د طالبانو په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۱

په بدخشان کې سرچینې وايي چې اوس مهال په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او ځایي اوسیدونکو ترمنځ نښتې روانې دي. په یاد ولایت کې د طالبانو یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې نښتو کې تر اوسه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي او څو نورو سرچینو د دوشنبې په ورځ د جنګاښ په ۹مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندو ویجاړولو لپاره له ځایي اوسیدونکو سره نښته کړې ده.

د سرچینو په وینا، یوه ښځه هم د وژل شویو کسانو په ډله کې ده.

سرچینې وايي چې طالب جنګیاليو پر ملکي خلکو ډزې کړې، چې خلک یې غوسه کړي دي. د معلوماتو له مخې، طالبانو په نښتو کې سپکې او درندې وسلې کارولې دي.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، پارېدلي خلک د ولسوالۍ مرکز ته روان دي.

په بدخشان کې بزګرانو له دې وړاندې هم د طالبانو له خوا د خپلو کروندو د ویجاړولو په وړاندې اعتراضونه کړي دي.

دوی استدلال کوي چې د غربت او بې کارۍ د زیاتوالي له امله د کوکنارو کښت ته اړ شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په پکتیکا کې یو ښوونکی د عصري علومو د ملاتړ په جرم نیولی

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۱

ځايي سرچینو افغاستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عبدالعلیم خاموش په نوم د لیسې یو ښوونکی د عصري علومو د اهمیت د بیانولو له امله زنداني کړی دی. سرچینې وايي، عبدالعلیم خاموش د طالبانو سیمه ییزې محکمې په دوه کاله بند محکوم کړی دی.

په پکتیکا کې د طالبانو له خوا نیول شوي ښوونکي خپلوانو نن دوشنبه د چنګاښ ۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نوموړي د ایران او اسراییل د جګړې پرمهال په ټولګي کې خپلو شاکردانو ته ویلي و، چې د دیني زده کړو په پرتله عصري علوم زیات اهمیت لري.

دوی همدراز وویل چې له هغه وروسته طالبانو هغه زنداني کړ.

دوی زیاتوي، چې د طالبانو د لومړۍ محکمې له خوا هغه ته د دوه کاله بند سزا ورکړل شوې ده.

تر اوسه طالبانو ددغه ښوونکي د نیول کېدو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

فرانسه کې ۷ تنه افغانان د انساني قاچاق په تور په زندان او جریمې محکوم شول

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۰۶ GMT+۱

د فرانسې په لیل ښار کې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ نهه کسان (اووه افغانان او دوه عراقي کردان) د کډوالو د قاچاق او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په مانش کانال کې د بېړۍ ډوبیدو په پیښه کې د اتو پناه غوښتونکو د مړینې په تور له اوو تر اتو کلونو بند باندې محکوم کړل.

په محکومیتونو کې تر سل زرو یورو پورې جریمې او فرانسې ته د محکومو شویو قاچاق وړونکو د بیا ورتګ ممانعت هم شامل دي.

درې کسان، چې یو افغان هم پکې شامل دی، تښتېدلي او په غیر حضوري ډول یې محاکمه وشوه. دوی د نورو له خوا د ټولې شبکې مغز بلل شوي او په اتو کلونو بند محکوم شوي. شپږ نور کسان په اوو کلونو بند محکوم شوي دي.

محکمې د څارنوالۍ له غوښتنې لږ څه زیاتې سزاګانې ورکړې، چې له شپږو تر اتو کلونو پورې بند غوښتنه یې کړې وه.

د لومونډ د رپوټ له مخې، دغه سزاګانې له۵۰ زرو څخه تر ۱۰۰ یورو پورې انفرادي جریمې لري او د بند مودې له بشپړیدو وروسته به له فرانسې شړل کیږي.

تورن کسان د انساني قاچاق، ناغوښتي قتل، نورو ته د خطر پېښولو او په غیرقانوني استوګنه کې د مرستې په تور محاکمه شوي دي.

د لیل ښار اصلاحي محکمې ویلي چې دوی یې د جرمونو د شدت په پام کې نیولو سره محکوم کړي او دا یې هم په ګوته کړې چې ټولو تورنو کسانو له دغه ناورین وروسته خپلو غیرقانوني فعالیتونو ته دوام ورکړی و.

د جون له ۱۶مې څخه تر ۲۰ پورې د لیل ښار په بین سیمه ییز تخصصي قضایي مرکز کې د محاکمې په ترڅ کې یوه تورن کس اعتراف وکړ چې تر ګواښ لاندې کډوال یې ډانکرک ته نږدې لونپلاژ کمپ څخه انتقال کړي دي.

بل کس د کښتۍ د انجن په راوړلو تورن و. دوه افغان وروڼه هر یو په اوو کلونو بند او سل زره یورو جریمې محکوم شول ځکه دوی د قاچاقبرانو د دې شبکې پټ مالي ملاتړي پېژندل شوي.

د څارنوالۍ په وینا، د کښتۍ چلوونکی په دې وروستیو کې په بریتانیا کې په نهو کلونو بند محکوم شوی دی.

د قاچاقبرانو د دې شبکې یو لسم احتمالي غړی، چې په بلجیم کې نیول شوی، وروسته به محاکمه شي.

د محاکمې په جریان کې، څارنوالي د دې جرمي سازمان قاچاق دوی ته ډېر ګټور یاد کړی ځکه له هر مسافر نه یې په اوسط ډول ۳۵۰۰ یورو اخیستل.

په دې بېړۍ کې اکثره د افغانستان، هند، البانیا اوسېدونکي سپاره وو. محکمې ویلي، چې دوی د استیناف لپاره لس ورځې وخت لري.

په بلغاریا کې د ۱۸ افغانانو په مرموزې مړینې د تورنو کسانو محاکمه پیلیږي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۵ GMT+۱

د بلغاریا دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د صوفیا ښار یوې محکمې اعلان کړی چې د منظمو جرمونو او د کډوالو د مړینې په تور د یوې ډلې محاکمه به په دوو ورځو کې پیل شي. دا قضیه د ۱۸ افغان وګړو له مړینې سره تړاو لري چې دوه کاله وړاندې یې مړي پلازمېنې ته نږدې له یوه موټره وموندل شول.

د رپوټ له مخې، د دې محکمې لومړنۍ غونډه د چنګاښ پر۱۱مه ترسره کیږي.

د صوفیا ښار څارنوالۍ پنځه کسان د منظم جرمي ګروپ په غړیتوب، د کډوالو په قاچاق او د ۱۸ افغان وګړو په مړینې تورن کړي دي.

څارنوالان وایي چې ویکتور کوزمانوف د قاچاق په عملیاتو کې د شریک په توګه رول لوبولی او د دې ډلې مشري یې کوله.

د ډلې نور غړي څلور بلغاریایي نارینه دي.

ویل شوي چې د موټر خاوند هم د ډلې غړی و، خو د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې یې له مړینې وروسته قضیه وتړل شوه.

د ۱۴۰۱ کال د دلوې پر۲۸مه د ۱۸ افغان وګړو جسدونه د صوفیا شمال لور ۱۶ کیلومتره لرې د لوکورسکو کلي ته نږدې په یوې پریښودل شوې لارۍ کې د لرګیو تر بار لاندې په یوه پټه برخه کې وموندل شول.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف: په پاکستان کې اکثره ناقانونه چارې افغانان کوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې، چې افغان وګړي په پاکستان کې ناقانونه کاروبارونه کوي او د دولتي ځمکو پر غصب هم تورن دي. هغه وویل، « زموږ د ټولو نهرونو غاړې افغانانو نیولې دي». خواجه اصف وايي، که افغانان لاړ شي، نو د پاکستاني وګړو لپاره به د کار زمینه برابره شي.

نوموړي د پاکستان له اې ار وای تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د دوی د لامبو د نهر پر غاړو د افغان وګړو موټر ولاړ دي او دا خلک سره له دې، چې په لنډمهاله کمپونو کې اوسي، خو د اوبلونۍ (ابپاشۍ ادارې) پر دولتي ځمکه یې ناقانونه ولکه کړې ده.

هغه دا ادعا هم وکړه چې ښايي دا افغان موټرلرونکي د یادې ادارې چارواکو ته رشوت ور کوي.

هغه وویل، « په پاکستان کې چې څومره ناقانونه کاروبارونه کېږي، ټول افغانان کوي. زموږ د ټولو نهرونو غاړې افغانانو نیولې دي».

خواجه اصف دا هم وویل چې شاوخوا ۶ تر ۷ میلیونه غیرقانوني اسناد نه لرونکي کسان په پاکستان کې ژوند کوي.

هغه وړاندیز وکړ چې که افغانان خپل هېواد ته ستانه شي، نو د پاکستاني وګړو لپاره به د کار زمینه برابره شي.

له امریکا سره د اړیکو په اړه نوموړي وویل: « موږ اوس له امریکا سره ښې اړیکې لرو، خو دا اړیکې د ماضي برعکس، په ګډو پوځي عملیاتو نه، بلکې په ډیپلوماتیک تفاهم ولاړې دي».

ده دا هم ومنله چې پاکستان پخوا د خپلو اهدافو لپاره علما او تش په نوم جهادي مشران کارول.

په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د بندېدو له ګواښ سره مخ دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو یو شمېر مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر د اوسپنو ویلي کولو پر فابریکو برېښنا کمه کړې ده. د فابریکو مسوولان وايي، زیات شمېر کاریګر یې رخصت کړي او فابریکې د بندیدو له ګواښ سره مخ دي.

په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو او تولیدي فابریکو ځینو مسوولانو نن دوشنبه د چنګاښ ۹مه وویل چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر ورته ویلي چې دوی د برېښنا له کمښت سره مخ دي او نه شي کولی چې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو ته ۱۷ ساعته برېښنا ورکړي او دا یې ۱۱ ساعتونو ته را کمه کړې ده.

100%

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو د برښنا شرکت په کابل کې د میهن سټیل، فقیري سټیل، ضیا سعدي سټیل، ملي سټیل، مطمین سټیل، میسم سټیل او خان وزیري سټیل د اوسڼبې د ویلې کولو فابریکو برېښنا کمه کړې او دا لړۍ ادامه لري.

د اوسپنې ویلې کولو د یوې فابریکې څښتن افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی څو ورځې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت له رییس عبدالباري عمر سره ناسته درلوده او هغه ورته ویلي چې دوی د اوسپنې ویلې کولو فابریکو برېښنا کموي او د شکایت حق نه لري او نه هم رسنیو ته په دې اړه خبر ورکولی شي.

یاد تن، چې د امنیتي مسایلو له امله یې نوم دلته نه یادوو، افغانستان انټرنشنل ته وویل:« د طالبانو د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر د فابریکو مسوولینو ته وویل چې تاسې ته برېښنا نه شو درکولی او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ته هم د شکایت کولو حق نه لرئ.»

د اوسپنې د ویلې کولو یو بلې فابریکې څښتن وویل چې دا کار هم د فساد په موخه کېږي څو د فابریکو مسوولین مجبور شي چې د افغانستان د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر ته بډې ورکړي.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت دوه سندونه ترلاسه کړي دي، چې په یوه پلان کې لیکل شوي چې د برېښنا شرکت په کابل کې ۲۳ د اوسپنې د ویلې کولو فابریکو ته ۱۷ ساعته د برېښنا ورکولو ژمنه کړې.

100%

خو په دوهم سند کې بیا د طالبانو د برېښنا شرکت بېرته خپله ژمنه اخیستې او لیکلي یې دي چې دوی به دې فابریکو ته ۱۱ ساعته برېښنا ورکوي، چې دې کار ټولې فابریکې د بندیدو له ګواښ سره مخ کړې دي.

د یوې فابریکې مسوول وویل:« په درې ساعتونو کې مو ماشینونه نه ګرمیږي او پاتې اته ساعتونو کې دومره تولید نه شو کولی چې زیات شمېر کاریګر له ځانونو سره وساتو نو ځکه مو ډیری خپل کاریګر رخصت کړي دي.»

د افغانستان انټرنشنل خبریال ته هغه ویډیوګانې هم ښودل شوې، چې ډلې ډلې کاریګر له کارخونې څخه د وتلو په حال کې دي.

له دې وړاندې د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مسوولانو بار بار شکایت کړی، چې د برېښنا د نشتوالي امله په هېواد کې زیات شمیر صنعتي کارخونې له فعالیته پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ژمنه کړې وه، چې تر راتلونکو دوه میاشتو پورې به د فابریکو د برېښنا ستونزه حل شي خو د دوه کالو په تېریدو سره د هغه دا ژمنه په عمل بدله نه شوه.