پاکستان «۳۰تنه کډوال» تر زنداني کېدو وروسته افغانستان ته اېستلي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیندونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د (چنګاښ ۱۰مه) پاکستان دېرش تنه هغه کډوال د سپین بولدک له لارې ستانه کړي چې د یاد هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې نیول شوي او بیا زنداني شوي وو.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کډوال له یوې څخه تر څلورو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې ساتل شوي وو.